د ابراهیم بت ماتونه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ابراهیم بت ماتونه د پېغمبر حضرت ابراهیم(ع) په لاس د مشرکانو د بوتانو ماتېدو ته اشاره لري. دا پېښه په قرآن کې، په انبیاء او صافات سورو کې ذکر شوې ده. د هغه مطابق، هغه ورځ چې خلک له ښاره بهر وتلې وو، ابراهیم بتخانې ته لاړ او بې له لوی بته یې ټول بوتان مات کړل. کله چې خلک راستانه شول او له هغه یې د بوتانو د ماتېدو په اړه وپوښتل ، په کنایې سره یې دا کار د لوی بت کار وباله او وې ویل له بتانو وپوښتئ چې د ښار خلک د بوتانو په بې وسۍ پوه شي.

د مفسرانو په وینا، د ابراهیم مطلب دا و چې وښیي، بوتان له دې امله چې نه د خبرو کولو وس لري او نه چاته ګټه او تاوان رسولی شي، د عبادت وړ نه دي. همداراز وایي چې د ابراهیم موخه یوازې د څو بوتانو ماتول نه وو چې دا کار د نورو د عقیدو سپکاوی وګڼل شي؛ بلکې هغه د پېغمبرۍ په مقام کې غوښتل په دې کار سره، د بت پالنې له کلتور سره مقابله وکړي.

د بوتانو د ماتولو کیسه

مولوي :


بت‌شکن بودست اصل اصل ماچون خلیل حق و جمله انبیا[۱]


د حضرت ابراهیم د بت ماتونې کیسه په انبیاء سوره کې په ( ۵۲ تر ۷۰ ایتونو) او صافات سوره کې ( ۸۹ تر ۹۸ ایتونو راغلي ده. دغه کیسه په انبیاء سوره کې داسې روایت شوې ده:

یوه ورځ چې د ښار خلک بهر لاړل، ابراهیم ټول بوتان بې له لوی بوته ماته کړل. کله چې راستانه شول او مات بوتان یې ولیدل، په دې سبب چې ابراهیم مخکې له بوتانو بد ویل، هغه یې راوغوښته او ترې یې وپوښتل ایا تا زمونږ له خدایانو سره دا کانه کړې ده؟ هغه وویل: نه، ښایي لوی بوت دغه کار کړی وي. له هغه وپوښتئ. په دې پوښتنې سره هغوي په خود کې راغلل او پوه شول چې په حقیقت کې په خپله ظالمان دي؛ سره له دې د ابراهیم د سزا کولو لپاره یې یو لوی اور برابر کړ او هغه یې پکې واچوه؛ خو د خدای په امر اور سوړ شو.[۲]

ځینو مفسرانو ویلي چې په دې کیسه کې ځینو کسانو په ابراهیم ایمان راوړ.[۳]

د بوتانو له ماتولو د ابراهیم هدف؛ د توحید اثبات

د بوتانو د ماتولو او لوی بت ته یې د نسبت ورکولو علت دا ګڼلی دی چې ابراهیم، له دې لارې، له بتپالو سره مناظره او د بوتانو د خدایۍ باطلوالی ثابت کړي او خلک د خپلو خدایانو په ماتیدو راويښ او خبردار شي او پوه شي چې هغوي معبودان نه دي.[۴] د ابراهیم استدلال یې په دې ډول بیان کړی چې څنګه د یو شي چې نه ګټه رسوي نه تاوان، عبادت کیږي.[۵] د علامه طباطبایي په وینا ابراهیم(ع) د بوتانو ماتول د لوی بوت کار وباله چې خلک اعتراف وکړي په دې چې بوتان خبرې نه کوي.[۶] هغه لیکلي دي، د بوتانو د بې ژبې والي لازمه دا ده چې هیڅ علم او طاقت ونه لري او له دې امله، هیڅ ګټه او تاوان نه رسوي. نو د هغوي عبادت او پرستش چټي کار دی؛ ځکه چې عبادت یا د خیر په تمه او یا د شر د لرې کېدو په هیله وي او په بوتانو کې نه د خیر امید شته او نه له شره وېره.[۷] په کاشف تفسیر کې راغلي چې کله دغه بوتان د ځان دفاع نه شي کولی نو څنګه به له نورو خلکو بدې پېښې وتمبوي.[۸]

مرتضی مطهري باوري دی چې ابراهیم د بوتانو ماتول د لوی بت کار وباله ، په دې نښې سره چې بوتانو له یو بل سره نښته کړې ده او په دې کار سره یې د انسان اوده فطرت راویښ کړ؛ ځکه چې خلک فطرتا پوهیږي چې ممکنه نه ده جمادات له یو بل سره نښته او شخړه وکړي.[۹]

آیا ابراهیم دروغ وویل؟

د ابراهیم له بت ماتولو د قرآن په روایت کې راغلي چې کله خلکو غوښتل له ښاره بهر ووځي، ابراهیم وویل ناروغ دی چې له هغوی سره لاړ نه شی.[۱۰] همداراز کله یې چې له هغه وپوښتل چې بوتان چا مات کړي وې ویل: لوی بت.[۱۱] دا دوه خبرې سبب شوي چې مفسران په دې خبره بحث وکړي چې ایا ابراهیم رښتیا ویلې دي او که مصلحت لرونکي دروغ یې ویلي یا یې توریه کړې ده:

مسلمان مفسران باوري دي چې ابراهیم د خپلې بیمارۍ په اړه دروغ نه دي ویلې؛ [۱۲] خو په دې اړه مختلف توضیحات او احتمالات مطرحوي چې په دې ډول دي: طبرسي او علامه طباطبایی وایی هغه پوهیده چې ډېر زر به بیمار شي. د همدې لپاره یې خبره رښتیا وه.[۱۳] اهل سنت مفسر آلوسی باوري دی چې هر انسان اخر یوه ورځ ناروغه کیږي نو ابراهیم وویل چې بیمار دی او مطلب یې دا و چې بیمار به شي. نو هغه توریه وکړه او خبره یې داسې بیان کړه چې مشرکان خیال وکړي چې هغه همدا اوس بیمار دی.[۱۴] یو احتمال دا هم ورکړل شوی چې مطلب یې، په حقیقت کې دا و چې زړه یې د هغوي له کفره بیمار شوی دی؛ خو توریه یې وکړه او داسې یې وویل چې هغوي ګمان وکړي جسم یې مریض دی.[۱۵]

همداراز ویل شوي چې ابراهیم د بوتانو ماتول د لوی بت کار وباله او دا هم دروغ نه وو؛ ځکه چې قرائنو ته په پام سره، هغه له دغه کاره جدی اراده نه لرله؛ بلکې په کنایې سره یې غوښتل د بت پرستانو د عقېدې چټي والی هغوي ته وښیي.[۱۶] په مناظرو کې په کنایې باندې خبرې کول دود دي.[۱۷] ځینو احتمال ورکړی چی ابراهیم دا خبره د یوې شرطیه جملې په توګه ادا کړه او وې ویل که بوتان خبرې وکړي دغه کار یې کړی دی.[۱۸] په حقیقت کې ابراهیم خپله خبره په یو ناممکن شرط پورې مشروطه کړې وه چې د بت پالو د مدعا باطلوالی او غلطوالی هغوي ته ثابت کړي.[۱۹]

د ابراهیم بت ماتول او د عقیدې ازادي

د ځینو څېړاندو په وینا، ځینو کسانو ادعا کړې چې د حضرت ابراهیم (ع) بت ماتول د نورو د سپېڅلتیاوو سپکاوی دی. پر دې اساس مسلمانان کولی شی د دې کار پیروي وکړي او د مشرکانو لرغوني اثار له مینځه یوسي.[۲۰] د دې ادعا په ځواب کې ویل شوی چې د ټولو انسانانو ځان او مال محترم دی او نه شو کولی د نورو په بوتانو چې د نورو انسانانو مالونه ګڼل کیږی غرض ولرو.[۲۱] ځینو دا هم ویلي چې د دین او عقیدې ازادي د ماډرنې زمانې عقیدې دي او د نوې زمانې په معیارونو سره د پخوانۍ زمانې پېښې نه شو تَللی.[۲۲]

د مفسرانو په خبره، د ابراهیم بت ماتول د بوتانو د خدایۍ د باطلولو په خاطر وو او له دې کاره هدف د بت پالنې له فرهنګ سره مقابله وه نه یوازې د څو بتانو ماتول.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۷۹.

سرچينې

  • آلوسی، محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، تحقیق علی عبدالباری عطیه، گردآوری ابراهیم شمس‌الدین و سناء بزیع شمس‌الدین، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • «آیا بت‌شکنی ابراهیم توهین به مقدسات نبوده است؟»، نشر آثار و افکار استاد احمد عابدینی، بازدید: ۲۰ آذر ۱۴۰۲.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۴۰۸ق.
  • «بت‌شکنی و آزادی عقیده»، سایت محسن کدیور، انتشار: ۲۴ شهریور ۱۳۹۲، بازدید: ۲۰ آذر ۱۴۰۲.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق (علیه‌السلام)، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • فخرالدین رازی، محمد بن عمر، اَلتَّفسیرُ الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۷۵ش.
  • کاشانی، فتح‌الله بن شکرالله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه، بی‌تا.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم،‌دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، قهرمان توحید، شرح و تفسیر آیات مربوط به حضرت ابراهیم(ع)، قم، امام علی بن ابی طالب علیه‌السلام، ۱۳۸۸ش.
  • مولوی، جلال‌الدین محمد، مثنوی معنوی، تهران، علمی فرهنگی، ۱۳۷۶ش.