د روژه آیت

د wikishia لخوا
د روژه آیت (بقره سوره ۱۸۳)

د روژه آیت (بقره سوره: ۱۸۳) پر مومنانو د روژې واجبوالي ته اشاره لري. مفسران باوري دي چې د روژې وجوب یوازې له مومنانو سره نه دی ځانګړی او هغه ټول کسان چې اسلام یې منلی دی پکې شاملیږي، که څه هم پیاوړی ایمان ونه لري. په دې ایات کې له اسلامه په مخکې شریعتونو کې د روژې واجبوالي ته هم اشاره شوې او تقوا د روژې له فایدو بلل شوې ده.

متن او ژباړه

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(۱۸۳)
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی روژه پر تاسو مقرر شوې ده هماغه شان چې تر تاسو په مخکې کسانو مقرر شوې وه، ښایي پرهېزګار شئ.

پر مومنانو د روژې واجبوالی

د بقرې سورې ۱۸۳ ایت چې د روژې د واجبوالي په اړه دی د اسلامي شریعت یو حکم دی. په بحر المحیط تفسیر کې د ابوحیان اندلسي (وفات ۷۴۶) په وینا د بقرې سورې په تېر ایت کې د اسلام د ارکانو درې موردونه (ایمان ، لمونځ او زکات) تشریع شوي او په دې ایت کې څلورم رکن یعنې روژه بیان شوې ده.[۱] علامه طباطبايي دغه آيت د نورو دوو آيتونو تر څنګ د رمضان مياشتي د روژې د وجوب په اړه هم غور کوي.[۲]

د روژې واجبوالی له مومنانو سره مخصوص نه دی

مفسران په دغه ایت کې د روژې وجوب یوازې له مومنانو سره ځانګړی نه ګڼي؛ بلکې هغه ټول کسان پکې شاملیږي چې اسلام دین یې منلی دی، که څه هم پیاوړی ایمان ونه لري.[۳] له امام صادق(ع) په یو روایت کې راغلي چې دا حکم ټولو ګمراهانو، منافقانو او هر هغه کس ته چې اسلام یې منلی دی شاملیږي.[۴] علامه طباطبایي وایي په دې آیت کې د «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی» له عبارته استفاده د خپل ایمان صفت ته د خلکو د پام اړولو لپاره راغلې ده چې هغه احکام چې د پالونکي له لوري یې راځي ومني.[۵]

د ناصر مکارم شیرازي په وینا، دې ته په پام سره چې روژه له سختۍ او مشقت سره یو ځای ده، په آیت کې داسې تعبیرات کارول شوي چې د ا نسان روح یې منلو ته تیار وي او په همدې اساس ده چې امام صادق(ع) فرمایي: د يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا د خطاب خوند داسې دی چې د دغه عبادت سختي له مینځه وړي.[۶]

له اسلامه په مخکې شریعتونو کې د روژې وجوب

له اسلامه مخکې د شریعتونو په پېروانو د روژې وجوب هم په ایت کې تصریح او جوت شوی دی. په دې کې چې د تېرو شریعتونو له پېروانو مطلب کوم کسان دي او روژه په هغوي په کوم ډول مقرر شوې وه، مختلف قولونه وړاندې شوې دي. شیخ طوسي یې دریو قولونو ته اشاره کوي : ځینو ویلي چې روژه د مسلمانانو په شان په هغوي هم څو ورځې واجبه وه. ځینو د مسلمانانو او د تېرو قومونو تر مینځ د روژه نیولو د وخت په فرق هم تحقیق کړی دی.[۷]

علامه طباطبایي آیت په تېرو شریعتونو کې او هغو کسانو چې روژه پرې واجبه شوې وه د کیفیت او څرنګوالي د بیان په مقام کې نه ګڼي؛ بلکې د هغه په نظر د تېرو شریعتونو د پېروانو لپاره د روژې وجوب ته اشاره، د روژې د تشریع د منلو لپاره د مسلمانانو د ذهني تیارۍ او د دې لپاره ده چې روژه سخته ونه ګڼي.[۸] هغه په دوام کې وایي چې په تورات او اوسنیو انجیلونو کې د روژې وجوب نه موندل کیږي که څه هم په دغه کتابونو کې د روژې ستاینه شوې او ځینې یهودیان د مسلمانانو له روژې په مختلف شکل سره روژه نیسي. علامه طباطبایي په اخر کې په قرآن کې د حضرت زکریا او بي بي مریم د روژې کیسې ته اشاره کوي چې د مسلمانانو له روژې سره فرق لري.[۹]

د روژې فلسفه

علامه طباطبایی باوري دی چې د قرآن د تعلیماتو مطابق د اطاعت او نافرمانۍ اثار په خپله انسان ته راګرځي او د روژې په اړه هم د هغې اثار چې د ایت په اخري جمله «ښایي پرهیزګار شئ» کې بیان شوي دي[۱۰] مکارم شیرازي هم د روژې د وجوب فلسفه د صوم ایت وروستۍ جمله د «ښایي چې پرهېزګار شئ» عبارت ګڼي او عقیده لري چې روژه د تقوا او پرهیزګارۍ د پاللو او زیاتولو لپاره یو موثر لامل دی.[۱۱]

فوټ نوټ

  1. ابوحیان اندلسی، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۱۷۷.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵.
  3. رک: شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۱۵، طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۴۹۰، بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۸۵.
  4. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۷۸.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۶۲۴.
  7. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۱۵.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۷.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۸.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۶۲۳ـ۶۲۴.

سرچينې

  • ابوحیان اندلسی، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تهران، المطبعه العلمیه، ۱۳۸۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.