آسماني چغه
آسماني صیحه یا آسماني چغه د امام مهدي(عج) د ظهور له یوې حتمي نښې څخه ده چې له اسمانه به اورېدل کیږي. د احادیثو له مخې، د دغه اسماني چغې مینځ پانګه، د امام مهدي (عج) د ظهور زیری، د حضرت مهدي(عج) د نوم بیانول او د شیعه حقانیت دی. د همدې ورځې په پای کې به، له شېطانه هم یو اواز اورېدل کیږي چې حق به عثمان بن عفان او پېروانو ته یې ورکوي او د ځینو کسانو د شکمنېدو سبب به شی.
په روایتونو کې د اسماني غږ لپاره ځینې ځانګړنې ذکر شوې دی؛ منجمله دا چې ټول خلک به یې په خپله ژبه اوري او وروسته به یې د حضرت مهدي(عج) نوم په خلکو کې مشهور شي. د دغه پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په اړه دوه نظرونه موجود دي: ځینې په دې باور دي چې دغه نښه به په معجزاتي ډول رامینځته کیږي؛ خو ځینې بیا وایي چې ممکنه ده مادي وسایلو په مرسته او په طبیعي ډول ترسره شي.
چغه، د ظهور حتمي نښه
آسماني صیحه یا چغه (په عربۍ الصَّيْحَةُ) هغه غږ ته اشاره لري چې د امام مهدي (عج) ظهور ته په نزدې وخت کې به له اسمانه اورېدل کیږي.[۱] د روایتونو له مخې، دغه غږ به جبراییل کوي.[۲] او د حضرت مهدي (عج) د ظهور له علامتونو دی[۳] ځینې بیا په دې باور دي چې په دې اړه روایتونه معنوي تواتر لري[۴] ویل شوې چې له ۶۸ حدیثونو چې په الغیبة النعماني کتاب کې دېرش حدیثونه یې د دغه نښې خبره کوي[۵]
اسماني چغه په روایي سرچینو کې د اسماني غږ (النِّداء) په نوم هم یاده شوې ده.[۶] همداراز په ځينو روایتونو کې د «إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّماءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْناقُهُمْ لَها خاضِعِينَ؛ که مونږ اراده وکړو، له اسمانه به په هغوي یوه ایه نازله کړو چې څټونه به یې په وړاندې خاضع شي» ایت[۷][۸] او« فَإِذا نُقِرَ فِي النَّاقُور؛ کله چې «صور» یعنې شپېلې کې وپوکول شي ایت[۹][۱۰] هم په اسماني صیحه تاویل شوی دی.
حتمي والی یې
د هغه روایت له مخې چې شېخ صدوق له امام صادق(ع) روایت کړی، آسماني چغه د سفیاني او یماني د خروجونو، خَسفِ بَیداء و قتل نفس زکیه (د پاک نفس وژلو) تر څنګ د امام مهدي(عج) له پاڅونه مخکې حتمي نښې یادې شوې دي[۱۱] په یو بل روایت کې، د دغه نښو لومړۍ یې په روژې میاشته کې آسماني چغه یا غږ بلل شوی دی[۱۲]
مینځ پانګه او ځانګړنې
د روایتونو له مخې اسماني غږي به امام مهدي(عج) د هغه په نوم اوځانګړنو سره معرفي کوي.[۱۳] د ځینو روایتونو په اساس، په اسماني غږ کې د علي(ع) د حقانیت، او د هغه د شیعیانو د کامیابۍ خبره هم کیږي.[۱۴] همداراز روایت دی چې په اسماني چغه یا غږ کې د زورورو د حکومت ختمېدا او د پیغمبر د امت تر ټولو د ښه کس د واکمنېدا خبر ورکول کیږي او خلکو ته به په مکې کې له حضرت مهدي سره د یو ځای کېدو بلنه ورکول کیږي.[۱۵]
ځانګړنې
په روایتونو کې د اسماني چغې لپاره ځینې ځانګړنې ذکر شوې دي:
- ټول انسانان به هغه په خپله ژبه اوري.[۱۶]
- غږ به له اسمانه اورېدل کیږي.[۱۷]
- له نزدې او لرې به یو شان اورېدل کیږي.[۱۸]
- اوده انسانان به راویښ او په ترهه اخته کړي.[۱۹]
- د مومنانو لپاره رحمت او د کافرانو لپاره عذاب دی.[۲۰]
- له غږه وروسته به د امام مهدي نوم د خلکو په ژبه او مشهور شي.[۲۱]
د پېښېدو وخت
د اسماني غږ د اورېدل کېدو د وخت په اړه روایتونه مختلف دي: د ځینو روایتونو له مخې دغه غږ به له ظهور مخکې،[۲۲] او د ځینو نورو په اساس له ظهور سره په یو وخت[۲۳] او د ځینو نورو له مخې له ظهوره وروسته او د امام مهدي(عج) له پاڅونه مخکې به وي.[۲۴] همداراز ځینې روایتونه وایي چې چغه به د روژې په میاشته کې[۲۵]، ځینې یې د رجب یا زبرګې په میاشته کې[۲۶] او ځینې یې د عاشور په ورځ ګڼي. [۲۷]
یو شمير کسان په دې باور دي چې د امام مهدي(عج) د ظهور او پاڅون په مختلفو پړاوونو کې پر نړۍ د هغه د حکومت تر ټینګیدو پورې، مختلف غږونه اورېدل کیږي.[۲۸]
د شېطان غږ
په ځینو حدیثونو کې راغلې چې شېطان د هماغه ورځې په پای کې چې چغه وشي، د امام مهدي(عج) په پېروانو کې د شک او دوه زړه توب د اچولو لپاره یوه چغه پورته کوي.[۲۹] هغه به وایي: « پوه شئ چې حق له عثمان بن عفان او پېروانو سره یې دی. هغه مظلوم ووژل شو. نو د غچ اخستلو لپاره یې راپاڅېږئ»[۳۰] په دغه غږ سره به ځینې کسان به شک کې ولویږي.[۳۱]
په ځینو نورو روایتونو کې د شېطان د غږ مسیحیت ته د خلکو د بللو لپاره ګڼل شوی دی.[۳۲] ځینې بیا باور لري چې په دغه دوه ډوله روایتونو کې منافات نیشته؛ ځکه چې ممکنه ده د مختلفو ډلو او کسانو له خوا چې د امام مهدي په خلاف به پاڅېږي،مختلف غږونه پورته شي[۳۳] او احتمالا شېطان ته یې نسبت ورکول د دې لپاره وي چې دغه غږونه د شېطان په لمسه ترسره کیږي.[۳۴]
د اسماني او شېطاني غږ تر مینځ د فرق په باب هم ویل شوې چې اسماني غږ به له اسمان او غیر عادي لارو او په معجزاتي ډول وي خو شېطاني غږ به د مادي وسایلو په مټ پورته کیږي.[۳۵]
پېښه به څنګه رامینځته کیږي
په الغیبة الکبری کتاب کې د سید محمد صدر په وینا، د ظهور ځینې علامتونه لکه اسماني چغه په معجزاتي ډول کیږي [۳۶] د مهدویت د څېړاندي خدامراد سلیمیان په وینا له روایتونو معلومیږي چې د اسماني چغې پورته کېدل به په طبیعي ډول نه وي.[۳۷]
د دې په مقابل کې بیا ځینو کسانو ویلې چې اسماني چغه به د نوې ټیکنالوجۍ په مرسته لکه سیټلایټ انټرنیټ وغیره په طبیعي ډول ترسره کیږي. پر دې اساس لزوما دا نتیجه نه شو اخستلی چې دغه پېښې به معجزاتي وي.[۳۸]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ سلیمیان، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۴۴۱.
- ↑ وګورئ:، نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۹۰، ح۶.
- ↑ وګورئ:، نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۹۰، ح۶.
- ↑ مهوری، «صیحه آسمانی نشانه ظهور»، ص۶۷.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۴۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۴، ح۶.
- ↑ سوره شعراء، آیه۴.
- ↑ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۷۷.
- ↑ سوره مدثر، آیه۸.
- ↑ استرآبادی، تأویل الآیات الظاهره، ۱۴۰۹ق، ص۷۰۸.
- ↑ شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۵۰.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۸۹، ح۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۳۷۲، ح۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۸، ص۳۱۰.
- ↑ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۲۰۸.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۴، ح۵۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۸، ص۳۱۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۱۰۹، ح۴۲.
- ↑ وګورئ: به نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۴.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۱۰۹، ح۴۲.
- ↑ کورانی، معجم احادیث الامام المهدی، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۳۵، ح۵۸۹.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۴.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۳، ح۲۲؛ شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۰، ح۱۶.
- ↑ کورانی، معجم احادیث الامام المهدی، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۴۸۹، ح۱۰۶۰.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۴ و۲۹۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۱۰۹، ح۴۲.
- ↑ کورانی، معجم احادیث الامام المهدی، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۴۸۹، ح۱۰۶۰.
- ↑ مهوری، «ندای آسمانی نشانه ظهور»، ص۷۵.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۵، ح۲۹.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۱، ح۱۹و۲۰.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۱، ح۱۹و۲۰.
- ↑ ابن طاووس، التشریف، ۱۴۱۶ق، ص۱۳۳.
- ↑ مهوری، «ندای آسمانی نشانه ظهور»، ص۷۰-۷۱.
- ↑ مهوری، «ندای آسمانی نشانه ظهور»، ص۷۱.
- ↑ مهوری، «ندای آسمانی نشانه ظهور»، ص۷۱.
- ↑ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۴۸۰.
- ↑ سلیمیان، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۴۴۲-۴۴۳.
- ↑ اسماعیلی، «بررسی نشانههای ظهور»، ۱۳۸۸ش، ص۲۶۰-۲۶۱.
سرچينې
- ابن طاووس، علی بن موسی، التشریف بالمنن فی التعریف بالفتن، قم، مؤسسه صاحب الامر(عج)، ۱۴۱۶ق.
- استرآبادی، علی، تأویل الآیات الظاهرة فی فضائل العترة الطاهره، تصحیح حسین ولی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
- اسماعیلی، اسماعیل، «بررسی نشانههای ظهور»، در نشریه حوزه، شماره ۴ و ۵، ۱۳۷۴ش.
- سلیمیان، خدامراد، فرهنگنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
- صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
- صدوق، محمد بن علی، کمالالدین و تمام النعمه، بیروت، مؤسسة الاعلمی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبة للحجة، تصحیح عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دارالمعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، به کوشش علیاکبر غفاری، بیروت، دار التعارف، چاپ سوم، ۱۴۰۱ق.
- کورانی، علی، معجم احادیث الامام المهدی علیهالسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
- مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، علیاکبر غفاری و محمود محرمی، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- مهموری، محمدحسین، «ندای آسمانی نشانه ظهور»، رواق اندیشه، ش۱۷، اردیبهشت ۱۳۸۲ش.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.