د بدر جنګ
د بدر د ځمکې نقشه | |
| وخت | ۱۷ رمضان ۲ هجري کال |
|---|---|
| ځای | د بدر سیمه |
| ځانګرتیا | د مدینې جنوب لویدیځ ته ۱۳۰ کیلومتره |
| لامل | د قریش سوداګریز کاروان نیول |
| پایله | د مسلمانانو بریا |
| جنګیالي | |
| جنګی اړخونه | مسلمانان د ۳۱۳ کسانو په لښکر سره د قریشو کافران د ۹۰۰ کسانو له لښکر سره |
| قوماندانان | |
| د جګړې قوماندانان | حضرت محمد(ص) ابوجهل (عمرو بن هشام) مخزومي |
| تلفات | |
| خسارات | د ۱۴ مسلمانانو شهادت (۶ د مهاجرین او ۸ د انصار) څخه) ۷۰ مشرکان ووژل شول او ۷۴ مشرکان ونیول شول. |
د بَدْر غَزْوهٔ یا د بدر جګړه د قریشو مشرکانو پر وړاندې د رسول الله(ص) لومړۍ جګړه وه، چې د دويم هجري کال د روژې د میاشتې په ۱۷مه د بدر په سیمه کې وشوه. پیغمبر(ص) د قریشو د سوداګریز کاروان د مالونو د نیولو لپاره له ۳۱۳ کسانو سره روان شو، او قریشو د شاوخوا ۹۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو د لښکر سره د جګړې لپاره حاضر شول. سره له دې چې د مسلمانانو شمېر کم وو، خو د ایمان، تنظیم او ناڅرګندې مرستې له امله بریالي شول. په دې جګړه کې ۱۴ مسلمانان شهیدان شول او له ۷۰ څخه زیات مشرکین ووژل شول. د جګړې په غنیمت کې ۱۵۰ اوښان او ۱۰ اسونه شامل وو، چې د مسلمانانو ترمنځ وویشل شول. همدارنګه، ۷۴ بندیان ونیول شول، چې ځینې یې د فدیې ورکولو، د سواد ورزده کولو په بدل یا د فقر له امله خوشې شول.
له جګړې وروسته، پېغمبر(ص) وژل شوي مشرکان په څاه کې وغورځول او له هغوی سره یې خبرې وکړې. دا پېښه په اسلام کې د سَماع موتیٰ (له مرګ وروسته د مړو د اورېدو وړتیا لرلو) د ثبوت په توګه یادېږي.
اهمیت
د بدر جګړه د اسلامي تاریخ یو له مهمو او پرېکنده جګړو څخه ده، چې د روژې په ۱۷مه نیټه او د یو روایت له مخې، د روژې په ۱۹مه د هجرت په دوهم کال، د پیغمبر اکرم(ص) په امر وشوه.[۱] په دې جګړه کې، مسلمانانو سره له دې چې شمیر یې کم وو، قریشو ته ماتې ورکړه. دې بریا مسلمانانو ته قوت او ځان باوري ورکړه او د اسلام حدونه یې ثابت کړل.[۲] مفسرینو د قرآن کریم څو آیتونه، لکه د آل عمران سوره ۱۲۳ آیت او د انفال سوره ۱۷ او ۴۱ آیتونه، دې جګړې سره تړلي ګڼلي دي.[۳] د مکارم شیرازي په وینا، د بدر جګړه په قرآن کریم کې د یوم الفرقان (د حق او باطل د جلا کیدو ورځ) په نوم یاد شوې ده.[۴]
د روایتونو له مخې، درې زره فرښتې د مسلمانانو مرستې ته راغلې.[۵] په دې جګړه کې ګډون کوونکي، چې د بدریانو په نوم وپیژندل شول،[۶] د مسلمانانو په منځ کې یو ځانګړی مقام درلود، او په راتلونکو پیښو کې د دوي شتون یا شهادت یو ځانګړی امتیاز ګڼل کیده.[۷]
د جنگ سبب
د فروغ ابدیت کتاب له مخې، د هجرت په دوهم کال د جمادي الاول په پنځلسمه، رسول الله(ص) د ابو سفیان په مشرۍ د قریشو د سوداګریز کاروان له مکې څخه شام ته د تګ خبر ترلاسه کړ او د ذات العشیره سیمې پورې یې د هغه کاروان تعقیب وکړ، خو کاروان ته ونه رسید.[۸] د آیت الله سبحاني په وینا، له دې سببه چې قریشو د مسلمان مهاجرینو مالونه نیولي وو، نو رسول الله(ص) دوي ته امر وکړ چې د قریشو د مالونو د نیولو لپاره له مدینې څخه وځي.[۹] ځینو تاریخ پوهانو راپور ورکړی چې رسول الله(ص) لومړی طلحة بن عبیدالله او سعید بن زید د لارې، د ساتونکو شمیر او په کاروان کې د توکو د ډول په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره واستول.[۱۰] د توکو ارزښت شاوخوا پنځوس زره دینار اټکل شو، چې زرو اوښانو لیږدول.[۱۱] د قمري کال د دوهمې او دریمې پیړۍ د تاریخ لیکونکي واقدي په وینا، د مکې نږدې ټولو خلکو په دې کاروان کې پانګونه کړې وه.[۱۲]
د قریشو د کاروان ژغورلو لپاره د ابوسفیان هڅې
د سبحاني په وينا، وروسته له هغه چې رسول الله(ص) د ذَفِران په سيمه کې مېشت شو، ابوسفيان د اسلامي پوځ له پلانونو خبر شو او ضَمضَم بن عَمرو يې مکې ته واستاوه ترڅو قريش د کاروان د ژغورنې لپاره چمتو کړي.[۱۳] د محمد ابراهيم آيتي په وينا، له ابو لهب پرته د قريشو نږدې ټول جنګيالي د جګړې لپاره چمتو شول.[۱۴] ابو لهب د عاص بن هشام په نوم يو کس د څلورو زرو درهمو په بدل پر خپل ځای په جګړه کې د برخې اخستلو لپاره ونیوه.[۱۵] د تاريخ طبري(د لیکلو کال: ۳۰۳) له مخې، د قريشو د ځواکونو شمېر د ۹۰۰ او ۱۰۰۰ کسانو ترمنځ و.[۱۶]
د ځای ناستي ټاکل
د ځینو تاریخ پوهانو په وینا، کله چې پیغمبر(ص) د جګړې لپاره له مدینې څخه ووت، نو هغه عبدالله بن اُم مَکتوم د لمانځه د امامت لپاره او ابو لبابه یې په سیاسي چارو کې خپل ځای ناستی وټاکه.[۱۷] همدارنګ یې عاصم بن عدي د قُبا سیمې او د مدینې د لوړې برخې مسؤل وټاکه.[۱۸] پیغمبر(ص) د شاوخوا ۳۰۵[۱۹] یا ۳۱۳ کسانو سره له مدینې ووت.[۲۰] ویل کیږي چې په لاره کې، هغه د بُقْع په سیمه کې ودرېد او هغه ځوانان چې عمرونه یې کم وو او د جګړې لپاره راغلي وو، هغوي یې مدینې ته ستانه کړل.[۲۱] په دې لاره کې، پیغمبر(ص) د قریشو کافرانو په شمول د ابوجهل، باندې لعنت وکړ.[۲۲] همدارنګه، دوه کسان خُبَیب بن یَساف و قَیس بن مُحرِّث، چې یوازې د غنیمت ترلاسه کولو لپاره له پوځ سره یوځای شوي وو او په اسلام یې ایمان نه درلود، په جګړه کې له ګډون څخه منع شول.[۲۳]
پوځي شورا جوړول
د رسول جعفریان په وینا، د بدر په جګړه کې، د رسول الله(ص) ډیر صحابه له انصارو څخه وو چې په مدینه کې یې له هغه سره دفاعي تړون کړی و؛ خو دا تړون له مدینې څخه بهر جګړې ته نه شاملیده. له همدې امله، پیغمبر(ص) اړ شو چې د عامه افکارو، په ځانګړې توګه د انصارو د را جلبولو او د ستونزې د حل لپاره یوه پوځي شورا جوړه کړي.[۲۴] د قمري کال د دوهمې او دریمې پیړۍ تاریخ لیکونکي ابن سعد لیکلي چې ځینې صحابه لکه مقداد، خپل سفر ته دوام ورکول او د کاروان تعقیبول او له دښمنانو سره جنګیدل غوره کړل او سعد بن مُعاذ، د انصارو په استازیتوب، دا خپله دنده وګڼله چې د رسول الله(ص) په بشپړه توګه اطاعت وکړي او خپل ژوند د هغه لپاره قربان کړي.[۲۵] د سعد د خبرو له اوریدو وروسته، پیغمبر(ص) سمدلاسه د حرکت امر صادر کړ.[۲۶]
همدارنګه، د شیخ حر عاملي له روایت سره سم، پیغمبر(ص) وړاندوينه وکړه چې اسلامي لښکر به د قریشو له کاروان یا د هغوی د مرستندويه ځواکونو سره مخامخ شي، او هغه ځای یې هم مشخص کړ چې دښمنان به پکې ووژل شي.[۲۷] د حَباب بن مُنذِر په وړاندیز، اسلامي لښکر د جګړې لپاره دښمن ته تر ټولو نږدې کوهې غوره کړ.[۲۸]
د معلوماتو د لاسته راوړلو طریقه
د بدر په جګړه کې، رسول الله(ص) د دښمن د لښکر په اړه د مختلفو لارو خبرونه ترلاسه کړل، په شمول د سفیان ضَمري څخه په پټه (ناپیژاندې طریقې سره) پوښتنې کول،[۲۹] له هغو خلکو څخه معلومات راټولول چې د اوبو لپاره د بدر څاه ته راغلي وو[۳۰] او همدارنګه د قریشو بندیانو څخه پوښتنې کول،[۳۱] او د قریشو د مشرانو د شتون تحلیل کولو سره، هغه وفرمایل: «مکې خپل د زړه د غوښې ټوټې تاسو ته درغورځولي دي.»[۳۲]
د سوداګریز کاروان تېښته او بدر ته د دښمن د لښکر راتګ
د بدر په جګړه کې، ابو سفیان د مسلمانانو د ځای د معلومولو له سببه خپله لاره بدله کړه او مکې ته ستون شو، او قریش یې بیرته ستنیدو ته وبلل.[۳۳] که څه هم ځینې بیرته راستانه شول،[۳۴] خو ابو جهل په جګړه ټینګار وکړ، او د قریشو لښکر په بدر کې ځای پر ځای شو.[۳۵] د واقدي په وینا، قریش که څه هم شمېر کې زیات وو خو مسلمانان متحد او هوډمن وموندل.[۳۶] د علامه مجلسي په وینا، پیغمبر(ص) هم د دښمن د لښکر په لیدلو سره له خدایه مرسته وغوښته.[۳۷]

د لښکر ترتیب او د شعار انتخاب
د بدر په جګړه کې، رسول الله(ص) د مسلمانانو صفونه په داسې ډول تنظیم کړل چې لمر د دوي تر شا و او مشرکین لمر ته مخامخ وو.[۳۸] هغه قبیلوي مشرانو ته مختلف بیرغونه ورکړل: د ځان لپاره اصلي بیرغ، د مهاجرینو بیرغ یې مُصعب بن عُمیر ته، د خزرجیانو بیرغ حباب بن مُنذِر ته، او د اوسیانو بیرغ یې سعد بن معاذ ته ورکړ.[۳۹] د هرې ډلې لپاره یو شعار هم وټاکه.[۴۰] هغه دا هم امر وکړ چې هره ډله یو ځانګړی نښه ولري ترڅو د جګړې په ډګر کې د دوي ځواکونه له یو بل څخه وپيژندل شي.[۴۱]
کلیني له امام صادق(ع) څخه په نقل، د بدر په جګړه کې د مسلمانانو شعار «یا نَصْرَاللَّهِ اِقْتَرِبْ اِقْتَرِبْ» (ای د خدای فتحې، نږدې شه، نږدې شه» په توګه یاد کړی دی.[۴۲] دا هم روایت شوي چې د بدر په جګړه کې د خدای د رسول(ص) شعار «یا مَنْصُورُ اَمِتْ» «ای بریالي شویه ووژنه» و.[۴۳] د ابن هشام په وینا، چې د دریمې پیړۍ د بیوګرافي لیکونکی دی، په دې جګړه کې د خدای د رسول(ص) د اصحابو شعار «اَحد اَحد» (یوازینی، یوازینی) و.[۴۴]
د پیغمبر(ص) خطبه
د بدر د جګړې په درشل کې، رسول الله(ص) یوه خطبه ورکړه خپلو ملګري یې جګړې ته وهڅول او د الهي اجرونو زیرې یې ورکړ.[۴۵] همدارنګ یې د ځینو اشخاصو د سالم پاتی کولو امر وکړ، په شمول د ابو البختري، عباس او د نورو بني هاشمو؛[۴۶] ځکه چې ابو البختري په مکه کې د مسلمانانو ملاتړ کړی و او ډیر بني هاشم په زره له مکې څخه ایستل شوي وو او اسلام غوښتونکي وو.[۴۷] همدارنګ یې د جنګیالیو د هڅونې او مزبوتیا لپاره د دښمنانو د وژلو یا نیولو په بدل کې د انعامونو ژمنه هم وکړه.[۴۸]
تن په تن جنګ
د بدر د جګړې په درشل کې، پېغمبر(ص) قریشو ته د سولې پیغام په لیږلو سره د له جنګ کولو ډډه وکړه.[۴۹] ځینو، لکه حکیم بن حِزام، د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه؛ خو ابوجهل، د قبیلوي احساساتو په راپارولو او د عامر حَضرمي د لاس په لاس جګړې ته لیږلو سره ته، د جګړې د پیل لپاره لاره هواره کړه.[۵۰] د عربي پوځي دود له مخې، جګړه په انفرادي جګړې سره پیل شوه، چې په کې د قریشو درې مشران (عُتبه، شَیبه او ولید) میدان ته راغلل او د مقابله کوونکي په لټه کې شول.[۵۱] پېغمبر(ص) لومړی د انصارو څخه درې ځوانان هغوی سره د جګړې لپاره واستول؛ خو قریشو د دوي د توازن د نشتوالي له امله له هغوی سره له جګړې کولو ډډه وکړه.[۵۲] پېغمبر(ص)، حضرت علی(ع)، حمزة بن عبدالمطلب او عبیده د جګړې ډګر ته واستول.[۵۳] په دې جګړه کې، حمزه شیبه ووژه، حضرت علي(ع) ولید ووژه، او عبیده د دې دواړو په مرسته عتبه ته ماتې ورکړه.[۵۴] شیعه مورخ سبحاني د نهج البلاغه د ۶۴ لیک په حواله په دې باور دی چې په جګړه کې د حمزه مقابله کې «شیبه» و او د «عبیده» مقابل کې «عُتبه» و؛ چې حمزه او حضرت علي(ع) د خپلو مخالفینو له وژلو وروسته، عتبه ته لاړل او هغه یې په خپلو تورو سره وواژه.[۵۵]

عمومي برید
لاس په لاس جګړه کې د قریشو د مشرانو وژلو سره یوه عمومي جګړه پیل شوه.[۵۶] د ځینو تاریخ پوهانو په وینا، که څه هم د قوماندې چوپال په یو لوړ ځای کې موقعیت درلود،[۵۷] خو پیغمبر(ص) په لومړۍ لیکه کې حاضر شو و او ملګرو به یې د جګړې په مینځ کې له هغه سره پناه اخیسته.[۵۸] ځینو مسلمان تاریخ پوهانو لیکلي دي چې د سَلمَة بن اَسلَم، د تورې له ماتېدو وروسته، پیغمبر(ص) هغه ته خپله لکړه ورکړه، او هغه په توره بدله شوه.[۵۹]
رسول الله(ص) په مشرکینو باندې یو موټی خاورې وروغورځولې، او د هغه د دعا له سببه، خدای د دښمن په زړونو کې ویره واچوله او هغوی یې په تیښته کړل.[۶۰] دا بریا له نیمې ورځې څخه په کم وخت کې ترلاسه شوه.[۶۱] او د تاریخ پوهانو په وینا، د مسلمانانو د زړورتیا او استقامت، د رسول الله(ص) د دعاګانو[۶۲] او د نه لیدل شوې مرستې پایله وه.[۶۳]
له جنګ وروسته پیښې
د ځینو تاریخ پوهانو په وینا، د بدر په جګړه کې د مشرکینو له ماتې وروسته، ځینې مسلمانان، لکه سعد بن معاذ، د پیغمبر(ص) د ساتنې لپاره د هغه تر څنګ ودرېدل. یوې بلې ډلې غنیمتونه راټول کړل، او بلې ډلې دښمن تعقیب کړ او هغوی یې ونیول.[۶۴] امام علي(ع) د ولید بن عتبه زغره، خولۍ او ډال د ځان لپاره واخیست، حمزه د عتبه وسله واخیسته، او عُبیده بن الحارث د شَیبه زغره واخیسته.[۶۵]
د غنیمتونو ویش
د تاریخي راپورونو له مخې، د بدر له جګړې وروسته، پیغمبر(ص) لومړی له وړاندې ټاکل شوې برخې کسانو ته ورکړې او نور غنیمتونه یې، چې په کې له ۱۵۰ څخه زیات اوښان، ۱۰ اسونه، او یو څه څرم، ټوکر او جنګي وسایل وو،[۶۶] د عبدالله بن کعب یا خباب بن اَرَت په مشرۍ کې راټول کړل.[۶۷] په عین حال کې، د جنګیالیو او ملاتړو ترمنځ د برخې د ویش په اړه اختلافات رامنځته شول،[۶۸] چې د تاریخ پوهانو په وینا، د قرآن کریم د آیتونو په نازلیدو سره حل شول.[۶۹]
وروستۍ وېش د پچې اچولو (قرعې) له لارې ترسره شو،[۷۰] چې په کې سپاره کسانو ته دوه برخې ورکړل شوې، یا دوه برخې د اس لپاره او یوه برخه د سپور لپاره شوه.[۷۱] پیغمبر(ص) د ذوالفقار توره د قوماندان د برخې په توګه غوره کړه[۷۲] او د ځانګړو مواردو لپاره لکه هغه کسان چې معقول عذر سره غیر حاضر وو،،[۷۳] د شهیدانو کورنۍ[۷۴] او ځینې غلامان چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.[۷۵] ځینې ځانګړې برخې په نظر کې ونیولې. همدارنګه، په دې جګړه کې، د ابوجهل اوښ د غنیمت په توګه پیغمبر(ص) ته ورسید[۷۶] او خمس وانه خستی شو.[۷۷]
د دې جګړې اړوند یوه پیښه له غنیمت څخه د سور ټوکر بې له اجازې اخستل وو، چې د آل عمران سوره د ۱۶۱ آیت د نازلیدو لامل شو، چې پیغمبر(ص) یې له هر ډول غلط نسبت څخه پاک کړ.[۷۸]
د اسیرانو له وژلو نهي او د هغوي فدیه ورکول
د بدر په ورځ، د پیغمبر(ص) غلام، شقران، د بندیانو د ساتنې لپاره وګمارل شو.[۷۹] پیغمبر(ص) د بندیانو له وژلو[۸۰] او د هغوی د بدن د غړو له پرې کولو څخه منع وکړه.[۸۱] بیا هم نقل شوي دي چې هغه د نضر بن حارث او عقبة بن ابي معیط د وژلو امر وکړ.[۸۲] د اسلامي تاریخ د څیړونکي جعفر سبحاني په وینا، له دې سببه چې دا دواړه د اسلام ضد د دسیسو پلان جوړونکي وو، نو دا ممکنه وه چې له خوشې کیدو وروسته بیا د پیغمبر(ص) په وړاندې اقدام وکړي.[۸۳]
د علامه مجلسي په وینا، د بدر د جګړې پر مهال، جبرائیل(ع) پیغمبر(ص) ته وړاندیز وکړ چې یا بندیان ووژني یا یې فدیه واخلي. پیغمبر(ص) خپلو اصحابو سره له مشورې او د هغوي له غوښتنې وروسته د هغوی فدیه ومنله.[۸۴] پیغمبر(ص) بندیان د قرعې په وسیله د خپلو اصحابو تر مینځ وویشل،[۸۵] او هغوی سره یې په ښه چلند باندې ټینګار وکړ.[۸۶]انصارو به بندیانو ته ډوډۍ ورکوله او پخپله به یې خرما خوړله. همدرانګ به یې هغوي سپرول او په خپله به پياده تلل.[۸۷]
د اسلامي تاریخ د څېړونکي محمد هادي یوسفي غَرَوي په وینا، د بندیانو لپاره فدیه له یو زر تر څلورو زرو درهمو ترمنځ وه.[۸۸] کومو کسانو چې پیسې نه درلودې پیغمبر(ص) هغوي یې پرته له فدیې ازاد کړل.[۸۹] د دریمې پیړۍ تاریخ لیکونکي ابن سعد په وینا، هغه بندیان چې پیسې یې نه درلودې خو لیک لوست یې زده و، هغوي د لسو کسانو په تدریس سره آزادیدی شول.[۹۰] پیغمبر(ص) عَمرو بن ابی سفیان د سعد بن نعمان په بدل کې بدل کړ، چې د حج لپاره تللی و او قریشو نیولی و.[۹۱]
د پیغمبر(ص) د دعا قبلیدل او معجزه
د ابن سعد په وینا، پیغمبر(ص) د پیاده عسکرو، بربنډو، وږو او اړمنو لپاره د تګ په وخت کې دعا وکړه. د دې دعا اغیز دومره و چې کله مسلمانان له جګړې څخه راستنیدل نو ټول په ځناورو سپاره وو، بربنډو کسانو جامې اغوستې وې، وږي ماړه شوي وو، او غریبان یې د بندیانو په فدیې سره شتمن شوي وو.[۹۲] همدارنګ نقل شوي دي چې د بدر په لور د تګ په وخت کې، د لښکر یو اوښ له تګ څخه پاتی شوی و. پیغمبر(ص) خپلې د چاردام اوبه د اوښ په بدن وشیندلې او اوښ حرکت پیل کړ.[۹۳]
د مسلمانو شیهدانو او د قریشو د مړو شمېر

د بدر په جګړه کې، ۱۴ مسلمانان شهیدان شول، چې ۶ یې مهاجرین او ۸ انصار وو.[۹۴] همدارنګه، ۷۰ یا ډیر مشرکین ووژل شول او ۷۴ یې ونیول شول. په یوه بل روایت کې، د بندیانو شمیر ۷۰ یا ۴۹ یاد شوی دی.[۹۵] د ابن سعد په طبقات کې د قریشو مشران، شَیبه، عُتبه، ولید بن عُتبه، ابوجهل، نَوفِل بن خُویلِد، عاص بن سعید، ابوالبختري، حَنظلة بن ابي سفیان، امیّة بن خَلف او مُنبّه بن حجّاج د بدر په جګړه کې د وژل شویو کسانو په ډله کې وو.[۹۶] سید جعفر مرتضی عاملي چې یو شیعه مورخ (وفات کال ۱۴۴۱هـ ق) د ګڼو سرچینو په حواله لیکی چې د بدر په جګړه کې ډېر کسان د امام علی(ع) په لاس وژل شوي وو.[۹۷]
لمونځ او د شهیدانو خاورو ته سپارل
مؤرخ واقدي لیکي چې رسول الله(ص) د بدر د شهیدانو جنازه وکړه او په بدر کې یې خاورو ته وسپارل.[۹۸] ځینې ټپیان د سخت ټپي کیدو له امله مدینې ته د راستنیدو په لاره کې شهیدان او هلته ښخ شول.[۹۹] ځینې نور په بدر کې ټپیان شول او په مدینه کې شهیدان شول او هلته ښخ شول.[۱۰۰] پیغمبر(ص) د ماځیګر لمونځ په بدر کې ادا کړ او د لمر لوېدو دمخه یې د بدر دښته پریښوده او د مدینې په لور یې حرکت وکړ تر دې چې د اُثَیل سیمې ته ورسیدل[۱۰۱] د بل روایت له مخې، د ماځیګر لمونځ یې په اُثَیل کې ادا کړ.[۱۰۲]
په بدر کې د مشرکانو مړیو سره د پیغمبر(ص) خبرې
د بدر له جګړې وروسته، رسول الله(ص) امر وکړ چې مړه مشرکین په یوه څاه کې وغورځول شي[۱۰۳] او له همدې امله دوي د قلیب اصحاب (د څاه کسانو) په نوم پیژندل شوي. پیغمبر(ص) مړو ته په خطاب کې دوي د الهي پیغام د ردولو او د خپل پیغمبر د مکې څخه د ایستلو له امله وغندل.[۱۰۴] همدارنګه، د عمر بن خطاب په ځواب کې چې دا خلک یې کاڼه مړي وبلل، پيغمبر(ص) دوي د اوریدو وړ وګڼل چې یوازی د ځواب ورکولو توان نه لري.[۱۰۵] دا پیښه د مړو اوریدل (له مرګ وروسته د انسانانو اوریدو) او د روحونو سره د اړیکو د امکان ثبوت ګڼل کیږي.[۱۰۶]
د بدر جګړه د سید حِمیَري په شعرونو کې
سید اسماعیل حِمیَري، یو شیعه شاعر (وفات: ۱۷۹ هجري)، د بدر په جګړه کې د الهي فرښتو شتون په لاندې ډول بیان کړ:
ژباړه: د بدر په شپه، میکائیل، جبرائیل او اسرافیل، هر یو له زرو فرښتو سره، د مرستې لپاره راښکته شول. داسې ښکاريده لکه چې دوي د ابابیل مرغان وو چې اَبرَهه او د هغه ملګري یې په ډبرو ویشتل.
فوټ نوټ
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب، ۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۸۹۴.
- ↑ احمدی، «تحلیل و بررسی دلایل و پیامدهای جنگ بدر(با تآکید بر جغرافیای تاریخی جنگ بدر)»، مخ۱۲۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۹، مخ۳۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۷، مخ۱۷۱؛ طیب، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۶۹ش، ټوک۳، مخ۳۳۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۷ مخ۱۷۳.
- ↑ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ټوک۲، مخ۱۸۰.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۲.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۲.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۲.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۳.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۲.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوکج۱، مخ۲۷.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۳.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، مخ۲۵۵.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، مخ۲۵۵.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۴۳۷.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۳.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۲۲۷.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۴۷۸.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۷۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۱ و ۲۳.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۹، مخ۳۳۲.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۴۷۶.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۴۷۷.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الكبرى، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۰.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الكبرى، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، ۱۰.
- ↑ حر عاملی، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، ۱۴۲۵ق، ټوک۱، مخ۴۲۶.
- ↑ ابن هشام، السیره النبویه، بیروت، ټوک۱، مخ۶۲۰.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۹۶.
- ↑ ذهبی، تاريخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۵۲.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۴۳۶.
- ↑ صالحى دمشقى، سبل الهدى و الرشاد في سيرة خير العباد، ۱۴۱۴ق، ټوک۴، مخ۲۸.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۸۳.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۸۵.
- ↑ مشاط، انارة الدجی، ۱۴۲۶ق، مخ۱۲۴.
- ↑ واقدی، المغازی، ټوک۱، مخ۶۲
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک ۱۹، مخ۳۳۴.
- ↑ صالحى دمشقى، سبل الهدى و الرشاد ، ۱۴۱۴ق، ټوک۴، مخ۳۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۵۸.
- ↑ مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۹، مخ۳۳۵.
- ↑ واقدی، محمد بن عمر، المغازی، ټوک۱، مخ۷۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۴۷.
- ↑ امين عاملى، أعيان الشيعة، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۲۴۷.
- ↑ ابن هشام، السیره النبویه، بیروت، ټوک۱، مخ۶۳۴.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۵۸.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۸، مخ۲۰۲.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۹۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۹۸.
- ↑ مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۹، مخ۲۲۴.
- ↑ واقدی، محمد بن عمر، المغازی، ټوک۱، مخ۶۱.
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب، ۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۸۹۶.
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب، ۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۸۹۷.
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب، ۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۸۹۷.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۹۷.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۹۳.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۹۳.
- ↑ دیار بَکری، تاریخ الخمیس، بیروت، ټوک۱، مخ۳۷۶؛ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۴۸۶.
- ↑ ذهبی، تاريخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۴۵۸؛ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۷.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۲۴۵؛ واقدی، محمد بن عمر، المغازی، ټوک۱، مخ۹۴.
- ↑ أمین عاملی، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۲۴۸؛ مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک ۱۹، مخ۳۴۰.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۴۸۴.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۰۸.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۱؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۷۰ و ۸۱.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۱۱؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۹۸.
- ↑ یوسفی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ټوک۲، مخ۱۴۵.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۴۸۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۰۰.
- ↑ العاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۵، مخ۸۹.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۴۸۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخونه۱۰۲ و ۱۰۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۳.
- ↑ صالحى دمشقى، سبل الهدى و الرشاد في سيرة خير العباد، ۱۴۱۴ق، ټوک۴، مخ۶۲.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۰۲.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۱۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۰۲.
- ↑ العاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۵، مخ۸۹ و ۹۰.
- ↑ ابنبابویه، الأمالی، ۱۳۷۶ش، مخ۱۰۳.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۲۴۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۰۶.
- ↑ ابن هشام، السیره النبویه، بیروت، ټوک۱، مخ۶۴۹.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، مخ۵۰۰.
- ↑ سبحانی، فروغ ابديت، ۱۳۸۵ش، مخ۵۰۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک ۳۴، مخ۳۹۱.
- ↑ یوسفی غروی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ټوک۲، مخ۱۵۳.
- ↑ ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ش، ټوک۲، مخ۱۳۱.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۱۹.
- ↑ یوسفی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ټوک۲، مخ۱۵۳.
- ↑ یوسفی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ټوک۲، مخ۱۵۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۶.
- ↑ یوسفی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ټوک۲، مخ۱۶۵.
- ↑ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۴.
- ↑ إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۹۳.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۹، مخ۳۵۹.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۴۴.
- ↑ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۱۳.
- ↑ العاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۵، مخ۵۹.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۴۶ و ۱۴۷.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبرى، ۱۴۱۸ق، ټوک۳، مخ۴۴۶.
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب،۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۹۲۰.
- ↑ علامه مجلسى، حياة القلوب،۱۳۸۴ش، ټوک۴، مخ۹۲۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخونه۱۱۱-۱۱۲؛ ابنهشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، مخ۳۰۶.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۱۱۲؛ ابنهشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، مخ۳۰۶.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ټوک۵، مخ۹۸.
- ↑ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۴، مخونه۶۵-۶۶.
- ↑ شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، مخ۱۹۹.
سرچينې
- آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، د تهران پوهنتون، شپږم چاپ، ۱۳۷۸ش،
- ابناثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار الصادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۱۸ق.
- ابنهشام، عبدالملک، السیرة النبویة، بیروت، دارالمعرفة، بینېټې.
- احمدی، علی، «تحلیل و بررسی دلایل و پیامدهای جنگ بدر(با تآکید بر جغرافیای تاریخی جنگ بدر)» (د بدر جګړې د لاملونو او پایلو شننه او څېړنه (د بدر جګړې پر تاریخي جغرافیې په ټینګار سره)، په میقات حج مجله کې، ګنه ۱۲۱، منی ۱۴۰۱ش.
- امین عاملی، سید محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دار التعارف، ۱۴۰۳ق.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، څېړونکی: محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار طوق النجاة، الطبعة الأولی، ۱۴۲۲ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
- جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، درېم چاپ، ۱۳۸۳ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمی، لومړی چاپ، ۱۴۲۵ق.
- حلبی، ابوالفرج، السیرة الحلبیة، بیروت، دارالکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۲۷ق.
- دیار بَکری، شیخ حسین، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس، بیروت، دار الصادر، بینېټې.
- ذهبی، شمسالدین، تاریخ الإسلام، بیروت، دارالکتاب العربی، دوهم چاپ، ۱۴۰۹ق.
- سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت: تجزیه و تحلیل کاملی از زندگی پیامبر اکرم(ص)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، امالی، مصحح: مؤسسة البعثة، قم، دار الثقافة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- صالحی دمشقی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، دار الکتب العلمیة، بیروت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، شيږم چاپ، ۱۳۷۶ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، دوهم چاپ، ۱۳۹۰ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، دار التراث، دوهم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، اسلام، دوهم چاپ، ۱۳۶۹ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، حیاة القلوب، قم، سرور، چاپ ششم، ۱۳۸۴ش.
- قرشی بنابی، علیاکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، دوهم چاپ، ۱۳۷۵ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، څېړونکي: د محققانو یوه ډله،، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مشاط، حسن بن محمد، إنارة الدجی فی مغازی خیر الوری، جده، دار المنهاج، دوهم چاپ، ۱۴۲۶ق.
- مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع، څېړونکی: محمد عبد الحمید، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیه، لسم چاپ، ۱۳۷۱ش.
- میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.
- یوسفی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الاسلامی، قم، مجمع اندیشه اسلامی، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.