تطبیقي تفسیر (عملي)

د wikishia لخوا
د نورو استعمالونو لپاره، تطبيقي تفسیر (مقارن) وګورئ.

عملي تفسیر یا تطبیقي تفسیر، د قرآن په تفسیر کې یوه روده ده چې پکې د قرآن تعلیمات په تطبیقي یا عملي توګه بیانیږي.[۱] د ځینو څېړاندو په وینا، په قرآن کې د کلي قواعدو یوه ټولګه موجوده ده چې په ځینو نورو جزیی مواردو چې په قران کې ذکر شوي تطبیقیږی.[۲] د دغه کلي قواعدو او د هغو د جزیي مواردو تر مینځ بشپړه غږملتیا، د قرآن د یو هیړوالي ښودنه کوي.[۳] د تطبیقي تفسیر هدف د انسان په ژوند له قرآنه د لاسته راغلیو پېغامونو تطبیقول دي چې وکړی شي له خپلو ضرورتونو سره مناسبه عقیده او لاره او روده وپېژني او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي.[۴] تطبیقی تفسیر، تفسیر ته په لور ورکولو سره هغه د ژوند په متن او مینځ کې راولي له همدې امله دغه تفسیري روده له عصري تفسیر سره فرق کوي؛ ځکه چې په عصري تفسیر کې، قرآن له نویو علمونو په استفادې او د ورځې په بیان سره تفسیريږي، خو تطبیقي تفسیر، تفسیر ته د لور ورکولو لپاره د ایتونو پېغام او لارښوونه بیانوی.[۵]

د ځینو روایتونو له مخې، د قرآن تطبیقي والی او په ټولو زمانو کې یې جاري والی، د قرآن د نه ختمېدو دلیل دی.[۶] د مِنْ وحیِ القرآن تفسیر لیکوال سید محمد حسین فضل الله باوري دی، زیاتره هغه تفسیرونه چې له امامانو(ع) نقل شوي، تطبیقي تفسیرونه دي چې پکې د ایتونو ظاهري معنا په یو عیني واقعیت تطبیقیږي.[۷] تطبیقي تفسیر په مختلفو ډولونو په مفسرانو کې دود دی.[۸] دغه تفسیري روده، د مسیحیانو په نزد هم مخینه لري او پکې انجیل په عصري واقعیتونو تطبیقیږی.[۹] د محسن قرائتي تفسیر، تفسیر نور او د اکبر هاشمي رفسنجاني لیکلی تفسیر راهنما[۱۰] او د یحیی یثربي لیکلی «تفسیر روز» له هغو تفسیرونو دي چې په دغه نظر سره لیکل شوي دی.[۱۱] غالب حسن هم د «مَداخِلُ جدیدةٌ لِلتفسیر» کتاب لومړی څپرکی له تطبیقی تفسیر سره ځانګړی کړی او پکې یې له قرآني قواعدو څخه د اوو کلي قاعدو تطبیق په لا جزیي قواعدو جاجولی دی.[۱۲] په ځینو متونو کې ( په تېره بیا په عربي متونو کې) د عملي تفسیرو تعبیر پر ځای، د تطبیقي تفسیر له ټکي استفاده شوې ده؛[۱۳] لکه څنګه چې ځینو مفسرانو د جَرْی او تطبیق په تعبیر سره هغه ته اشاره کړې ده.[۱۴]

امام باقر(ع) وفرمایل: «... إِنَّ الْقُرْآنَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ وَ الْآيَةَ حَيَّةٌ لَا تَمُوتُ فَلَوْ كَانَتِ الْآيَةُ إِذَا نَزَلَتْ فِي الْأَقْوَامِ مَاتُوا فَمَاتَ الْقُرْآنُ وَ لَكِنْ هِيَ جَارِيَةٌ فِي الْبَاقِينَ كَمَا جَرَتْ فِي الْمَاضِين ...‏‏».[۱۵]


...بې شکه قرآن ژوندی دی، نه مړ کیږي او ایت ژوندی دی، نه مړ کیږي؛ ځکه چې که ایت یوازې د هغه کسانو لپاره وې چې مړه شوې دي، قرآن به مړ شوی و. خو لکه څنګه چې دغه ایت د تېرو خلکو لپاره و د نورو او راتلونکو په اړه هم جریان لري....


د تطبیقي تفسیر د مشروعیت او رواوالي لپاره په ډېرو روایتونو استناد شوی دی.[۱۶] د دغه روایتونو له مخې، قرآن او ایتونه یې له ځینو انسانانو سره ځانګړي نه دي او بحثونه یې په ټولو زمانو کې روان دي.[۱۷] سید محمد حسین فضل الله په دې استدلال سره چې هغه څه چې په قرآن کې بیان شوي، داسې حقایق دي چې د وخت په تېرېدو سره نه بدلیږی، د تطبیقي تفسیر پر مشروعیت استدلال کړی دی؛ مثلا هغه باوري دی دا چې بقرې سورې خلک په دریو ډلو، مومن، کافر او منافق تقسیم کړي، په کوم خاص تاریخي پړاو پورې ځانګړی نه دی، بلکې دغه وېش په ټولو زمانو کې شته دی.[۱۸] ځینو څېړاندو بیا د تطبیقی تفسیر د اثبات لپاره د قرآن په تلپاتي والي استناد کړی دی؛ ځکه چې د قرآن تلپاتې والی یوازې د قرآن د ثابت پاتې کېدو په معنا نه دی، بلکې د قرآن د تپلیاتي والي یوه معنا دا ده چې په ټولو زمانو کې د قرآن لپاره عیني مصداقونه شته دي چې د قرآن ذاتي ارزښت ښکاره کوي.[۱۹] له همدې امله ده چې د قرآن له نازلېدو د ډېر اوږد وخت له تېرېدو سره سره، علمي معلومات له قرآن سره غږمله موندی شی.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. ایازی، «تفسیر تطبیقی»، ص۶۴۱.
  2. حسن، مداخل جدیدة للتفسیر، ۱۴۲۴ق، ص۱۱.
  3. حسن، مداخل جدیدة للتفسیر، ۱۴۲۴ق، ص۱۱.
  4. ایازی، مبانی و روش‌های تفسیر قرآن کریم، ۱۳۸۸ش، ص۲۴۹.
  5. ایازی، «تفسیر تطبیقی»، ص۶۴۱.
  6. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۲۰۴.
  7. فضل‌الله، الندوه، ۱۴۱۸ق، ج۷، ص۴۴۸.
  8. ایازی، تفسیر قرآن مجید برگرفته از آثار امام خمینی(ره)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۹۲.
  9. شرکة ماستر میدیا، التفسیر التطبیقی للکتاب المقدس، ۱۹۹۷م، مقدمه کتاب.
  10. ایازی، «تفسیر تطبیقی»، ص۶۴۱.
  11. مطهری، «تفسیر روز»، ص۳۶.
  12. حسن، مداخل جدیدة للتفسیر، ۱۴۲۴ق، ص۱۱-۳۰.
  13. عسگری، و شاکر، «تفسیر تطبیقی، معنایابی و گونه‌شناسی»، ص۱۹.
  14. فضل‌الله، فی رحاب اهل البیت(ع)، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۶۶-۶۷.
  15. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۲۰۳.
  16. فضل‌الله، الاجتهاد بین أسر الماضی و آفاق المستقبل، ۲۰۰۹م، ص۲۹۹.
  17. مثال په توګه وګورئ: برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۲۸۹؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۱؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۱۳۸-۱۳۹؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۱؛ و ج۲، ص۲۰۳-۲۰۴؛ شیخ صدوق، معانی الأخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۵۹.
  18. فضل‌الله، الاجتهاد بین أسر الماضی و آفاق المستقبل، ۲۰۰۹م، ص۲۹۹.
  19. حسن، مداخل جدیدة للتفسیر، ۱۴۲۴ق، ص۹.
  20. حسن، مداخل جدیدة للتفسیر، ۱۴۲۴ق، ص۹-۱۰.

سرچينې

  • ایازی، سید محمدعلی، «تفسیر تطبیقی»، در جلد اول از دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، دوستان و ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • ایازی، سید محمدعلی، تفسیر قرآن مجید برگرفته از آثار امام خمینی(ره)، تهران، عروج، ۱۳۸۶ش.
  • ایازی، سید محمدعلی، مبانی و روش‌های تفسیر قرآن کریم، تهران، دانشگاه آزاد اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
  • حسن، غالب، مداخل جدیدة للتفسیر، بیروت، دار الهادی، ۱۴۲۴ق.
  • شرکة ماستر میدیا، التفسیر التطبیقی للکتاب المقدس، قاهره، شرکة ماستر میدیا، ۱۹۹۷م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، مَعانی الأخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ع)، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • عسگری، و شاکر، «تفسیر تطبیقی، معنایابی و گونه‌شناسی»، در مجله پژوهش‌های تفسیر تطبیقی، شماره ۲، آبان ۱۳۹۴ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تهران، المطبعة العلمیه، ۱۳۸۰ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، الاجتهاد بین أسر الماضی و آفاق المستقبل، بیروت، المرکز الثقافی العربی، ۲۰۰۹م.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، الندوه، بیروت، دار الملاک، ۱۴۱۸ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، فی رحاب اهل البیت(ع)، بیروت، دار الملاک، ۱۴۱۹ق.
  • کوفی، فرات، تفسیر فرات الکوفی، تهران، چاپخانه وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • مطهری، فرشته، «تفسیر روز»، در مجله کتاب ماه دین، شماره ۱۴۶، آذر ۱۳۸۸ش.