د انفال سورې ۱۶ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | انفال سوره |
| د آیت شمېر | ۱۶ |
| جزء | ۹ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | له جګړې څخه د مسلمان سرتېري تېښته |
| اړونده آیتونه | د انفال سورې ۱۵ آیت |
د انفال سورې ۱۶م آیت د کافرانو پر وړاندې د جګړې له ډګره د تېښته کوونکو برخلیک او د هغه استثنايي موارد بیانوي. د شیعهوو په روایتونو کې له جګړې تښتېدل له لویو ګناهونو شمېرل شوي دي. البته ویل شوي چې که دښمنان د مسلمانانو څو چنده زیات وي، نو دا حکم نه پلي کېږي.
فقیه او د اسلامي جمهوریت دویم رهبر، سید علي خامنهاي، د همدې آیت په استناد ویلي چې د دښمن د پوځي، تبلیغاتي او اقتصادي یرغلونو پر وړاندې غیرتاکتیکي شاتګ هم د الهي قهر او غضب سبب ګرځي. ځینې مفسران په دې آیت کې راغلی حکم ټولو جګړو ته عام بولي؛ خو ځینې نور باور لري چې دا آیت یوازې په بدر جګړې پورې ځانګړی دی.
شیعه فقیه، شیخ طوسي، د همدې آیت پر بنسټ وايي چې که څوک د جګړې په ډګر کې حاضر وي، نو پورغوښتونکی او همدارنګه د هغه مور او پلار حق نه لري چې د بېرته ستنېدو غوښتنه ترې وکړي یا د جګړې په ګډون یې ناخوښي څرګنده کړي.
له جهاد څخه د تېښتې برخلیک
د انفال سورې د ۱۶م آیت له مخې، له کافرانو سره له جګړې تېښته د خدای د غضب او دوزخي عذاب لامل ګرځي؛[۱] لکه څنګه چې په مخکیني آیت کې هم مسلمانان د کفارو پر وړاندې له تېښتې منع شوي دي[۲] او په شیعه روایتونو کې له جګړې تېښته له کبیره ګناهونو بلل شوې ده.[۳]
د شپږمې هجري پېړۍ فقیه او مفسر، قطب راوندي، د یو یا دوو دښمنانو پر وړاندې د یوه جنګیالي تېښته حرامه او ګناه ګڼي؛ خو که له دوو ډېر دښمنان وي، تېښته جایز ګڼي.[۴] شیخ طوسي هم، پرته له هغو دوو استثناوو چې آیت یې یادونه کوي، له جګړې تښتېدونکی فاسق او د کبیره ګناه کوونکی بولي.[۵] فقیه او د ایران د اسلامي جمهوریت نظام دوهم رهبر، سید علي خامنهاي هم د همدې آیت په استناد، د دښمن پر وړاندې غیرتاکتیکي شاتګ د الهي غضب سبب ګڼلی دی.[۶]
وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
﴿او هر څوک چې په هغه ورځ هغوی ته شا کړي، مګر دا چې د جګړې د نوې تګلارې لپاره وي، یا د خپلو نورو ملګرو له ډلې سره یوځای کېدو لپاره، نو یقیناً د الله له غضب سره به مخ شي، او ځای به یې دوزخ وي، او هغه ډېر بد انجام دی.﴾
انفال سوره، ۱۶ آیت
استثنايي موارد
د انفال ۱۶م آیت دوه ډوله تاکتیکي شاتګ له دې حکمه مستثنا کړي دي: د جګړې د چل او تدبیر لپاره شاتګ، او خپلې بلې ډلې ته د ورګډېدو یا د وسایلو د برابرولو لپاره شاتګ.[۷] فاضل مقداد وایي چې د بلې ډلې سره د یوځای کېدو په صورت کې باید هغه ډله د مرستې وړتیا هم ولري.[۸] خو ځینې نور، د آیت د عمومیت له امله، دا شرط نه مني.[۹]
په تفسیر قمي کې «مُتَحَیِّزاً إِلی فِئَةٍ» داسې تفسیر شوی چې مجاهد بېرته خپل مشر، یعنې پیغمبر یا امام ته ور وګرځي. همداراز ویل شوي چې څوک دښمن ته شا کړي او وتښتي، نو کفر یې کړی دی.[۱۰]
د تاکتیکي شاتګ بېلګې
د صاحب جواهر په وینا، ځینو شیعه مفسرانو او فقیهانو د جګړې په ډګر کې د تاکتیکي شاتګ بېلګې داسې یادې کړې دي:د زغرې د سمولو لپاره شاتګ د تندې او لوږې د رفع کولو لپاره، له مستقیم لمر یا باد څخه د ځان ساتنې لپاره ځای بدلول، له تنګې سیمې پراخې سیمې ته یا برعکس تګ، له لوړ ځایه پر دښمن د برلاسۍ لپاره حرکت کول، هغه «دښمن ته شا کول» د تېښتې کنایه بللې ده.[۱۱]
آیا حکم یوازې په بدر جګړې پورې ځانګړی دی؟
د شیخ طوسي په وینا، له امام باقر(ع) او امام صادق(ع) څخه روایتونه شته چې د دې آیت دوزخي وعید ټولو جګړو او هر هغه جنګیالي ته عام بولي چې د دښمن له لښکره وتښتي.[۱۲] علامه طباطبایي[۱۳]، جبّائي، مفسر معتزلي او نور هم همدا نظر لري.[۱۴] خو د طبرسي په وینا، ځینې مفسران دا آیت یوازې د بدر جګړې له تېښتېدونکو سره ځانګړی بولي.[۱۵]
فقهي استناد
د شیخ طوسي له نظره، کله چې مسلمانان له دښمن سره جګړه پیل کړي، پور غوښتونکی او همدارنګه د جنګیالي مور او پلار حق نه لري چې هغه بېرته ستنېدو ته اړ کړي یا د جګړې پر ګډون یې ناخوښي څرګنده کړي. هغه د دې حکم لپاره د انفال د ۱۶م آیت په عمومي له جګړې څخه د تېښتې او دښمن ته د شا اړولو منع کول استناد کړی دی.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۴۰۱ش، ټوک۳۲، مخونه۱۹۲ ـ ۱۹۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۴، مخونه۸۱۳ ـ ۸۱۴؛ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۱۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخونه۲۷۶ـ۲۷۸ و ۲۸۰.
- ↑ قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۳۴۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۱۰.
- ↑ خامنهای، «بیانات آیتالله خامنهای در دیدار دستاندرکاران کنگره ملی شهدای استان کهگیلویه و بویر احمد»، د آیتالله خامنهاي د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۴۰۱ش، ټوک۳۲، مخونه۱۹۲ـ۱۹۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۴، مخونه۸۱۳ـ۸۱۴؛ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۲۸.
- ↑ حلی، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ټوک۱، مخ۳۵۷.
- ↑ فاضل کاظمی، مسالک الافهام، بینیټه، ټوک۲، مخ۳۳۳.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۳۶۳ش، ټوک۱، مخ۲۷۰.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲۱، مخونه۵۸ـ۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۹۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۹، مخ۳۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۴، مخ۸۱۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۴، مخ۸۱۴.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۶ـ۷.
سرچينې
- جواد آملي، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، د اسراء د خپرندوی مرکز، ۱۴۰۱ل.
- حلي، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، مرتضوي خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۴۲۵ق.
- خامنهيي، سید علي، «بیانات در دیدار دستاندرکاران کنگره ملی شهدای استان کهگیلویه و بویر احمد»( د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د شهیدانو د ملي کنګرې له مسؤلینو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر، د خپرېدو نېټه: ۲۴ زمری ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ وږي ۱۴۰۴ل.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنېټې.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، څېړنه: سید محمدتقي کشفي، تهران، المکتبة المرتضویه، درېیم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، د اعلمي د خپرندویه ټولنې مؤسسه، ۱۳۵۲ل.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۳۶۷ل.
- فاضل کاظمي، محمد، مسالک الأفهام إلی آیات الأحکام، سریزه: آیتالله مرعشي نجفي، تهران، مرتضوي، بېنېټې.
- قطب راوندي، سعید بن هبةالله، فقه القرآن، قم، د آیتالله مرعشي نجفي د کتابتون خپرندویه ټولنه، دویم چاپ، ۱۴۰۵ق.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر قمي، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ل/۱۴۰۴ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مدرسي، محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبيالحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ل.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرائع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.