التبیان فی تفسیر القرآن (کتاب)

د wikishia لخوا
التبیان فی تفسیر القرآن

اَلتِّبیان فی تفسیرِ القرآن، یعنې د قرآن د تفسیر یو کتاب، د شیخ طوسي(۳۸۵-۴۶۰ق) یو اثر دی چې وړومبنې بشپړ شیعه تفسیر ګڼل کیږي. التّبیان په شیعه تفسیر کښې ډیره اغیزه لرلې ده او شیعه مفسرانو ترې مثال اخیستی دی.

دا کتاب د قرآن د ټولو آیتونو تفسیر لري او یوه ګټه یې دا ګڼله شوې چې هراړخیز نظر یې درلودلی او د قرآن په تفسیر کښې یې له مختلفو علومو ګټه پورته کړې ده.

شیخ طوسي په دغه کتاب کښې د نورو اسلامي مذهبونو د متکلمانو او هم یې د مفسرانو لیدتوګې راوړې دي او د هغوي جاجونه او کره کتنه یې کړې ده. د شپږمې پیړۍ له شیعه عالمانو څخه ابن ادریس حِلّي او ابن کال، دغه کتاب د تَلخیص‌ُالتِّبیان په عنوان سره خلاصه کړی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: شیخ طوسي

په شیخ طوسي مشهور محمد بن حسن طوسي (۳۸۵-۴۶۰ق)، به پنځې پیړۍ کښې یو ستر شیعه فقیه تیر شوی دی.[۱] هغه د سید مرتضی له وفات نه پس د شیعه و دیني مشري به غاړه واخیسته. هغه ډیر شاګردان وروزل او لسګونه کتابونه یې ولیکل.[۲]

شیخ طوسي له کتبِ اربعه څخه د دوو کتابونو تهذیب‌ الاحکام او الاستبصار لیکوال دی چې د شیعه و د حدیثو ترټولو مهمې سرچینې دي.[۳]

د تالیف انګیزه

د کتاب په سریزه کښې د شیخ طوسي په وینا، تر دغې زمانې پورې به د قران تفسیرونو یا د ټول قرآن تفسیر نه کوه یا به یې هغه د مختلفو علومو له نظره نه تفسیروه، بلکې یوازې په یوې پوهې لکه لغت پیژندنې یا صرف و نحو باندې به مشتمل وو. په ځینو تفسیرونو کښې به هم د روایتونو په ذکر باندې بسنه کیدله او روایتونه به په ښه توګه نه څیړل کیدل.[۴] کوم تفسیرونه هم چې جامع وو، له حده زیات تفصیل به یې ورکوه او ډیر نااړونده مطالب په کښې شامل وو.[۵]

هغه لیکلي دي، دغو نیمګړتیاؤ ته په پام سره مې هدف دا و چې د قرآن کریم یو داسې تفسیر وړاندې کړم چې هم په کښې په قرآن د پوهیدو ټول علوم کارول شوي وي، لکه قرائت، معنې، اِعراب، کلام او هم داشان د نورو مذهبونو د کلامي شبهو ځواب، هم یو اعتدالي او مینځ لارې کتاب وي، نه دومره تفصیلي وي چې لوستونکی ستړی کړي او نه دومره مختصر چې معنا سمه ونه رسوي.[۶]

موقعیت

التبیان د شیعه و وړومبنې بشپړ او جامع تفسیر ګڼل کیږي.[۷] د محمد هادي معرفت په وینا، التبیان د خپلې زمانې د تفسیر له ټولو کتابونو مخکښې شو ځکه د هغو به اپوټه، د تفسیر په یوازې یو اړخ یې بسنه نه کوله او له ځانه مخکښې د ټولو مفسرانو لیدتوګې په کښې شاملې وې.[۸] هغه دغه کتاب «یو متوسط او په عین حال کښې داسې بشپړ او جامع تفسیر بللی چې د تیرو تفسیرونو ټولې خوبۍ په کښې شاملې دي.»[۹] هم داشان د «د اهل بیتو(ع) په روایتونو کښې د التبیان او مجمع البیان دوو تفسیرونو د تقریبي کړنلارې څیړنه» نومې مقالې لیکوال، التبیان وړومبنې شیعه اجتهادي تفسیر بللی دی چې د څلورمې او پنځمې پیړۍ له فضا څخه رامینځته شوې عقل ګروهنه په کښې ترسترګو کیږي.[۱۰] د دغه لیکوال په وینا، شیخ طوسي د دغه تفسیر په لیکلو کښې د شیعه او سني له آثارو ګټه پورته کړې ده.[۱۱]

د قرآن ایراني محقق محمد علي مهدوي راد (زیږون ۱۳۳۴شمسي) هم لیکلي دي چې التبیان له ځانه په وروسته مفسرانو باندې ډیره اغیزه کړې ده، له هغو نه یو طبرسي دی چې دغه کتاب یې ستایلی او د هغه روده یې د مجمع البیان په نامه د خپل تفسیر په کتاب کښې د ځان لپاره مثال او نمونه معرفي کړې ده.[۱۲]

ځانګړتیاوې

شیخ طوسي په التبیان کښې یو جامعه نظر درلودلی او د قرآن په تفسیر کښې یې ټول قرآني علوم کارولې دي؛ لکه د لغت پیژندنې، قرائت، اِعرابونو، اسباب النزول، ناسخ او منسوخ او مکي او مدني والي په شان علوم.[۱۳] هم داشان تفسیر او تأویل، محکم او متشابه، د قرآن معجزې او د قرآن او سورتونو د نومونو څیړنه.[۱۴]

نورې ځانګړنې چې د دغه کتاب لپاره بلل شوې دي، دا دي: له قرآن نه د قران تفسیر،[۱۵] د ضعیفو روایتونو پریښودل او د صحیح روایتونو کارول په دې شرط چې د قرآن او عقل مخالف نه وي[۱۶] او په پراخه توګه د کلامي بحثونو مطرح کول.[۱۷]

په دغه کتاب کښې د هر آیت له ذکر وروسته، وړومبې د هغه نامفهوم کلمات څیړل کیږي او د قرائتونو اختلاف بیانیږي. بیا یې په هکله مختلفې تفسیري لیدتوګې جاجول کیږي. بیا د آیت معنی "د کلمې د لنډوالي او د معنې د بشپړتیا په خیال ساتنې سره" بیانیږي. هم داشان د آیت د نازلیدو اسباب او ورپورې اړونده کلامي او فقهي مسائل مطرح کیږي او په مخالفو افکارو باندې د ادب په دایره کښې نیوکه کیږي.[۱۸]

اقتباسات

شیعه کتاب پيژاندي آقا بزرګ تهراني (وفات۱۳۸۹ق) په الذریعه کتاب کښې د مُختَصَر‌ُالتّبیان په نامه د شیعه علماؤ دوه تفسیري کتابونه معرفي کړي چې د البیان لنډیزونه دي: په دغو کښې یو کتاب ابن ادریس حلي (وفات تقریباً ۵۴۸ق) لیکلی دی.[۱۹] او بل هم په ابن کال مشهور ابو عبدالله محمد بن هارون (وفات ۵۹۷ق) لیکلی دی.[۲۰]

خطي نسخې او وړومبني چاپونه

د آقا بزرګ تهراني په لیکنه، هغه په هیڅ کتابتون کښې د البیان هیڅ بشپړه خطي نسخه نه ده لیدلې او مختلفو خطي نسخې چې هره یوه یې په یوې برخې مشتمله ده، په مختلفو کتابتونونو کښې تیت پرکې دي.[۲۱] د مهدي راد په وینا، په اول ځل د سید محمد حجت کوه کمري (وفات ۱۳۷۲ق) په کوشش د هغه تیت پرکې برخې د کتاب د چاپ کولو په موخه راغونډې کړې شوې.[۲۲]

د التبیان وړومبنې چاپ د میرزا علي آقا شیرازي او سید عبدالرسول روغني زاده اصفهاني په اهتمام به دوو رحیلي ټوکو کښې ترسره شو، وړومبې ټوک په ۱۳۶۲قمري کښې او دویم ټوک یې په ۱۳۶۵ هجري قمري کال کښې چاپ شو.[۲۳] دویمه چاپي نسخه یې هم له ۱۳۷۶ نه تر ۱۳۸۲ قمري کلونو کښې په نجف کښې په لسو ټوکو کښې چاپ شوه چې د تصحیح او تحقیق زیاتره کار یې احمد حبیب قصیر العاملي ترسره کړی دی.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۹۲ش، ص۱۸۱.
  2. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۷۹ش، ص۱۸۳.
  3. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۷۹ش، ص۱۸۵.
  4. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۱.
  5. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۱-۲.
  6. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۲.
  7. کریمی‌نیا، «شیخ طوسی و منابع تفسیری وی در التبیان»، ص۸۲؛ معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۲۴۷.
  8. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۲۴۷.
  9. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۲۴۸.
  10. موسوی دره‌بیدی و احمدنژاد، «بررسی رویکرد تقریبی دو تفسیر التبیان و مجمع‌البیان در نقل روایات اهل‌بیت‌(ع)»، ص۳۴۲.
  11. موسوی دره‌بیدی و احمدنژاد، «بررسی رویکرد تقریبی دو تفسیر التبیان و مجمع‌البیان در نقل روایات اهل‌بیت‌(ع)»، ص۳۴۲.
  12. مهدوی راد «التبیان فی تفسیر القرآن»، ص۱۸۶-۱۸۷.
  13. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۶۲.
  14. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ق، ص۲۴۸.
  15. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۹۳.
  16. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۱۲۷-۱۲۸.
  17. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۱۵۹.
  18. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ص۲۴۸.
  19. تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص۱۸۴.
  20. تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص ۱۸۵.
  21. تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۳۲۹.
  22. مهدوی راد، «التبیان فی تفسیر القرآن»، ص۱۸۷.
  23. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۳۹-۴۰.
  24. ایرانی، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، ۱۳۷۱ش، ص۴۰.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • ایرانی، اکبر، روش شیخ طوسی در تفسیر تبیان، تهران، سازمان تیبلیغات اسلامی، ۱۳۷۱ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • کریمی‌نیا، مرتضی، «شیخ طوسی و منابع تفسیری وی در التبیان»، در فصلنامه دانشکده الهیات و معارف مشهد، شماره ۷۴، ۱۳۸۵ش.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، سمت، چاپ سیزدهم، ۱۳۷۹ش.
  • معرفت، محمدهادی، تفسیر و مفسران، ترجمه گروهی از محققان، قم، مؤسسه فرهنگی‌انتشاراتی التمهید، ۱۳۷۹ش.
  • موسوی دره‌بیدی، سید حسین و امیر احمدنژاد، «بررسی رویکرد تقریبی دو تفسیر التبیان و مجمع‌البیان در نقل روایات اهل‌بیت‌(ع)»، پژوهش های تفسیر تطبیقی، شماره۱۵، فروردین ۱۴۰۱ش.
  • مهدوی راد، محمدعلی، «التبیان فی تفسیر القرآن»، در بینات، شماره ۳، ۱۳۷۳ش.

بهرنۍ لینکونه