د ذات البین اصلاح

د wikishia لخوا
دا مقاله د ذات البین د سمون مفهوم په اړه ده. د همدې نوم د یوه آیت د زده کولو لپاره د ذات البین اصلاح آیت مدخل وګورئ.

د ذات‌البَین اِصلاح مطلب د خلکو پخلاینه او د دوي ترمنځ د اړیکو ښه کول دي. اصلاح ذات البین یو اخلاقي فضیلت ګڼل شوی دی او له بلې خوا بدې خبرې کول، شیطانی وړل راوړل او د خلکو تر منځ دښمني پیدا کول اخلاقي بدۍ دي.


په آیتونو او روایتونو کې د خلکو د پخلاینې او د شخړو او لانجو د ختمولو لپاره د حل لارې وړاندیز شوې دي. په کورنیو شخړو کې د اړخونو لخوا د منځګړیتوب غوره کول، صحیح سپارښتنو سره د شخړو مخنیوی کول او د مذهبي احساساتو هڅول له هغه وړاندیزونو دي. له بلې خوا په دیني لارښوونو کې بخل، د شیطان پیروي او د دنیا پالنې په څېر صفاتو درلودل د طبیعت د اصلاح په لاره کې د خنډونو په توګه معرفي شوي دي.

مفهوم پیژندنه

د ذات‌ البَین اِصلاح پخلاینه او د افرادو یا ډلو ترمنځ د هغه خرابو اړیکو اصلاح کول دي[۱] [یادونه 1] چې د شخړو، دښمنۍ او نورو له امله رامینځته شوې[۲] دا ټکی د انفال سوره له لومړي آیت څخه اخیستل شوې دی.[۳] اصلاح ذات البین د دوو اشخاصو او دوو ډلو پخلا کولو ته شاملیږي.


د ذات البین اصلاح له اخلاقي فضیلتونو څخه یو فضیلت دی او د غیبت او چغل خورۍ په مقابله کې دی.[۴]

اهمیت او موقعیت

قرآن په څو آيتونو کښې د ذات البین اصلاح خبره کړې ده او د هغې د ترسره کولو امر يې کړی دی.[۵] همدارنګ امام علی(ع) حسنینو ته د اصلاح ذات البین سپارښتنه کړې ده.[یادونه][۶] همدارنګه د قرآن د آيتونو له مخې هغه څوک چې د خلکو اصلاح غواړي د خداى له رحمت او مغفرت څخه برخمن دي.[۷] په ځينو رواياتو کې اصلاح ذات البین تر لمانځه او روژې[۸] او صدقې[۹] غوره بلل شوې ده. همدارنګه د يو روايت له مخې څوک چې د دوو کسانو تر منځ د اصلاح کولو لپاره قدم اوچت کړي پر هغه د ملائکو درود وي او د هغه لپاره د قدر د شپې برابر ثواب دی.[۱۰]


د امام صادق(ع) د يو روايت له مخې د خلکو د اصلاح لپاره درواغ ويل روا دي.[۱۱] همدارنګ قرآن مجید د خلکو تر مینځ د اصلاح لپاره نجوا کول هم روا ګڼلي دي.[۱۲] که څه هم په بل ځای کې یې دا کار شیطاني عمل[۱۳] ګڼلی دی.[۱۴] قرآن هغه قسم چې د خلکو په منځ کې د اصلاح لپاره وشي معتبر نه ګڼي.[۱۵] (یعنی کفاره ورباندې نه راځي)


په يو روايت کې راغلي دي چې مفضل بن عمر له امام صادق(ع) څخه پيسې اخستې او د شيعه ګانو د اصلاح لپاره يې کارولې. د بېلګې په توګه، هغه د ابوحنيفه سابق الحج او د هغه د زوم تر منځ د شخړې د حل لپاره یوه اندازه پیسې کارولې وې.[۱۶]

د حل لارې او خنډونه

د خلکو په منځ کې د سمون د رامنځته کولو لپاره، د حل لارې په ګوته شوي:


  • د شخړو مخنیوی: د مفسرانو په اند د وارثانو تر منځ د شخړو مخنیوی د بقره سوره[۱۷] د ۱۸۲ آیت موضوع ده چې وصیت کوونکي ته باید د عدل او د خپل وصیت د ادا کولو سپارښتنه وشي ترڅو له هغه وصیته مخه ونیسي چې د شخړې لامل کیږي.[۱۸]


  • په کورنیو شخړو کې د مېړه او مېرمنې له خوا د منځګړیتوب انتخاب: د کورنۍ شخړې د حل په موخه کله چې مېړه او مېرمن د جلا کېدو وېره وي، نو سپارښتنه کېږي چې مېړه او مېرمن دواړه دې د روغې جوړې لپاره هر یو د خپل ځان له خوا یو منځګړی وټاکي.[۱۹]

د اختلافاتو د جرړې موندل، د احساساتي مسایلو څخه کار اخیستل، صبر لرل او له یو اړخ ته له کیدلو څخه ډډه کول د ذات البین اصلاح له نورو لارو په توګه معرفي شوي،[۲۰] چغل خوري او جدايي اچول د اصلاح له منځه وړلو مهم لاملونه دي د هغه له منځه وړلو لپاره د چغل خور په خبرو باور نه کول او د هغه پریښودل دي.[۲۱]

مرحلې او طریقې

د خلکو تر منځ د اختلافاتو حل د حکومت او مؤمنانو دنده ده. لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي دي، که اصلاح د خبرو اترو له لارې ترسره شي، نو د حاکم شرع اجازې ته اړتیا نلري، خو که چیرې د اصلاح ذات البین لپاره د سخت اقدام اړتیا وي، باید له حاکم شرعه اجازه واخستی شي.[۲۲] همدرانګ د حجرات سوره د نهم آیت له مخې کله چې د مؤمنانو د دوو ډلو تر منځ شخړه شي، لومړی بايد د قرآن او د خداى په حکم د نصيحت او بلنې له لارې پخلا شي، خو که يوه ډله يې د پخلاينې وړانديز ونه مني. باید هغوي سره وجنګیدی شي.[۲۳]

خنډونه

په تفسيري كتابونو كې د شيطان پيروي[۲۴] دنياداري [۲۵] او بخل[۲۶] د اصلاح ذات البین له خنډونو بلل شوي دي.

فقهي حکمونه

فقهاوو د د ذات البين اصلاح تر عنوان لاندې څو څانګې او فقهي احکام وړاندې کړي دي:

  • د دوو يا زياتو کسانو تر منځ چې له يو بل سره بغض او دښمني لري صلح کول مستحب دي، او په هغه صورت کې چې د مؤمن ژوند په خطر کې وي، پخلا کول یې واجب دي.[۲۷] د ایت الله مکارم شیرازي له قوله چې له د تقلید له مراجعو څخه دی، د دوو مسلمانو ډلو چې یو له بل سره دښمني لري، پخلا کول واجب کفایي دي.[۲۸]
  • د ذات البین اصلاح لپاره د زکات لګول روا دي.[۲۹]
  • دا توصیه کیږي چې قاضي د پریکړې له صادرولو دمخه دواړه خواوې سولې ته راوبولي او کله چې دواړه خواوې پخلاینې څخه انکار وکړي نو هغه وخت باید پریکړه صادره کړي.[۳۰]
  • د صاحب جواهر له قوله د مېړه او مېرمنې تر منځ د روغې جوړې لپاره پر ښځه او سړي د منځګړي ټاکل واجب دي، که څه هم د علامه حلي له کتابه نقل شوي دي چې دا کار مستحب دی.[۳۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰، ج۹، ص۶.
  2. وګورئ: طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۹۸.
  3. دهخدا، لغت‌نامه، ذیل واژه اصلاح ذات بین.
  4. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۴.
  5. برای نمونه نگاه کنید به سوره حجرات، آیه۱۰.
  6. نهج‌البلاغه، صبحی صالح، نامه۴۷.
  7. سوره نساء، آیه ۱۲۹.
  8. صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۸.
  9. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۸، ص۴۴۱.
  10. دیلمی، اعلام الدین، ۱۴۰۸ق، ص۴۱۹.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۱.
  12. سوره نساء، آیه ۱۱۴.
  13. سوره مجادله، آیه ۱۰.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۲۷.
  15. سوره بقره، آیه ۲۲۴.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۷ق، ج۲، ص۲۰۹، ح۴.
  17. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۴۸۵.
  18. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۳۶-۲۳۹.
  19. طوسی، التبیان، ج۳، ص۱۹۲؛ طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۰.
  20. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۷-۳۱۸.
  21. علامه مجلسی، بحارالانوار، ج۷۵، ص۲۶۸.
  22. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
  23. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۶، ص۸۰-۸۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۰.
  24. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۱۱.
  25. هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۳۰۲.
  26. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۵۱.
  27. کاشف الغطاء، وجیزة الاحکام، ۱۳۶۶ق، ج۲، ص۱۶.
  28. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
  29. نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۶۱-۳۶۲.
  30. نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۴۵.
  31. نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۱، ص۲۱۳.

سرچينې

  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۹ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • دیلمی، حسن بن محمد، اعلام الدین فی صفات المؤمنین، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم،‌ دار الشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار احیا التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مصحح احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیا التراث العربی، بی‌تا.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبه الصدر، ۱۴۱۵ق.
  • کاشف‌الغطاء، محمدحسین، وجیزة الاحکام، نجف، مؤسسه کاشف الغطاء‌، ۱۳۶۶ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت،‌ دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، مدرسة الإمام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۷ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب العلمیة، ۱۳۷۱ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت،‌ دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۳ق.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.

بهرنۍ لینکونه