حفص بن سلیمان اسدي
حَفْص بن سلیمان بن مغیره اسدي (۹۰–۱۸۰ق)، «مُقری» (قرائت پوه) او د قرآن له اوه ګونو قاریانو څخه د عاصم بن ابي النجود د قرآئت ډېر مشهور راوي و. هغه د قرائت علم له عاصمه زده کړ. ځینو هغه د قرائت په علم د خپلې زمانې تر ټولو پوه کس ګڼلی دی. حفص امام علي(ع) ته منسوب قرائت په کوفه، بغداد او مکه کې خپور کړ. اوس په ډېرو اسلامي ټاټوبو کې قرآن له عاصمه د حفص په قرائت سره چاپ او تلاوتیږي.
شیخ طوسي حفص د امام صادق(ع) د اصحابو په لیکه کې راوستی دی. ژوند لیکونکو د قرائت په علم کې د هغه د مقام له منلو سره سره، هغه متروک الحدیث او ضعیف ګڼلی دی. د څېړنو له مخې، په روازیت کې د حفص تضعیف، له نورو راویانو سره د هغه د اسمي تشابه او اشتراک په وجه دی.
د قرائت په علم کې د حفص مقام
حَفْص بن سلیمان بن مُغیره اسدي، د کوفې اوسیدونکی او د اوه ګونو قاریانو څخه د عاصم بن ابی النجود د مېرمنې زوی و.[۱] هغه په خپله زمانه کې د قرائت په علم تر ټولو پوه انسان بلل شوی دی.[۲]
هغه امام علي(ع) ته منسوب قرائت، په اسلامي ټاټوبو منجمله کوفه، بغداد او مکه کې خپور کړ.[۳] له عاصمه د هغه قرائت متواتر او د ټولو مسلمانانو د منلو وړ ګڼل شوی د ی.[۴] په زیاتو اسلامي ټاټوبو کې، قرآن د همدې قرائت مطابق چاپ او تلاوت کیږي.[۵] د ډېرو رجال پېژندونکو له نظره، حفص په قرائت کې، ثقه او د عاصم د قرائت په حفظ او ضبط کې ځیر او متقن و.[۶]
حفص په ۹۰ ق کال کې پیدا شو.[۷] ژوند لیکونکي وایي چې د هغه لقب حُفَیْص او کنیت یې ابوعمر و.[۸] ویل شوی چې کسب یې بزازي يا ټوکر پلورل وو.[۹] د وفات د وخت په باره کې یې مختلف نظرونه موجود دي؛[۱۰] خو ځینې څېړاندي وایي چې د صحیح نظر مطابق او د ډېرو تاریخ لیکونکو په راپور، په ۱۸۰ق کال کې په مکې کې له دنیا تللی دی.[۱۱]
له عاصمه د حفص د قرائت تعلیم او ترویج
اصلي مقاله: له عاصم د حفص قرائت
حفص د عاصم له دوو مشهورو راویانو څځه یو ګڼي. د قرآني علومو ځینو عالمانو هغه ته د قرائت په علم کې د عاصم د قرائت پر بل راوي ابوبکر بن عیاش ترجیح ورکړې[۱۲] او د عاصم په شاګردانو کې یې تر ټولو پوه کس بللی دی.[۱۳] شافعي محدث ابن جزري، له حفصه نقل کړې چې استاد یې عاصم هغه ته ویلي چې هماغه قرائت یې هغه ته ښودلی چې له ابو عبد الرحمن سلمي یې اخستی او سلمي عینا له امام علي(ع) زده کړی دی.[۱۴]
د یو راپور له مخې، هغه له وړوکوالي د قرآن ایتونه، پینځه پینځه ایتونه له عاصمه زده کړل.[۱۵] ځینو دغه ډول زده کړه د نورو په پرتله د هغه د قرائت په زیات یقیني والي دلیل ګڼلی دی.[۱۶] هغه قرائت په کوفه کې خلکو ته ورزده کړ. بیا بغداد ته لاړ او یوه موده هلته په دې کار بوخت شو.[۱۷] د هارون الرشید په زمانه کې مکې ته لاړ او د عمر تر پایه پورې د قرآن په تعلیم او د قرائت په ښودلو بوخت و.[۱۸]
شاګردان
حفص د قرائت په علم کې ځینې شاګردان وروزل. ځینې یې له نورو ښارونو مکې ته راتلل چې له هغه قرائت زده کړي چې په دوي کې یو هم فضل بن یحیی انباري دی.[۱۹] له نورو شاګردانو یې یو عمرو بن صباح دی چې د هغه قرائت یې په یو کتاب کې راغونډ کړی دی.[۲۰] ځینې نور شاګردان یې دا دي: عثمان بن یمان، عبید بین صباح، ابوشعیف قواس، حسین بن محمد مَرْوزی او هبیرة بن حفص.[۲۱]
حدیثي مقام
شیخ طوسي د حفص نوم د «حفص بن سليمان ابوعمر اسدی»، په عنوان سره د امام صادق(ع) په اصحابو کې ذکر کړی دی.[۲۲] همداراز په رجال طوسي کې یو کس د «حفص بن سلیمان» په نامه د امام کاظم(ع) په اصحابو کې یاد شوی دی.[۲۳] سید ابوالقاسم خویي دې ته په پام سره چې په رجال برقي کې حفص بن سلیمان بن صدقه د امام کاظم(ع) له اصحابو ګڼل شوی، دغه دوه کسان یې یو کس نه دی ګڼلی.[۲۴]
د شاه پسند د راپور له مخې، د حدیثونو د سند په سلسله کې، د هغه نوم د حفص بن ابي داوود په توګه او کله هم د ابو عمر بَزّاز په شکل راغلی دی.[۲۵]
د عاصم د قرائت په حفظ او ضبط کې د حفص له ډېرې ځیرتیا او ثقه والي سره سره،[۲۶] هغه د حدیث په نقل کې ضعیف او متروک الحدیث معرفي شوی [۲۷] او ثقه نه دی ګڼل شوی.[۲۸] ابن حِبّان هغه داسې کس معرفي کړی چې د حدیثونو په سند کې کې یې لاسوهنه کړې او ابن خراش هغه دروغجن او د حدیثو جعل کوونکی ګڼلی دی.[۲۹]
د دې په مقابل کې بیا ځینو څېړاندو د هغه د تضعیف سبب له څو نورو کسانو منجمله حفص بن سلیمان بن صدقه سره د هغه د نوم اشتراک بیان کړی دی.[۳۰]
فوټ نوټ
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۶؛ معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۶؛ معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۶؛ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۱.
- ↑ حبش، القراءات المتواترة و اثرها فی الرسم القرآنی و الاحکام الشرعیة، ۱۴۱۹ق، ص۶۶؛ اسماعیل محمد المشهدانی، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، ۱۴۳۰ق، ص۲۶.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۵۵۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۶۴.
- ↑ حموی، معجم الأدباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۱۸۰؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۸۵؛ ابنجزری، النشر فی القراءات العشر، مصر، ج۱، ص۱۵۶.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۸۵؛ الدانی، کتاب التیسیر فی القراءات السبع، ۱۹۳۰م، ص۶.
- ↑ الدانی، کتاب التیسیر فی القراءات السبع، ۱۹۳۰م، ص۶؛ ابنحجر عسقلانی، کتاب تهذیب التهذیب، ۱۳۲۵ق، ج۲، ص۳۶۴.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۴.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۴؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۸۶؛ حموی، معجم الأدباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۱۸۰.
- ↑ الدانی، کتاب التیسیر فی القراءات السبع، ۱۹۳۰م، ص۶؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۸۶.
- ↑ ابنجزری، النشر فی القراءات العشر، مصر، ج۱، ص۱۵۶.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۳۴۸.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۷.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۷.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۸.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۸.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۸.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۸.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۸.
- ↑ طوسی، رجال طوسی، ۱۴۲۷ق، ص۱۸۹.
- ↑ طوسی، رجال طوسی، ۱۴۲۷ق، ص۳۳۵.
- ↑ خوئی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش. ج۷، ص۱۴۹.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۵۵۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۶۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۵۵۸؛ ذهبی، معرفة القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۸۴؛ ابنجزری، غایة النهایة فی الطبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ الدانی، التیسیر فی القرائات السبع، ۱۴۰۴ق، ص۶؛ ابنالباذش، الاقناع فی القرائات السبع، دار الصحابة للتراث، ص۳۴.
- ↑ وګورئ: خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۶۴؛ خویی، البیان فی تفسیر القرآن، دار الزهراء، ص۱۳۱.
- ↑ حلبی، الکشف الحثیث عَمّن رُمی بوضع الحدیث، ۱۹۸۴م، ص۱۵۴.
- ↑ شاهپسند، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، ص۱۲۲.
سرچينې
- ابنالباذش، احمد بن علی، الاقناع فی القرائات السبع، بیجا، دار الصحابة للتراث، بیتا.
- ابنجزری، محمد بن محمد، النشر فی القرائات العشر، بیروت، دار الکتب العلمیة، بیتا.
- ابنجزری، محمد بن محمد، غایة النهایة فی طبقات القراء، بیجا، مكتبة ابنتیمیة، ۱۳۵۱ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، کتاب تهذیب التهذیب، بیروت، دار صادر، ۱۳۲۵ق.
- اسماعیل محمد المشهدانی، محمد، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، عراق، مرکز البحوث و الدراسات الاسلامیة، ۱۴۳۰ق.
- الدانی، عثمان بن سعید، التیسیر فی القرائات السبع، بیروت، دار الكتاب العربی، ۱۴۰۴ق.
- باز، محمد بن عباس، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، مصر، دار الکلمة، ۱۴۲۵ق.
- حبش، محمد، القراءات المتواترة و اثرها فی الرسم القرآنی و الاحکام الشرعیة، بیروت، ۱۴۱۹ق.
- حلبی، برهانالدین، الکشف الحثیث عَمّن رُمی بوضع الحدیث، محقق: صبحی سامرائی، بغداد، ۱۹۸۴م.
- حموی، شهابالدین یاقوت بن عبدالله، معجم الأدباء، محقق: إحسان عباس، بیروت، دارالغرب الإسلامی، ۱۴۱۴ق.
- خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- خوئی، سید ابوالقاسم، البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار الزهراء، بیتا.
- خوئی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مؤسسة الخوئی الاسلامیة، ۱۳۷۲ش.
- دارقطنی، علی بن عمر، کتاب الضُعفاء و المتروکین، بیروت ۱۴۰۶ق.
- ذهبی، شمس الدین ابوعبدالله، معرفة القراء الکبار علی الطبقات و الاعصار، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- ذهبی، شمس الدین ابوعبدالله، میزان الاعتدال، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، ۱۳۸۲ق.
- شاهپسند، الهه، «پژوهشی درباره وضعیت حفص بن سلیمان قاری»، فصلنامه علوم حدیث، دوره ۲۱، شماره ۱، ۱۳۹۵ش.
- شیخ طوسی، محمدبن حسن، رجال الطوسی، ، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۷ق.
- معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۴۲۸ق.