د سلمان رشدي د قتل حکم

د wikishia لخوا

د سلمان رشدي د قتل حکم د شیطاني ایتونو د کتاب د لیکوال سلمان رشدي او د دغه کتاب له مینځ پانګې د خبَرو خپروونکو د ارتداد او وژلو په اړه د امام خمیني فتوا ده. دغه فتوا د ۱۳۶۷ل کال د سلواغې په ۲۵ ورکړې شوه. دا حکم له اسلامه په دفاع کې د شیعه مرجعیت د طاقت ښودونکی ګڼل شوی دی. ټولو اسلامي مذهبونو د دغه فتوا ملاتړ وکړ. سلمان رشدي د فتوا له خپرېدو وروسته په لندن کې له خپل کوره وتښتېد او پینځه میاشتې یې د پولیسو په څارنه کې ۵۷ ځله خپل استوګنځی بدل کړ.

د سلمان رشدي د قتل حکم له خپرېدو وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ په ایران کې عمومي ویر اعلان شو. خلکو په مختلفو سیمو کې په لاریونونو او په جوماتونو او امامباړو کې په راغونډېدو سره د شیطاني ایتونو کتاب له چاپه خپله کرکه اوغوسه وښودله او د امام خمیني د حکم ملاتړ یې وکړ.

د مختلفو هیوادونو مسلمانانو د بیانیو په خپرولو او د غونډو په جوړولو سره د سلمان رشدي د قتل له فتوا خپل ملاتړ اعلان کړ لبنانی ځوان مصطفی مازِح د ۱۳۶۸ لمریز کال د زمري په ۱۴ او ابراهیم عطایي په ۱۳۶۸ ل کال کې د سلمان رشدي د وژلو اراده وکړه چې د هغه د ساتونکي ټيم له خوا شهیدان کړی شول. هادي مَطَر په ۱۴۰۱ ل کال کې په نیویارک کې په سلمان رشدي په برید سره د هغه د ښۍ سترګې د ړندېدو او د ګوتو د احساس د ختمېدو سبب شو.

ځینو فقیهانو د سلمان رشدي د قتل د حکم مبنا پېغمبر ته د کنځل کولو او د فطري مرتد د حکم مطابق ګڼلې ده.

د سلمان رشدي د قتل د حکم کیسه او اهمیت یې

په ۱۹۸۸م/ ۱۳۶۷ل کال کې د شیطاني ایتونو په نوم یو کتاب خپور شو چې د اکثره مسلمانانو په باور اسلام او حضرت محمد(ص) ته یې د سپکاوي مطالب لرل. د ایران د اسلامي جمهوریت لارښود او د تقلید مرجع د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۵ په یوې فتوا کې د شیطاني ایتونو د کتاب لیکوال او د هغې له مینځپانګې خبر چاپوونکي په اعدام او وژلو محکوم کړل.[۱]

د هغه د فتوا متن په دې ډول دی:
بسمه تعالی

«إِنّا للَّه و إنّا إِلیهِ راجِعون. د ټولې نړۍ غیرتمنو مسلمانانو ته دا خبر ورکوم چې د «شیطاني ایتونو» د کتاب مولف چې د اسلام، پېغمبر او قرآن په خلاف لیکل، چاپ او خپور شوی دی، همداراز د هغې له مینځپانګې خبر خپروونکي، په اعدام محکوم دي. له غیرتمنو مسلمانانو غواړم چې په هر ځای کې چې هغوي ومومي، زر تر زره یې ووژني چې نور څوک جرات ونه کړي چې د مسلمانانو د سپېڅلتیاوو سپکاوي وکاندي او هر څوک چې په دې لاره کې ووژل شي، شهید دی، ان شاء الله. ضمنا، که څوک د کتاب مولف ته لاسرسی لري خو په خپله یې د وژلو وس نه لري، هغه خلکوته وروپېژني چې د عمل سزا یې وویني. والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته. روح الله موسوي خمیني[۲]»

اهمیت

د سلمان رشدي په قتل د امام خمیني حکم یو تاریخي حکم او د اسلام د مخالفانو د چلولونو په وړاندې د شیعه مرجعیت د هوښیارۍ او طاقت او له سپېڅلتیاوو څخه د دفاع د توان نښه ګڼل شوې ده.[۳] له دې فتوا ټولو اسلامي مذهبونو ملاتړ وکړ.[۴] د ډیلي د اهل سنت امام سید عبد الله بخاري، هغه د امام خمیني د اګاهۍ او نبوغ نښه وبلله. د سوریې د وخت مفتي اعظم احمد کفتارو هم د ۱۳۶۷ کال د کب په لسمه د رشدي د محاکمې او سزا په ضرورت یوه فتوا ورکړه.[۵] د ایت الله خامنه اي په باور، دا حکم د شیطاني ایتونو د کتاب په لویدیځو پلویانو او په استکبار پیاوړې ګوزار و چې هغوي یې دفاع ته اړ کړل او مورال یې ورکمزوری کړ.[۶] په لبنان کې سید محمد حسین فضل الله هم دغه فتوا په استکبار او لویدیځې نړۍ لوی ګوزار وباله.[۷]

د سلمان رشدي د قتل د حکم فقهي بنسټونه

ځينو فقیهانو د سلمان رشدي د قتل حکم د فقې له احکامو راخستی ګڼلی دی. د سید هادي خسروشاهي په وینا، د سلمان رشدي د اعدام حکم پېغمبر(ص) ته د کنځل کوونکي او مرتد حکم دی[۸] چې د اسلامي مذهبونو ټول عالمان پرې د نظر اتفاق لري.[۹] موسوي اردبیلي هم د دغه فتوا په بیان کې، سلمان رشدي فطري مرتد وګاڼه چې د اسلام له نظره، توبه یې نه قبلیږي.[۱۰]

د سلمان رشدي غبرګون

د دغه حکم د صادریدو په وجه د اسلام نړۍ غوسه اوج ته ورسېده او سلمان رشدي، د ۱۳۶۷ل کال د سلواغې په ۲۹ له خپل راتلونکي د وېرې په وجه، په یوې بیانیې کې له مسلمانانو بخښنه وغوښتنه[۱۱] هغه د فتوا له صادرېدو وروسته، په لندن کې له خپل کوره وتښتېد او پینځه میاشتې یې د پولیسو په څارنه کې ۵۷ ځله خپل استوګنځی بدل کړ.[۱۲] هغه له انګلسي ورځپاڼې ډيلي میل سره په یوه مرکه کې د خپل اعدام حکم له اورېدو وروسته د خپل لومړي احساس په اړه وویل:« ښه احساس نه و. احساس مې کړه چې زه یو مړ انسان یم... بې له شخصي ساتونکي پلي ګرځېدل، سودا ته تلل، د کورنۍ لیدل، په الوتکه کې الوت او دا ټول په هغه وخت کې زما لپاره ناممکن وو.»[۱۳]

انعکاس

د امام خمیني له فتوا وروسته د سلمان رشدي په خلاف د لبنان د مسلمانانو د لاریون انځور

د سلمان رشدي د قتل حکم په ایران کې دننه او بهر پراخ انعکاس درلود:

په ایران کې د ننه انعکاس

د سلمان رشدي د وژلو د حکم له خپرېدو وروسته، د ایران د هغه وخت حکومت د امام خمیني په امر، د ۱۳۶۷ل کال د سلواغې ۲۶ په ایران کې عمومي ویر اعلان کړ. خلکو په مختلفو سیمو کې په لاریونونو او په جوماتونو او امامباړو کې په راغونډېدو سره د اسلام په خلاف د شیطاني ایتونو کتاب له چاپه خپله کرکه او د امام خمیني له حکمه خپل ملاتړ اعلان کړ.[۱۴]

اسلامي شورا په دو فوریتي قید سره، له انګلستان سره د اړیکو بشبړ غوڅول تصویب کړل او ۱۷۰ استازو په یو لاسلیک کړي لیک کې د شیطاني ایتونو کتاب له خپرېدو سره د بین المجالس کانفرس د مناسبې مقابلې غوښتنه وکړه.[۱۵] د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۷ د ۱۵ خرداد فاونډیشن مشر حسن صانعي، د سلمان رشدي د ایراني قاتل لپاره شل میلیونه تومانه او د بهرني قاتل لپاره یو میلیون ډالره انعام وټاکه د دغه انعام اندازه په ځلونو زیاته شوه او د ۱۳۹۱ ل کال په وږي کې درې نیم میلیون ډالرو ته ورسیده.[۱۶]

نړیوال غبرګون

د امام خمیني لخوا د سلمان رشدي د وژلو حکم په نړۍ کې پراخ غبرګون درلود.[۱۷] د نړۍ په رسنیو کې د دغه پېغام له پراخ غبرګونه وروسته، سلمان رشدي او ملاتړي او د کتاب چاپوونکي یې په مختلفو هیوادونو کې له ګواښ او حملو سره مخ شول.[۱۸] په مختلفو هیوادونو لکه انګلستان، ملایشیا، ایټالیا، فرانسې، ګینه، ترکیې، ارجنټاین، سوډان، اسټریلیا، هانګ کانګ، کاناډا، اسپانیا، او فنلانډ مسلمانانو او د امریکا د مسلمانانو اتحادیې، د جبل عامل د عالمانو پلاوي، د سري لنکا د مسلمانانو کانګرس، د یوګنډا اسلامي شورا او د نایجیریا د اسلامي چارو لوړې شورا د بیانیو په خپرولو او د غونډو په جوړولو سره، د رشدي د قتل له فتوا خپل ملاتړ اعلان کړ.[۱۹] په الجزایر کې د شیطاني ایتونو په خلاف د «شیطان غرب» په نامه کتاب خپور شو دغه کتاب د سلمان رشدي د قتل د حکم په انعکاس سره د امام خمیني قدرونه وکړه.[۲۰] په هند، جنوبي افریقا، تنزانیه، ملایشیا، مصر او عربستان کې د شیطاني ایتونو د کتاب پلور منع شو.پنګوئن خپرنځی چې په انګلستان کې یې د شیطاني ایتونو کتاب خپور کړی و خپلې امنیتي تابیاوې زیاتې کړې. همدراز د امریکا او انګلستان په شان هیوادونو کې د دغه کتاب د ځينو چاپوونکو په دفترونو حملې وشوې.[۲۱] چین هم د ۱۳۶۸ کال د زمري په ۲۸ د شیطاني ایتونو د کتاب خپرېدل منع کړل.[۲۲]

د مصطفی مازح تصویر، هغه کس چې په لومړي ځل یې د امام خمیني حکم د اجرا کولو اقدام وکړ

له بلې خوا، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج بوش، د ۱۳۶۷ کال د کب په دریمه، له سلمان رشدي د ملاتړ په اعلان سره، د ایران له خوا د هغه په مرګ ګواښل د امریکا د ګټو په خلاف ګواښ وباله.[۲۳] د انګلستان خارجه وزیر جفري هاو، د رشدي د وژلې د حکم په خپرېدو او تاثیر سره د خپل دریځ په بدلولو سره اسلام ته د انګلستان د دولت د درناوي او د شیطاني ایتونو له کتابه د هغه د جدایۍ خبره وکړه.[۲۴] د اروپا د ګډ بازار غړو دولسو هیوادونو، خپل سفیران یا د دپلماتیکو پلاویو مشران له ایرانه وروبلل او ایران ته د د لوړ رتبه مقاماتو هر ډول ورتګ او یا ورسره تماس یې لغوه کړ.[۲۵] د امریکا دولت په رسمي توګه د شوروي له خوا د امام خمیني د حکم د غندلو غوښتنه وکړه؛ خو د شوروي د وقت خارجه وزیر شوارد ناتزِه په غبرګون کې وویل چې لویدیځ باید د ایران ارزښتونو ته درنښت وکړي.[۲۶]

لبناني ځوان مصطفی مازِح،[۲۷] او ابراهیم عطایي[۲۸] په ۱۳۶۸ ل کال کې د سلمان رشدي د وژلو اراده لرله چې د هغه د حفاظتي ټیم له خوا شهیدان شول. سلمان رشدي باندي د ۱۴۰۱ل کال د زمري په ۲۱ په نیویارک کې د وینا په وخت د نیوجرسي یو ځوان د چاقو برید وکړ او په څټ یې ژوبل کړ.[۲۹] د سلمان رشدي وهونکی هادي مطر ۲۴کلن ځوان و چې په دې حملې سره یې د سلمان رشدي ښۍ سترګه ړنده کړه او د هغه د ګوتو حس ختم شو.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، بخش۲، ص۲۶۳.
  2. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، بخش۲، ص۲۶۳.
  3. «صدور حکم ارتداد سلمان رشدی، برگی از پاسداری و دفاع امام خمینی از مقدسات و آرمان های مسلمین است»، سایت امام خمینی.
  4. «فتوایی که هر ساله خرج روی دست انگلیس می‌گذارد»، سایت تابناک.
  5. «فتوایی که هر ساله خرج روی دست انگلیس می‌گذارد»، سایت تابناک.
  6. «عکس‌العمل امام همه‌ آنها را غافلگیر کرد»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای.
  7. «فتوایی که هر ساله خرج روی دست انگلیس می‌گذارد»، سایت تابناک.
  8. خسرو شاهی، آیات شیطانی و اسلام‌ستیزی غرب، ۱۳۹۸ش، ص۱۲۱.
  9. خسرو شاهی، آیات شیطانی و اسلام‌ستیزی غرب، ۱۳۹۸ش، ص۱۱۴ و ۱۱۸.
  10. واعظ زاده خراسانی، «سمینار مقدماتی تبیین حکم امام(ره) درباره نویسنده کتاب آیات شیطانی»، ص۴.
  11. مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۱۲.
  12. «مبانی فقهی حکم ارتداد سلمان رشدی نویسنده آیات شیطانی»، خبرگزاری مهر.
  13. «فتوایی که هر ساله خرج روی دست انگلیس می‌گذارد»، سایت تابناک.
  14. «حکم ارتداد و اعدام سلمان رشدی»، سایت امام خمینی؛ مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۴۵ - ۴۶.
  15. مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۴۵.
  16. خارکوهی، «تاملی بر توطئه آیات شیطانی و واکنش‌های جهانی آن»، ص۲۱۲.
  17. «تأکید بر اجرای حکم تاریخی امام خمینی(ره) درباره‌ی سلمان رشدی»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای.
  18. خارکوهی، «تاملی بر توطئه آیات شیطانی و واکنش‌های جهانی آن»، ص۲۰۹ ـ ۲۱۰.
  19. «تیری که بر هدف خواهد نشست»، سایت آیت‌الله خامنه‌ای.
  20. «قضیه آیات شیطانی و فتوای تاریخی امام»، سایت انقلاب اسلامی.
  21. «تیری که بر هدف خواهد نشست»، سایت آیت‌الله خامنه‌ای.
  22. مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۵۰.
  23. مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۴۷.
  24. خارکوهی، «تاملی بر توطئه آیات شیطانی و واکنش‌های جهانی آن»، ص۲۱۶.
  25. مؤسسه فرهنگی قدر ولایت، آیات شیطانی؛ بارزترین جلوه دشمنی استکبار جهانی با اسلام ناب محمدی، ۱۳۸۸ش، ص۴۷.
  26. خارکوهی، «تاملی بر توطئه آیات شیطانی و واکنش‌های جهانی آن»، ص۲۱۵ ـ ۲۱۶.
  27. «تیری که بر هدف خواهد نشست»، سایت آیت‌الله خامنه‌ای.
  28. «سلمان رشدی و کتاب آیات شیطانی»، وبسایت راسخون.
  29. «حمله به سلمان رشدی در آمریکا»، خبرگزاری تسنیم؛ «حمله با چاقو به سلمان رشدی»، خبرگزاری یورو نیوز.
  30. «چشمِ راست «سلمان رشدی»، کور شد»، خبرگزاری مهر.

سرچينې