د جعفر طیار لمونځ

د wikishia لخوا

د جعفر طَیَّار لمونځ یا تسبیح لمونځ یا حَبوه لمونځ یو له مستحب لمونځونه دی چې په دوه رکعتي شکل دوه لمونځونه دي. په دې لمانځه کې درې سوه ځله د تسبیحات اربعه (سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَکبَرُ) ذکر تکراریږي. پېغمبر اکرم(ص) دغه لمونځ له حبشې د جعفر بن ابي طالب له ستنېدو وروسته او دهغه د زیارونو د قدرونو په نښه د ډالۍ په توګه هغه ته ورزده کړ.

د ګناهانو بخښل کېدل او د حاجتونو پوره کېدل د دغه لمانځه له اثارو ذکر شوې دي. ځینې دیني عالمانو د مهمو کارونو او د واده په چاره کې د چټکتیا لپاره د جعفر طیار لمانځه د لوستلو سپارښتنه کړې ده.

جعفر طیار ته د پېغمبر ډالۍ

جعفر طیار یا د تسبیح لمونځ هغه لمونځ دی چې پېغمبر اکرم(ص) له حبشې د جعفر طیار د ستنېدو په وخت د هغه د زحمتونو د قدرونې په نښه هغه ته ورزده کړ؛ له دې امله په جعفر طیار لمونځ مشهور دی.[۱] جعفر طیار د پېغمبر د تره زوی او د امام علي(ع) ورور[۲] او له لومړیو کسانو دی چې په پېغمبر یې ایمان راوړ.[۳] هغه د مسلمانانو د یوې ډلې مشري په غاړه لرله چې د پېغمبر په امر یې له مکې حبشې ته هجرت وکړ.[۴]

دغه لمونځ له دې امله چې د پېغمبر(ص) له خوا جعفر طیار ته ډالۍ و، په حبوه لمانځه هم مشهور دی.[۵]

د لمانځه طریقه

جعفر طیار لمونځ دوه دوه رکعته دوه لمونځونه دي چې په دوو تشهدو او سلام سره په دې ډول لوستل کیږي.

  • د لمانځه په سر کې باید د جعفر طیار د لمانځه نیت وکړی شي په لومړي رکعت کې له حمد سورې وروسته د «اذا زلزلت»، سوره او په دوهم کې له حمد وروسته عادیات سوره ، په دریم رکعت کې له حمد وروسته نصر سوره او په څلورم کې له حمد وروسته «قل هوالله احد» سوره لوستل کیږي.
  • په هر یو رکعت کې د حمد او سورې وروسته پینځلس ځله د تسبیحات اربعه ذکر«سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَکبَرُ‌» او د هر رکعت په رکوع کې همدا ذکر لس ځله او له سجدې له سر پورته کولو وروسته لس ځله او د هر رکعت په سجده کې لس ځله او کله یې چې له سجدې سر راپورته کړ لس ځله دغه ذکر ویل کیږي چې په هر رکعت کې ۷۵ ځله او ټوټل ۳۰۰ سوه ځله تکراریږي.[۶]
ذکر سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَکبَرُ شمېره
د حمد او سورت له قرائت وروسته ۱۵ ځله
په رکوع کې ۱۰ ځله
کله چې له رکوع وروسته ودرېږي ۱۰ ځله
په لمړي سجدې کې ۱۰ ځله
له لومړۍ سجدې وروسته ۱۰ ځله
په دوهمه سجده کي ۱۰ ځله
له دوهمې سجدې وروسته او له تشهده مخکې ۱۰ ځله
  • مستحبه ده چې د دوهم رکعت په دوهمې سجدې کې له تسبیحاتو وروسته ووایي:

{{سُبْحانَ مَنْ لَبِسَ الْعِزَّ وَالْوَقارَ ، سُبْحانَ مَنْ تَعَطَّفَ بِالْمَجْدِ وَتَكَرَّمَ بِهِ ، سُبْحانَ مَنْ لَايَنْبَغِى التَّسْبِيحُ إِلّا لَهُ ، سُبْحانَ مَنْ أَحْصىٰ كُلَّ شَىْءٍ عِلْمُهُ ، سُبْحانَ ذِى الْمَنِّ وَالنِّعَمِ ، سُبْحانَ ذِى الْقُدْرَةِ وَالْكَرَمِ ، اللّٰهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ بِمَعاقِدِ الْعِزِّ مِنْ عَرْشِكَ ، وَمُنْتَهَى الرَّحْمَةِ مِنْ كِتابِكَ ، وَاسْمِكَ الْأَعْظَمِ وَكَلِماتِكَ التَّامَّةِ الَّتِى تَمَّتْ صِدْقاً وَعَدْلاً ، صَلِّ عَلىٰ مُحَمَّدٍ وَأَهْلِ بَيْتِهِ ، وَافْعَلْ بِى كَذا وَكَذا.}}

او بیا د (وَافْعَلْ بِى كَذا وَكَذا.) عبارت په ځای خپل حاجتونه ووایي.[۷]

ای مفضله، هر کله چې تاته کوم حاجت ضرور وي جعفر لمونځ وکړه، بیا دا دعا ولوله او خپل حاجتونه له خدایه وغواړي چې پوره به شي ان شاء الله تعالی.

له لمانځه وروسته لاسونه پورته کړه او خدای ته داسې ووایه: «یا رَبِّ یا رَبِّ یا رَبِّ...» تر دې چې سا غوڅه شي، بیا «یا رَبّاهُ یا رَبّاهُ یا رَبّاهُ...» تر دي چي سا لنډه شي بیا «رَبِّ رَبِّ رَبِّ...» تر دې چې سا لنډه شي. بیا «یا اَللّهُ یا اَللّهُ یا اَللّهُ...» تر دې چې سا لنډه شي بیا «یا حَیُّ یا حَیُّ یا حَیُّ...» تر دې چې سا لنډه شي، بیا «یا رَحیمُ یا رَحیمُ یا رَحیمُ...» تر دي چي سا لنډه شي او بیا «یا رَحمانُ یا رَحمانُ یا رَحمانُ...» اوه ځله ، «یا اَرحَمَ الرّاحِمینَ» اوه ځله. بیا دې ووایي: اَللَّهُمَّ إِنِّی أَفْتَتِحُ الْقَوْلَ بِحَمْدِک، وَ أَنْطِقُ بِالثَّنَاءِ عَلَیک، وَ أُمَجِّدُک وَ لَا غَایةَ لِمَدْحِک، وَ أُثْنِی عَلَیک وَ مَنْ یبْلُغُ غَایةَ ثَنَائِک وَ أَمَدَ مَجْدِک، وَ أَنَّی لِخَلِیقَتِک کنْهُ مَعْرِفَةِ مَجْدِک، وَ‌ای زَمَنٍ لَمْ تَکنْ مَمْدُوحاً بِفَضْلِک، مَوْصُوفاً بِمَجْدِک عَوَّاداً عَلَی الْمُذْنِبِینَ بِحِلْمِک، تَخَلَّفَ سُکانُ أَرْضِک عَنْ طَاعَتِک فَکنْتَ عَلَیهِمْ عَطُوفاً بِجُودِک، جَوَاداً بِفَضْلِک عَوَّاداً بِکرَمِک، یا لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ الْمَنَّانُ ذُو الْجَلَالِ وَ الْإِکرَامِ[۸]

شیخ عباس قمي د جعفر طیار د لمانځه د ادا کولو طریقه په مفاتیح الجنان کې د جمعې د شپې او ورځې د فضیلت او عملونو په برخه کې او د امام زمان(ع) له لمانځه وروسته ذکر کړې ده.[۹]

د لمانځه کولو فضیلت او وخت

د جعفر طیار د لمانځه په فضیلت کې ویل شوي چې د حاجتونو د پوره کولو او د ګناهانو د بخښل کېدو لپاره وکړی شي او د حاجت تر پوره کېدو پورې دې یې بیا بیا کوی.[۱۰] ځینو دیني عالمانو د مهمو کارونو او د واده په چاره کې د چټکتیا لپاره د جعفر طیار لمانځه سپارښته کړې ده.[۱۱] له امام رضا(ع) هم په یو روایت کې د شعبان په نیمه کې د دغه لمونځ د کولو سپارښتنه شوې ده.[۱۲] د جمعې ورځ د دغه لمانځه د فضیلت وخت دی.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۵۳؛ مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۰-۳۲۱؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۵۱
  2. ابن حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۵۹۲.
  3. ابن حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۵۹۲.
  4. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۲۵-۲۶.
  5. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۵۲.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۶۵.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۶۷.
  8. مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۳.
  9. قمی، مفاتیح‌الجنان، باب دوم اعمال سنه، ۱۳۸۴ش، ص۷۶.
  10. مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۱-۳۲۲.
  11. هدیه‌ای برای برآورده شدن حوائج، سایت تبیان.
  12. قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، اعمال شب نیمه شعبان
  13. قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، اعمال روز جمعه، نماز جعفرطیار

سرچينې

  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۹۹۵م/۱۴۱۵ق.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۹۹۰م/۱۴۱۰ق.
  • جلال گودرزی، زهرا، « هدیه‌ای برای برآورده شدن حوائج، سایت تبیان، انتشار: ۵ اردیبهشت ۱۳۹۲، مشاهده: ۱۸ اسفند ۱۳۹۸ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل‌البيت(ع)‏، ۱۴۰۹ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۳ق.
  • قمی، عباس، مفاتیح‌الجنان، باب دوم اعمال سنه، قم، مطبوعات دینی، ۱۳۸۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، زادالمعاد، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات‏، ۱۴۲۳ق.