منځپانگې ته ورتلل

ام فروه د امام صادق(ع) لور

د wikishia لخوا
له ام فروه د امام صادق(ع) مور سره تیروتنه مه کیږئ.
اُمّ فَروة د امام صادق(ع) لور
لقب/ کنیتاُمّ فَروة
نسببني هاشم
مشهور خپلوانامام صادق (پلار)، حسین بن زید بن علي (میړه)
د زیږیدو ځایمدینه
د اوسیدو ځایمدینه


ام فروه د امام صادق(ع) لور وه چې مور یې فاطمه، د حسین بن علی بن حسین(ع) لور کیږي. اسماعیل او عبدالله یې دوه سکه وروڼه وو..[۱] د ابن شهر آشوب په نظر، د هغې نوم اسماء او کنیت یې ام فروه و. که څه هم هغه د یو نقل په اساس د امام صادق(ع) له دریو لوڼو، اسماء، ام فروه او فاطمه څخه هم یوه بلل شوې ده.[۲] ام فروه له خپل تربور حسین بن زید بن علي سره واده وکړ.[۳] خو اهل سنت عالم فخر رازي هغه د عبدالعزیز بن سفیان مرواني مېرمنه ګڼلې ده.[۴]

د یو روایت له مخې چې په روضه کافي کې نقل شوی امام صادق له سفیان بن مصعب وغوښتل چې د امام حسین(ع) په ویر کې یوه ویرنه ووایي او امر یې وکړ چې ام فروه دې هم مجلس ته حاضره شي. د ویرنې په پېل کېدو سره ام فروه په ژړا شوه. ده ویرنه یا مرثیه ام فروه ته په خطاب سره پېل شوې:

فَرْوُ جُودِي بِدَمْعِكِ اَلْمَسْكُوبِ:« ای ام فروه! قربانې کړه خپلې توییدونکې اوښکې دې.».[۵]


فوټ نوټ

  1. ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۰۹.
  2. ↑ ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۸۰.
  3. ↑ شبراوی، الإتحاف بحب الأشراف، ۱۴۲۳ق، ص۲۱۶.
  4. ↑ فخر رازی، الشجرة المبارکة، ۱۴۱۹ق، ص۹۰.
  5. ↑ کلینی، روضه کافی،۱۳۶۲ش، ج۸،ص۲۱۶.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
  • شبراوی، جمال الدین، الاتحاف بحب الاشراف، قم، دارالکتب، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، الشجرة المبارکة فی أنساب الطالبیة، قم، مکتبه آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، روضه کافی، تصحیح و تعلیق: علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۶۲ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، تصحیح: مؤسسه آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.