حلال زاده شونه
حلال زاده شونه په شرعي او حلالې طريقې زېږېدلو ته ويل کېږي. حلال زاده هغه څوک دی چې د شرعي واده یا داسې طریقې له لارې زیږیدلی وي چې د واده په حکم کې راځي. په فقه کې، «طهارة المولِد» تر عنوان لاندې د حلال زادګۍ بحث کیږي او په ځینو دیني مسلو کې د شرط په توګه کارول کیږي. د بېلګې په توګه حلال زاده شونه او زنازاده نه شونه د هغه مجتهد د تقليد له شرطونو څخه دی چې تقلید یې کیږي او همدارنګ د جمې د امام، د جمعې د امام، قاضي او شاهد لپاره هم حلال زاده شونه شرط دی.
په شیعه او سني سرچینو کې په روایتونو کې راغلي دي چې اهل بیتو(ع) او امام علي(ع) سره مینه د حلال زادګۍ نښه ده او د دوي سره نفرت او دښمني د حرامزادګۍ نښه ده.
د حلال زاده تعریف او په فقه کې یې اهمیت
حلال زاده هغه څوک دی چې د شرعي نکاح له لارې زیږیدلی وي او زنازاده نه دی.[۱] په فقه کې د حلال زادګۍ اهمیت د امتیازاتو له مخې دی لکه د حلال زاده په میراث کې برخه[۲] او د ځینو پوسټونو په لاس کې لرل لکه د قضاوت[۳] او د جمې امام کېدل[۴] دي چې زنازاده ترې بې برخې دی.[۵]
حلال زاده په مختلفو فقهي بابونو کې د «طهارت المولِد» تر عنوان لاندې[۶] بحث کیږي لکه اجتهاد او تقليد، د جماعت لمونځ، نکاح، قضاء او شهادت کې.[۷]
د حلال زاده مصداقونه
د شیعه فقهې د تعلیماتو له مخې، د هغو خلکو سربیره چې د شرعي واده له لارې زیږیدلي دي، لاندې خلک هم حلال زاده ګڼل کیږي:
- هغه څوک چې په شک کې کورلولي (وطی بالشبه) سره زیږیدلی وي شکمن دی، په دې شرط چې دواړه خواوې، یعني والدین د جنسي اړیکو په اړه شرعي شبهه لرله.[۸] نو دې ته په پام کې په ښځه او نر کې یو کس هم په شبهې کې نه و او ښه خبر و بیا یې هم کورولی کړی دی، نو ماشوم د هغه له خوا ولد الزنا ګڼل کیږي.[۹]
- هغه څوک چې د هغه نطفه په داسې حال کې په وجود کې راغلی وي چې په هغه وخت کې د ښځې او خاوند کورولی حرام وي؛[۱۰] لکه په داسې وخت کې کورولی کول چې کله ښځه د حیض په حالت کې وي یا یې معینه واجب روژه نیولی وي او یا په احرام کې وي.[۱۱]
- هغه ماشوم چې د نورو مذهبونو حتی د مشرکانو، د رواج سره سم زیږیدلی وي،[۱۲] د مثال په توګه، فقیهان هغه ماشوم چې د ځینو مذهبونو په کلتور کې محرمو سره واده کول حلال ګڼي، حلال زاده بولي.[۱۳] په دې هکله د فقیهانو دلیل هغه روایت دی چې د ټولو مذهبونو د واده رسمونه حتی د مشرکانو، په رسمیت مني.[۱۴] ځينې يې د جَب د قاعدې په دلیل سره حکم کوي، که څه هم په اسلامي شريعت کې د نامسلمان واده خپلې مور سره حرام دی؛ خو له اسلام راوړلو وروسته پخواني اعمال له پامه غورځول کېږي.[۱۵]
- هغه څوک چې په حلال زادګۍ کې یې شک وي، خو خاص مور او پلار لري. همدارنګه اکثره فقهاء هغه څوک چې مور او پلار نه لري، لکه هغه ماشوم چې پیدا شوی وي حلال زاده ګڼي.[۱۶]
حلال زاده شونه، د ځينو مقامونو او اعمالو لپاره شرط
د فقهاوو د فتوا له مخې حلال زاده شونه د ځينو امورو لپاره شرط دی چې په لاندې ډول دي:
- مرجعیت(هغه څوک چې خلک یې تقلید کوي): حلال زاده شونه د هغه مجتهد له شرطونو څخه شمېرل كېږي چې خلک یې تقليد كوي (مرجع تقليد وي).[۱۷] شهید ثاني د حلال زاده شونې شرط اجماعي ګڼلى دى.[۱۸]
- د جماعت او د جمعې امامت: د امامیه فقهاوو په اتفاق سره،[۱۹] حلال زاده شونه د جماعت د امام له شرطونو څخه دی او د ولد الزنا کس امامت روا نه دی[۲۰] خو د هغه کس جماعت د امام شونه چې د هغه په حلال زاده شونې کې شک دی او زنازاده شونې یې نه ده ثابته شوی، د فقهاو په اتفاق سره صحيح او روا دی.[۲۱] د جمعې د امامت لپاره هم حلال زاده شونه شرط ګڼل کیږي.[۲۲]
- قضاوت: حلال زاده شونه د قضا او قضاوت له شرطونو څخه دی.[۲۳] د دې شرط پر بنسټ د زنا زاده قضاوت صحیح نه دی.[۲۴]
- شاهد: د فقهاوو د فتوا له مخې په محکمه کې د شاهد د ګواهي لپاره يو شرط دا دی چې هغه حلال زاده وي. له همدې امله د ولد الزنا شهادت نه منل کېږي.[۲۵]
د قضاوت او شاهدۍ څخه د زنا زاده د محرومیت لامل
يو شمېر شیعه علماوو او د څېړونکو يوې ډلې له قضا او شهادت څخه د د حرامزاده د محرومیت لاملونه بیان کړي دي. د بېلګې په توګه سید مرتضی (۴۳۶-۳۵۵ هـ) چې له شیعه فقهاوو څخه دی وايي چې دلیل یې دا دی چې خدای پوهېږي چې له زنا څخه پیدا شوی سړی خیر او سوله نه غوره کوي. له همدې امله، هغه په محکمه کې د ګواهي ورکولو په څیر چارو څخه محروم شوی دی.[۲۶] ځينې څیړونکیو «په ټولنه کې د یو کس نه منل کیدل»[۲۷] د دې له لاملونو څخه بیان کړی دی. ځینې خلک په دې باور دي چې لکه څنګه چې د انسان بهرنۍ ځانګړتياوې د ژِنیټیک له لارې بل ته اوړي، نو همدارز يې باطني ځانګړتياوې هم بل ته اوړي او په نامشروعه ماشومانو کې د جرمونو د تر سره کولو زمينه ډېره وي.[۲۸]
ایا امام علي(ع) سره مینه د حلال زادګۍ نښه ده؟
په یو شمیر روایتونو کې چې هم په شیعه منابعو کې راغلي دي[۲۹] او په سني روایتي منابعو کې،[۳۰] له اهل بیتو(ع) سره مینه په ځانګړې توګه له امام علي(ع) سره مینه د حلال زادګۍ نښه ده او هغوي سره دښمني د حرامزادګۍ نښه ده. د بېلګې په توګه، په سني منابعو کې له عبادة بن صامت او ابو سعید خدري چې دواړه د رسول الله(ص) له صحابیانو څخه دي، نقل شوي دي چې مونږ به خپل اولادونه د علي بن ابي طالب په مینه ازمویل؛ که دوي له هغه سره مینه نه درلوده، مونږ به پوه شو چې دوي زموږ څخه نه دي او حرامزاده دي.[۳۱] او د شافعي مذهب یو محدث او فقیه ابن ابنجَزَري (۷۵۱-۸۳۳ هـ) ویلي دي چې له پخوا څخه د هغه تر وخته دا معلومه وه چې له ولد الزنا پرته به بل چا د علي(ع) سره دښمني نه کوله.[۳۲] علامه مجلسي په خپل کتاب بحار الانوار کې ۳۱ حدیثونه راټول کړي[۳۳] او په مِرآة العقول کې یې دا متواتر ګڼلي دي.[۳۴]
د علامه مجلسي د دغه تواتر په مقابله کې چې د امامانو د مینه والو د حلالزادګۍ او د هغوي د دښمنانو د حرامزادګۍ په هکله یې راوړي، ځنیې نورو دیني څیړونکیو، د ځینو روایتونو سند صحیح نه دی ګڼلی او په دې باور دي چې د دغو راویان یا نا معلوم دي او یا هم غالیان دي.[۳۵]
همدارنګه د دغو رواياتو په اړه هم ويل شوي دي چې حرامزاده شونه د دې سبب نه کیږي چې د چا واک واخيستل شي. نو له دې سببه حرامزاده شونه د ګناه کولو او له اهل بیت(ع) سره د مینې د مخنیوي بشپړ دلیل نه دی. يعنې شونې ده چې زنازاده هم په خپل اختیار سره د نورو خلکو په شان د امامانو له محبانو شي. همدا رنګه هیڅ دلیل نشته چې هر یو حلال زاده به د امامانو مینه وال وي. نو له دې امله له اهل بیتو(ع) سره د دښمنۍ روایتونه د ولد الزنا شونې کلي او همیشګي حکم نه بیانوي. بلکې دا یوازې د دې حقیقت څرګندونه کوي چې حرامزاده کسان د حلال زاده خلکو په پرتله له امامانو سره ډیره دښمني کوي. نه دا چې تل همداسې وي.[۳۶]
فوټ نوټ
- ↑ بحرانی، الأنوار اللوامع، مجمع البحوث العلمیة، ج۱۴، ص۱۱.
- ↑ فقه الصادق علیهالسلام، ۱۴۱۲ق، ج۲۴، ص۴۷۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۹، ص۲۷۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۲؛ روحانی، فقه الصادق علیهالسلام، ۱۴۱۲ق، ج۲۵، ص۲۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴؛ روحانی، فقه الصادق علیهالسلام، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۲۸۷.
- ↑ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴ و ج۴۰، ص۱۲-۱۳؛ یزدی، عروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۹۷؛ شکریان امیری، «شرطیت حلال زادگی یا زنازاده نبودن در شهادت و قضاوت»، ص۱۲۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۸۷ و ۱۱۴، ج۴، ص۵۹ و۱۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۱۷و۱۱۸؛ عاملی، الاصطلاحات الفقهیة فی الرسائل العملیة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۳.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۳۶۶.
- ↑ بحرانی، الأنوار اللوامع، مجمع البحوث العلمیة، ج۱۴، ص۱۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴.
- ↑ بحرانی، الأنوار اللوامع، مجمع البحوث العلمیة، ج۱۴، ص۱۱؛ طاهری، حقوق مدنی، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۳۵۰.
- ↑ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۳۶۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۴۱۱.
- ↑ پورمحمدی، «قاعده لکل قوم نکاح»، ص۲۷۸.
- ↑ شیرازی، القواعد الفقهیة، ۱۴۱۳ق، ص۴۴؛ بروجردی، جامع الاحادیث الشیعه، ۱۳۸۶ش، ج۲۶، ص۳۸۰؛ عاملی، وسائل، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۱۹۹.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۸۷؛ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۲۰۰؛ پورمحمدی، «قاعده لکل قوم نکاح»، ص۲۷۸.
- ↑ شیرازی، القواعد الفقهیة، ۱۴۱۳ق، ص۴۴؛ مبانی الفقه الفعال فی القواعد الفقهیة الأساسیة، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۳۰۲.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۳۶۷.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۶۲.
- ↑ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۵.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۸۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۲۹۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۵۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۳.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۱۷و۱۱۸.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۲.
- ↑ کیخا، فتوحی، «تحلیل و بررسی ارزش اثباتی شهادت ولد الزنا در مذاهب اسلامی»، ص۲۳۹.
- ↑ بصیری، گوهری، «نقش وراثت در سرنوشت انسان از منظر قرآن و حدیث»، ص۱۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګوري: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱۶؛ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۴۳؛ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۱۳۸-۱۳۹؛ شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۴۱-۱۴۵.
- ↑ مثال په توګه وګوري: ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۲۸۷؛ ابنجزری، اسنی المطالب، اصفهان، ص۵۷ -۵۹؛ ابنمردویه اصفهانی، مناقب علی بن ابیطالب، ۱۴۲۴ق، ص۷۶و۷۷؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۲۶۵و۲۶۶، ج۱۷، ص۲۵۰ و ج۲۱، ص۳۶۳-۳۶۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۲۸۷؛ ابنجزری، اسنی المطالب، اصفهان، ص۵۷ -۵۹؛ ابنمردویه اصفهانی، مناقب علی بن ابیطالب، ۱۴۲۴ق، ص۷۶و۷۷.
- ↑ ابنجزری، اسنی المطالب، اصفهان، ص۵۷.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۱۴۵-۱۵۶.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲۶، ص۴۲۰.
- ↑ قزوینی، «آیا شیعیان، مخالفان خود را «حرامزاده» میدانند؟»، مندرج در سایت موسسه تحقیقاتی ولی عصر.
- ↑ «آیا دشمنان ائمه اطهار(ع)، حرامزاده هستند؟ اگر هستند، چگونه چنین چیزی توجیهپذیر است؟»، وبگاه اسلامکوئست.
سرچينې
- «آیا دشمنان ائمه اطهار(ع)، حرامزاده هستند؟ اگر هستند، چگونه چنین چیزی توجیهپذیر است؟»، وبگاه اسلامکوئست، تاریخ درج مطلب: ۱۰ آذر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۱ تیر ۱۴۰۳ش.
- ابنجزری، شمسالدین محمد، اسنی المطالب فی مناقب الامام علی بن ابیطالب، اصفهان، مکتبة الامام امیرالمؤمنین(ع) العامة، بیتا.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة العمروی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- ابنمردویه اصفهانی، ابوبکر احمد بن موسی، مناقب علی بن ابیطالب، قم، دار الحدیث، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
- بحرانی، حسین بن محمد، الانوار اللوامع فی شرح مفاتیح الشرائع، قم، مجمع البحوث العلمیة، چاپ اول.
- بروجردی، حسین، جامع الاحادیث الشیعه، تهران، انتشارات فرهنگ سبز، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
- بصیری، حمیدرضا و مریم گوهری، «نقش وراثت در سرنوشت انسان از منظر قرآن و حدیث»، دوره ۴، شماره ۱۳، ۱۳۹۲ش.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیح المسائل (محشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
- پورمحمدی، علی و رضا پورمحمدی، «قاعده لکل قوم نکاح»، دوفصلنامه علمی فقه و حقوق خانواده، دوره ۲۶، شماره ۷۴، ۱۴۰۰ش.
- حسینی قزوینی، سید محمد، «آیا شیعیان مخالفان خود را «حرامزاده» میدانند؟»، مندرج در سایت تحقیقاتی ولی عصر، تاریخ درج ۲۴ آذر ۱۳۸۸ش، تاریخ بازدید ۲۵ فروردین ۱۴۰۳ش.
- روحانی، سید محمدصادق، فقه الصادق علیهالسلام، قم، مدرسه امام صادق علیهالسلام، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- سید مرتضی، الانتصار فی انفرادات الإمامیة، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- شکریان امیری، «شرطیت حلال زادگی یا زنازاده نبودن در شهادت و قضاوت»، دوفصلنامه فقه و اجتهاد، دوره ۴، شماره ۸، ۱۳۹۶ش.
- شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، جامعه مدرسین، قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد، امالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، دارالکتب الاسلامیة، قم، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- طاهری، حبیبالله، حقوق مدنی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
- عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، قم، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیة فی الرسائل العملیة بیروت، دار البلاغه، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- کیخا، محمدرضا، فتوحی، عبدالله، «تحلیل و بررسی ارزش اثباتی شهادت ولد الزنا در مذاهب اسلامی»، دوفصلنامه مطالعات فقه اسلامی و مبانی حقوق، شماره۴۱، ۱۳۹۹ش.
- مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت علیهم السلام، زیر نظر محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
- محقق حلی، نجمالدین جعفر بن حسن، شرایع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق عبدالحسین محمد علی بقال، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، دارالاحیاء لتراث العربی، بیروت، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.