پر ابراهیم د اور سړېدل

د wikishia لخوا
په ګلستان کې د ابراهیم یو کوچنی انځور د محمود فرشچیان لخوا

پر ابراهیم د اور سړېدل په معجزې سره له هغه اوره چې د بابل پاچا نمرود او بتپالو د ابراهیم علیه السلام د بت شکنۍ په وجه هغه ته تیار کړی و د حضرت ابراهیم ژغورېدل دي.[۱] قرآن د انبیاء سورې له ۵۱ تر ۷۰ ایتونو ، د صافات سورې له ۸۵ تر ۹۸ ایتونو او د عنکبوت سورې په ۲۴ ایت کې د حضرت ابراهیم د ژوند دغه برخې ته اشاره کړې ده.[۲] د انبیاء سورې د ۶۹ ایت په اساس خدای تعالی اور ته خطاب کوي چې په ابراهیم سوړ او سلامت شه.[۳] د قرآن د مفسرانو په باور، اور ته دغه خطاب یو تکویني خطاب و.[۴] مفسرانو د خدای د ارادۍ او د اور د سړېدو په اړه څو نظرونه وړاندې کړې دي.[۵] ځینې نظرونه یې دا دي:

  • د اور ماهیت بدل او په ګلستان بدل شو.[۶]
  • خدای د اور او ابراهیم تر مینځ یو خنډ جوړ کړ چې هغه ونه سوزوي.[۷]
  • یوازې له اوره تودوښه واخستل شوه؛ ځکه چې تودوښه د اور د ماهیت برخه نه ده.[۸]
  • خدای تعالی د ابراهیم په جسم کې داسې ځانګړتیا پېدا کړه چې اور پرې اثر ونه کړي؛ لکه د دوزخ د ساتونکو جسم.[۹]
  • دغه خبره الهي معجزه ده او مونږ یې ځواب نه شو ورکولی.[۱۰]

د ځینو تاریخونو په لیکنه، د دغه واقعې کیسه په دې ډول ده: ابراهیم په کابو شپاړس کلنۍ کې[۱۱] کله چې خلک د خپل کلني جشن لپاره له ښاره وتلې وو، په تبر سره بوتان ټوټې ټوټې کړل. بیا یې تبر د لوی بت په اوګه کېښود.[۱۲] یو کس چې له بوتانو سره د ابراهیم له دښمنۍ خبر و د هغه نوم څرګند کړ. د ابراهیم لپاره یوه محکمه جوړه شوه او هغه د بوت پالو د عقیدو د سپکولو لپاره لوی بوت د دغه کار کوونکی وباله؛ خو هغوي باور ونه کړ. اخر یې د سزا په توګه هغه د دوزخ په اور کې په سوزولو محکوم کړ. مشرکانو خلک د دغه کار کولو ته وهڅول او د ابراهیم په سوزولو کې برخه اخستل یې له خدایانو سره مرسته وبلله؛[۱۳] په دې ډول چې ځینو د خپلو حاجتونو د پوره کېدو لپاره د خشاک نذر وکړ او ځینې نورو چې د مرګ او مرض په درشل کې و وصیت وکړ چې له ماله دې یې د ابراهیم د سوزولو لپاره خشاک واخستل شي.[۱۴] اور دومره زیات شو چې هیچا نه شو کولی ابراهیم په هغه کې واچوي. په دې مینځ کې ابلیس وړاندیز وکړ چې له منجنیقه استفاده وکړئ. ابراهیم یې په منجنیق کې کښېناوه او اور ته یې ورګوزار کړ.[۱۵]

د ځینو روایتونو له مخې، اور ته د ابراهیم د توغول کېدو په وخت د حضرت ابراهیم او ځینو فرښتو تر مینځ خبرې اترې شوې دي.[۱۶] د دغه روایتونو له مخې، فرښتو له خدایه د هغه ژغورنه وغوښتله. خدای هم هغوي ته د مرستې اجازه ورکړه؛ خو ابراهیم د هغوي د مرستې له وړاندیزه بې نیازي څرګنده کړه. په اخره کې جبراییل هغه ته وړاندیز وکړ چې له خدایه مرسته وغواړي. ابراهیم د هغه په ځواب کې وویل چې خدای زما له حاله خبر دی او دغه غوښتنه یې هم ونه کړه.[۱۷] په ځینو روایتونو کې د حضرت ابراهیم له خولې ځینې دعاګانې نقل شوي دي لکه:«یا اللَّهُ یا وَاحِدُ یا أَحَدُ یا صَمَدُ یا مَنْ لَمْ یلِدْ وَ لَمْ یولَدْ وَ لَمْ یکنْ لَهُ کفُواً أَحَد؛‌ ای الله، ای یوازینیه، ای بې ساریه، ای صمد او لویه خدایه چې د ټولو د نیاز لاسونه دهغه لور ته اوږده دي، ای خدایه چې هیڅکله یې څوک نه دي زېږولي او په خپله نه دی زېږېدلی، او هیڅکله شبیه او ساری نه لري»؛ همداراز «اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک بِحَقِّ مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ لَمَّا آمَنْتَنِی فَجَعَلَهَا بَرْداً وَ سَلاماً؛ ای خدایه له تا غواړم په حق د محمد او آل محمد، ما له دې اوره خوندي وساته او خدای هغه ته اور سلامت او سوړ وګرځاوه»[۱۸]

فخر رازي په تفسیر کبیر کې د ځینو پوښتنو په ځواب کې چې د ابراهیم د سوزولو د کیسې د جزییاتو په اړه شوې ځواب ورکړی دی. یوه پوښتنه یې دا ده: ایا دا خبره صحیح ده چې که خدای د اور د سړېدو له امره وروسته د هغه د سلامتیا امر نه وی کړی نو ابراهیم به په یخنۍ اخته شوی و؟ هغه په ځواب کې ویلي چې د اور سوړوالی د خدای له لوري دی او د خدای له ذاته دا خبره لرې ده چې اول د وژونکي ساړه حکم ورکړي او بیا هغه سوړوالی سلامت او برابر کړي.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۴۳۳-۴۴۶.
  2. مکارم شیرازی، ترجمه قرآن، ۱۳۷۲ش، ص۳۲۶و۳۲۷و۳۹۹و۴۴۹.
  3. مکارم شیرازی، ترجمه قرآن، ۱۳۷۲ش، ص۳۲۷.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۴، ص۳۰۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۴۴۶.
  5. سجادی‌زاده، میرزایی، «نقد و بررسی تفسیر آیه سرد شدن آتش بر ابراهیم(ع)»، ص۱۵۸.
  6. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۹، ص۲۰۸.
  7. طوسی، التبیان،‌ دار إحیاء التراث العربی، ج۷، ص۲۶۳.
  8. عراقی، القرآن و العقل، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۳۲۷؛ طوسی، التبیان،‌ دار إحیاء التراث العربی، ج۷، ص۲۶۳.
  9. فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۵۹.
  10. فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۵، ص۲۴۱.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۴۳۶.
  12. مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ج۷، ص۸۴و۸۳؛ تفسیر نمونه، ج۱۳، ص۴۳۷و۴۳۶.
  13. مکارم شیرازی، ترجمه قرآن، ۱۳۷۲ش، ص۳۲۷.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۴۴۴؛ طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۸۷.
  15. طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۸۵-۸۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۴۳۶و۴۴۶.
  16. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۲۴؛ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۴۸.
  17. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۸، ص۱۵۵.
  18. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۲۴؛ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۴۸.
  19. فخررازی، تفسیر کبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۵۹و۱۶۰.

سرچينې

  • سجادی‌زاده، سید علی، میرزایی، مصطفی، «نقد و بررسی تفسیر آیه سرد شدن آتش بر ابراهیم(ع)»، دوفصلنامه آموزه‌های قرآنی، شماره ۲۵، ۱۳۹۶ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ایران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول.
  • طیب، عبد الحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • عراقی، سید نورالدین، القرآن و العقل، قم، بنیاد فرهنگ اسلامی حاج محمدحسین کوشانپور، ۱۳۶۲ش.
  • فخررازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، لبنان،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فضل‌الله،محمدحسین، من وحی القرآن، لبنان،‌ دار الملاک، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • مجلسی، محمدتقی، بحارالانوار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، ترجمه قرآن، قم، دفتر مطالعات تاریخ و معارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.