د کبیره ګناه کوونکی

د wikishia لخوا

د کبیره ګناه کوونکی هغه چاته ویل کیږي چې د لویو ګناهونو څخه یې یوه کړی وي. د کبیره ګناه کوونکي د ایمان په هکله اختلاف د مسلمانانو له لومړنیو اختلافونو څخه وو. زیاتره امامیه فقهاء د قرآن کریم آیتونو او د شیعه امامانو د روایتونو له مخې کبیره ګناه کوونکی، ایمان لرونکی خو فاسق ګڼی او د ایمان له امله یې سزا لنډمهاله ده.

په نورو اسلامي فرقو کې، خوارج، د کبیره ګناه کوونکی کافر ګڼي او د ابدي سزا مستحق یې ګڼي او مرجئه داسې کس ته مؤمن ګڼي او له عذاب څخه یې لرې ګڼي. معتزله د کبیره ګناه کوونکی نه مؤمن ګڼي او نه کافر، بلکې د دې دواړو حالتونو تر منځ یې ګڼي. اهل حدیث داسې سړی داسې مومن ګڼي چې ایمان یې ضعیف دی. اشاعره او ماتریدیه هم د لویو ګناهونو ترسره کول له ایمان څخه د وتلو لامل نه ګڼي او ایمان یو د زړه څیز ګڼي.

د شيعه فقهاوو له نظره د لويو ګناهونو ترسره کول فقهي اغېزې هم لري. په شمول د دې چې دا ډول شخص د انفرادي عدالت څخه غورځیږي. همدارنګه اسلامي حاکم مکلف دی چې په هغو مواردو کې چې حد ټاکل شوی وي د ګبیره ګناه کوونکو باندې حد جاري کړي او په نورو مواردو کې مجازات کړي.

پیژندګلو او موقعیت

د نبوي جومات په دیوال باندې حدیث «زما شفاعت زما د امت هغه ګناهګارانو ته هم شامل دی چې لوی ګناهونه یې کړي دي».

شیعه متکلم جعفر سبحاني، د امامت له مسئلې وروسته د کبیره ګناه کوونکي مسئله، د مسلمانانو لومړنۍ کلامي اختلافي مسئله ګڼلې ده، چې مسلمانان يې په مختلفو فرقو ووېشل[۱] د هغه په باور، په دې هکله درې پوښتنې کیږي:

  1. د کبیره ګناه کوونکی مومن دی که مشرک؟
  2. د کبیره ګناه کوونکی مومن دی که کافر؟
  3. د کبیره ګناه کوونکی تل په عذاب کې دی که نه؟[۲]

د دې مسلې اصل د عمل او ایمان تر منځ اړیکې ته ورګرځي.[۳] که عمل د ایمان برخه وي، نو که څوک ګناه وکړي نو د ایمان له دائرې څخه به وځي؛ خو که عمل له ایمان څخه جلا وي، نو ګناهګار به مؤمن وي خو فاسق به وي.[۴]

د سید عبدالحسین دستغیب په وینا، لویه ګناه هغه ګناه ده چې قرآن او احادیث یې په صراحت سره لویه ګناه وګڼي او یا یې کوونکي ته د اور وعید ورکړي.[۵]

همدارنګ وګورئ: لوی ګناهونه

د شیعه عالمانو نظرونه

«کله چې یو بنده کومه لویه او وړه ګناه وکړي چې الله تعالی ترې منع کړې وي، نو له ایمان څخه وتلی وي او د ایمان نوم ترې لیرې کېږي او د اسلام نوم پرې پاتې کېږي. كه توبه وكړي او بخښنه وغواړي، نو د ايمان كور ته ورګرځي؛ مګر دا چې له یو حلال او حرام څخه انکار وکړي او یا یو حلال په حرام او حرام په حلال بدل کړي او ورباندې عقیده ولري نو له ایمان څخه وځي او د کفر په دره کې ننوځي.»

* سرچينه: کلیني، الکافي، ۱۴۰۷ق، ۲ټوک، ۲۷-۲۸مخ؛

شیعه عالمانو که څه هم د ایمان بیلا بیل تعریفونه بیان کړي دي، خو په دې یوه خوله دي چې د لوی ګناه کوونکی کافر یا مشرک نه دی او مسلمان ګڼل کیږي. همدارنګ دوي دا هم باور لري چې خدای کولی شي د هغوي سزا معاف کړي:

شیخ صدوق د روایتونو پر بنسټ ایمان درې رکنونه ګڼي: په ژبه اقرار، د زړه ایمان او په اعضاوو سره عمل.[۶]‌ هغه د ایمان او اسلام تر مینځ فرق ګڼي او عمل د ایمان شرط بولي.[۷]‌ د هغه په ​​اند د نساء سوره د ٤٩ آيت پر بنسټ، خداى د ګناهګار په سزا کولو کې اختیار لري او که ويې بخښي، دا د هغه له فضل څخه ده.[۸]

شیخ مفید هم په دې عقیده دی چې اسلام له ایمان پرته بل څه دی او ساحه پراخه ده.[۹] هغه د کبیره ګناه کوونکي نه مطلقا مومنان او نه مطلقا فاسقان ګڼي او وايي چې پر هغوی باندې یوازې اسلام تطبیق کېدای شي.[۱۰] د هغه په اند، ټول اماميه علما په دې اند دي چې د کبیره ګناه کوونکو ته شفاعت شاملیدی شي او له الهي عذاب څخه خلاصېدای شي.[۱۱]

سید مرتضی ایمان هغه څه ګڼي چې په خپل ذات کې د تلپاتې او ابدي اجر مستحق دی او د هغو لویو ګناهونو په ترسره کولو سره چې د ختمیدونکي عذاب سبب ګرځي له منځه نه ځي.[۱۲] هغه د کبیره ګناه کوونکی هغه وخت کافر ګڼی چې د هغه کبیره د حرام شونې او ګناه شونې انکار وکړي؛ نو په دې حالت کې هغه سړی مؤمن ګڼي.[۱۳]

شیخ طوسي ایمان د زړه تصدیق ګڼي او په ژبه جاري کولو لپاره یې هیڅ معتبر نه ګڼي.[۱۴] د لویې ګناه د مرتکب په اړه د مختلفو اسلامي فرقو نظرونه نقلولو سره، د ګناه لویه شونه او غټه شونه د دې لامل نه ګڼي چې د زړه اعتقاد ورسره له منځه لاړ شي. او د لويې ګناه مرتکب باندې د فاسق حکم کوي.[۱۵]‌ د خواجه نصیر الدین طوسي په عقیده هم یوازې کافر دایمي سزا لري او د لويې ګناه مرتکب د خپل ایمان په سبب د ثواب مستحق دی او له همدې امله د هغه سزا لنډمهاله ده.[۱۶]

علامه حلي هم د خواجه نصیر خبرې تاييدوي او فسق او ګناه د ايمان له منځه تللو لامل نه ګڼي.[۱۷] هغه په دوو دلیلونو سره د لويې ګناه د مرتکب سزا لنډمهاله ګڼي:

  1. د لویې ګناه کوونکی د خپلې عقیدې له امله، د ثواب مستحق دی، او د خپلې ګناه له امله، د سزا مستحق دی. له بلې خوا، ټول مسلمانان په دې متفق دي چې په آخرت کې، عذاب له ثواب څخه مخکې دی. نو که عقاب دایمي وي نو سړی به د خپل ایمان اجر نه ویني او دا کار قبیح دی.[۱۸]
  2. که کبیره ګناه مرتکب سزا دایمي وي، نو لازمه یې دا ده چې هغه کس چې ټول عمر یې په ایمان سره تېر کړی وي او د ژوند په پای کې یې ګناه کړې ده، تل په عذاب کې وي او دا کار د عقلمندانو په نزد د قبیح شونې له سببه ناشونې دی.[۱۹]

د اهل سنتو د بیلا بیلو ډلو نظریات

خوارج

د کبیره ګناه په مرتکب باندې د کفر فتوا د خوارجو لومړی اتفاقي مسله ګڼلې شوې ده.[۲۰]‌ له دوي یوه ډله اَزارَقه په دې عقیده وو چې د کبیره ګناه مرتکب مرتد او تل به د دوزخ په اور کې وي. او د بیا ایمان راوړلو امکان یې نیشته او باید له خپلو اولادونو سره په اور کې وسوځول شي.[۲۱]

معتزله

اصلي مقاله: منزلة بین المنزلتین

د معتزله له نظره هغه څوک چې کبیره ګناه وکړي له ایمانه وځي خو کافر نه دی.[۲۲] داسې کس نه مؤمن دى او نه کافر، بلکې فاسق دى او فسق هغه مقام دى چې نه ایمان دی او نه کفر، او د دې دواړو تر منځ دی.[۲۳] د قاضي عبدالجبار معتزلي د استدلال له مخې، د لویې ګناه مرتکب مؤمن نه دی؛ ځکه چې مومن د خپل ایمان له امله د ستاینې وړ دی؛ خو فاسق د خپلې ګړې ګناه له امله د ذلت مستحق دی.[۲۴] له بلې خوا د کافر منزلت او مقام هم نه لري؛ ځکه چې کافر ځينې خاص حکمونه لري لکه نجاست چې فاسق پکې شامل نه دی.[۲۵]

مُرجئه

د مرجئه نظر د خوارجو د نظر په مقابله کې دی چې هغوي د لویې ګناه مرتکب کافر ګڼي خو دوي یې نه ګڼي.[۲۶]‌ د جعفر سبحاني په وینا دا ډله یوازې د ایمان او عمل د حقیقت په اړه له نورو مسلمانانو سره توپیر لري؛ په دې ډول چې دوي ایمان له عمل څخه بهر ګڼي.[۲۷] د دوي په عقیده ایمان یوازې د زړه یا ژبې تصدیق دی او کمیږي زیاتیږي نه.[۲۸] او د ګناه کبیره مرتکب هم د زړه ايمان لري او له دې اړخه په ​​رښتيا مؤمن دى.[۲۹] د همدې ايمان له امله كه ګناه کبیره مرتکب توبه هم ونه باسي، په ابدي اور كې به نه وي او د هغه په عذاب به حکم نه کیږي.[۳۰]

اهل حدیث

د مرجئه او خوارجو په مقابل کې، اهل الحديث ايمان د مزبوتیدو او ضعيفیدو وړ ګڼي.[۳۱] همدارنګ ایمان قول سره د عمله ګڼي.[۳۲] اهل حدیث د کبیره مرتکب داسې مؤمن ګڼي چې فاسق دی چې د ایمان کمال یې له لاسه ورکړی وي.[۳۳]

اشاعره او ماتُریدیه

د اشاعره له نظره ایمان د زړه خبره ده او عمل سره تړاو نه لري؛ که څه هم د صالح عمل لپاره ایمان شرط دی.[۳۴] پر دې اساس اشاعره د ګناه کبیره مرتکب مؤمن ګڼي او د هغه سزا موقتي ګڼي او وايي چې خدای د هغه د جزا په ماهيت پوهيږي او موږ ته روښانه نه ده.[۳۵] د ماتریدیه له نظره هم د کبیره ګناه مرتکب کافر نه دی؛ خو هغه ته به د خپلې ګناه په اندازه سزا ورکول کیږي.[۳۶] د ابو منصور ماتریدي په وینا ایمان د زړه تصدیق دی، او کفر انکار دی.[۳۷]

د شیعه په فقهه کې د کبیره د مرتکب

د شیعه فقهاوو د فتوا له مخې، د لویو ګناهونو نه کول د فردي عدالت شرط دی، او د لویو ګناهونو په کولو سره، د فرد عدل له منځه ځي.[۳۸] همدرانګ د لویو ګناهونو مرتکب په هکله ویل شوي دي که ګناه یې له هغه ګناهونو څخه وي چې ورته حد ټاکلی شوی دی نو باید هغه حد ورباندې جاري شي او که حد ورته نه دی ټاکلی شوی، نو اسلامي حاکم به هغه کس ته سزا ورکوي.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۴۳.
  2. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۴۳.
  3. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۴۳.
  4. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۴۳.
  5. دستغیب، گناهان کبیره، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۱-۳۲.
  6. شیخ صدوق، الهدایة فی الأصول و الفروع، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۵۴.
  7. شیخ صدوق، الهدایة، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۵۴-۵۵.
  8. شیخ صدوق، إعتقادات الإمامیة، ۱۴۱۴ق، ص۶۷.
  9. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید،‌ ۱۴۱۴ق، ج۴ (أوائل المقالات)، ص۴۸.
  10. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید،‌ ۱۴۱۴ق، ج۴ (أوائل المقالات)، ص۸۴.
  11. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید،‌ ۱۴۱۴ق، ج۴ (أوائل المقالات)، ص۴۷.
  12. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی،‌ ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۴۷-۱۴۸.
  13. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی،‌ ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۵۵.
  14. شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۶ق، ص۲۲۷.
  15. شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۶ق، ص۲۲۷-۲۳۵.
  16. خواجه نصیرالدین طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، ص۳۰۴.
  17. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۴۲۷.
  18. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۴۱۴-۴۱۵.
  19. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۴۱۵.
  20. ابوحاتم رازی، کتاب الزینة فی الکلمات الاسلامیة العربیة، ۱۹۸۸م، قسم ۳، ص۲۸۲؛ بغدادی، اصول الدین، ۱۳۴۶ق، ص۳۳۲؛ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۳۶۷ق، ص۷۳؛ ابن حزم اندلسی، الفصل، ۱۳۱۷-۱۳۲۰ق، ج۲، ص۱۱۳؛ ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۳۸۵-۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۱۳.
  21. اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۴۱ش، ص۸۵-۸۶؛ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۳۶۷ق، ص۸۲-۸۳؛ شهرستانی، الملل والنحل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۴۰-۱۴۱.
  22. قاضی عبدالجبار، شرح الأصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۷۱.
  23. قاضی عبدالجبار، شرح الأصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۷۱.
  24. قاضی عبدالجبار، شرح الأصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۷۴.
  25. قاضی عبدالجبار، شرح الأصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۸۱.
  26. گروهی از پژوهشگران، «المرجئه»، موسوعه الفرق المنتسبه للاسلام، ج۳، ص۱۶.
  27. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۱۰.
  28. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۱۰؛ الوردانی، فرق اهل السنه، ۱۴۲۴ق، ص۵۱.
  29. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۱۰-۱۱؛ العثیمین، شرح العقیده الواسطیه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۹.
  30. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۱۱؛ العثیمین، شرح العقیده الواسطیه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۹.
  31. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۶۴.
  32. سبحانی تبریزی، بحوث فی الملل و النحل، النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۶۴.
  33. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۴۶۳.
  34. جرجانی،‌ شرح‌ المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۲۴-۳۲۵.
  35. جرجانی،‌ شرح‌ المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۰۹ و ۳۱۲ و ۳۳۴.
  36. ابو منصور الماتریدی، التوحید،‌ دارالجامعات المصریة، ص۳۶۴.
  37. ابو منصور الماتریدی، التوحید،‌ دارالجامعات المصریة، ص۳۸۰.
  38. شیخ انصاری، رسائل فقهیه، ۱۴۱۲ق، ص۶-۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۲۶.
  39. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۴۴۸.

سرچينې

  • ابن ابی الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، ۱۳۸۵۱۳۸۷ق/۱۹۶۵۱۹۶۷م (افست، بیروت، بی‌تا).
  • ابن حزم اندلسی، علی بن احمد، الفصل فی الملل والاهواء والنحل، مصر، ۱۳۱۷۱۳۲۰ق (افست، بیروت، بی‌تا).
  • ابو منصور الماتریدی، محمد بن محمد بن محمود، التوحید،‌ الاسکندریة، دارالجامعات المصریة، بی‌تا.
  • ابوحاتم رازی، احمد بن حمدان، کتاب الزینة فی الکلمات الاسلامیة العربیة، تحقیق عبداللّه سلوم سامرائی، بغداد، ۱۹۸۸م.
  • اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تحقیق محمدجواد مشکور، تهران، مرکز انتشارات علمی فرهنگی، ۱۳۴۱ش.
  • العثیمین، محمد بن صالح، شرح العقیده الواسطیه، عربستان،‌دار ابن الجوزی للنشر والتوزیع، چاپ ششم، ۱۴۲۱ق.
  • الوردانی، صالح، فرق اهل السنه جماعات الماضی و جماعات الحاضر، قم، مرکز الابحاث العقائدیه، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، اصول الدین، استانبول، ۱۳۴۶ق/۱۹۲۸م (افست، بیروت، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م).
  • بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، الفرق بین الفرق، تحقیق محمد زاهد کوثری، قاهره، ۱۳۶۷ق/۱۹۴۸م.
  • جرجانی، علی بن محمد، شرح المواقف، تحقیق محمد بدرالدین نعسانی حلبی، قاهره، مطبعة‌ السعادة، ۱۳۲۵ق/۱۹۰۷م (افست قم، ۱۳۷۰ش).
  • خواجه نصیرالدین طوسی،‌ محمد بن‌محمد، تجرید الاعتقاد، تهران، مکتب الاعلام الاسلامی‌، ۱۴۰۷ق.
  • دستغیب،‌ عبدالحسین، گناهان کبیره، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم. دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • سبحانی تبریزی،‌ جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، موسسه النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • سبحانی تبریزی،‌ جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)،‌ ۱۴۲۷ق.
  • سید مرتضی‌ علم الهدی، علی بن‌الحسین، رسائل الشریف المرتضی،‌ قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تحقیق امیرعلی مهنا و علی حسن فاعور، بیروت،‌دار المعرفة، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • شیخ انصاری، مرتضی، رسائل فقهیه، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن‌علی، إعتقادات الإمامیة،‌ قم‌، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق،‌ محمد بن‌علی، الهدایة فی الأصول و الفروع، قم، مؤسسة الإمام الهادی(ع)، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن‌حسن، الاقتصاد فیما یتعلق بالاعتقاد،‌ بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ مفید، محمد بن‌محمد، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلی، حسن بن‌یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • قاضی عبدالجبار، عبدالجبار ابن‌احمد، شرح الأصول الخمسة، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن‌یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گروهی از پژوهشگران، «المرجئه»، موسوعة الفرق المنتسبه للاسلام، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • نجفی، محمدحسن،‌ جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.