ام ایمن
اُمِّ أیمَن، یوه صحابي او د اسامة بن زید مور چې حضرت محمد(ص) هغه له جنتي مېرمنو بللې ده. هغې له امام علي(ع) سره یو ځای د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته له ابوبکر څخه د فدک د بېرته اخستلو لپاره، شهادت ورکړ چې پېغمبر(ص) فدک فاطمه زهرا(س) ته بخښلی دی.
هغه له لومړیو کسانو وه چې مسلمان شول. همداراز په احد او خېبر غزا کې موجوده وه او په احد غزا کې یې ژوبلوته اوبه رسولې او د هغوي درملنه یې کوله. په روایي سرچینو کې د ام ایمن په نقل ځینې روایتونه موجود دي.
ژوند لیک
بَرَکة د ثعلبة بن عمرو لور، په امّ ایمن مشهوره، حبشي وینځه[۱] او د حضرت محمد(ص) د پلار عبدالله بن عبد المطلب وینځه وه[۲] او بیا پېغمبر(ص) ته په میراث ورسېده[۳] او پېغمبر له حضرت خدیجه سره له واده وروسته،[۴] هغه ازاده کړه.[۵]
ام ایمن همداراز د حضرت محمد(ص) د مور بي بي آمنې له وفاته وروسته په ابواء کې مکې[۶] ته تر رسېدو پورې د پېغمبر(ص) د ساتنې دنده په غاړه لرله او له هغه وروسته یې تر لوییدو او بالغېدو پورې د هغه حضرت د خیال ساتلو دنده په غاړه لرله.[۷]
ام ایمن له اسلامه مخکې په مکې کې له عبید بن عمرو سره واده وکړ او له هغه یې د ایمن په نامه بچی وشو چې په حنین غزا کې کې د اسلام په لښکر کې و او ووژل شول.[۸] د عبید بن عمرو له وفاته وروسته ام ایمن له زید بن حارثه سره واده وکړ.[۹] اسامة بن زید د دغه دوو زوی دی.[۱۰] پېغمبر(ص) له زید بن حارثه سره د ام ایمن له واده مخکې خپلو ملګرو ته وفرمایل چې هر څوک غواړي له جنتي ښځې سره واده وکړي، ام ایمن دې په نکاح کړي.[۱۱]
د ام ایمن د وفات تاریخ د حضرت محمد (ص) له وفاته پینځه یا شپږ میاشتې وروسته ګڼل شوی دی.[۱۲] سره له دې، ځینو د ابوبکر او عمر د خلافت په زمانه کې هم د هغې د ژوندي پاتې کېدو خبره کړې ده.[۱۳]
له پېغمبر سره ملګرتیا
ام ایمن له لومړیو ښځو وه چې مسلمانه شوه او بیا یې مدینې ته هجرت کړ.[۱۴] همداراز ځینو مورخان هغه حبشې ته له هجرت کوونکو ګڼلې ده.[۱۵] د ام ایمن نوم د پېغمبر په اصحابو کې ذکر شوی دی.[۱۶]
هغه په احد غزا کې موجوده وه او ژوبلو ته به یې اوبه رسولې[۱۷] او د هغوي درملنه یې کوله.[۱۸] ام ایمن په خیبر جنګ کې هم له ام سلمه سره یو ځای یو له هغو شلو ښځو وه چې له پېغمبر(ص) سره یو ځای له مدینې ووتله.[۱۹]
پېغمبر(ص) له ام ایمن سره ډېره مینه لرله او کله کله به یې هغې ته د مور خطاب کاوه.[۲۰] د تاریخي راپورونو له مخې پېغمبر(ص) له ام ایمن سره د هغې په کور کې ملاقات کاوه او له پېغمبر وروسته ابوبکر او عمر هم د حضرت محمد(ص) په پېروۍ همدا کار کاوه.[۲۱] په ځینو حدیثي سرچینو کې د ام ایمن فضایلو په جدا برخه کې ذکر شوې دي.[۲۲]
ام ایمن له امام علي(ع) سره یو ځای د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته، له ابوبکر څخه د فدک د بیا اخستلو لپاره ګواهي ورکړه چې پېغمبر(ص) فدک فاطمه ته بخښلی دی.[۲۳] د اهل سنتو په حدیثي سرچینو کې د ام ایمن په وسیله له پېغمبر(ص) څخه څو حدیثونه نقل شوې دي.[۲۴] د انس بن مالک، ابویزید مدنی او حنش بن عبد الله صنعاني په شان کسانو هم له هغې روایتونه نقل کړې دي.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ زهری، المغازی النبویة، ۱۴۰۱ق، ص۱۷۷؛ الطبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۲۵، ص۸۶.
- ↑ الطبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۲۵، ص۸۶.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۲۲۳؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۹۶.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۷۷؛ الطبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۲۵، ص۸۶.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۲۲۳؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۹۶.
- ↑ ابن قتیبه، المعارف، ۱۳۸۸ق، ص۱۵۰.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۳۶۰.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۷۱.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۷۱؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۶۱، ج۸، ص۲۲۳.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۷۱؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۶۱، ج۸، ص۲۲۳.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۷۲؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۶۱، ج۸، ص۲۲۳.
- ↑ ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۰۴.
- ↑ ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۰۴.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۶۹؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۳۸۰ق، ج۴، ص۱۷۹۳.
- ↑ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۳۸۰ق، ج۴، ص۱۷۹۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۰۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۴۱ و ۲۵۰؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۲۲۵.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۲۲۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۸۴-۶۸۵.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۲۲۳.
- ↑ مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۰۷؛ ابن ماجه، سنن، ۱۴۰۱ق، ج۲، ۵۲۳-۵۲۴؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۳۸۰ق، ج۴، ص۱۷۹۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۰۷-۱۹۰۸.
- ↑ الطبرسی، الاحتجاج، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۱۲۱-۱۲۲.
- ↑ احمد بن حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۴۵، ص۳۵۷؛ الطبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۲۵، ص۸۷-۹۱؛ ابن ماجه، سنن، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۱۱۰۷.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۷ق، ج۱۲، ص۴۵۹.
سرچينې
- ابناثیر، علی بن محمد، أسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق شیخ عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، ج۸، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد، تهذیب التهذیب، حیدرآباد دکن، ۱۳۲۷ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار صادر، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
- ابنعبدالبر، یوسف، الاستیعاب، به کوشش علی محمد بجاوی، قاهره، ۱۳۸۰ق /۱۹۶۰م.
- ابنقتیبه، عبدالله، المعارف، به کوشش ثروت عکاشه، قاهره، ۱۳۸۸ق /۱۹۶۹م.
- ابنماجه، محمد، سنن، استانبول، ۱۴۰۱ق /۱۹۸۱م.
- احمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب الأرنؤوط، ج۴۵، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م..
- بلاذری، احمد، انساب الاشراف، به کوشش محمد حمیدالله، قاهره، ۱۹۵۹م.
- الحلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۷ق.
- زهری، عبدالله، المغازی النبویة، به کوشش سهیل زکار، دمشق، ۱۴۰۱ق /۱۹۸۱م.
- الطبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، به کوشش حمدی عبدالمجید السلفی، قاهره، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۳م.
- الطبرسی، الاحتجاج، ج۱، همراه با تعلیق و ملاحظات سید محمدباقر خرسان، نجف، دارالنعمان، ۱۳۸۶ق/۱۹۶۶م.
- مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، به کوشش محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار الحدیث، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.
- واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونز، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.