د باران غوښتنه
اِستِسقا، یا د باران غوښتنه یو دیني دود دی چې پکې له خدایه د باران غوښتنه کیږي. په حدیثونو کې د کاختۍ په وخت د استسقا، لمانځه سپارښتنه او ورپاره ځینې دعاګانې بیان شوې دي. همداراز د رسول الله مبارک(ص) او امامانو(ع) په باره کې روایتونه هم شته چې استسقایې کړې ده.
په دیني کتابونو کې د باران د غوښتلو لپاره ځینې اداب او احکام بیان شوې دي. منجمله دا چې د کاختۍ په ورځو کې استسقا لمونځ کول مستحب دی. غوره ده د دغه لمانځه له کولو مخکې، درې ورځې روژه ونیوی شي او په دریمه ورځ د ښار خلک دښتو ته ووځي او په جمې د استسقا لمونځ له کولو وروسته ، په ژړا او زارۍ سره له خدایه باران وغواړي. له مشهورو استسقاګانو یوه هم د امام رضا(ع) استسقا ده چې شیخ صدوق په عیون اخبار الرضا کتاب کې ذکر کړې او لیکلي یې ده چې له هغې وروسته باران وشو. بله د قم د تقلید د مرجعه سید محمد تقي خوانساري استسقا ده چې د ۱۳۲۳ لمریز کال له وچکالۍ وروسته د قم د خلکو په غوښتنه وشوه او د تېز باران سبب شوه.
فقهي تعریف او مخینه
«استسقاء» په لغت کې د اوبو غوښتل دی. په فقهي اصطلاح کې په کاختۍ او وچکالۍ کې له خدایه د باران غوښتلو ته وایي.[۱] په حدیثي[۲] او فقهي[۳] کتابونو کې ځینې د « نماز استسقاء» (صلاة الاستسقاء) په نامه دي چې پکې د استسقا د شرایطو په اړه خبرې شوې دي.
د استسقا مخینه
له خدایه د باران غوښتل له اسلامه مخکې هم مخینه لري. د بېلګې په توګه، د ابن شهر آشوب په وینا، له یوې وچکالۍ ورسوته ابو طالب د عبدالمطلب د کورنۍ له ځینو ځوانانو سره د استسقا لپاره مسجد الحرام ته لاړ. ویل شوې چې هغه لامیه قصیده د هغه باران په هکله ویلې چې له دغه استسقا وروسته وروېد.[۴]
د باران د غوښتلو په اړه ځینې حدیثونه
په حدیثي سرچینو کې، د پېغمبر(ص) او امامانو له خوا د استسقا او له وچکالۍ وروسته له خدایه د باران د غوښتلو، د استسقا د لمونځ کولو، او په دې وخت د دعا کولو او شرایطو په اړه یې راغلې دي. د مثال په توګه راپور شوی چې ځینې کسان پېغمبر اکرمه(ص) ته راغلل او د بې آبۍ شکایت یې وکړ[۵] پېغمبر اکرم په منبر وخوت او له خدایه یې باران وغوښت[۶] همداراز په روایتونو کې راغلې چې پېغمبر اکرم(ص)[۷] امام علي(ع)[۸] او امام رضا(ع)[۹] استسقا کړې ده.
له رسول اکرم او امامانو د استسقا په وخت ځینې دعاګانې هم نقل شوي دي[۱۰] د صحیفه سجادیه نولسمه دعا د باران د غوښتلو په اړه ده.[۱۱]
د استسقا لمونځ او څرنګوالی یې
د استسقا په دستورو کې یو لمونځ کېږي چې د استسقاء په لمانځه مشهور دی. د فقیهانو په فتوا، د وچکالۍ په وخت د دغه لمونځ کول مستحب دي[۱۲] او باید په جمې کړی شي[۱۳] استسقا لمونځ دوه رکعته دی او تکبیر او قنوت یې د عیدینو د لمانځه په شان دي. یوازې په قنوت کې د دغه دوو لمونځونو د دعاګانو په ځای له خدایه د رحمت او باران غوښتنه کیږي.[۱۴]
د جمعې امام له لمانځه وروسته خپل څادر اړولی په اوږه اچوي او په منبر خیږي. بیا د قبلې په لور، په لوړ غږ، سل ځله تکبیر وایي. بیا د ښي لاس کسانو ته مخ کوي او سل ځله سبحان الله او د کیڼ لاس خلکو ته مخ کوي او سل ځله لاحَولَ وَ لا قُوَّةَ إِلّا بِاللّه وایي. له دې وروسته خلکو ته ګوري، سل ځله الحمد لله وایي. بیا لاسونه پورته کوي او له خدایه د باران دعا کوي . خلک هم ورپسې دعا کوي. له دې وروسته خطبه لولي او ډېر تضرع او زارۍ کوي.[۱۵]
نور احکام یې
د دغه لمانځه ځینې نور مستحبات او اداب په دې دول دي:
- خلک درې ورځې روژه نیسي او په دریمه ورځ د لمانځه لپاره له کوره وځي او دښتې ته ځي[۱۶]
- ښه ده چې په دریمه ورځ دوشنبه او که نه شوه، جمې وي [۱۷]
- ښه ده چې دا لمونځ په جومات کې ونه شي.[۱۸]
- په دي لمانځه کې د اذان او اقامه په ځای وویل شي «اَلصَّلاة اّلصَّلاة».[۱۹]
- مستحبه ده چې بوډا ګان او ماشومان هم له ځان سره بوځي[۲۰] او ماشومان له میندو جدا کړي[۲۱] د صاحب جواهر په وینا، دا کار د ژړا د ماحول د جوړولو او د خدای د رضا د جلبولو لپاره کیږي.[۲۲]
مشهورې استسقاګانې
شیخ صدوق په یو حدیث کې د امام رضا(ع) داستسقا کیسه مفصله بیان کړې ده. دهغه په وینا، دا کار له وچکالۍ وروسته او د عباسي خلیفه مامون په غوښتنه وشو او د امام رضا(ع) له استسقا وروسته پرېمانه باران وورېد.[۲۳]
همداراز راپور شوی چې د ۱۹۰۰ میلادي کال په وچکالۍ کې په زنګبار کې هلته میشته شیعه عالم سید عبدالحسین مرعشي (وفات ۱۹۰۵ میلادي) له شیعیانو وغوښتل چې د سهار له لمانځه وروسته د استسقا لمونځ وکړي. د دغه دستورو له ختمېدو وروسته باران شورو شو.[۲۴]
د قم د تقلید د مرجع سید محمد تقي خوانساري استسقا هم مشهوره ده. ویل شوې چې په ۱۳۲۳ لمریز کال کې په قم کې باران نه ورېده او دغه ښار د وچکالۍ او کاختۍ له خطر سره مخ و. هغه دوه ورځې پرله پسې له قمه ووت او استسقا لمونځ یې وکړ. په دوهمه ورځ تېز باران وورېد.[۲۵]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، دارالفضیله، ج۲، ص۳۷۸؛ سعدی، القاموس الفقهی، ۱۴۰۸ق، ص۱۷۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۶۲-۴۶۳؛ شیخ طوسی، تهذیبالاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۴۷-۱۵۴؛ حر عاملی، وسایلالشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۵-۱۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸-۹۹؛ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۱۵۱-۱۵۲؛ علامه حلی، تحریر احکام الشرعیه، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۹۱-۲۹۲؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۲۷-۱۵۵.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۳۷.
- ↑ حر عاملی، وسایلالشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۷.
- ↑ حر عاملی، وسایلالشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۷، ۸، ۹.
- ↑ حر عاملی، وسایلالشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۷.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیبالاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۵۱.
- ↑ حر عاملی، وسایلالشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۸-۹.
- ↑ مثال په توګه وګورې: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۸، ص۳۳۱-۳۳۴.
- ↑ صحیفه سجادیه، دعای نوزدهم.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۲۷.
- ↑ علامه حلی، تحریر احکام الشرعیه، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۹۱؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۴.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۳۷؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۶-۱۴۸.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۳۷؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸-۹۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۰؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۸-۹۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۱؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۵۲.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۲؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۴؛ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۴۴.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۶۸-۱۶۹.
- ↑ روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۸۱.
- ↑ شریفرازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲ش، ج۱، ۳۲۴.
سرچينې
- ابنشهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آلابیطالب علیهمالسلام، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- ابوجیب، سعدى، القاموس الفقهی لغةً و اصطلاحاً، دمشق، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- حر عاملى، محمد بن حسن، وسایلالشیعه، تحقیق و تصحیح گروه پژوهش مؤسسه آلالبیت، قم، مؤسسه آلالبیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- روغنی، زهرا، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، تهران، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- شریفرازی، محمد، گنجینه دانشمندان، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۵۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، قم، مؤسسه امام هادی(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسى، محمد بن حسن، تهذیبالاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- عبدالرحمان، محمود، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة، قاهره، دارالفضیله.
- علامه حلّى، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیة على مذهب الامامیه، تحقیق و تصحیح ابراهیم بهادرى، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.