میرداماد

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

میر محمد باقر بن محمد حسیني استرآبادي(وفات: ۱۰۴۱ق)، مشهور په میرداماد، شیعه فیلسوف او د صفویانو په پړاو کې له شیخ بهایي سره هممهاله و. هغه د متعالیه حکمت د موسس ملا صدرا استاد و.

میرداماد په معلم ثالث مشهور دی. هغه له هغو مسلمانو فیلسوفانو ګڼل کیږي چې د ملا صدرا د حکمت متعالیه په بڼه خپلولو یې اغېز درلود. هغه یو جامع عالم بلل شوی او ویل شوي چې په ډېرو علمونو لکه فلسفې، کلام، طبیعیاتو، ریاضیاتو، فقې او اصولو کې یې تخصص درلود. د جاپاني اسلام پېژاندي ایزوتسو په وینا، میرداماد هم پر عقلی برهان تکیه لري او هم پر عرفاني شهود.

د مېر داماد لیکنې ډېرې پېچلې دي له همدې امله د هغه په اثارو پوهیدل سخت بلل شوي دی. د هاري کُربَن په وینا، د میرداماد د لیکلو طریقه له ساده ادبیاتو په استفاده کې د هغه د ناتوانۍ په وجه نه وه؛ بلکې د فلسفې د مخالفانو له تاوان او ګوزاره د بچ پاتې کېدو لپاره یې دغه شان لیکنه کوله.

د میر داماد لیکلي اثار تر سلو زیات ګڼل شوي او قبسات کتاب د هغه تر ټولو مهم فلسفي اثر ګڼل کیږي. د هغه په فلسفه کې، عقلي روده له عرفان سره پیوند خوري. د ماهیت اصالت او دهري حدوث، د میرداماد دوه مشهورې فلسفي نظریې دي. هغه په عربۍ او فارسۍ ژبه شعر وایه او اشراق تخلص یې کاوه.

ژوند لیک

برهان‌الدین میر محمدباقر میرداماد په ۹۶۹[۱]یا ۹۷۰ق[۲] کې دنیا ته راغی، پلار یې شمس‌الدین محمد حسیني استرآبادي د محقق کَرَکي زوم و او له دې امله په داماد (زوم) مشهور و. له همدې امله محمد باقر هم میرداماد شهرت وموند.[۳] استادالبشر[۴] او معلم ثالث[یادداشت ۱][۵] د هغه نور لقبونه دي.

میرداماد کلونه په مشهد کې استوګن و او عقلي نقلي علوم یې زده کړل. بیا یوه موده په قزوین او کاشان کې استوګن شو او اخر په اصفهان کې پاتې شو.[۶] هغه له شیخ بهایي سره هم مهاله و او ویل شوي چې د شاه عباس صفوي په نزد یې خاص مقام درلود.[۷]

میرداماد د عمر په اخر کې له شاه صفي صفوي سره یو ځای د عتباتو د زیارت لپاره عراق ته سفر وکړ.[۸] د آقا بزرګ تهراني په وینا په ۱۰۴۱ ق کال کې د کربلا او نجف په مینځ کې وفات شو او په نجف کې خاورو ته وسپارل شو.[۹] په ریحانة الادب کتاب کې، پر دغه تاریخ سربېره ۱۰۴۰ او ۱۰۴۲ ق کلونه هم د هغه د وفات تاریخونه اعلان شوې دي.[۱۰]

علمي مقام

جاپاني اسلام پېژاندي او قرآن څېړاندي ایزوتسو، میر داماد یو ډېر لوی مسلمان فیلسوف ګڼلی دی. د هغه په وینا، هغه یو جامع عالم و چې په ټولو دودو اسلامي علومو لکه فلسفې، کلام، طبیعیاتو، ریاضیاتو، فقې، اصول، حدیث او تفسیر پوره پوره پوه و.[۱۱] همداراز یې لیکلي چې (د معلم اول، ارسطو، او معلم ثاني فارابي) په څنګ کې په معلم ثالث د هغه مشهورېدل د هغه د ژوند په پړاو کې د هغه د لوړ علمي مقام ښودنه کوي.[۱۲]

مرتضی مطهري هم هغه یو فیلسوف، فقیه، ریاضي پوه، ادیب، رجالي او «جامع سړی» بللی دی.[۱۳] د اعیان الشیعه په لیکنه، میرداماد پر غریبه علومو هم مسلط و.[۱۴]

ایزوتسو په دې باور دی چې د میر داماد فلسفې د ملا صدرا په فلسفې (حکمت متعالیه) او د اصفهان په فلسفي مکتب ډېر اثر لرلی دی؛ په دې ډول چې په هغو سم پوهېدل، د میرداماد په فلسفې له پوهېدو پرته ناممکن دي.[۱۵]

میرداماد شاعر هم و او په فارسۍ او عربۍ ژبه یې شعر وایه او د اشراق تخلص یې کاوه.[۱۶]

د میر داماد فلسفه

د ایزوتسو په وینا، د میرداماد فلسفه هم پر عقلي برهان تکیه لري او هم پر عرفاني شهود. هغه په عقلي روده کې د مشاء مکتب لاروی و او په عرفان کې د سهرودي تر اثر لاندې دی. پر دې اساس، د هغه په فلسفه کې، د مشاء حکمت او اشراق حکمت تر مینځ یو پېوند برابریږي.[۱۷]

میرداماد د وجود د اصالت او د ماهیت د اصالت په مساله کې د سهرودي په پېروۍ د ماهیت په اصالت عقیده لري.[۱۸] د هغه تر ټولو مشهوره او مهمه نظریه «حدوث دَهْری» ګڼل کیږي.[۱۹] ابن‌سینا او له هغه وروسته فیلسوفان په دې باور وو چې عالم عقول هم د خدای تعالی په شان، قدیم یعنې ازلي دي او له خدای سره د عقولو یوازینی فرق دا دی چې خدای تعالی واجب الوجود دی او عقول ممکن الوجود؛[۲۰] خو د میرداماد په باور، عقول، قدیم نه دي؛ بلکې حادث دي.[۲۱] د میرداماد په تصور، دا حدوث په زمانې کې نه واقع کیږي، هغه شان چې ابن سینا یې فکر کوي هم نه دي چې یوه ذهني او اعتباري چاره وي؛ بلکې یوه واقعي او نفس الامري چاره ده او په وجودي مرتبه کې«دهر» بڼه خپلوي.[۲۲]

د میرداماد پېچل لیکنه

د میرداماد علمي لیکنې، پیچلی او په ځنډ پوهېدونکی نثر لري. هغه نامانوس او ناشنا ټکي، عبارتونه او جوړښتونه ډېر کارولي، د فارسۍ او عربۍ عبارتونه یې په یو بل کې ګډ کړي او کله کله یې د لیکنې معمول قواعد هم پریښې دي. همداراز نوي ټکي یې جوړ کړې دي.[۲۳] له همدې امله ډېر کسان د هغه په خبرو سم نه شي پوهېدلی. هغه د خپل یو کره کتونکي په ځواب کې لیکلي دي: «این‌قدر شعور باید داشت که سخن من فهمیدن هنر است، نه با من جدال‌کردن و بحث نام‌نهادن.» (دومره شعور باید ولرلی شي چې زما خبره په هنر پوهېدل دي، نه له ما سره جدال کول او پرې د بحث نوم کېښودل) [۲۴]

د هانري کربن په لیکنه، د میرداماد د لیکلو روده د هغه د ساده ادبیاتو په استعمالو کې د هغه د بې وسۍ یا د هغه د فلسفې د کمزورۍ په وجه نه وه؛ د دې خبرې سبب دا دی چې د فلسفې د مخالفانو له ضرره خوندي پاتې شي.[۲۵] په تېره بیا د میرداماد د پېچلې لیکنې په اړه ځینې کیسې هم نقل شوې دي.[۲۶]

استادان

د آقا بزرګ تهراني په وینا، میرداماد په نقلي علومو کې د ځینې استادانو لکه خپل ماما عبدالعالی کَرکَی (د محقق کَرکَي زوی) او حسین بن عبدالصمد حارثی (د شیخ بهایي پلار) څخه ګټه پورته کړې او له دغه دوو یې د روایت اجازه لرلې ده.[۲۷] ابوالحسن عاملی او عبدعلى بن محمود خادم جاپلقى په دې برخه کې د هغه نور استادان دي.[۲۸]

مرتضی مطهري لیکلي دي چې په عقلي علومو کې د میرداماد استادان پېژندل شوي نه دي.[۲۹] د هغه په راپور، یوازې په عالم ارای عباسي تاریخ کتاب کې فخر الدین استرآبادي سماکي ته اشاره شوې ده. محدث قمي هم هغه د میرداماد استاد ګڼلی دی؛ خو ځینو په دې کې شک ښکاره کړی دی.[۳۰]

شاګردان

کتاب قبسات، د میرداماد تر ټولو مهم کتاب

د مرتضی مطهري په نقل، د میرداماد ځینې شاګردان دا دي:

  1. ملا صدرا د حکمت متعالیه د فلسفي مکتب بنسټ ګر
  2. سلطان‌العلماء په خلیفةالسلطان مشهور.
  3. شمس‌الدین گیلانی په ملا شمسا مشهور
  4. سید احمد عاملی (د میرداماد زوم او د خاله زوی)
  5. قطب‌الدین اِشکوری (د محبوب القلوب کتاب لیکوال)
  6. سید امیر فضل‌الله استرآبادی.[۱]

لیکنې

اصلي مقاله: د میرداماد د لیکنې لړلیک

د میرداماد لیکلي اثار تر سلو زیات ګڼل شوې دي.[۳۲] په دغه اثارو کې کتابونه، رسالې، شرحې او لمن لیکونه شاملیږي.[۳۳] په ریحانة الادب کتاب کې د هغه د ۴۸ کتابونو نومونه اخستل شوي دي.[۳۴] قبسات کتاب د میرداماد فلسفي شاهکار ګڼل شوی دی.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۱۴، ص۵۱۲-۵۱۳.

سرچينې

  • افندی اصفهانی، میرزا عبدالله، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، تحقیق سیداحمد حسینی، قم، خیام، ۱۴۰۱ق.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم.
  • امین، محسن، اعیان‌الشیعة، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • اوجبی، علی، میرداماد، تهران، مرکز پژوهش کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
  • سبزواری، ملا هادی، منظومه،تصحيح و تعليق از آيت الله حسن زاده آملى و تحقيق و تقديم از مسعود طالبى، نشر ناب، تهران، ۱۳۶۹-۱۳۷۹ش،
  • قمی، عباس، الفوائد الرضویه فی احوال علماء المذهب الجعفریه، تحقیق ناصر باقری بیدهندی، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۸۷ش.
  • محقق سبزواری، شرح‌المنظومه، تصحیح حسن حسن‌زاده آملی، تهران، نشر ناب، چاپ اول، ۱۳۶۹ش.
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانةالادب فی تراجم المعروفین بالکنیه او اللقب، تهران، کتابفروشی خیام، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۷۷ش.
  • میرداماد، میرمحمدباقر، جذوات و مواقیت، تصحیح و تحقیق علی اوجبی، تهران، میراث مکتوب، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • میرداماد، میرمحمدباقر، القبسات، به‌اهتمام دکتر مهدى محقق، دکتر سیدعلى موسوى بهبهانى، پروفسور ایزوتسو و دکتر ابراهيم دیباجی، ‏تهران، دانشگاه تهران، چاپ دوم، ۱۳۶۷ش.
  • نورانی، عبدالله، مصنفات میرداماد؛ مشتمل بر ده عنوان از کتاب‌ها و رساله‌ها و اجازه‌نامه‌ها و نامه‌ها، تهران، انجمن آثار و مفاخر فرهنگی، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.