سحر

د wikishia لخوا
دا مقاله د سحر(جادو) په اړه ده. د همدې نوم د یوه آیت د زده کولو لپاره د سحر آیت وګورئ.

سحر یا جادو هغه خارق العاده کار دی چې په کسانو، شیانو یا چارو کې د تصرف لپاره کیږي. شیعه فقیهان له سحره د استفادې، زده کولو، ښودلو او په بدل کې یې د اجرت اخستلو په حراموالي د نظر اتفاق لري. د اخلاق د علم عالمانو هم هغه له لویو ګناهانو ګڼلی دی. له امامانو(ع) په نقل شویو روایتونو کې سحر، د کفر برابر ګڼل شوی او له کولو یې منعه شوې ده.

د مفسرانو په وینا، د قرآن مطابق دوه ډوله سحر موجود دی: ځینې سحرونه خیالي دي او واقعیت نه لري؛ خو داسې سحرونه هم شته چې واقعي اثار لکه د سړي او ښځې تر مینځ د جدایۍ سبب کیږي.

مسلمان عالمان د جادو او معجزې په مینځ کې د فرق قایل دي: معجزه د نبوت له ادعا سره یو ځای وي او له دې امله چې د خدای په اراده او قدرت سره کیږي، له وړاندې تمرین او مشق ته اړتیا نه لري؛ حال دا چې له سحر سره د نبوت ادعا نه وي او همداراز مشق او یادونې ته اړتیا لري.

ځینو فقیهانو د سحر د دفع کولو او یا د نبوت د دروغو مدعیانو د افشا کولو لپاره د جادو زده کول جایز یا حتی کفایي واجب ګڼلي دي. همداراز په دې اړه چې د جادو ماتول یوازې د دعا او قرآن له لارې جایز دي که په جادو سره هم جادو ماتولی شو د نظر اختلاف موجود دی.

د فقیهانو د فتوا مطابق، ساحر که کافر وي تعزیریږي؛ خو که مسلمان وي او سحر حلال وګڼي، په اړه یې د ارتداد حکم جاري کیږي. همداراز که یو کس د جادو په وجه ووژل شي، ځینې فقیهانو د قاتل لپاره قصاص او دیت سزا ګڼلې او ځینو له دغه حکم سره مخالفت کړی دی.

د جادو حیثیت

په سخن لغت کې سحر یا جادو داسې تعریف شوی دی:« د طبیعي او فوق طبیعي قوتونو تسخیرول د افسون په لوستلو او رمز امیزو دستورو سره او په کسانو، شیانو او چارو کې تصرف.[۱]

په قرآن[۲] او روایاتو کې،[۳] د سحر خبره شوې ده. مفسرانو[۴] او محدثانو[۵] هم په سحر پورې اړوندو ایتونو او روایتونو په ذیل کې، د هغه په اړه ځینې بحثونه کړې دي. همداراز جادو د فقې د علم یوه مساله ګڼل شوې ده او فقیهانو د هغه د جایزوالي یا ناجایزوالي،[۶] د جادوګر د سزا[۷] او نورو اړوندو مسایلو په اړه[۸] بحث کړی دی.

مخینه

د نمونه تفسیر له مخې، دا چې جادو له کوم وخته پېل او دود شوی دی غوڅه خبره نه شو کولی. یوازې دومره ویلی شو چې له ډېرو پخوا زمانو په خلکو کې دود و.[۹] له امام حسن عسکري(ع) په یو روایت کې نقل شوي چې سحر او جادو د حضرت نوح(ع) له زمانې ډېر زیات دود شو.[۱۰]

د معجزې او جادو فرق

اصلي مقاله: معجزه

یو تور چې په تاریخ کې په پېغمبرانو په تېره بیا د اسلام په پېغمبر(ص) لګول شوی د جادوګرۍ تور دی؛[۱۱] خو مسلمان عالمان دا نه مني او د سحر او معجزې په مینځ کې یې ځینې فرقونه بیان کړې دي؛

  • جادو او معجزه دواړه ځینې اثرات لري؛ خو معجزه حق دی او جادو باطل. معجزه د اصلاح او تربیت لپاره ده؛ خو جادو بې هدفه یا د سطحي او کم ارزښته اهدافو لپاره دی.[۱۲]
  • جادو په انساني چارو تکیه لري. له همدې امله جادوګران داسې خارق العاده کارونه کوي چې مشق یې کړی وي؛ خو معجزه یوه الهي چارده ده او پېغمبرانو داسې کارونه کول چې خلکو له هغوي غوښتل.[۱۳]
  • معجزه د نبوت له ادعا سره یو ځای ده؛ خو ساحر د نبوت ادعا نه شي کولی؛ ځکه چې الهي حکمت د دې مخه نیسي چې څوک په دروغه د نبوت ادعا وکړي او که دا کار وکړي رسوا کیږي.[۱۴]

په قرآن کې د جادو د شتون تایید

د نمونه تفسیر لیکوالانو، په قرآن کې د «سحر» د ټکي د کابو ۵۱ موردونو په جاجولو سره هغه د قرآن له نظره په دوو کلي برخو وېشلی دی:

  1. هغه سحر چې غولول، د لاسو صفايي او چشم بندي ده او حقیقت نه لري؛ لکه د طه سورې ۶۶ ایت[یادداشت۱] او د اعراف سورې ۱۱۶ ایت [یادداشت۲]
  2. هغه سحر چې حقیقت دی او په رښتیا اثر کوي؛ لکه د بقرې سورې ۱۰۲ ایت چې له یو بله د ښځې او سړي په جدا کولو کې د سحر تاثیر ته اشاره لري.[۱۵]
اصلي مقاله: د سحر آیت

مفسران همداراز د بقرې سورې په ۱۰۲ ایت کې د هاروت او ماروت په نامه د دوو پرښتو کیسه بیانوي چې د حضرت سلیمان(ع) په زمانه کې د دوو انسانانو په شکل کې په بني اسراییلو قام کې راغلې او په هغوي کې د جادو د رواج او د مختلفو فتنو د جوړېدو له امله یې خلکو ته د جادو د ماتولو لارې وښودلې. د دغه ایت په اساس، هغوي خلکو ته وویل چې له دغه طریقو یوازې په سمو لارو او د جادو د ماتولو لپاره استفاده وکړي او دا د هغوي یو ازمېښت دی؛ خو هغوي له جادو په استفادې سره ځینو غلطو کارونو ته لاس واچوه.[۱۶]

له سحر او جادو سره د امامانو مقابله

سَكوني له امام صادق او هغه له امام باقر څخه روایتوي چې پېغمبر یوې ښځې ته چې ترې یې پوښتنه کړې وه چې مېړه مې تندخویه دی او زه د دې لپاره چې هغه ځانته وګروهوم، په هغه مې جادو وکړ، وایي:«افسوس دې وي پرتا. د دریابونو اوبه دې خړې کړې او خټه دې توره کړه او د اسمان او ځمکې پرښتو پرتا لعنت وکړ.»

* سرچينه: شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۳۶۷ل، ۵ ټوک، مخ۹۵.

کلیني له امام صادق(ع) څخه یو حدیث نقل کړی چې پکې هغه کس ته چې خپل عمر یې په جادو کې تېر کړی و او بیا پښېمانه شوی او د جبران لپاره یې د یوې لارې غوښتنه کوله، سپارښتنه کوي چې له دې علمه د جادو د ماتولو لپاره استفاده وکړي.[۱۷] علامه مجلسي له دغه روایته دا اخستون کړی چې د جادو د دفع کولو لپاره د هغه یادول جایز دي.[۱۸]

له امام علي(ع) یو بل حدیث روایت شوی چې پکې سحر، کفر ګڼي او وایي چې که څوک سحر کوي او توبه ونه کړي حد یې وژل دي.[۱۹] ابن ادریس حلي هم له امام صادق(ع) څخه نقلوي چې د هغه په اساس یو کس دوي ته ورځي او هغه کس ته د مراجعې د حکم په اړه پوښتنه کوي چې د غلا شویو سامانونو د ځای خبر ورکوي. امام صادق د هغه په ځواب کې، د خدای له رسول(ص) څخه یو روایت بیانوي چې هر څوک کاهن یا جادوګر ته ورشي او د هغه د خبرې تصدیق وکړي، په هغه څه چې د خدای له خوا نازل شوي کافر دي.[۲۰]

د جادو د ماتولو لارې

علامه مجلسي په بحار الانوار کتاب کې «د سحر او نظر د ختمولو لپاره دعا» تر عنوان لاندې ځینې روایتونه راغونډ کړې دي.[۲۱] په طب الائمه کتاب کې هم «د جادو د ماتولو لپاره تعویذونه» تر نامه لاندې ځینې روایتونه راغونډ کړی شوې دي.[۲۲] د بېلګې په توګه، امام علي د ځینې اصحابو د غوښتنې په ځواب کې هغوي ته یوه دعا ورښیي او سپارښتنه کوي چې هغه د هوسۍ په څرمنه ولیکي او له ځان سره یې وساتي.[۲۳] همداراز له پېغمبر(ص) څخه یو روایت نقل شوی چې پر اساس یې، هر څوک چې له سحر یا شیطانه وېره لري، د اعراف سورې ۵۴ ایت دې ولولي.[۲۴]

د سحر ماهیت او فقهي تعریف او مصداقونه یې

د سحر او جادو لپاره د یوې لیکنې بېلګه

د سحر د ماهیت او تعریف په اړه د فقیهانو نظر مختلف دی. ځینې هغه د بهرني واقعیت لرونکی ګڼي، یو شمېر په دې باور دي چې سحر خارجي واقعیت نه لري او ځینې بیا وایي چې د هغه د واقعي یا خیالي والي په اړه قطعي نظر نه شو ورکولی.

د سحر ماهیت

شیخ طوسي او شهید ثاني سحر د بهرني حقیقت لرونکی ګڼي.[۲۵] ایت الله خویي وایي سحر د هغه کس په حواس او خیال کې تصرف دی چې جادو پرې شوی او بهرنی واقعیت نه لري.[۲۶] د شهید اول په وینا اکثرو عالمانو دا نظر منلی دی.[۲۷] محقق کرکي، باوري دی چې د سحر د خیالي یا واقعی والي په اړه قطعي نظر نه شو ورکولی.[۲۸]

د سحر تعریف او مصداقونه یې

د ملا احمد نراقي په وینا نه شو کولی د فقیهانو په بیان کې د سحر یو تعریف پیدا کړو چې د سحر ټول اړخونه پکې شامل وي.[۲۹] هغه د سحر د مفهوم د پېژندلو مرجع عرف ګڼي او وایي د عرف په نظر کې سحر یوه مخفي چاره ده او په متداول او معمول ډول نه پېښیږي.[۳۰] علامه حلي سحر، یو داسې لیکنه، کلام او یا عمل ګڼي چې په غیر مستقیم ډول د جادو شوي کس په بدن، زړه او عقل اثر کوي.[۳۱] دا سحر کولی شي د انسان د قتل، ناروغۍ، د ښځې او مېړه د جدایۍ و یا د مینې او کینې د پېدا کېدو سبب شي.[۳۲] امام خمیني هم د سحر همدا تعریف لري.[۳۳] شهید اول ځینې موارد لکه د یو څیز لپاره چې معلوم نه دی یا د ناروغۍ د درملنې لپاره د پېریانو، شیطانانو او فرښتو استخدامول، د روح حاضرول او ورسره خبرې کول، د ډول ډول موادو د ناپېژاندو خواصو ظاهرول او طلسم هم د سحر په موردونو ورزیات کړې دي.[۳۴]

فخر المحقّقین، سحر په باطني یا نفساني طاقت یا د فلکیاتو (اسماني اجرامو) په مرسته یا له اسماني ځواک سره د ځمکنې ځواک په یو ځای کولو او یا د بسیطو ارواوو په مرستې سره د خارق العاده (مافوق العاده) کارونو کول ګڼي.[۳۵] ایت الله ګلپایګاني باوري دی چې سحر هر هغه کار دی چې نامانوس او غیر عادي اثار ولري او کراماتو او معجزې ته ورته وي؛ که د مسحور په بدن کې اثر پرېږدي او که نه؛ که مسحور حیوان وي او که انسان یا جماد؛ لکه د ونې ړقول، یا په در و دیوال کې لړزا راوستل یا په محسوسو عواملو او شرعي امورو لکه ایتونو او هغه دعاګانو چې له معصومینو(ع) نقل شوي له استناد پرته د اوبو ودرول.[۳۶] د خویي له نظره د نفس د تصفیې یا ریاضت له امله د خارق العاده کارونو کول، سحر نه ګڼل کیږي.[۳۷]

له سحر او جادو استفاده جایزه ده که حرامه؟

په نورو د جادو کولو، د جادو زده کولو او نورو ته ښودلو، او د هغه لپاره د اجرت اخستلو حراموالی د شیعه فقیهانو تر مینځ اجماعي ګڼل شوی دی.[۳۸] په اخلاقي کتابونو کې هم سحر له کبیره ګناهونو ګڼل شوی دی.[۳۹] د عبدالحسین دستغیب په باور د دغه ګناه د کبیره او لویوالي دلیل د روایتونو تصریح دی. هغه په دې اړه د امام صادق(ع) په یو روایت استناد کوي چې سحر یې له کبیره ګناهونو ګڼلی دی.[۴۰]

سره له دې، په یو لړ شرایطو کې د ځینو فقیهانو په نظر د مسالې حکم فرق کوی. مثلا ځینو فقیهانو د نورو د جادو په وړاندې له خپل ځانه د حفاظت لپاره د جادو زده کول جایز ګڼلې دي.[۴۱] صاحب جواهر ویلي، د سحر یادول په دې وجه چې ممکنه ده په ضروري موقعو کې لازم وي، خپل په خپله ستونزه نه لري.[۴۲] شهید اول او شهید ثاني هم ویلي چې د سحر یادول که د دروغجن کس یا د نبوت د دروغجن مدعي د رسوا کولو لپاره وي کفایي واجب دی.[۴۳] صاحب جواهر ویلي چې په قرآن، دعا او ذکر سره جادو ماتولی شو.[۴۴]

د جادوګر سزا

د شیعه فقیهانو په فتوا، که ساحر او جادوګر کافر وي، تعزیریږي؛[۴۵] خو که مسلمان وي او سحر حلال وګڼي، کافر او مرتد ګڼل کیږي. او پرې د ارتداد احکام جاري کیږي.[۴۶] خو که جادو حلال ونه ګڼي، نو د ځینو په نظر د سحر په حد یا هماغه قتل محکوم دی؛[۴۷] خو ځینو فقیهانو د قتل له حکم سره مخالفت کړی دی.[۴۸]

په جادو سره قتل

د جادو په وسیله د قتلولو په اړه د فقیهانو فتوا مختلفه ده: د شیخ طوسي په فتوا که یو کس د جادو په وسیله بل کس مړ کړي، قصاص او دیه نه لري.[۴۹] خو محقق حلي د جادو د واقعي والي احتمال او په نتیجه کې دیه او قصاص پیاوړی کړی دی.[۵۰] علامه حلي[۵۱] او شهید ثاني[۵۲] قصاص د جادوګر د اقرار تابع ګڼي: که جادوګر اقرار وکړي چې د وژلو په اراده یې جادو کړی دی، قصاص کیږي.[۵۳] د امام خمیني له نظره که په قتل کې د جادو اثر ثابت شي او د جادوګر اراده د وژلو وي، نو دا عمدي قتل دی او که د وژلو اراده نه وي، شبه عمد قتل دی.همداراز که جادو په دې ډول وي چې له وژونکو قسمونو وي نو هم عمدي قتل دی.[۵۴]

فوټ نوټ

  1. انوری و دیگران، فرهنگ روز سخن، ۱۳۸۳ش، ص۳۶۸.
  2. مثال په توګه وګورئ: سوره طه، آیه ۶۶؛ سوره اعراف، آیه ۱۱۶.
  3. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۱۵؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۵، ص۹۵؛ حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق،‌ ص۱۵۲؛ ابن‌ادریس حلّی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۵۹۳.
  4. وګورئ: طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۳۳۶-۳۴۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۲۳۳-۲۳۶؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۷۹-۸۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۷۴.
  5. وګورئ: علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۷۳.
  6. مثال په توګه وګورئ: حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، ۱۴۱۹ق، ج۱۲، ص۲۲۶؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۷۸؛ شهید اول، الدروس، موسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۶۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیّة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۱۵.
  7. مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۸۶؛ خوانساری، جامع المدارك في شرح المختصر النافع، ۱۴۰۵ق، ج۷، ص۱۱۳؛ خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۹.
  8. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۲۹؛ محقق حلّی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۹۷۳؛ علامه حلّی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۴۲۵؛ امام خمینی، تحریر الوسلیه، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۵۴۶.
  9. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۷۷.
  10. شیخ صدوق، عيون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱،‌ ۲۶۷.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،‌ ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۴۳۷.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،‌ ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۴۳۸.
  13. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین(ع)،‌ ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۵۱۹.
  14. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین(ع)،‌ ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۵۱۹-۵۲۰.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۷۸-۳۷۹.
  16. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۳۳۶-۳۴۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۲۳۳-۲۳۶؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۷۹-۸۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۷۴.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۱۵.
  18. علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۷۳.
  19. حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق،‌ ص۱۵۲.
  20. ابن‌ادریس حلّی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۵۹۳.
  21. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۲، ص۱۲۴.
  22. ابنا بسطام،‌ طب الأئمه، ۱۴۱۱ق،‌ ص۳۵.
  23. ابنا بسطام،‌ طب الأئمه، ۱۴۱۱ق،‌ ص۳۵؛‌ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۲، ص۱۲۴.
  24. سید ابن‌طاووس، الأمان، ۱۴۰۹ق،‌ ص۱۳۰؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۲، ص۱۳۲.
  25. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۲۷؛ شهید ثانی، الروضة البهیّة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۱۵.
  26. خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۳.
  27. شهید اول، الدروس، موسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۶۴.
  28. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۳۰.
  29. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۴،‌ ص۱۱۴.
  30. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۴،‌ ص۱۱۴.
  31. علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۲۲ق، ج۱۲، ص۱۴۴.
  32. علامه حلّی، تحرير الأحكام الشرعية على مذهب الإمامية،‌ ۱۴۲۰ق، ج۵،‌ ص۳۹۶.
  33. امام خمینی، تحریر الوسیلة،‌ ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۲۹.
  34. شهید اول، الدروس، موسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۶۴.
  35. فخر المحقّقین حلَی، إيضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۴۰۵.
  36. گلپایگانی، هدایة العباد، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۴۲.
  37. خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۳.
  38. حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، ۱۴۱۹ق، ج۱۲، ص۲۲۶.
  39. گلستانه، منهج الیقین، ۱۳۸۸ش، ص۱۳۶؛ شبّر، الأخلاق، مطبعة النعمان، ص۲۱۶؛ دستغیب، گناهان کبیره، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۷۷.
  40. دستغیب، گناهان کبیره، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۷۷.
  41. شهید اول، الدروس، موسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۶۴؛ آل عصفور، سداد العباد، ۱۳۷۹ش، ص۴۳۰.
  42. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۷۸.
  43. شهید اول، الدروس، موسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۶۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیّة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۱۵.
  44. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۷۷.
  45. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۸۶؛ خوانساری، جامع المدارك في شرح المختصر النافع، ۱۴۰۵ق، ج۷، ص۱۱۳؛ خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۹.
  46. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۲۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۸۶؛ حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، ۱۴۱۹ق، ج۱۲، ص۲۲۶؛ خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۹.
  47. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۸۶؛ خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۹.
  48. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۲۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۸۶؛ خوئی، مصباح الفقاهة، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۹.
  49. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۲۹؛ محقق حلّی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۹۷۳.
  50. محقق حلّی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۹۷۳.
  51. علامه حلّی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۴۲۵.
  52. شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۵، ص۷۷.
  53. علامه حلّی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۴۲۵.
  54. امام خمینی، تحریر الوسلیه، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۵۴۶.

سرچينې

  • آل عصفور،‌ حسین بن‌محمد، سداد العباد و رشاد العباد، قم، محلاتی، ۱۳۷۹ش.
  • ابنا بسطام،‌‌ عبدالله‌ و حسین، طب الأئمه، تحقیق محمد مهدی خرسان، قم، دارالشریف الرضی، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌ادریس حلّی، محمد‌ بن‌احمد، السرائر الحاوي لتحرير الفتاوي (و المستطرفات)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • امام خمینی،‌ روح‌الله، تحریر الوسیلة،‌ تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (س)، ۱۳۹۲ش.
  • انوری، حسن و دیگران، فرهنگ روز سخن، تهران، سخن، ۱۳۸۳ش.
  • بحرانی، یوسف بن‌احمد، الحدائق الناضرة في أحكام العترة الطاهرة، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۳۶۳ش.
  • بهجت، محمدتقی، وسیلة النجاة،‌ قم، شفق، ۱۴۲۳ق.
  • حسینی عاملی، سید جواد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلامة،‌‌‌ قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۱۹ق.
  • حمیری،‌ عبدالله‌ بن‌جعفر، قرب الاسناد، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام‏، ۱۴۱۳ق.
  • خوئی،‌ سید‌ ابوالقاسم، مصباح الفقاهة، قم، داوری، ۱۳۷۷ش.
  • خوانساری،‌ سید‌‌ احمد، جامع المدارك في شرح المختصر النافع، تهران، مکتبة الصدوق، ۱۴۰۵ق.
  • دستغیب، عبدالحسین، گناهان کبیره، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم. دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • راغب اصفهانی، حسين بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دارالقلم، ۱۴۱۲ق.
  • سید ابن‌طاووس،‌‌ علی بن‌موسی، الأمان من أخطار الأسفار و الأزمان‏، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام، ‏۱۴۰۹ق.
  • شبّر، عبدالله، الأخلاق، نجف، مطبعة النعمان، بی‌تا.
  • شهید اول،‌‌ محمد بن‌مکّی العاملی، الدروس الشرعية في فقه الإمامية، موسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • شهید‌ ثانی، زین‌‌الدین بن علی، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، قم، مکتبة الداوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید‌ ثانی، زین‌‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام،‌ قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ صدوق، ابن بابویه محمد بن‌علی، عيون أخبار الرضا عليه السلام، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ صدوق، ابن بابویه محمد بن‌علی، من لا یحضره الفقیه، ترجمه على اكبر غفارى، محمد جواد غفارى و صدر بلاغى، تهران، نشر صدوق، ۱۳۶۷ش.
  • شیخ‌‌‌ طوسی، محمد بن‌حسن، الخلاف، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۰۷ق.
  • طبرسی،‌ فضل‌ بن‌حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • علامه حلّی،‌ حسن‌‌ بن‌یوسف، تحرير الأحكام الشرعية على مذهب الإمامية، قم،‌ مؤسسة الإمام الصادق علیه السلام، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلّی،‌ حسن‌‌ بن‌یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث، ۱۴۲۲ق.
  • علامه مجلسی، محمد باقر بن‌محمد تقی، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۴۰۴ق.
  • علامه مجلسی، محمد باقر بن‌محمد تقی،‌‌ بحارالانوار الجامعه لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحياء التراث العربي‏، ۱۴۰۳ق.
  • فخر المحقّقین حلَی،‌ محمد بن الحسن بن يوسف، إيضاح الفوائد في شرح إشكالات القواعد، قم، المطبعة العلمية، ۱۳۸۷ق.
  • کلینی،‌محمد‌بن‌یعقوب، الکافی، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۴۰۷ق.
  • گلپایگانی، سید محمد رضا، هدایة العباد، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۳۷۱ش.
  • گلستانه، علاء الدین محمد، منهج الیقین، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحديث، ۱۳۸۸ش.
  • محقق حلّی،‌ جعفر‌ بن‌حسن، شرائع الإسلام في مسائل الحلال و الحرام، تهران،‌ استقلال، ۱۴۰۹ق.
  • محقق کرکی، علی بن‌حسین، جامع المقاصد‌ فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل البیت (علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمومنین(ع)،‌ تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی،‌ ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۷۱ش.
  • نجفی، محمد‌حسن، جواهر الكلام في شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۳۶۲ش
  • نراقی، ملا احمد بن‌محمد مهدی، مستند الشیعة في أحکام الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت (علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۱۵ق.