ام فروه د امام صادق(ع) مور
- له ام فروه د امام صادق(ع) لور سره تیروتنه مه کیږئ.
| بشپړ نوم | فاطمه یا قریبه د قاسم بن محمد بن ابي بکر لور |
|---|---|
| کنیت | ام فروة • ام قاسم |
| مشهور خپلوان | امام باقر (میړه) • امام صادق (زوی) |
| له معصوم څخه راوی | امام صادق(ع) |
اُم فَرْوَه د امام باقر(ع) مېرمن او د امام صادق(ع) مور ده. هغه د حجاز د مشهور فقیه قاسم بن محمد بن ابي بکر او اسماء بنت عبدالرحمن بن ابی بکر[۱] لور وه چې له دواړه لورو یې شجره ابوبکر ته رسیږی. دغه انتساب سبب شو چې د «وَلَدَنی ابوبکر مَرَّتین؛ «ابوبکر زه دوه ځله پېدا کړی یم» عبارت د امام صادق(ع) وګڼل شي.[۲]
ام فروه د حدیث له راویانو وه او له امام سجاد(ع)[۳] او امام صادق(ع)[۴] څخه یې روایتونه نقل کړي دي. شیعه رجال پېژندونکي مامقاني هغه ثقه ګڼلې ده.[۵] همداراز امام صادق له هغه یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې امام باقر(ع) هر شواروز زر ځله د شیعیانو د ګناهونو د بخښلو لپاره دعا کوله، ځکه چې باوري و اهل بیت په ثواب په علم او پوهې سره صبر کوي خو شیعیان له دې آګاهۍ او پوهې پرته صبر او زغم کوي.[۶] د څلورمي قمري پېړۍ مورخ مسعودي، هغه د خپلې زمانې یوه ډېره پرهیزګاره مېرمن ګڼلې ده.[۷]
ام فروه په بقیع هدیرې کې ښخه ده.[۸] او په شیعیانو کې لوړ مقام لري، لکه څنګه چې امام صادق(ع) ته «ابنالمکرمه» (د کریمې مېرمنې زوی) ویل کېدل.[۹]
د امام صادق(ع) د مور نوم فاطمه یا قریبه او کنیت یې ام فروه او ام قاسم و.[۱۰] ام فروه د سعیده په نوم یوه وینځه لرله چې په عبادت او فضیلت مشهوره وه.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۳۹۳.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۱۶۰.
- ↑ مسعودی، إثبات الوصیة، مکتبة رضویة، ص۱۵۲.
- ↑ برقی، رجال، ۱۳۴۲ش، ص۶۲.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۷۳.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۳۸۸ق، ج۱ص۷۲؛ مسعودی، إثبات الوصیة، مکتبة رضویة، ص۱۵۳.
- ↑ مسعودی، إثبات الوصیة، مکتبة رضویة، ص۱۵۲.
- ↑ کلینی، الکافی،۱۳۸۸ق، ج۱، ص۴۷۲.
- ↑ رجال الکشی، ۱۳۴۸ش، ص۲۱۲؛ قمی، أنوار البهیة، ۱۳۸۰ش، ص۲۲۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۴۷۲.
- ↑ قمی، أنوار البهیة، ۱۳۸۰ش، ص۲۳۰ پاورقی.
سرچينې
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة، تبریز، مکتبة بنی هاشمی، ۱۳۸۱ق.
- برقی، احمد بن محمد، رجال برقی، نسخه خطی، شمار ۱۸/۶۹۵۵، کتابخانه مرکزی ۴۹ دانشگاه تهران، و انتشارات دانشگاه تهران، شماره۸۵۷، همراه رجال ابن داوود، ۱۳۴۲ش.
- قمی، شیخ عباس، انوار البهیه فی تواریخ الحجج الالهیه، مترجم محمد محمدی اشتهاردی، قم، ناصر، چاپ سوم، ۱۳۸۰ش.
- کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی(اختیار معرفة الرجال)، مشهد، دانشگاه مشهد، ۱۳۴۸ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، اصول الکافی، مصصح علیاکبر الغفاری، صححه و قابله الشیخ نجم الدین العاملی، طهران، المکتبة الاسلامیة، ۱۳۸۸ق.
- مامقانی، عبدالله بن محمد، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف، مطبعة مرتضویة، ۱۳۵۲ق.
- مسعودی، علی بن حسین، إثبات الوصیة للامام علی بن ابی طالب، نجف، مکتبه مرتضویه، بیتا.