د رضاع آیت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د رضاع آیت (بقره: ۲۳۳) د قرآن له فقهي ایتونو دی چې نوزیږي ماشوم ته د پیو ورکولو او دهغه د تربیت او نَفَقې احکام بیانوي. مفسرانو له دغه ایته نوزیږي ته د پیو ورکولو د واجبوالي حکم راوېستلی دی. همداراز باوري دي چې په پیو ورکولو کې مور پر نورو مخکې ده، حتی که له خپل مېړه یې طلاق اخستی وي.
د مفسرانو په وینا، په دې ایت کې د نوزیږي ماشوم د حضانت او ساتنې حق تر دوه کلنۍ پورې مور ته ورکړل شوی او که مور غواړي ماشوم وساتي نو پلار حق نه لري چې د دواړو په مینځ کې جدایي راولي. همداراز نوزیږي ته د پیو ورکولو په موده کې، د مور د ژوند د خرچو پوره کول د پلار یا د هغه د وارثانو په غاړه دي.
د ایت ځینې نور اوامر په دې ډول دي: له یو بل سره د اختلاف په وجه نوزیږي ته د والدینو تاوان او نقصان رسول یا یو بل ته د تاوان رسولو لپاره له نوزیږي ماشوم استفاده هم منع ده. والدین باید له پیو د بچي د منع کولو په اړه له یو بل سره مشوره وکړي.
د آیت کلي ټکي
د بقرې سورې ۲۳۳ ایت ته رضاع ایه ویل کیږي.[۱] دغه ایت د آیات الاحکام په ډله کې ګڼل شوی دی.[۲] سید عبدالاعلی سبزواري په تفسیر مواهب الرحمان کې لیکي چې رضاع ایت په طبیعت کې یو جاري سنت او دود بیانوي چې نتیجه یې د خلقت په نظام کې د انسان حفاظت او ساتنه ده.[۳]
د مفسرانو په وینا رضاع ایت په طلاق پورې اړوندو بحثونو په دوام کې چې په تېرو ایتونو کې پرې خبره شوې، نوزیږي ته په پیو ورکولو او د هغه د تربیت او نفقې اړونده مسایل په پوره ډوله خوپه لنډ او کوټلي عبارت کې بیانوي.[۴] د دغه ایت مطابق، مور که طلاقه شوې هم وي، دوه کاله خپل نوزیږي ته په پیو ورکولو کې پر نورو لومړیتوب لري.[۵] همداراز د رضاع ایت د مفادو په اساس، ماشوم ته د پیو ورکولو په موده کې د مور د ژوند خرچې د عرف په اساس حسابیږي او د خپل وس مطابق د پلار په غاړه دي؛ که څه هم ښځې ته یې طلاق ورکړی وي. که پلار مړ شوی وي، د پلار وارثان باید دغه خرچې ورکړي.[۶]
د ایت متن او ترجمه
وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ ۚ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ ۗ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ۗ وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّا آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاتَّقُوا اللَّـهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
او میندې [باید] خپلو بچو ته پوره دوه کاله پۍ ورکړي.[دا حکم] د هغه چا لپاره دی چې غواړي د پیو ورکولو موده بشپړه کړي. او د هغوي [میندو] خواړه او جامه، په غوره توګه، د پلار په غاړه ده. په هیچا د هغه تر وسه زیاته ذمه واري نه اچول کیږي. هیڅ مور باید د خپل بچي په وجه تاوان ونه ویني، او هیڅ پلار[هم] باید د خپل بچي په وجه [تاوان ونه ویني] او د همدغه [احکامو] په شان د وارث په غاړه [هم] دي. نو که [پلار مور] وغواړي د یو بل په رضایت او صوابدید سره ماشوم [زر] له پیو وشوکوي، پر هغو دوو هیڅ ګناه نیشته. او که غوښتل مو د خپلو بچیانو لپاره دایڼه ونیسئ، پر تاسو ګناه نیشته، په دې شرطر چې هغه څه چې ورکول مو یې په غاړه اخستې په غوره توګه ورکړئ. او له خدایه ووېرېږئ او پوه شئ چې خدای د هغه څه چې کوئ یې کتونکی دی.(بقره سوره ۲۳۳ ایت)
تفسیري ټکي
مفسرانو د رضاع ایت په ذیل کې نوزیږي ته د پیو ورکولو د فقهي احکامو په باره کې څو تفسیري ټکي بیان کړې دي:
نوزیږي ته د پیو ورکولو وجوب یا استحباب
د نوزیږي د اړتیاوو پوره کول او هغه ته د پیو ورکول د بقرې سورې د ۲۳۳ ایت د «یُرْضِعْنَ أَوْلادَهُنَّ» عبارت په اساس واجب ګڼل شوې دي.[۷] په مجمع البیان تفسیر کې د طبرسي په باور، دا جمله که څه هم په خبري توګه راغلې خو نوزیږي ته د پیو ورکولو په واجبوالي دلالت کوي. البته د هغه په وینا دا چاره په مور واجبه نه ده؛ بلکې مستحبه ده؛ یعنې میندې خپلو بچیانو ته د پیو په ورکولو کې تر نورو لومړیتوب لري او غوره دي. او که د هغوي لپاره سخته وه یا په بل کوم دلیل یې ونه کړی شول خپل نوزیږي ته پۍ ورکړي، واجبه ده چې له بلې لارې د نوزیږي لپاره د پیو بندوبست وشي.[۸] محمد جواد مغنیه هم په تفسیر الکاشف کې دا دنده د مور لپاره مستحبه ګڼلې ده؛ په دې معنا چې مور د نورو په پرتله د دې کار لپاره غوره او وړ ده.[۹]
مقدس اردبیلي په زبدة البیان کتاب کې ویلې دي چې که نوزیږی بې د مور له پیو په بل څه ژوندی نه پاتې کیږي یا ورته دایڼه نه پېدا کیږي. یا یې پلار د نوزیږي لپاره د دایڼې د پېدا کولو وس نه لري، په مور واجبه ده چې خپل بچي ته پۍ ورکړي.[۱۰]
د بچي د حضانت(ساتنې) حق
مفسران د دغه ایت په اساس، د ماشوم د حضانت او ساتنې حق تر دوو کلونو د مور په غاړه ګڼي.[۱۱] د علامه طباطبایي په وینا په دې ایت کې «لِمَنْ أَرادَ أَنْ یُتِمَّ الرَّضاعَةَ» تر دوو کلونو پورې خپل ماشوم ته د طلاق شوې ښځې د حضانت حق ته اشاره لري. د هغې خاوند هم په دې موده کې له موره د بچي د اخستلو حق نه لري: ځکه چې دا مور ته د تاوان رسولو ښکاره مصداق دی چې دې ایت دغه کار نفي کړی دی. البته که ښځه خاوند موافقه وکړي یا مور له خپل حقه تېره شي له موره د حضانت حق اخستل او ختمیږي[۱۲] همداراز شیعه مفسر مکارم شیرازي د ایت په دغه برخې په استناد باوري دی چې د ماشوم د ساتنې او پیو ورکولو حق تر دوو کلونو پورې مور ته ورکړل شوی چې ورته د حضانت حق ویل کیږي؛ که څه هم په وړو ماشومانو ولایت د پلار په غاړه دی.[۱۳] هغه لیکي له دې امله چې د ماشوم د جسم او جان (روح) خواړه په دې موده کې د مور په پیو او احساساتو پورې سخت تړاو لري، دغه حق مور ته ورکړل شوی دی. پر دې سربېره، د مور د احساساتو هم باید خیال وساتل شي. پر دې بنسټ، د مور لپاره د حضانت او د بچي د ساتلو او پیو ورکولو حق یو ډول دوه اړخیز حق دی چې هم د بچي د حال خیال پکې ساتل شوی او هم د مور.[۱۴]
د پۍ ورکوونکې مور د ژوند د خرچو برابرول
مفسرانو د دغه ایت په اساس د پۍ ورکوونکي مور د ژوند د لګښتونو پوره کول د نوزيږي د پلار یا د پلار د وارثانو په غاړه ګڼلي دي.[۱۵] د ایت په استناد سره یې ویلي دي چې د مور د ژوند د خرچونو ورکول چې پکې بچي ته د پیو ورکولو په موده کې د هغې خواړه او جامه شاملیږي د متعارفې اندازې او د پلار د وس په اندازه په هغه واجب دي.[۱۶] مغنیه د ښځې د ټولنیز پوزیشن خیال ساتل هم شرط ګڼلي دي چې ممکنه ده پر خوراک او جامې سربېره نور موارد هم پکې شامل شي.[۱۷]
همداراز ویل شوي چې په ایت کې د بیان شویو خرچو ورکول له هغو ښځو سره اړوند دي چې طلاق ورکړل شوی دی او هغوي د خپلو میړونو بچیانو ته پۍ ورکوي؛ ځکه چې د هغو ښځو نفقه چې طلاق نه دی ورکړل شوی هسې هم په مېړه واجبه ده که نوزیږې ولري او که وې نه لري.[۱۸] د مکارم شیرازي په وینا، د پیو ورکولو په موده کې د پلار لخوا د مور د ژوند خرچونو په ورکولو د قرآن ټینګار له دې امله دی چې مور په ډاډه او قرار زړه خپل بچي ته پۍ ورکړې شي او پلا رهم د خپلې دندې په پوره کولو کې له خپل احساساتو کار واخلي.[۱۹]
د بچي، پلار او مور نقصان نه لیدل
ویلې یې دي چې یو ټکی چې رضاع ایت ترې سخته منعه کړې ده دا دی چې نوزیږی د والدینو د اختلاف په وجه تاوان او نقصان وویني چې والدین، نوزیږی یو بل ته د تاوان رسولو وسیله وګرځوي.[۲۰] د علامه طباطبایي په باور، له دې امله چې د حضانت او پیو ورکولو حق له مور سره دی،مېړه نه شي کولی په زوره مور او بچی له یوه بله جدا کړي یا دا چې مثلا ښځه بچي د پلار له لیدلو منعې کړي؛ ځکه چې دا کارونه له ماشومه په ناوړه استفادې سره یو بل ته د ښځې او مېړه د تاوان رسولو ښکاره مصداق دی.[۲۱] همداراز طبرسي او مکارم شیرازي وایي چې مور او پلار ته نه دي پکار له یو بل سره د اختلاف په وجه، ماشوم «وجه المصالحه» وګرځوي او د هغه جسم او روح ته تاوان ورسوي؛ مثلا مور په خپل مېړه د غصې په وجه بچي ته له پیو ورکولو ډډه وکړي یا مېړه مور ته د تاوان رسولو په وجه د بچي او مور تر مینځ جدایي راولي.[۲۲]
د مکارم شیرازي په وینا خدای د ایت په پای کې د نوزیږي په هکله د تقوا د خیال ساتلو په سپارښتنې سره، ښځې او مېړه ته دا خبرداری ورکوي چې د غچ اخستلو لپاره د ماشوم برخلیک په خطر کې وانه چوي ځکه چې خدای د هغوي په عملونو ښه څارګر او کتونکی دی.[۲۳]
نوزیږي ته د پیو ورکولو د مودې په اړه د ښځې او مېړه مشوره
له پیو د ماشوم د پرې کولو د وخت په اړه د والدینو د مشورې ضروري والی هغه بل امر دی چې په رضاع ایت کې راغلی دی.[۲۴] مفسران باوري دي چې د ایت دغه برخه چې وایي:«فَإِنْ أَرادا فِصالًا عَنْ تَراضٍ مِنْهُما وَ تَشاوُرٍ»، د مور او پلار رضایت او د هغوي د نظر اتفاق او مشوره له پیو د ماشوم د پرې کولو شرط ګڼي، ان که تر دوو کلونو کم وي؛ ځکه چې د هغوي له همفکرۍ او مشورې پرته ممکنه ده ماشوم ته تاوان ورسیږي.[۲۵]
د مغنیه په وینا په دغه ایت کې د ښځې او مېړه د مشورې ضروري والی د بچي د مصلحت په خاطر دی.[۲۶] علامه طباطبایي د خدای له خوا د دغه حکم تشریع په دې خاطر ګڼلی چې د ښځو کوم حق ضایع نه شي او دا چې دواړه لوري، د نوزیږي د چارو په اړه کوم کار ته مجبوره نه شي؛ځکه ممکنه ده د مشورې نتیجه دا وي چې مور او پلار خپل بچی بل چاته وسپاري چې پۍ ورکړي؛ ځکه چې مور یا د پیو ورکولو ته تیاره نه ده او یا د پیو ورکولو توان نه لري.[۲۷]
د امیدوارۍ لږ تر لږه موده
شیخ مفید په کتاب الارشاد کې له امام علي (ع) یو روایت نقل کړی چې هغه حضرت په دوو ایتونو، د بقرې سورې په ۲۳۳ (رضاع) ایت او د احقاف سورې په ۱۵ ایت په استناد سره ( چې د پیو ورکولو او امیدوارۍ ټوټل موده یې دېرش میاشتې ګڼلې)، د امیدوارۍ تر لږ تر لږه موده شپږ میاشتې ګڼلې ده.[۲۸] محمد علي بار هم په «خلق الانسان بین الطب و القرآن»،کتاب کې ویلي چې په طب کې د امیدوارۍ لږ تر لږه موده شپږ میاشتې ده او له طبي نظره له دې مخکې د ماشوم د روغ والي احتمال صفر ته نزدې دی.[۲۹]
فوټ نوټ
- ↑ خراسانی، «آیات نامدار»، ص۳۸۴.
- ↑ مقدس اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۵۶-۵۶۱.
- ↑ سبزواری، مواهب الرحمان، ۱۴۲۸ق، ج۴، ص۵۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۵۸۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۸۵-۱۸۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۸۶؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۶۵.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۶۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۵۸۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۵۸۶.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۵۶.
- ↑ مقدس اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۵۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ح۲، ص۲۴۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۸۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ح۲، ص۲۴۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۸۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۸۶.
- ↑ مقدس اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۵۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۵۸۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۲۴۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۵۸۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۲۴۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۸۷.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۵۸.
سرچينې
- بار، محمدعلی، خلق الانسان بين الطب والقرآن، جده، الدارالسعودیه، ۱۴۱۲ق.
- خراسانی، رضا، «آیات نامدار»، در دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۳ش.
- سبزواری، سید عبدالاعلی، مواهب الرحمان فی تفسیر القرآن، قم، دارالتفسیر، ۱۴۲۸ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۱ش.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز درسهای قرآن، ۱۳۸۳ش.
- مغنیه، محمدجواد، الکاشف فی تفسیر القرآن، تهران، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
- مقدس اربیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان فی احکام القرآن، تهران، المكتبة المرتضوية لإحياء الآثار الجعفرية، بیتا.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد في معرفة حجج الله على العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.