باطن ګرايي

د wikishia لخوا
د نورو کارولونو لپاره، باطنیه (ابهام لری کول) وګورئ

باطن ګري یا باطن ګروهنه هغه عقیده ده چې مذهب یو داخلي معنی لري چې له ظاهر څخه ډیر مهم دی. د باطن ګرایان د قرآن د آيتونو تاولیوي او هڅه کوي چې د هغې باطني مفهوم ومومي. د اسلامي فرقو او مذهبونو په منځ کې، اهل تصوف او اسماعیلیه په باطن ګری مشهور دي.

صوفيان وايي، چې شريعت د دين پوستکې دی او باید حق ته، چې مغز يې دى، ځان ورسول شي. اسماعیلیان هم په دې نظر دي چې د قرآنکریم په تاویل سره باید د هغه ریښتیني مفهوم ته ورسي او دا د امام دنده ده. ځینو امامیه شیعه هم یو باطني مذهب ګڼلی دی؛ خو ځینو بیا دا خبره رد کړې ده.

په شيعه احاديثو کې داسې روايات شته چې د قرآن د آيتونو ظاهري او باطني معنا لري. همدارنګ داسې روایتونه هم شته چې د قرآن کریم د آیتونو تاویل کوي. شيعه علماء د دې احاديثو په استناد تأویل مني؛ خو نه په هغه طریقه چې په تصوف او اسماعیلیه کې رواج لري او د هغې لپاره خاص قاعدې په نظر کې نیسي.

مفهوم پیژندنه

باطن ګري هغه فکر دی چې د دین په باطن او حقیقت باندې ټینګار کوي او باور لري چې دین دوه اړخونه لري یو ظاهري او بل باطني. په باطن ګرۍ کې د دین باطني اړخ تر ظاهري ډیر مهم ګڼل کیږي او هدف باطن او حقیقت ته رسیدل ګڼل کیږي.[۱]

د مسلمانانو باطني فرقې او مذهبونه

فرانسوي مسلمان فیلسوف رنه‌ګنون (1886-1951ع) د مسلمانانو په منځ کې د باطن ګرۍ نسبت اهل تصوف او مسلمانو عارفانو ته ورکوي.[۲] او وايي چې دوی د شریعت بهرنۍ پوستکې او شریعت له اصلي یا باطني څخه جلا کاوه او د دین حقیقت به یې د هغې باطني برخه بلله.[۳]

د اسماعیلیه پوه فرهاد دفتري (په ۱۳۱۷هـ ش کال کې زیږیدلي) په وینا، اسماعیلیه تر ټولو اسلامي فرقو او مذهبونو زیات د خپل باطني فکر له کبله مشهور دي.[۴] د هغوي په باور به پيغمبرانو د وحي ظاهري معنی خلکو ته بیانوله، خو د هغې باطني او واقعي معنا د هغه حضرت د جانشينو په غاړه ده، چې وصي يا امام بلل کېږي.[۵]

په امامیه مذهب کې باطن ګرایي

ويل شوي دي چې اسلامي عالمان لکه هانري کُربن او محمد علي امير معزي اماميه شيعه يو باطني او تاویلي مذهب ګڼي؛ خو ځینې بیا دا خبره نه مني او وايي چې «د شیعو معتدله کرښه» له باطنیت سره مهم توپیرونه لري؛ د نورو شیانو تر څنګ د شریعت او د آیتونو او روایاتو د ظاهر لپاره د حجیت قایل دي او هغه حاشیې ته نه وړي. همدارنګ هغوي په دې باور دي چې د دین اصل د شریعت اطاعت دی او په دې باور دي چې نجات د شریعت په پیروی سره ممکن دی.[۶]

په هرصورت، شیعه عالمان په عمومي توګه تأویل مني؛ خو دوی اسماعیليه تاویلونه سم نه ګڼي او د تاویل لپاره شرطونه یادوي.[۷] هغوي له رسول الله(ص) او امامانو څخه احادیث روایت کوي چې وایي د قرآن آیات باطن او ظاهر لري.[۸] همدارنګ هغوی داسې  روایتونه هم روایت کوي چې امامانو په کې د قرآن تاویل کړی دی؛[۹] لکه د امام صادق(ع) دغه حدیث چې د «تللو کې عدالت وکړئ او کم مه خرڅوئ»[۱۰] یې په دې طریقه تاویل کړي دي: «د عادل امام پيروي وکړئ او د هغه حق مه کموئ».[۱۱]

د تصوف د باطن ګرۍ اساس

د تصوف د باطن ګرۍ په بيانولو کې رِنه‌گِنون وايي چې اهل تصوف وايي: د دوي په عقيده کې شريعت د دين پوستکی يا ظاهري بڼه ده چې د فقهي احکامو په شکل کې راڅرګندېږي. خو د دین اصل حقیقت دی او موږ د طریقت په وسیله د شریعت له لارې حقیقت ته رسېږو.[۱۲] شریعت یواځې د عمل لپاره قانون دی خو حقیقت «معرفت ناب» دی او دا معرفت شريعت ته له حده وتلی او ژوره معنا ورکوي.[۱۳]

د اسماعیلیه د باطن ګرۍ اصول

په اسماعیلي مذهب کې د باطن ګرۍ نظام د «ظاهر او باطن»، او «تنزیل او تأویل» او «خاص او عام» پر مفاهیمو ولاړ دی.[۱۴] د باطن ګري اصول درې دي:[۱۵]

  • د باطني معنا د ظاهري معنا په مقابل: دیني تعلیمات دوه اړخونه لري، ظاهري او باطني او باطني معنا یې تر ټولو مهمه ده.[۱۶]
  • د تاویل اصل د تفسير او تنزیل په مقابله کې: باطنيان هڅه کوي د قرآن او احاديثو له ظاهره د تاويل په وسيله د هغې باطن ته ورسيږي[۱۷]
  • د خلکو په خاص او عام کې ویشل: د اسماعیلي باطنیانو له نظره تاویل د امامانو دنده ده او یو څو کسان د امام د تاویل له لارې باطني دین ته رسېدای شي. له همدې امله، انسانان په خاصو او عامو ویشل شوي دي. خاص هغه کسان دي چې په اسماعیلي مذهب یې ایمان راوړی وي چې د اسماعیلي امامانو امامت یې منلی وي. او عام خلک غیر اسماعیلیان دي چې یوازې د دین په ظاهري بڼه پوهیدلای شي.[۱۸]

په باطن ګراو کې د شرعي احکامو اطاعت

ځينې فرقې او مذهبونه چې باطني بلل کېږي، په ځينو حالاتو کې د شرعي احکامو مراعات کول ضروري نه ګڼي. د بېلګې په توګه راپور شوي دي چې لومړنیو اسماعیلیانو، قرمطیانو او نزاریانو د هغو کسانو لپاره چې په امام او باطني حقایقو پوهېدلي دي د شرعي احکامو مراعات کول ضروري نه ګڼل.[۱۹]

د باطنيانو د تاویلونو بیلګې

په لاندې لیست کې د تاویل هغه مثالونه شامل دي چې باطن ګرایانو د قرآن د آیتونو په اړه وړاندې کړي دي:

  • «هغه ورځ آسمان به ونغاړو»[۲۰] تاویل: هغه ورځ چې شریعت به باطل کړو.[۲۱]
  • «بیا هغه اوه اسمانونه په دوه ورځو کې جوړ کړل. او په هر اسمان کې يې خپل کار ورته وحي کړ.»[۲۲] تأویل: د ظاهري او باطني د دوو دورو سلسلو لپاره يې اوه سرداران وټاکل او هر يوه ته يې جلا جلا خپله ګټه ورکړه.[۲۳]
  • [د نوح دعا]: «ظالمانو ته له ګمراهۍ پرته بل څه مه زیاتوه»[۲۴] د محی الدین عربی تأویل: ای خدایه هغو کسانو ته چې په خپلو نفسونو یې ظلم کړی دی او فناء فی الله مقام ته رسېدلي دي، بې ستا له معرفته چې د کامل انسان ستا په ذات کې د تعجب سبب نور څه مه زیاتوه.[۲۵]

د باطن ګرایۍ پيدایښت

ځینې ​​په اسماعیلیه کې د باطن ګرایۍ د پیدا کیدو اصل په دویمه پیړۍ کې د شیعه غالیانو تفکر ګڼي. کیدی شي چې لومړنی مسلمان چې باطني مشرب یې درلود او د قرآن کریم آیتونه یې تأویل کړل، مغیرة بن سعید (وفات ۱۱۹ هجري) وو چې د مغیریه و مشر و. همدارنګ ویل کیږي چې ابوالخَطّاب (وفات ۱۳۸ هـ ق) چې د خطایبیه فرقې بنسټ ایښودونکی و، لومړنی کس دی چې د مسلمانانو په منځ کې یې د باطني ګراو ځانګړنو لرونکی غورځنګ رامنځته کړ.[۲۶]

په تصوف کې باطن ګرايي هم د قمري پیړۍ په دویمه او د صوفیانو لومړي ظهور ته نسبت ورکول کیږي؛ يعني ځینې کسان لکه حسن بصري، ابو هاشم کوفي (وفات 150 هجري)، سفيان ثوري (وفات 161 هجري) او ابراهيم ادهم (وفات 162 هجري).[۲۷]

د باطن ګرایۍ تور

د اسلام د تاریخ په اوږدو کې، «باطن ګرایي» د مذهبي یا سیاسي تور په توګه د مذهبي مخالفینو د استیضاح کولو یا سیاسي مخالفینو له مینځه وړلو لپاره کارول شوی دی. د بېلګې په توګه ابن تيميه شيعه، صوفيان او فيلسوفان باطنيه بولي،[۲۸] همدارنګه خلک د باطن ګرایۍ په جرم وژل کېدل، چې له هغو څخه مشهور حسنک وزير دى، چې د سلطان محمود غزنوي وزير و، چې د سیاسي موخو په غرض په دار وځړول شو.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. دادبه، «باطنیه»، ص۱۹۶؛ دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۴.
  2. گنون، نگرشی به مشرب باطنی اسلام و آیین دائو، ۱۳۸۷ش، ص۲۲، ۲۴، ۳۲.
  3. گنون، نگرشی به مشرب باطنی اسلام و آیین دائو، ۱۳۸۷ش، ص۳۲.
  4. دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۴.
  5. دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۱-۱۶۲.
  6. انصاری، «باطنی‌نگری در تشیع و تصوف در گفتگو با حسن انصاری»، وبگاه بررسی‌های تاریخی.
  7. معرفت، التأویل، ۱۴۱۲ق، ص۳۷-۴۴.
  8. معرفت، التأویل، ۱۴۱۲ق، ص۳۳-۳۵.
  9. معرفت، التأویل، ۱۴۱۲ق، ص۶۲-۶۷.
  10. سوره الرحمن، آیه۹.
  11. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۳۰۹.
  12. گنون، نگرشی به مشرب باطنی اسلام و آیین دائو، ۱۳۸۷ش، ص۲۱-۲۲.
  13. گنون، نگرشی به مشرب باطنی اسلام و آیین دائو، ۱۳۸۷ش، ص۲۱-۲۲.
  14. دفتری، «باطنیه»، ص۵۵۴.
  15. دادبه، «باطنیه»، ص۱۹۶.
  16. دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۴.
  17. دادبه، «باطنیه»، ص۱۹۶.
  18. دفتری، «باطنیه»، ص۵۵۶.
  19. دفتری، «باطنیه»، ص۵۵۶.
  20. سوره انبیا، آیه ۱۰۴.
  21. کی.پوناوالا، «تأویل قرآن در نگاه اسماعیلیان»، ص۱۴۲.
  22. سوره فصلت، آيه ۱۲.
  23. کی.پوناوالا، «تأویل قرآن در نگاه اسماعیلیان»، ص۱۴۲-۱۴۳.
  24. سوره نوح، آیه ۲۴.
  25. حسینی کوهساری، «بررسی نظریه تأویل ابن‌عربی و به‌کارگیری آن در تفسیر عرفانی قرآن»ص۷۹.
  26. دفتری، «باطنیه»، ص۵۵۵.
  27. سجادی، مقدمه‌ای بر مبانی عرفان و تصوف، ۱۳۷۲ش، ص۵۰.
  28. دفتری، «باطنیه»، ص۵۵۷.
  29. دادبه، «باطنیه»، ص۱۹۸.

سرچينې

  • انصاری، حسن، «باطنی‌نگری در تشیع و تصوف در گفتگو با حسن انصاری»، وبگاه بررسی‌های تاریخی، تاریخ درج: ۲۱ مهر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲۸ خرداد ۱۴۰۱ش.
  • حسینی کوهساری، سیدحسین، «بررسی نظریه تأویل ابن‌عربی و به‌کارگیری آن در تفسیر عرفانی قرآن»، در فلسفه دین، شماره ۱، ۱۳۹۷ش.
  • دادبه، اصغر، «باطنیه»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۱، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۱ش
  • دفتری، فرهاد، «باطنیه»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، ج۱، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۸۶ش.
  • دفتری، فرهاد، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ترجمه فریدون بدره‌ای، تهران، نشر و پژوهش فرزان روز، ۱۳۸۶ش.
  • کی.پوناوالا، اسماعیل، «تأویل قرآن در نگاه اسماعیلیان»، ترجمه محمدحسن محمدی مظفر، در هفت‌آسمان، شماره ۳۴، ۱۳۸۶ش.
  • گنون، نگرشی به مشرب باطنی اسلام و آیین دائو، ترجمه دل‌آرا قهرمان، تهران، حکمت، ۱۳۸۷ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • معرفت، محمدهادی، التأویل فی مختلف المذاهب و الآراء، تهران، پژوهشگاه مطالعات تقریبی، چاپ دوم، ۱۴۱۲ق.