حضانت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حِضانَت د نابالغ او پوهې ته نه رسیدلي (عقلي ودې ته نه رسیدلي) ماشومان ساتنې او سرپرستۍ ته وایي. د ماشوم په حضانت کې د هغه تربیت، د مناسب خوراک او جامې برابرول شاملیږي.

د اسلامی فقې له مخې، د ماشوم سرپرستي تر هغه وخته چې مور او پلار یو ځای ژوند کوي، د دواړو په غاړه ده او که مور پلار له یو بله جدا شي، د زیاتره فقیهانو په فتوا د جینۍ حضانت او سرپرستي تر اوه کلنۍ او د هلک تر دوه کلنۍ د مور په اختیار کې او بیا یې د پلار په اختیار کې ده؛ خو د سید ابوالقاسم خویي په شان فقیهان د هلک سرپرستي هم تر اوه کلنۍ د مور په غاړه ګڼي. د ایران د اسلامي جمهوریت مدني قانون د دغه نظر په اساس جوړ شوی دی.

له والدینو د هر یو په وفات کېدو سره، حضانت بل ته لېږدول کیږي او که دواړه مړه شي حضانت د پلار له خوا د نیکه په غاړه دی. حضانت عقلي ودې او بلوغ ته د بچي په رسېدلو سره پای ته رسیږي.

معنا

حضانت یوه فقهي اصطلاح ده د ماشومان د سرپرستۍ، پالنې، روزنې او مناسبو خوړو او جامې د برابرولو په معنا.[۱] په فقه کې د نکاح او لُقَطه (مجهول المالک مالونه) په باب کې د حضانت بحث کیږي.[۲] د حضانت د وخت، د حضانت د حق سپارل، د حضانت کوونکي شرایط، او د یتیم ماشوم حضانت هغه مسایل دي چې په اسلامي فقه کې پرې د حضانت په اړه بحث کیږي.

د حضانت وخت

په اسلامي فقه کې د ماشوم حضانت تر هغه وخته چې مور او پلار ګډ اوسیږي د دواړو په غاړه دی.[۳] که مور پلار له یو بله جدا شي، د بچي حضانت که زوی وي او که لور تر دو کلونو د مور په غاړه دی.[۴] خو له دوو کلونو وروسته د ماشوم په حضانت کې د فقیهانو ترمینځ اختلاف دی. د صاحب جواهر او ډېرو فقیهانو [۵] منجمله محقق حلي، او علامه حلي په باور د جینۍ حضانت تر اوه کلنۍ د مور په غاړه پاتې کیږي او له هغه وروسته پلار ته ورکول کیږي؛ خو د هلک حضانت له دوو کلونو وروسته پلار ته منتقل کیږي.[۶]

ځینې نور فقیهان لکه صاحب مدارک او سید ابوالقاسم خویي په دې باور دي چې د ماشوم حضانت که جینۍ وي او که هلک، تر اوه کلنۍ د مور په غاړه او بیا د پلار په غاړه دی.[۷] د ایران د اسلامي جمهوریت مدني قانون په دغه فقهي نظر برابر شوی دی.[۸] د علامه حلي په وینا، شیخ مفید د جینۍ حضانت تر نه کلنۍ پورې د مور په غاړه ګڼلی دی.[۹]

کله چې بچی بلوغ او عقلي ودې او پوخوالي ته ورسیږي که جینۍ وي او که هلک، د مور او پلار د حضانت د حق وخت ختمیږي او د ژوند اختیار یې خپل دی.[۱۰]

د ماشوم ملاقات

د محمد تقي بهجت او ناصر مکارم شیرازي په شان د تقلید د مراجعو د فتوا مطابق، په مور او پلار کې هر یو چې د ماشوم سرپرست شي، له خپل بچي سره د بل د ملاقات[۱۱] او مرسته کولو مخه نه شي نیولی.[۱۲]

د حضانت سپارل

زیاتره فقیهان منجمله شهید ثاني، صاحب ریاض او صاحب جواهر حضانت د حقوقو له برخې ګڼي او وایي چې بل ته د سپارل کېدو وړ دی.[۱۳] شهید اول په القواعد و الفوائد کتاب کې لیکلي دي: که مور له حضانته ډډه وکړه، د حضانت حق پلار ته سپارل کیږي؛ خو که دواړو ترې انکار وکړ، پلار پابند دی چې حضانت په غاړه واخلي.[۱۴]\

د حضانت کوونکي شرایط

د اسلامي فقې به اساس، حضانت کوونکی که سړی وي او که ښځه، باید مسلمان او ازاد وي(مریی او وینځه نه وي) همداراز باید عاقل وي او د بچي د ساتنې صلاحیت ولري.[۱۶]

د فقیهانو په فتوا، د مور حضانت یوازې په هغه بڼه کې دی چې له بل سړي سره یې واده نه وي کړی.[۱۷] صاحب جواهر لیکلي چې فقیهان په دې مساله اجماع لري.[۱۸] په دې مساله کې بل ټکی دا دی چې مور د بچي د ساتلو لپاره له پلاره یې اجوره او مزدوري اخستلی شي.[۱۹]

د یتیم ماشوم حضانت

همداراز وګورئ: یتیم

که په مور او پلار کې هر یو وفات شي، د بچي د حضانت حق بل ته منتقل کیږي.[۲۰] که دواړه نه وي، سرپرستي پلرني نیکه ته پاتې کیږي.[۲۱] که هغه هم نه وي د ځینو فقیهانو په باور د حضانت حق نورو خپلوانو ته په میراث کې د هغوي د درجه بندۍ په اساس منتقل کیږي؛ خو ځينې نور لکه د دولسمې پېړۍ فقیه یوسف بحراني او صاحب جواهر وایي:د حضانت حق په پلرنۍ کورنۍ کې پاتې کیږي.[۲۲]

بَحراني په الحدائق الناضره کتاب کې لیکلي دي: که پلرنی نیکه نه وي شرعي حاکم باید د ماشوم له ماله د هغه لپاره یو سرپرست وټاکي او که ماشوم مال ونه لري، پر مسلمانانو یې حضانت کفایي واجب دی.[۲۳]

د نامشروع (ناجایز) ماشوم حضانت

د فقیهانو په فتوا د هغه ماشوم سرپرستي چې له ناجایزې لارې پېدا شوی وي، د هغه د واقعي مور او پلار په غاړه ده.[۲۴] البته ځینې فقیهان باوري دي زنا زاده (حرمونی) له خپلو والدینو میراث نه وړي.[۲۵] د صاحب جواهر په لیکنه فقیهان په دې مساله اجماع لري.[۲۶]

په مدني قانون کې حضانت

د ایران د اسلامي جمهوریت د مدني قانون له ۱۱۶۸ تر ۱۱۷۹ مادې د ماشوم د حضانت مسالې ته بیلې دي.[۲۷] دا قانون د امامیه فقې په اساس جوړ شوی دی.[۲۸] د ۱۱۶۹ مادې مطابق یې، که والدین له یو بله جدا شي، د ماشوم سرپرستي تر اوه کلنۍ د مور او بیا د پلار په غاړه ده.[۲۹] همداراز د ۱۱۷۳ مادې په اساس، که د والدینو حضانت د ماشوم جسمي یا اخلاقي سلامتیا ته خطر پېښ کړي، محکمه کولی شي حضانت له هغوي واخلي.[۳۰]

فوټ نوټ

سرچينې