د انفال آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د انفال آیت په اړه ده. د همدې نوم سورت په اړه د زده کړې لپاره، انفال سوره وګورئ.

د انفال آیت (انفال:۱) په ټولو بې مالکه مالونو منجمله جنګي ولجو د خدای او رسول مالکیت ته اشاره لري. شیعه مفسرانو علامه طباطبایي او مکارم شیرازي، جنګي ولجې (غنایم) د انفال یو مصداق ګڼلی خو ملا فتح الله کاشاني، هغه د انفال یوازینی مصداق ګڼي.

د انفال آیت د نزول د کیسې په اړه د شیعه مفسرانو مشهور نظر دا دی چې یو شمېر مهاجر او انصار په بدر غزا کې له بریالیتوب وروسته د جنګي ولجو په اخستلو کې په اختلاف اخته شول او د دغه اختلاف د حل لپاره پېغمبر (ص) ته ورغلل او دغه ایت په دې اړه د هغوي د پوښتنې په ځواب کې نازل شو. ګوته په شمېر مسلمان مفسران منجمله مجاهد بن جبر د خمس ایت په نزول سره د انفال سورې په نسخ کېدو باوري دي، خو اکثره شیعه سني مفسران د دغه نسخ له ادعا سره مخالف دي ځکه چې دغه نسخ هیڅ دلیل نه لري او دغه دوه ایتونه په خپلو کې هیڅ منافات او تضاد نه لري.

د ایت متن او ترجمه

د انفال سورې لومړي آیت ته انفال آیت ویل کیږي.[۱]

يَسأَلونَكَ عَنِ الأَنفالِ ۖ قُلِ الأَنفالُ لِلّهِ وَالرَّسولِ ۖ فَاتَّقُوا اللّهَ وَأَصلِحوا ذاتَ بَينِكُم ۖ وَأَطيعُوا اللّهَ وَرَسولَهُ إِن كُنتُم مُؤمِنينَ


له تا د انفال په اړه پوښتنه کوي؛ ووایه: انفال له خدای او پېغمبر سره یې مخصوص دي؛ نو د خدای (د امر له مخالفته) ډډه وکړئ او هغه دښمنۍ چې ستاسو په مینځ کې دي په سوله بدلې کړئ! او د خدای او پېغمبر یې اطاعت وکړئ که ایمان لرئ!



شأن نزول

په شیعه تفاسیرو کې په دې اړه چې انفال ایت په کومو شرایطو کې نازل شوی او شان نزول یې څه دی دوه نظره موجود دي؛ اکثره تفسیرونه د دغه ایت شان نزول د لا ډېرې ونډې د لاسته راوړلو په سر د مسلمانانو اختلاف ګڼلی او یو څو تفسیرونو د مالونو د خمس نه ورکولو لپاره د ځینو مهاجرو ګروهنې ته اشاره کړې ده:

  • د فضل بن حسن طبرسي د لیکلي تفسیر مجمع البیان، د شیخ طوسي د لیکلي التبیان، د ملا فتح الله کاشاني د لیکلي تفسیر منهج الصادقین او د مکارم شیرازي د تفسیر نمونه له مخې، دغه ایت د بدر غزا د غنایمو یا ولجو په اړه دی او وروسته له هغه نازل شو چې د مسلمانو مهاجرو او انصارو یو شمېر کسان د ولجو په لاسته راوړلو له یو بل سره په شخړه شوو او هر یو د لا ډېرې ونډې د اخستلو هڅه کوله او د دغه مسالې د حل لپاره پېغمبر (ص) ته ورغلل.[۲]
  • د هغه شان نزول مطابق چې په مجمع البیان طبرسي او د شیخ طوسي په التبیان کې راغلی، انفال ایت وروسته له هغه نازل شو چې یو شمېر مهاجرو نه غوښتل د خپلو مالونو خمس ورکړي.[۳]


د انفال مفهوم

شیعه مفسران علامه طباطبایی او مکارم شیرازی، باوري دي چې په انفال کې هغه ټول مالونه شاملیږي چې خصوصي مالک نه لري او څښتن یې یوازې خدای، پېغمبر او د هغه ځای ناستي دي.[۴] پر دې اساس جنګي ولجې د انفال له مصداقونو ګڼل کیږي.[۵]

د لسمې هجري پېړۍ شیعه مفسر ملا فتح الله کاشاني چې د صفویانو په حکومت کې اوسیده، په منهج الصادقین کې انفل او نفل د جنګي ولجو په معنا ګڼلی او دغه ولجې یې مجاهدینو ته د خدای ډالۍ ګڼلې دي.[۶]

انفال په لغت کې د نفل جمع ده چې پر یو شي د زیاتوالي په معنا دی؛ له دې امله هر هغه څیز ته چې په خپل اصل ورزیات وي نفل یا نافله ویل کیږي، مثلا هغه لمونځونه چې له واجبو لمونځونو مخکې یا وروسته ادا کیږي له دې امله چې پر واجباتو ورزیات دي نافله بلل کیږی.[۷]

د خمس ایت په وسیله نسخ یا نه نسخېدل

د هغه څه مطابق چې شیخ طوسي په تفسیر تبیان کې بیان کړي، یو شمېر اهل سنت عالمان منجمله د قران په تفسیر کې د ابن عباس شاګرد مجاهد بن جبر۲۱-۱۰۴ق) او معتزلي متکلم ابوعلی جبایی (۲۳۵-۳۰۳ق)، په دې نظر وو چې د انفال سورې لومړی ایت، د خمس په ایت سره نسخ شوی دی[۸] سره له دې شیعه سني مفسرانو د انفال ایت په باره کې د نسخ د حکم له منلو ډډه کړې ده.[۹]

شیخ طوسي د انفال ایت نسخ نه دی منلی ځکه چې باوري دی د نسخ منل دلیل ته اړتیا لري او پر دې سربېره، د انفال ایت او خمس ایت تر مینځ هیڅ منافات او تضاد نیشته چې ضروري وي دوهم نسخ کړي.[۱۰] د فضل بن حسن طبرسی، ناصر مکارم شیرازی او سید محمدحسین طباطبایی په شان مفسرانو هم د دغه دوو ایتونو تر مینځ منافات او ټکر نه دی منلی.[۱۱]


علامه طباطبایي باوري دی چې د انفال سورې ۴۱ ایت چې د خمس په ایت مشهور شوی دی؛ د انفال سورې د لومړي ایت تفسیر او وضاحت دی؛ ځکه چې په لومړي ایت کې د انفال د مالکيت په اړه ابهام حل شوی دی؛ په دې ډول چې هیڅوک د انفال مالک نه دي او انفال چې جنګي ولجې یو له هغو څخه دی، د خدای او د هغه د رسول برخه ګڼل شوې ده، خو په ۴۱ ایت کې د غنیمت له پینځو څخه په څلورو برخو کې د تصرف اجازت مسلمانانو ته ورکړل شوی او پینځمه برخه یې د خدای او رسول ګڼل شوې ده.[۱۲] د طباطبايي له نظره، په دغه شان تفسیر سره د دوو ایتونو د محتوا په اړه هیڅ ابهام او تضاد نه پاتې کیږي چې په نسخ عقیده لازمه شي.[۱۳] ځینې باوري دي چې دغه ټول مالونه د اسلامي واکمن په اختیار کې دي او هغه د دغه ولجو په پینځو برخو کې څلور برخې جنګیالیو ته ورکوي.[۱۴]

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه مکارم شیرازی.
  • امام خمینی، روح الله، کتاب البیع، تهران، مرکز نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۹ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • قمی کاشانی، ملا فتح‌الله، منهج الصادقین فی الزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۳۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.