د سفیاني روانېدل
د سفیاني روانېدل یا د سُفْیانی خروج یو له هغو پینځو حتمي واقع کېدونکو پېښو دي چې د حضرت مهدي(عج) د ظهور په درشل کې به په شام سیمه کې پېښېږي. له امام رضا(ع) د یو روایت له مخې د قائم ظهور به بې د سفیانی له خروجه ونه شي. په نورو روایتونو کې، سفیاني پر شام د نهو میاشتو له حکومته وروسته، د مدینې په لور لښکر کشي کوي او د بیداء په نوم په یو ځای کې په ځمکه کې غرقیږي.
سفیاني په شیعه سني روایتونو کې د ابوسفیان له لمسیانو ګڼل شوی چې خونړۍ او بې رحمه څېره لري او خلک به یې په لیدلو وېرېږي. د هغه لپاره مختلفو نومونه منجمله عنبسة بن مرة ذکر شوې دي.
ژوند لیک او ځانګړنې
د شیعه او اهل سنو په روایي سرچینو کې، د سفیاني لپاره مختلف نومونه ذکر شوي دي؛ منجمله له امام علي(ع) په مختلفو روایتونو کې د هغه نوم عنبسة بن مرة[۱]، حرب بن عنبسة[۲]، و عثمان بن عنبسة،[۳] د ابو سفیان له لمسیانو ذکر شوی دی.[۴] همداراز د اهل سنتو په سرچینو کې یې نوم حرب بن عنبسة[۵] او معاویه بن عتبه ذکر شوی دی.[۶]
سفیاني په روایتونو کې ډېر خونړۍ، انسان وژونکی او بې رحمه انځور شوی دی.[۷] همداراز له امام علي(ع) د نقل شویو روایتونو له مخې سفیاني چارشانه، د چیچک وهلي مخ خاوند او یو سترګه لرونکی چې خلک به یې په لیدلو وحشت کوي.[۸] له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې چې په بحارالانوار کې ذکر شوی، سفیاني د شیعیانو دښمن دی او د هغه جارچي به په کوفې کې اعلان وکړي چې هر څوک د یو شیعه سر له تنې جدا کړي زر درهمه ورکوي.[۹]
حتمي والی
له امام صادق(ع) په یو روایت کې د سفیاني خروج حتمي او ارو مرو ګڼل شوی[۱۰] او د یماني د خروج، آسماني چغه، د نفس زکیه وژنه او خسف بیداء تر څنګ د قائم د پاڅون له پینځو نښو ګڼل شوی دی.[۱۱]
همداراز له امام رضا(ع) د یو روایت له مخې د خدای له خوا د قائم ظهور حتمي دی، او د سفیاني خروج هم حتمي دی او بې د سفیاني له خروجه قائم ظهور نه کوي.[۱۲] له امام صادق(ع) په یو روایت کې هم د سفیاني خروج ارو مرو او په بزرګه میاشته کې ګڼل شوی دی.[۱۳] له امام باقر(ع) په یو روایت کې راغلي چې د سفیاني ، سید یماني او سید خراساني خروج به په یوه کال، یوه میاشته او یوه ورځ وي.[۱۴]
خسف بیداء: د سفیاني ختمېدل
اصلي مقاله: خسف بیداء
له پېغمبر اکرم(ص) څخه په ځینو روایتونو کې د امام مهدي(ع) د ظهور یوه نښه له شامه د مکې په لور د یو لښکر خروج او د بیداء (د مکې او مدینې تر مینځ یوه دښته) کې یې په ځمکه کې ننوتل ګڼل شوی چې په روایي سرچینو کې په خسف بیداء مشهور دی.[۱۵] د یو بل روایت له مخې امام علي(ع) د سباء سورې د یو پنځوسم آیت د یوې برخې (وَ لَوْ تَرىٰ إِذْ فَزِعُوا فَلاٰ فَوْتَ وَ أُخِذُوا مِنْ مَكٰانٍ قَرِيبٍ)، په باره کې سفیاني ته اشاره کړې او جوته کړې یې ده چې نهه میاشتې به په شام حکومت وکړي او وروسته له دې چې د مدینې په لور لښکر کشي وکړي په بیداء کې به یې خدای تعالی په ځمکه کې ننباسي.[۱۶]
واقعي نښه که سمبولیکه؟
د څوارلسمې لمریزې پېړۍ د شیعه د تقلید مرجع سید محمد صدر (۱۳۲۲-۱۳۷۷ش) په تاریخ الغیبه الکبری، کتاب کې سفیاني په اسلامي ټولنه کې د بې لارېتوب بېلګه ګڼلې ده.[۱۷] البته د هغه په ځواب کې ویل شوي چې د ظهور د علامتونو رمزي ګڼل د حدیثونو د ظاهر خلاف دي.[۱۸] او سبب کیږي چې د ظهور د علایمو فایده چې له دروغو مدعیانو د امام مهدي(عج) پېژندل دي،[۱۹] فضول او لغو وي.[۲۰]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ ابن طاووس، التشریف بالمنن، ۱۴۱۶ق، ص۲۹۶؛ فتلاوی، علامات المهدی المنتظر، ۱۴۲۱ق، ص۲۷۹.
- ↑ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ص۵۶۷؛ فتلاوی، علامات المهدی المنتظر، ۱۴۲۱ق، ص۳۳۷.
- ↑ تاجالدین، المجالس المهدویة، ۱۴۳۷ق، ص۲۲۳.
- ↑ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ص۵۶۷؛ فتلاوی، علامات المهدی المنتظر، ۱۴۲۱ق، ص۳۳۷؛ تاجالدین، المجالس المهدویة، ۱۴۳۷ق، ص۲۲۳.
- ↑ مقدسی، عقد الدرر، ۱۴۲۸ق، ص۱۲۸.
- ↑ مقدسی، عقد الدرر، ۱۴۲۸ق، ص۱۱۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن طاووس، التشریف بالمنن، ۱۴۱۶ق، ص۱۱۵ - ۱۱۷؛ مقدسی، عقد الدرر، ۱۴۲۸ق، ص۷۶.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۲۰۵.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۲۱۵.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۶۷۸، ح۵؛ ص۶۸۰، ح۱۴ و ۱۵.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۶۷۸، ح۵.
- ↑ حمیری، قرب الإسناد، ص۳۷۴، ح۱۳۲۹.
- ↑ نعمانی، الغیبة، [۱۳۹۷ق]، ص۳۰۲.
- ↑ نعمانی، الغیبه، [۱۳۹۷ق]، ص۳۶۹.
- ↑ ابن طاووس، التشریف بالمنن، ۱۴۱۶ق، ص۱۵۸، ح۲۰۵ و ۲۰۶.
- ↑ نعمانی، الغیبه، [۱۳۹۷ق]، ص۳۰۵.
- ↑ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۴۸۴.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۶۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۱۴-۴۱۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۶۰.
سرچينې
- ابن طاووس، علی بن موسی، التشریف بالمنن فی التعریف بالفتن: یا الملاحم والفتن، اصفهان، گلبهار، ۱۴۱۶ق.
- تاجالدین، مهدی، المجالس المهدویة، قم، مؤسسة المکتبة الحیدریة، ۱۴۳۷ق.
- حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الإسناد، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۳ق.
- شوشتری، نورالله بن شریف الدین، احقاق الحق و ازهاق الباطل، با مقدمه شهاب الدین مرعشی نجفی، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۲۹ق.
- صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- فتلاوی، مهدی حمد، علامات المهدی المنتظر علیه السلام فی خطب الامام علی علیه السلام و رسائله و احادیثه، بیروت، دار الهادی، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج) بر پایه قرآن (ج۷)، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۳ش.
- مقدسی شافعی سلمی، یوسف بن یحیی، عقد الدرر فی أخبار المنتظر، تحقیق عبدالفتاح محمد حلو، تصحیح علی نظری منفرد، قم، مسجد جمکران، ۱۴۲۸ق.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، مکتبة الصدوق، [۱۳۹۷ق].