له عاصم د حفص قرائت
له عاصِمْ د حَفصْ قرائت له مشهورو اوه ګونو قاریانو څخه د عاصم بن ابی النَجود کوفي د قرائت مشهور روایت دی چې شاګرد یې حفص بن سلیمان اسدي نقل کړی دی. د ابوبکر بن عیاش په شان قاریانو هم د عاصم قرائت روایت کړی دی؛ خو د حفص روایت زیات مشهور دی. د حفص روایت د هغه د اتقان او فصاحت او له دې امله چې د عاصم له قرائت سره ډېر کم اختلاف لري، زیات منل شوی او نن سبا د نړۍ په کابو پینځه نوي سلنه د اسلامي هیوادونو کې دود او رائج قرائت دی.
قرائت پېژندونکي د عاصم له قرائته د حفص روایت او له پېغمبر(ص) سره د هغه د سند اتصال صحیح ګڼي او وایي چې عاصم خپل قرائت په یوه واسطه یعنې د ابوعبدالرحمن سُلَّمی له لارې له امام علي(ع) اخستی دی. عاصم یو ثقه او متقي کس او د هغه قرائت تر ټولو فصیح قرائت ګڼل شوی دی. همداراز حفص د عاصم په قرائت باندې د عاصم تر ټولو پوه او هوښیار شاګرد ګڼل شوی دی او هغه یې په قرائت کې د باور وړ او ځیر ګڼلی دی. ابوعبدالرحمن سُلَّمی هم یو ثقه او «عظیم الشان» کس معرفي شوی دی.
په دې کې چې د حفص په روایت د عاصم قرائت څه وخت په اسلامي هیوادونو کې مشهور شو د نظر اختلاف موجود دی: محمد هادي معرفت دا قرائت له هماغه پېله د ټولو لپاره دود او منل شوی قرائت ګڼلی دی. ځینې هم په دې باور دي چې د حفص په روایت د عاصم قرائت رواج او دودېدل له لسمې قمري پېړۍ او د عثماني دولت په هڅو پېل شول.
مقام او اهمیت
له عاصمه د حفص قرائت، د حفص بن سلیمان اسدي روایت له خپل استاد عاصم بن ابي النجود کوفي له قرائت څخه ده چې د قرآن له مشهورو اوو قرائتونو څخه یو قرائت دی.[۱] ویل کیږي چې دغه قرائت د ټولو مسلمانانو له منلو شویو او متواترو قرائتونو څخه دی.[۲] په موصل پوهنتونو کې د نحوې د استاد او د قرآني قرائتونو د څیړاندي محمد اسماعیل محمد المشهداني په وینا، نن سبا تقریبا په ۹۵ سلنه اسلامي هیوادونو کې د حفص په روایت د عاصم قرائت دود دی او پینځو فیصدو نورو هیوادوونو کې نور اوه ګوني قرائتونه دود دي.[۳]
البته زیاتو کسانو په واسطې یا بلا واسطې د عاصم قرائت روایت کړی دی؛[۴] خو د حفص روایت او هم د ابوبکر بن عیاش روایت تر نورو زیات مشهور دي.[۵]
له عاصمه د حفص د قرائت اعتبار
قرائت پېژاندي د عاصم له قرائته د حفص روایت او پېغمبر(ص) ته یې سند صحیح ګڼي؛[۶] ځکه چې عاصم هغه ځکه چې عاصم هغه له ابوعبد الرحمن سُلَّمی اخستی چې هغه له امام علي(ع) زده کړی او امام علي هم له پېغمبر(ص) اخستی دی. همدا عاصم دا روایت له زَر بن حَبیش اخستی چې هغه له عبد الله بن مسعوده زده کړی او عبدالله بن مسعود هم له پېغمبر(ص) اخستی دی.[۷] له بلې خوا دغه قرائت حفص نقل کړی چې د عاصم تر ټولو کره راوي او هوښیار شاګرد دی.[۸]
قرآن څېړاندی او شیعه فقیه محمد هادي معرفت، وفات ۱۳۸۵ل، په دې باور دی چې له عاصمه د حفص قرائت، یوازینی قرائت دی چې صحیح سند یې لرلی او له هماغه پېله، د عامو مسلمانانو په ملاتړ پیاوړی شوی او د پېړیو په اوږدو کې نسل په نسل دود او تر ننه هم په مسلمانانو کې رایج دی.[۹]
د ابن ندیم په وینا، عاصم خپل قرائت له ابوعبد الرحمن سُلَّمی او زَر بن حَبیش اخستی دی.[۱۰] خو د عاصم د قرائت بل راوي ابوبکر بن عیاش وایي: «عاصم ماته وویل، بې له ابو عبد الرحمن سلمي هیچا ماته قرآن رازده نه کړ او زه چې کله له هغه راستون شوم، هغه مې زر بن حبیش ته وړاندې کاوه».[۱۱]
په دې کې چې په خپله سُلَّمی قرآن له کوم یو صحابي اخستی، د نظر اختلاف دی:[۱۲] ځینو ویلي چې هغه قرآن له امام علی(ع)، عثمان او عبدالله بن مسعود اخستی دی او هغوي ته یې وړاندې کړ.[۱۳] له ځینو نورو نقل شوي چې هغه قرآن له امام علي زده کړ او عثمان ته یې وړاندې کړ.[۱۴] همداراز ویل شوي چې قرآن یې له عثمانه واخیست او امام علي ته یې وړاندې کړې.[۱۵] محمد هادي معرفت له ذهبي په نقل سره ویلي چې سلمي قرآن له عبد الله بن مسعود واخیست او امام علي ته یې وړاندې کړ.[۱۶] ځینې په دې نظر دي چې هغه قرآن له امام علي واخیست او هغه ټول یې هغه ته وړاندې کړ.[۱۷]
له عاصمه د حفص د قرائت دودېدل
ویل کیږي چې له عاصمه د حفص د قرائت انتخاب د عثماني دولت له خوا چاپ او په اساس یې د مصحف خپرېدل په کابو لسمې پېړۍ کې د دغه قرائت د رواجېدو او په اسلامي تولنه کې د تثبیت او پخېدو سبب شو.[۱۸] د مصر قرائت پېژاندی علي محمد الضباع (وفات :۱۳۸۰ق) لیکلي دي په اسلامي هیوادونو کې د حفص په روایت د عاصم د قرائت د دودېدو او د ټولو له خوا یې د منل کېدو پېل د دولسمې پېړۍ له مینځنیو و.[۱۹]
د راویانو معرفي
اصلي مقالې :حفص بن سلیمان اسدي، عاصم بن ابي النجود کوفي، او ابو عبد الرحمن سلمي
ابوعبد الرحمن سُلَّمي: د کوفې له تابعینو او قاریانو و چې د قرآن قرائت یې د پېغمبر له ځینو اصحابو اخستی و.[۲۰] رجال پېژندونکو ابو عبد الرحمن سلّمي ثقه او «عظیم الشان» ګڼلی دی.[۲۱]
زَر بن حَبیش: هغه کس دی چې د ابن ندیم په وینا عاصم خپل قرائت هغه ته اوراوه.[۲۲] هغه د کوفې له تابعینو او د دریم پړاو له قاریانو و.[۲۳] هغه قرائت له عبد الله بن مسعود[۲۴] او د یو نقل په اساس له امام علي(ع) او عبد الله بن مسعود زده کړی و.[۲۵]
عاصم بن بَهْدَله ابی النَّجُود: په عاصم مشهور او له اوه ګونو قاریانو او د کوفې اوسېدونکی و.[۲۶] ډېرو رجال پېژندونکو هغه یو ثقه او متقي کس[۲۷] او د هغه قرائت یې له ډېرو فصیحو قرائتونو[۲۸] ګڼلی دی. له ځینو نقل شوي چې هغه د قرائت په حفظ، او ضبط کې ډېر ځیر اومحتاط و.[۲۹]
حَفْص بن سلیمان: د کوفې او د عاصم د مېرمنې زوی و. هغه د قرآن قرائت له عاصمه زده کړ، په ځلونو یې هغه ته وړاندې کړ او بیا یې په اسلامي ټاټوبو منجمله بغداد او مکې کې خپور کړ.[۳۰] ځینې قرائت پېژندونکي په دې نظر دي چې حفص د عاصم په شاګردانو او راویانو کې په قرائت تر ټولو پوه کس و.[۳۱] د ډېرو رجال پېژندونکو له نظره، حفص په قرائت کې ثقه او د عاصم د قرائت په حفظ او ضبط کې ځیر او متقن و.[۳۲]
د عاصم له قرائت سره د حفص د قرائت اختلاف
ویل کیږي چې حفص یوازې په یو ځای کې د عاصم له قرائت سره اختلاف لري او هغه د روم سورې په ۵۴ ایت کې د «ضعف» ټکی دی چې عاصم یې په «ض» فتحه ورکوي او حفص یې ضمه.[۳۳] دا په داسې حال کې دي چې د حفص په قرائت او د ابو بکر بن عیاش په قرائت کې چې هغه هم خپل قرائت له عاصمه اخستی او هغه ته یې وړاندې کړی و، د حروفو په حرکاتو کې تر پینځو سوو زیات اختلاف راپور شوی دی.[۳۴]
له ابوبکر بن عیاش سره د حفص د قرائت د اختلاف د سبب په هلکه ویل شوي چې عاصم هغه قرائت چې له زر بن حبیش یې زده کړی او هغه له عبد الله بن مسعود زده کړی و، ابن عیاش ته ورزده کړی دی.[۳۵]
ځانګړنې
د حفص په روایت کې د عاصم د قرائت ځینې اصول او ځانګړنې په لاندې ډول دي:
- عاصم، بسم الله الرحمن الرحیم د دوو سورو په مینځ کې یعنې د هرې سورې په پای او د بلې سورې په پېل کې تلاوتوله؛ بې د انفال او توبې سورې تر مینځ.[۳۶] د هغه قرائت په دغه شان مواردو کې، په درې ډوله، وقف، وصل او سَکْت ( د کلماتو په مینځ کې لنډ شان ځنډ) نقل شوی دی.[۳۷]
- په ټول قرآن کې له عاصمه د حفص د روایت له مخې، یوازې په څلورو ځایونو کې سَکْت روایت شوی چې دا دي: د کهف سورې د لومړي ایت د اخري کلمې (عِوَجا) او د همدې سورې د دوهم ایت د لومړۍ کلمې (قَیماً) ترمینځ، د یس سورې په ۵۲ ایت کې د «مَرقَدِنا» کلمې او «هذا» کلمې تر مینځ، د قیامت سورې د ۲۷ ایت د «مَنْ» کلمې او «رَاقٍ» کلمې تر مینځ، او د مطففین سورې د ۱۴ ایت د «بَلْ» کلمې او «رَانَ» ترمینځ.[۳۸] [یادداشت۱]
- د عاصم په قرائت کې یوازې په یو مورد کې اِماله ( د تلفظ د اسانۍ لپاره د کسرې په لور د فتحې ګروهول او د یې په لور د الف ګروهول) شته ده او هغه د هود سورې په ۴۱ ایت کې د «مَجْراها» په کلمې کې د «راء» کلمې اماله ده چې د کسرې په ډول لوستل کیږي.[۳۹]
- د عاصم په قرائت په قرآن کې ټولې همزه ګانې په «تحقیق» سره قرائت شوې دي؛[۴۰] د تجوید په علم کې « د همزه تحقیق» مطلب د همزه د ټولو صفتونو په رعایت سره له خپل مخرجه د همزه د توري تلفظ کول دي.[۴۱] یوازې دوه کلمې«کُفُواً» و «هُزُواً» له دې قاعدې مستثنی شوې دي.[۴۲] د فصلت سورې په ۴۴ ایت کې په «ءأعجَمیٌ» کلمې کې دوهم همزه په تسهیل سره قرائت کیږي؛ یعنې په نرمۍ او د همزه او الف تر مینځ په یو غږ سره.[۴۳]
- د عاصم د قرائت طریقه یې ارام او پرله پسې ترتیل او له ننګ، آهنګ او طنین سره غږمله قرائت ګڼلی دی.[۴۴]
لیکنې
له عاصمه د حفص د قرائت په باره کې ځینې لیکنې شوې دي چې په دې ډول دي:
- اهمیت قرائت عاصم به روایت حفص، لیک د اکرم خدایي اصفهاني: دا کتاب چې یوولس څپرکي لري د عاصم او د هغه د قرائت د پېژندلو، د هغو قاریانو د پېژندلو چې عاصم ترې روایت کړی او د حفص او ابوبکر بن عیاش په شان قاریانو چې له عاصمه یې روایت کړی دی د پېژندلو په اړه دی. په لسم څپرکي کې یې، د حفص روایت له ابوبکر بن عیاش سره پرتله شوی دی.[۴۵] یوولسم څپرکی یې د عصام او د نورو قرائتونو تر مینځ اختلاف ته بیل دی.[۴۶]
- مباحثٌ فی علمِ القِرائات مَعَ بیانِ اُصولِ روایةِ حفص، تالیف د محمد بن عباس باز: د دغه کتاب لیکوال اول عاصم او حفص معرفي کړي او د عاصم له قرائته د حفص روایت سند یې بیان کړی دی. بیا یې د هغې ځانګړنې او اصول جاجولي دي.[۴۷]
- القیمةُ الدَّلالیّةُ لِقرائةِ عاصم بروایةِ حفص، لیک د محمد اسماعیل محمد المشهدانی: په دې کتاب کې د حفص په روایت د عاصم قرائت د قران د ځینو کلماتو په شکل او جوړښت کې د بدلون له اړخه چې په معنو کې د بدلون سبب کیږي، څیړلی او جاجول شوی دی. لیکوال د لغتونو معنو، د قرآن د ایتونو سیاق او د ځینو نورو قرائنو ته په پام سره، هغه څه ته چې د حفص په روایت د عاصم په قرائت کې راغلي دي، پر نورو قرائتونو ترجیح ورکړې ده.[۴۸] دا کتاب په یوې سریزې، دریو څپرکو او یوې خاتمې مشتمل دی.[۴۹]
فوټ نوټ
- ↑ ذهبی، معرفة القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ص۵۳؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۹۵.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۶؛ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۱.
- ↑ اسماعیل محمد المشهدانی، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، ۱۴۳۰ق، ص۲۶.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۷۹۴.
- ↑ شاطبی، متن الشاطبیة، ۱۴۳۱ق، ص۳.
- ↑ ابنجزری، النشر فی القرائات، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۶؛ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۵.
- ↑ ذهبی، معرفة القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ص۵۴؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸؛ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۵.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۶؛ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۴–۸۵.
- ↑ معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۲۳۵.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۷.
- ↑ معرفت، التمهید من علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۶.
- ↑ وګورئ: ذهبی، معرفه القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۷؛ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۴۳؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۴۱۳؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۸۹.
- ↑ ذهبی، معرفه القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ ذهبی، معرفه القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۴۱۳.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۸۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنشهرآشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۴۳؛ ضباع، الإضائة فی بیان اصول القرائة، ۱۴۲۰ق، ص۷۲؛ جمل، المغنی فی علم التجوید بروایة حفص عن عاصم، مکتبة سمیر منصور، ص۴۶.
- ↑ مفلح القضاة و دیگران، مقدمات فی علم القرائات، ۱۴۲۲ق، ص۶۳؛ جمل، المغنی فی علم التجوید بروایة حفص عن العاصم، مکتبة سمیر منصور، ص۳۲.
- ↑ ضباع، الإضائة فی بیان اصول القرائة، ۱۴۲۰ق، ص۷۲.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۸۹.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به ذهبی، معرفه القراء الکبار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۴۱۴.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۷.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۹۰.
- ↑ ابنمجاهد، السبعة فی القرائات، ۱۴۰۰ق، ص۷۰.
- ↑ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۹۰.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۳۴۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الامام الخوئی الاسلامیة، ج۱۰، ص۱۹۵.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۲، ص۳۵۷–۳۵۸؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۵۳؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۵؛ الدانی، جامع البیان فی القرائات السبع، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۹۶؛ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ذهبی، معرفة القراء الکبار علی الطبقات و الاعصار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۲؛ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۳۴۷؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۵؛ الدانی، جامع البیان فی القرائات السبع، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۹۵؛ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۴.
- ↑ وګورئ: معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۶؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴؛ ابنجزری، النشر فی القرائات العشر، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۱۵۶؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۴۸؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۵۵۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۶۴.
- ↑ ابنمجاهد، السبعه فی القراءات، ۱۴۰۰ق، ص۹۶.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴.
- ↑ ابنجزری، غایة النهایة فی طبقات القراء، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۲۵۴.
- ↑ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۶.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۷۹۵.
- ↑ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۸.
- ↑ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۸۸.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۷۹۵.
- ↑ ستودهنیا، دانش تجوید (سطح ۲)، ۱۳۹۶ش، ص۱۴۹.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۷۹۵.
- ↑ ضباع، الإضائة فی بیان اصول القرائة، ۱۴۲۰ق، ص۷۴؛ مرصفی، هدایة القاری الی تجوید کلام الباری، مکتبة طیبة، ج۲، ص۵۷۹.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۷۹۵.
- ↑ خدایی اصفهانی، اهمیت قرائت عاصم به روایت حفص، ۱۳۷۸ش، ص۱۱۵.
- ↑ خدایی اصفهانی، اهمیت قرائت عاصم به روایت حفص، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۹.
- ↑ باز، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، ۱۴۲۵ق، ص۱۴–۱۵.
- ↑ اسماعیل محمد، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، ۱۴۳۰ق، ص۱۹.
- ↑ اسماعیل محمد، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، ص۷–۹.
سرچينې
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- ابنمجاهد، احمد بن موسی، السبعة فی القرائات، مصر، دار المعارف، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
- ابنندیم، ابوالفرج محمد بن اسحاق، الفهرست، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۷ق.
- ابنجزری، محمد بن محمد، النشر فی القرائات العشر، بیروت، دار الکتب العلمیة، بیتا.
- ابنجزری، محمد بن محمد، غایة النهایة فی طبقات القراء، بیجا، مكتبة ابنتیمیة، ۱۳۵۱ق.
- اسماعیل محمد المشهدانی، محمد، القیمة الدلالیة لقرائة عاصم بروایة حفص، عراق، مرکز البحوث و الدراسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۳۰ق.
- الدانی، عثمان بن سعید، جامع البیان فی القرائات السبع، امارات، جامعة الشارقة، ۱۴۲۸ق.
- باز، محمد بن عباس، مباحث فی علم القرائات مع بیان اصول روایة حفص، مصر، دار الکلمة، ۱۴۲۵ق.
- جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه علوم قرآنی، قم، پژوهشگاه فرهنگ و علوم اسلامی، ۱۳۹۴ش.
- جمل، عبدالرحمن یوسف، المغنی فی علم التجوید بروایة حفص عن العاصم، غزه، مکتبة سمیر منصور، بیتا.
- خدایی اصفهانی، اکرم، اهمیت قرائت عاصم به روایت حفص، تهران، نشر رایزن، ۱۳۷۸ش.
- خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۹۰ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، نجف، مؤسسة الامام الخوئی الاسلامیة، بیتا.
- ذهبی، شمس الدین ابو عبدالله، سیر اعلام النبلاء، بیجا، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
- ذهبی، شمس الدین ابو عبدالله، معرفة القراء الکبار علی الطبقات و الاعصار، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- ذهبی، شمس الدین ابو عبدالله، میزان الاعتدال، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
- روحانی اصفهانی، سیدهاشم، تجوید قرآن و اختلاف قرائات در نظم شاطبیه، تهران، انتشارات اسوه، ۱۳۹۶ش.
- ستودهنیا، محمدرضا، دانش تجوید (سطح۲)، قم، انتشارات دار العلم، ۱۳۹۶ش.
- شاطبی، ابومحمد قاسم بن فیرة، متن الشاطبیة، مدینه، مکتبة دار الهدی، ۱۴۳۱ق.
- ضباع، محمدعلی، الإضائة فی بیان اصول القرائة، قاهره، المکتبة الازهریة للتراث، ۱۴۲۰ق.
- مرصفی، عبدالفتاح، هدایة القاری الی تجوید کلام الباری، مدینه، مکتبة طیبة، چاپ دوم، بیتا.
- معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۴۲۸ق.
- معرفت، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، چاپ چهارم، ۱۳۸۱ش.
- مفلح القضاة، احمد محمد و دیگران، مقدمات فی علم القرائات، عمان، دار عمار، ۱۴۲۲ق.