تشهد

د wikishia لخوا

تَشَهُد د لمانځه له واجباتو څخه دی چې د لمانځه په دوهم او وروستي رکعت پسې له دوو سجدو وروسته لوستل کېږي او د خدای په وحدانیت، د رسول الله(ص) پر رسالت باندې ګواهي ورکول کیږي او همدارنګ په پیغمبر(ص) او د هغه په آل باندې درود ویل په کې شامل دي: «اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاَّ اللّهُ وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ، اَللّهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّدٍ وَ الِ مُحَمَّدٍ.»

تشهد د لمانځه غیر رکني برخه ده او له همدې سببه که څه هم لوستل یې واجب دي، خو هېرېدل یې لمونځ نه باطلوي.

ذکر

د لمانځه په تشهد کې د بدن حالت

تشهد د لمانځه له واجبو برخو څخه دی[۱] چې د شهادتینو په ویلو (د خدای په وحدانیت، د رسول الله(ص) پر رسالت باندې ګواهي ورکولو) سره او په پيغمبر(ص) باندې درود لیږلو سره دویم رکعت پسې او له اخري سجدو وروسته له لمانځه سلامه وړاندې ویل کیږي.[۲]

لکه څنګه چې د شیعه فقهاوو څخه علي مشکیني وايي، د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې د تشهد ذکر په لاندې ډول دی: «اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ، اَللّهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ؛ زه شاهدي ورکوم چې له خدای پرته بل د عبادت وړ معبود نشته چې یو دی او شریک نه لري. زه شاهدي ورکوم چې محمد (ص) د خدای بنده او رسول دی. خدایه پر محمد او د هغه پر آل باندې درود ولیږه»[۳] خو د تشهد واجب مقدار د سترو فقهاوو لکه علامه حلي او محقق کرکي په فقهي اثارو کې ذکر شوی دی چې لنډ دی او عبارت دي له: «اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ اللهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رسول الله اَللّهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ».[۴] پر همدې اساس علامه حلي په خپل کتاب النهایه کې په تشهد کې د دې جملې «وحده لا شریک له» په واجب شونې کې شک لري.[۵]

حکمونه

د تشهد ځینې حکمونه دا دي:

  • د تشهد ویلو په وخت، د موالات خیال ساتل یعنی سمدستي یو بل پسې ویل، ترتیب، طمأنینه(آرامښت) او ټکو صحیح لوستل شرط دی.[۶]
  • مستحبه ده چې لمونځ کوونکی باید د تشهد په وخت خپل لاسونه په پتنونو کیږدي، ګوتې یو له بل سره جختې کړي او خپلې لمن ته ګوري.[۷]
  • د تشهد په وخت، تَوَرُّک[۸] مستحب دی، یعنی کڅه پښه د ښۍ پښېت د پنډۍ لاندې راشي او لمونځ کوونکي کڅ پتون باندې کښيني.[۹]
  • د تشهد په وخت کې ځینې ذکرونه مستحب دي؛ له هغو ځینې اَلْحَمدُلله یا بِسْمِ اللهِ و بِاللهِ وَ الْحَمدُ لِلهِ وَ خَیرُ الأسماءِ لِله، دی[۱۰] چې د تشهد له ذکره وړاندې ویل کیږي او بل ذکر وَ تَقَبَّلْ شَفاعَتَهُ وَارْفَعْ دَرَجَتَه، دی چې له تشهده وروسته ویل کیږي.[۱۱]

د تشهد د هېرېدو حکم

د تقليد د مراجعو د فتوا له مخې که د لمانځه کوونکي تشهد هېر شي او د بل رکعت له رکوع مخکې یې یاد شي، نو سمدستي دې کښېني او تشهد دې ووايي او بيا دې لمانځه ته دوام ورکړي.[۱۲] د سید محمد رضا ګلپایګاني، سید ابوالقاسم خویي، میرزا جواد تبریزي او لطف‌ الله صافي گلپایگاني، د فتوا له مخې په داسې حالت کې لمونځ کوونکی باید د لمانځه له پای ته رسیدو وروسته دوه [[د سهوه سجده وکړي.[۱۳] که چیرې د رکوع په وخت کې یا له هغه وروسته یې یاد شي چې د مخکیني رکعت تشهد یې نه دی لوستی نو د لمانځه له پای ته رسیدو وروسته دې تشهد قضا وکړي. او د واجب احتیاط له مخې د هېر شوي تشهد لپاره دې دوه سجده سهو وکړي.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. علامه حلی، نهایة الاحکام، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۹۹.
  2. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۱۴۵-۱۴۶.
  3. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۱۴۶.
  4. علامه حلی، نهایة الاحکام، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۹۹؛ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۸.
  5. علامه حلی، نهایة الاحکام، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۹۹.
  6. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۱۴۶.
  7. شهید اول، الدروس، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۸۲.
  8. شهید اول، الدروس، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۸۲؛ محقق کرکی، رسائل المحقق الکرکی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۲.
  9. محقق کرکی، رسائل المحقق الکرکی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۲.
  10. شهید اول، الدروس، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۸۲.
  11. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۴ق، ص۲۳۹، مسأله۱۰۶۱.
  12. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۹۷، مسأله ۱۱۰۲.
  13. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۹۷، مسأله ۱۱۰۲.
  14. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۹۷، مسأله ۱۱۰۲.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشّٰى)، تصحیح سید محمدحسین بنی‌هاشمی خیمنی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۴ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الامامیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهایة الاحکام فی معرفة الاحکام، قم، مؤسسة آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۱۹ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۱۴ق.
  • مشکینی، میرزاعلی، مصطلحات الفقه و معظم عناوینه الموضوعیه، قم، الهادی، ۱۴۱۹ق/۱۳۷۷ش.