آیات الاحکام

د wikishia لخوا
دا مقاله د "آیات الاحکام" د مفهوم په اړه ده. د قرآن د فقهي آيتونو د لړلیک د کتلو لپاره د آیات الاحکام لړلیک مدخل وګورئ.

آیاتُ الاَحکام یا فِقهُ القُرآن، د قرآن هغه آیتونه چې شرعي حکمونه بیانوي یا ترې د شرعي حکم استنباط کیږي؛ له شرعي حکمه مطلب عملي احکام لکه لمونځ، زکات او جهاد دی نه اعتقادي او اخلاقي احکام. مشهوره ده چې د قرآن پینځه سوه ایتونه د آیات الاحکام برخه دي.

قرآن د فقهې لپاره لومړۍ سرچینه ده. د روایتونو له مخې د دین د عملي احکامو د لاسته راوړلو لپاره قران ته مراجعه د پېغمبر(ص) له زمانې په اصحابو کې دود وه. په ځینو مواردو کې امامامانو شرعي حکم د قران په استناد سره خلکو ته بیانوه. د ایات الاحکام په اړه لومړی کتاب د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) صحابي محمد بن سائب کلبي (وفات ۱۴۶ ق) لیکلی دی.

د فقه القرآن په اړه ډېر کتابونه لیکل شوې دي چې د زیاترو نوم پکې آیات الاحکام دی. د دغه اثارو مولفانو، د آیات الاحکامو د ځانګړتیاوو په اساس ایتونه په څو ډل بندیو کې راوستي دي؛ د مثال په تږګه د څو حکمونه ایتونه په یوې ډلې کې، او د یو حکم ایتونه په بلې ډلې کې راوستې دي. ویل شوي چې ځینې آیات الاحکام منسوخ شوي او د هغو په ځای نوی حکم راغلی دی؛ مثلا د نجوا آیت.

تعریف

د قرآن هغو آیتونو ته چې شرعي احکام یې بیان کړي یا له هغو شرعي حکم راویستلی او استنباط کولی شو آیات الاحکام[۱] او په بله ژبه فقه القرآن[۲] ویل کیږي. له شرعي حکمه مطلب عملي احکام دي لکه لمونځ، روژه ، جهاد او زکات، نه اخلاقي یا اعتقادي حکام.[۳] د ویلو ده چې د «آیات الاحکام» عبارت د هغه ډول کتابونو نوم ګرځېدلی چې د مسلمانانو د عملي احکامو په اړه یې بحث کړی دی.[۴] [یادادشت۱]

قرآن د احکامو لومړۍ سرچینه

قرآن د اسلامي فقې لپاره تر ټولو لومړۍ او بنیادي سرچینه ده.[۵] ډېر آیتونه او روایتونه شته دي چې قران د دین د شناخت سرچینه او داسې کتاب معرفي کوي چې حلال حرام پکې دي.[۶] په عین حال کې ځینې شیعیان چې اخباریان نومیږي باوري دي چې شرعي احکامو ته د رسېدلو یوازینۍ سرچینه او مرجع اخبار او احادیث دي او قران باید د اخبار او روایتونو په وسیله وپېژنو او قران ته نېغ په نېغه مراجعه او د اهل بیتو له تفسیره پرته ترې استفاده منع ده.[۷]

د شرعي احکامو ټول جزییات په قرآن کې نه دي راغلې. هغه څه چې په قران کې راغلي کلي احکام او د شریعت قوانین دي چې جزییات یې د معصومانو له روایتونو لاسته راوړلی شو.[۸] د مثال په توګه د لمانځه د واجبېدو حکم، د قران له ایتونو اخستلی شو؛ خو دا چې څو رکعته دی او کوم ارکان لري او څه ذکرونه باید په هغه کې ولوستل شي په روایتونو کې راغلې دي.

همداراز وګورئ: ادله اربعه

تاریخچه

د هغه څه په اساس چې په روایتونو کې راغلي،[۹] قرآن ته مراجعه او له آیتونو یې د احکامو اخستل، د پېغمبر له زمانې او د قرآن د نازلېدو له وخته پېل شوي او په اصحابو او د امامانو په ملګرو کې دود وو. په ډېرو مواردو کې امامانو شرعي حکم د قرآن د آیتونو په استناد سره خلکو ته بیانوه؛ د مثال په توګه نقل شوې چې عبدالاعلی امام صادق(ع) ته عرض وکړ زه ښکته شوم او د پښو نوک مې وشوکېد او له مجبورۍ مې وتړه. اوس د اودس لپاره څه وکړم. امام وفرمایل: د دې او د دې په شان د نورو په [حکم] له دغه ایته پوهېدلی شو:[خدای] په دین کې پر تاسو سختي نه ده اېښې»؛[۱۰] په هماغه تړلې زخم مسح وکړه.[۱۱]

شیعه فقیهانو همېشه د شرعي احکامو د استخراج لپاره قرآن او فقهي احکامو ته مراجعه کړې ده؛ خو د آیات الاحکام په برخه کې پوره او روغ کتاب او راغونډونه یې دوهمې قمري پېړۍ ته ورګرځي. ویل شوي چې په دې موضوع لومړی کتاب محمد بن سائب کلبي (وفات ۱۴۶ ق) لیکلی چې د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) له اصحابو و.[۱۲]

شمېر او موضوعات یې

د آیات الاحکام د شمېر په اړه مختلف نظرونه موجود دي، په ځینو روایتونو کې راغلي چې د قرآن څلورمه برخه شرعي احکام دي.[۱۳] او په ځینو نورو کې ویل شوې چې دریمه برخه یې داسې ده[۱۴] په شیعه فقیهانو کې مشهوره ده چې آیات الاحکام پینځه سوه دي ( د قرآن کابو دیارلسمه برخه). په عین حال کې ویل شوي چې په دې اړه کره شمېر نه شو وړاندې کولی؛ ځکه چې ممکنه ده یو فقیه له یوه آیته حکم راوباسي او بل یې ترې راونه وېستی شي.[۱۵] احتمال ورکړل شوی چې لومړی کس چې پینځه سوه عدد یې بیان کړ، مقاتل بن سلیمان (وفات۱۵۰ق)[۱۶] و. په آیات الاحکامو کې د قرآن تر ټولو اوږد آیت هم دی چې هماغه د بقرې سورې ۲۸۲ ایت دی چې په دین آیت (د پور آیت ) مشهور دی.

د آیات الاحکام د مضامین په اړه هم ویل شوي چې په آیات الاحکام او فقه القرآن کتابونو کې په مطرحو شویو بحثونو او نومونو په یو ځغلنده نظر سره معلومیږي چې دغه موضوعات هماغه موضوګانې او بابونه دي چې په علم فقه او فقهي کتابونو کې مطرح شوې دي؛ لکه طهارت، نماز، خمس، زکات، واده او ارث او داسې نورې موضوګانې (مراجعه وکړئ: ابواب فقه ته)[۱۷]

څرګندې بېلګې

اصلي مقاله: د آیات الاحکام لړلیک

د هغو ایتونو یوه بېلګه چې پکې مشهور شرعي احکام په ډاګه بیان شوې دي:

  • د وضو آیت:« ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې لمانځه ته ودریږئ، مخ او لاسونه مو تر څنګلو ووینځئ او په سر او پښو تر ګیټیو مسح وکړئ«[۱۸]
  • د تیمم آیت: «او که ناروغ یا په سفر کې وئ، یا په تاسو کې یو کس له قضای حاجته راغی، یا مو له ښځو سره ملاستی کړی وي او اوبه مو ونه موندلې؛ نو په پاکې خاورې تیمم وکړئ، او له هغې په مخ او لاسونو مو راکاږئ. خدای نه غواړي چې پر تاسو سختي وکړي، خو غواړي تاسو پاک کړئ»[۱۹]
  • د خمس آیت:« پوه شئ چې هر غنیمت چې لاسته راوړئ، خمس (پینځمه برخه یې) د خدای، د پېغبمر او د ذوی القربی او یتیمانو او مسکینانو او په لاره کې پاتې کسانو لپاره ده»[۲۰]
  • د روژې آیت:« ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، پر تاسو روژه فرض شوې ده؛ هماغه شان چې پر هغو کسانو چې تر تاسو مخکې [وو] فرض شوې وه. ښایي پرهېزګار شئ»[۲۱]

د آیتونو ډل بندي

شیعه فقیهانو د آیات الاحکام خصوصیاتو ته په پام سره هغه په څو ډلو وېشلې دي؛ د مثال په توګه دا آیتونه یې د حکم د ډول په اساس په څلور ډلو وېشلې دي:۱: هغه ایتونه چې خاص حکم بیانوي؛ ۲: هغه ایتونه چې عام حکم بیانوي؛ ۳: هغه ایتونه چې له هغو فقهي قاعده اخستل کیږي او ۴: هغه ایتونه چې ترې اصولي قاعده وېستل کیږي.[۲۲] [یاد داشت ۲]

بله تقسیم بندي د حکم د بیان په اساس شوې ده:۱. هغه ایتونه چې په صراحت سره حکم بیانوي. ۲ . هغه ایتونه چې په غندنې، ګواښنې یا وعدې سره مخاطب ته یو حکم وروپوهوي.۳: هغه ایتونه چې امر او نهي کوي.۴: هغه ایتونه چې خبر ورکوي او له یوه حکمه حکایت کوي.[۲۳] [یادادشت] آیات الاحکام همداراز د دې په اساس چې شان نزول لري یا نه، او دا چې یو یا څو حکمونو ته شاملیږي، ډل بندي شوې دي.[۲۴]

د ځینو آیتونو منسوخېدل

اصلي مقاله: ناسخ او منسوخ

شیعه عالمان باوري دي چې د قرآن په ځینو ایتونو کې نسخ شوی دی، که څه هم په دې اړه چې کوم یو ایت دغه شان دی د نظر اختلاف لري. د نسخ مطلب دی د یو بل حکم په راتللو سره د یو حکم ختمېدل او پورته کېدل، په دې ډول چې که دوهم حکم نه وای راغلی، لومړی حکم به تر قیامته پاتې و. په خپله قرآن هم په دوو ایتونو کې (د بقرې سورې ۱۰۶ او د نحل سورې ۱۰۱ ایت کې د نسخ په باره کې خبره کړې ده.[۲۵] شیعه عالمانو په یو ایت سره د بل ایت نسخ منلی دی؛ خو ډېرو کمو کسانو دا منلې چې قرآن د روایت په وسیله نسخ شي.[۲۶] ځینې ایتونه چې ویل کیږي نسخ شوې په دې ډول دي: په انفال سوره کې ۶۵ ایت له کفارو سره د جهاد په اړه راغلی دی، غوره ده چې د اسلام هر یو مجاهد له لسو کسانو سره مقابله او برابری وکړي او بیا په بل ایت کې رعایت شوی او ویل شوي هر کس له دوو سره برابري وکړي؛ د قبلې د بدلون مساله چې د بقرې سورې په ۱۴۴ ایت کې راغلې او همداراز د نجوا آیت چې له پېغمبر(ص) سره په نجوا کې یې صدقه واجبه کړه او بیا دغه حکم لرې کړی شو.[۲۷]

کتاب پیژندنه

اصلي مقاله: د آیات الاحکام کتابونو لړ لیک

د آیات الاحکام په اړه زیات کتابونه لیکلی شوې دي چې د ډېرو نوم «آیات الاحکام» یا «احکام القرآن» دی. د قرآن او قرآن څېړنې دائرة المعارف په دې باب ۱۰۸ کتابونه له شیعه سني عالمانو ذکر کړې دي.[۲۸] ویل شوې چې لومړی کس چې د آیات الاحکام په اړه یې کتاب ولیکه په دوهمه قمري پیړۍ کې د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) صحابي محمد بن سائب کلبي (وفات ۱۴۶ قمري) و.[۲۹] همداراز د مقاتل بن سلیمان (وفات ۱۵۰) کتاب «تفسیر خمسمأه آیة فی الاحکام» نوم اخستل شوی چې د همدغه پړاو دی.[۳۰] په تالیف شویو آثارو کې د قطب‌الدین راوندی (وفات۵۷۳ق) کتاب«فقه القرآن او د فاضل مقداد (وفات ۸۲۶ق) کتاب ، «کنز العرفان فی فقه القرآن»او د مقدس اردبیلي (وفات ۹۹۳ق)«زبدة البیان» د آیات الاحکام په موضوع کې مشهور کتابونه دي.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. معینی، «آیات الاحکام»، ص۱.
  2. فاکر ميبدی، «درآمدی بر آیات الاحکام»، ص۴۱.
  3. فخلعی، «جستاری در تاریخ تفسیر آیات الاحکام»، ص۳۴۸.
  4. وګورئ: آقابزرگ تهرانی، الذریعه، دار الاضواء، ج۱، ص۴۴-۴۲.
  5. اسلامی، مدخل علم فقه، ص۸۱.
  6. صادقی فدکی، «پنج دیدگاه مطرح درباره تعداد آیات الاحکام قرآن کریم»، ص۳۷.
  7. اسلامی، مدخل علم فقه، ص۸۹.
  8. رجوع کنید به: طباطبایی، شیعه در اسلام، ص۱۰۸.
  9. متقی هندی، کنزل العمال، ۱۴۰۹ق، ج۱۶، ص۵۳۷، ح۴۵۷۹۶؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۲ق، باب ۲۳ از ابواب وضو، ح۱ و باب ۳۹، ح۵.
  10. «مَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَ‌جٍ» (سوره حج، آیه ۷۸).
  11. اسلامی، مدخل علم فقه، ص۹۲.
  12. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، دار الاضواء، ج‌۱، ص‌۴۱.
  13. «نَزَلَ الْقُرْآنُ أَرْبَعَةَ أَرْبَاعٍ رُبُعٌ فِينَا وَ رُبُعٌ فِي عَدُوِّنَا وَ رُبُعٌ سُنَنٌ وَ أَمْثَالٌ وَ رُبُعٌ فَرَائِضُ وَ أَحْكَام‏» (کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۸.
  14. «نَزَلَ الْقُرْآنُ أَثْلَاثاً ثُلُثٌ فِينَا وَ فِي عَدُوِّنَا وَ ثُلُثٌ سُنَنٌ وَ أَمْثَالٌ وَ ثُلُثٌ فَرَائِضُ وَ أَحْكَام‏» (کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۸).
  15. ایروانی، دروس تمهیدیه فی تفسیر آیات الاحکام، ج۱، ص۱۹.
  16. صادقی فدکی، «پنج دیدگاه مطرح درباره تعداد آیات الاحکام قرآن کریم»، ص۴۰.
  17. فاکر میبدی، «درآمدی بر آیات الاحکام»، ص۴۹.
  18. سوره مائده، آیه ۶.
  19. سوره مائده، آیه ۶.
  20. سوره انفال، آیه ۴۱
  21. سوره بقره، آیه ۱۸۳.
  22. فاکر میبدی، «درآمدی بر آیات الاحکام»، ص۴۲-۴۳.
  23. معینی، «آیات الاحکام»، ص۲-۳.
  24. فاکر میبدی، «درآمدی بر آیات الاحکام»، ص۴۲-۴۳.
  25. اسلامی، مدخل علم فقه، ص۹۷-۹۸.
  26. فاکر میبدی، «بررسی نسخ و اقسام آن در آیات قرآن»، ص۴۹.
  27. وګورئ: قرآن کریم، ترجمه، توضیحات و واژه نامه از خرمشاهی، ص۱۷.
  28. رجوع کنید به: دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ج۲، ص۱۷۹۵-۱۸۰۱.
  29. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، دار الاضواء، ج‌۱، ص‌۴۱.
  30. وګورئ: فاضل، مسالک الأفهام الی آیات الاحکام، ج۱، ص۸، مقدمه.
  31. وګورئ: اسلامی، مدخل علم فقه، ص۱۰۱.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، گردآورنده: احمد بن محمد حسینی، دار الاضواء، بیروت، لبنان، بی‌تا.
  • اسلامی، رضا، مدخل علم فقه، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، ۱۳۸۴ش.
  • ایروانی، باقر، دروس تمهیدیه فی تفسیر آیات الاحکام، قم، دار الفقه، ۱۴۲۳ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • زرکشی، محمد بن بهادر، البرهان فی علوم القرآن، محقق: مرعشلی، یوسف عبدالرحمن. ذهبی، جمال حمدی. کردی، ابراهیم عبدالله،دار المعرفة، بیروت، لبنان.
  • صادقی فدکی، سیدجعفر، «پنج دیدگاه مطرح درباره تعداد آیات الاحکام قرآن کریم»، مجله پژوهش‌های فقهی، سال هفتم، شماره ۴، بهار و تابستان ۱۳۹۰ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، شیعه در اسلام، نشر کتابخانه بزرگ اسلامی، چاپ ششم، ۱۳۵۴ش.
  • فاضل، جواد بن سعید، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، به تصحیح محمدتقی کشفی و محمدباقر شریف‌زاده، تهران، نشر مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
  • فاکر میبدی، محمد، «بررسی نسخ و اقسام آن در آیات قرآن»، مجله مطالعات تفسیری، سال دوم، شماره ۷، پاییز ۱۳۹۰ش.
  • فاکر میبدی، محمد، «درآمدی بر آیات الاحکام»، پیام جاویدان، شماره ۳، سازمان اوقاف و امور خیریه، تهران، ، تابستان ۱۳۸۳.
  • فخلعی، «جستاری در تاریخ تفسیر آیات الاحکام»، مطالعات اسلامی، شماره ۴۹ و ۵۰، دانشگاه فردوسی مشهد ، پاییز و زمستان ۱۳۷۹ - .
  • قرآن کریم، ترجمه، توضیحات و واژه نامه از بهاءالدین خرمشاهی، تهران، جامی، نیلوفر، ۱۳۷۶ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، به تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • متقی هندی، علی، کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۹ق.
  • معینی، محسن، «آیات الاحکام»، تحقیقات اسلامی، سال دوازدهم، شماره ۱ و ۲، تهران، بهار و تابستان ۱۳۷۶.