تطبيقي تفسیر (مقارن)
- د نورو استعمالونو لپاره، تطبیقي تفسیر (عملي) وګورئ.
تَطبیقی یا مُقارَن تفسیر، د قرآن د تفسیر یوه روده ده چې پکې، د ایت معنا د تفسیري لیدتوګې په پرتله کولو سره څرګندیږي. د دغه رودې په کارولو سره، د مختلفو تفسیري لیدتوګو پیاوړي او کمزوري ټکي ښکاره کیږي او انسان کولی شی لا ښه او لوړ تفسیري نظر غوره کړي.
د ځینې څېړاندو په نظر، تطبیقي تفسیر یوازې د قرآن د مفاهیمو په اړه د شیعه سني د لیدتوګو له پرتله کولو سره تعلق لري، خو ځینو نورو هغه په درې ډولونو وېشلی دی:۱. د قرآن او عهدین تر مینځ تطبیقي تفسیر،۲.د اسلامي مذهبونو تر مینځ تطبیقي تفسیر،۳. د قرآن او نورو علومو تر مینځ تطبیقي تفسیر.
تعریف او حیثیت
تطبیقي یا مقارَن تفسیر، د قرآن د تفسیر یوه روده ده[۱] چې پکې د ایتونو ظاهري معنا له یو بل سره د ځینو نظرونو په پرتله کولو او د شباهتونو او توپیرونو په جاجولو سره روښانه کیږي.[۲] په تطبیقي تفسير کې کله دوه مفسرين، کله دوه تفسيري مذهبونه او کله هم دوه تفسيري کتابونه پرتله کېږي.[۳] ځینو مولفانو تطبیقي تفسیر د موضوعي تفسیر له ډولونو ګڼلی دی؛[۴] خو د ځینو نورو له نظره، تطبیقي تفسیر، موضوعي تفسیر او تربیتي تفسیر په عرض کې دي.ارد.[۵] د دغه تفسیري رودې سرچینه د انعام د پنځوسم ایت په شان ایتونه ګڼل شوې دي.[۶]
د تطبیقي تفسیر موخه، د بنسټونو او استدلالونو له نظره د لیدتوګو روڼول او د هغوي د کمزورو او پیاوړو ټکیو څرګندول دي چې انسان وکړی شي لا پیاوړی تفسیري نظر غوره کړي.[۷] د ځینو څېړاندو په نظر تطبیقي تفسیر په حقیقت کې د قرآن تطبیقي تفسیرول نه دي؛ بلکې د یوې موضوع په باره کې د قرآن د تفسیرونو یا د دوو مفسرانو د مکتب او رودې په باره کې تطبیقي مطالعه ده.[۸] په عربۍ ژبه کې، دغه ډول تفسیر ته د «التفسیر المُقارَن» یا «التفسیر الموازَن» نوم ورکړل شوی دی.[۹]
تطبیقي تفسیر د تفسیر په تاریخ کې همېشه موجود و؛ خو په څوارلسمه قمري پېړۍ کې، منظم او قاعده مند شو.[۱۰] د فتح الله نجارزادگان[۱۱] «تفسیر تطبیقی»او د فداحسین عابدی[۱۲] «تفسیر تطبیقی آیه مودت» له هغو کتابونو دي چې د تطبیقي مطالعې په اړه تدوین شوې دي.
ډولونه
قرآن څېړاندي محمدعلی رضایی اصفهانی، تطبیقي تفسیر په درې ډولونو ۱. د قرآن او عهدین تر مینځ تطبیقي تفسیر،۲.د اسلامي مذهبونو تر مینځ تطبیقي تفسیر،۳. د قرآن او نورو علومو تر مینځ تطبیقي تفسیر وېشلی دی.[۱۳] سره له دې د تفسیر تطبیقي کتاب مولف فتح الله نجارزادګان باوري دی چې تطبیقي تفسیر د قرآن د مفاهیمو په اړه د شیعه سني د لیدتوګو له پرتلې سره مخصوص دی او نورې رودې او فکري مکتبونه پکې نه شاملیږی.[۱۴]
د اسلامي مذهبونو تر مینځ تطبیقي تفسیر
د اسلامي مذهبونو تر مینځ تطبیقي تفسیر ته له پخوا راهسې شیعه سني مفسرانو پام کړی دی.[۱۵] په شیعه مفسرانو کې شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ق) په تفسیر تبیان کې او طبرسي (وفات: ۵۴۸ق) په مجمع البیان کتاب کې په ولایت، جَبْر او تَفویض پورې اړوندو ایتونو کې د معتزله و او اشاعره و نظرونه جاجولي او له شیعه لیدتوګې سره یې پرتله کړې دي؛ لکه څنګه چې اهل سنت مفسر فخر رازي(وفات: ۶۰۶ق)په مفاتیح الغیب تفسیر کې د شیعه سني کلامي او تفسیري نظرونه پرتله کړې دي.[۱۶] ویل شوي چې تر ټول څرګند تفسیري کتاب چې په دغه روده لیکل شوی د محمد هادي معرفت کتاب التفسیر الأثری الجامع دی.[۱۷]
د قرآن او عهدینو تر مینځ تطبیقي تفسیر
د قرآن او عهدین په تفسیري روده کې، د قرآن او عهدینو متن د یوې مشترکې موضوع (لکه په پېغمبرانو پورې اړوندو کیسو کې) له یو بل سره پرتله کیږي.[۱۸] په دې تفسیري روده کې، د قرآن د سرچینو او نورو اسماني کتابونو د سرچینې یو شان والی (یعنې د هغوي وحیاني والی) بیانیږي او په عهدینو کې د راغلي تحریف او له تحریفه د قرآن د خونديوالي په اړه وضاحت ورکول کیږي.[۱۹] محمد حسین طباطبایي په تفسیر المیزان کې د آدم او حوا په کیسې پورې اړوند بحثونو او محمد جواد بلاغي په تفسیر آلاءُ الرَّحمن کې له دغه رودې استفاده کړې ده.[۲۰]
د قرآن او نورو علومو تر مینځ تطبیقي تفسیر
د قرآن او نورو علومو تر مینځ د تطبیقي تفسیر په روده کې، له مختلفو علومو څخه په مشترکه مساله یا مسایلوباندي چې له قرآن سره هم اړوند وي، بحث کیږي.[۲۱] دغه تفسیري روده د قرآن د علمي ایتونو په شرحه، د علم او دین تر مینځ د ټکر د تفکر د لرې کولو، او د قرآن د علمي نظریې د لاسته راوړلو لپاره ګټه وره ګڼل شوې ده.[۲۲] د علمي تفسیر جواز او حجیت، د علومو په کلیاتو د قرآن شاملوالی، او د قرآن او علم تر مینځ اړیکي د دغه تفسیري رودې له اصولو او آرونو ګڼل شوې دي.[۲۳] همداراز د قران په ایتونو د پوهېدو لپاره د علومو استعمال، د قرآن ژبې او تاریخي فضا ته پام، او د ایتونو په تفسیر کې د جري او تطبیق د استعمال ضرورت، د دغه رودې له قواعدو ګڼل شوې دي.[۲۴] د دغه تفسیري رودې ځینې تاوانونه هم په ګوته شوي منجمله : د قرآن پر ایتونو د علمي لیدتوګو تپل او له قرانه د یو علم د ټولو جزییاتو د راویستلو لپاره هڅه او د ایتونو د نزول له فضا او سیاق و سباق څخه غفلت او په نتیجه کې د قرآن له ایتونو د نیمګړي تفسیر وړاندې کول.[۲۵]
د تطبیقي تفسیر مرحلې
ځینو څېړاندو د تطبیقي تفسیر د رودې د استعمال لپاره، لاندیني اوه پړاونه په ګوته کړې دي:
- د اختلافي مسالې انتخاب
- د مسالې او د هغې د کلیدي ټکیو توضیح
- د جوړښت طراحي کول؛
- د تطبیق د لورو په ګوته کول؛
- د اختلاف د ډولونو په ګوته کول؛
- د قرآن د لیدتوګې استخراج؛
- د پام وړ لورو د سموالي یا ناسموالي په اړه قضاوت.[۲۶]
فایدې او تاوانونه
د تطبیقي تفسیر لپاره لاندینۍ فایدې ذکر شوې دي:
- له حصریتوبه د مفسر ژغورېدل
- د موضوع د ناواضحو اړخونو څرګندېدل؛
- د ایتونو د تفسیر له خللونو او نیمګړتیاوو خبرېدل.[۲۷]
د محمدعلی رضایی اصفهانی په وینا تطبیقي تفسیر په ځینو مواردو کې ممکنه ده، له ځینو تاوانونو سره مخامخ شي منجمله:
- د قرآن له تفسر سره د اسرائیلیاتو ورګډول
- د مذهبي تعصباتو په وجه د اختلافاتو رامینځته کېدل؛
- پر قرآن د ناثابتو علمي نظریو تپل.[۲۸]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ عسگری، و شاکر، «تفسیر تطبیقی، معنایابی و گونهشناسی»، ص۱۱.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۱۶.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۰.
- ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۴۵.
- ↑ عسگری، و شاکر، «تفسیر تطبیقی، معنایابی و گونهشناسی»، ص۱۹.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۲.
- ↑ عسگری، و شاکر، «آسیبشناسی مبانی و پیشفرضهای کلامی و مذهبی تفاسیر تطبیقی»، ص۸۱.
- ↑ طیبحسینی، «تفسیر تطبیقی»، ص۲۲۳.
- ↑ طیبحسینی، «تفسیر تطبیقی»، ص۲۲۲.
- ↑ طیبحسینی، «تفسیر تطبیقی»، ص۲۲۴.
- ↑ نجارزادگان، تفسیر تطبیقی، ۱۳۸۳ش، کل کتاب.
- ↑ عابدی، تفسیر تطبیقی آیه مودت، ۱۳۸۴ش، کل کتاب.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۲-۷۶.
- ↑ نجارزادگان، تفسیر تطبیقی، ۱۳۸۳ش، ص۱۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۲.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۲.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۲.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۲۲-۱۲۳.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۲۳.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۲۴-۱۲۷.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۲۸-۱۳۰.
- ↑ تمیمی، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، ۱۴۳۶ق، ص۱۳۰.
- ↑ کریمی، «فرایند عملی تفسیر موضوعی تطبیقی»، ص۱۳۶.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۰.
- ↑ رضایی اصفهانی، منطق تفسیر قرآن (۳)، ۱۳۹۲ش، ص۷۷.
سرچينې
- تمیمی، مازن شاکر، اصول و قواعد التفسیر الموضوعی للقرآن، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسه، ۱۴۳۶ق.
- رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهشهای تفسیر و علوم قرآن، ۱۳۸۷ش.
- رضایی اصفهانی، محمدعلی، منطق تفسیر قرآن (۳)، قم، پژوهشگاه بینالمللی المصطفی، ۱۳۹۲ش.
- طیبحسینی، «تفسیر تطبیقی»، در جلد ۸ دایرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۲ش.
- عابدی، فداحسین، تفسیر تطبیقی آیه مودت، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۴ش.
- عسگری، انسیه، و محمدکاظم شاکر، «آسیبشناسی مبانی و پیشفرضهای کلامی و مذهبی تفاسیر تطبیقی»، در مجله پژوهشنامه مذاهب اسلامی، شماره ۱۵، بهار و تابستان ۱۴۰۰ش.
- عسگری، انسیه، و محمدکاظم شاکر، «تفسیر تطبیقی، معنایابی و گونهشناسی»، در مجله پژوهشهای تفسیر تطبیقی، شماره ۲، پاییز و زمستان ۱۳۹۴ش.
- کریمی، مصطفی، «فرایند عملی تفسیر موضوعی تطبیقی»، در مجله حکمت بالغه، شماره ۲، پاییز و زمستان ۱۴۰۰ش.
- نجارزادگان، فتحالله، تفسیر تطبیقی، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۳ش.
بهرنۍ لینک
(د قرآن په تفسیر کې د تطبیقي مطالعاتو میتودولوژي)روششناسی مطالعات تطبیقی در تفسیر قرآن