د استرجاع آیت
د اِسْتِرْجاع آیت (بقره: ۱۵۶) د خدای لور ته د انسان بیرته راستنیدل ته اشاره لري. دا ایت یو مستحب ذکر دی چې د مصیبتونو او سختیو په وخت ویل کیږی.د شیعه په تفسیرونو منجمله تبیان او مجمع البیان تفسیر کې دغه آیت د خدای تعالی په بندګۍ د اقرار او د قیامت ورځې د منلو نښه ګڼل شوې ده. علامه طباطبایي هم د استرجاع ایت د معنې په اړه ویلي چې که انسان پوه شي چې حقیقي مالکیت د خدای دی او د انسان مالکیت ظاهري او صوري دي، نو په دې بڼه کې به نه د یو شي په لاسته راوړلو خوشاله او غره کیږي او نه به یې له لاسه په تللو خپه او غمجنیږي.
د یو روایت په اساس چې علامه حلي او ابن شهر آشوب په خپلو کتابونو کې نقل کړي، استرجاع ایت وروسته له هغه نازل شو چې امام علي(ع) د خپل تره حمزه یا ورور جعفر د شهادت خبر واورېد او وې ویل:« انا لله و انا الیه راجعون»
له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې څوک چې په مصیبتونو کې د استرجاع ایت په ژبه جاري کړي، له هغو کسانو دی چې جنت ته به ځي. فضل بن حسن طبرسي په استرجاع آیت کې یو روایت ته اشاره کړې چې پر اساس یې، خدای تعالی د هغو کسانو چې استرجاع کوي یعنې د مصیبت په وخت رایاد کړي چې له خدایه دي او د هغه لور ته به ورګرځي، مصیبتونه جبرانوي او آخرت یې ښه کوي.
متن او ترجمه
د بقرې سورې د ۱۵۶ ایت یوه برخه چې انسانان له خدایه او د هغوي ستنېدل د خدای په لور ګڼي، په استرجاع ایت مشهور دی.[۱]
الَّذِینَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِیبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلهِ وَ إِنَّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ ﴿۱۵۶﴾
[بې شکه] هغه کسان چې کله ورته یو مصیبت ورسیږي وایي:«مونږ له خدایه یوو، او د هغه لور ته به ستنېږو»[۲]
د آیت معنا او تفسیر
د یوولسمې هجري پېړۍ مفسر فیض کاشاني په صافي تفسیر کې په استرجاع ایت کې د مصیبت معنا په یو روایت په تکیې سره، هره هغه چاره ګڼلې چې مومن وځوروي.[۳] د پینځمې هجري پېړۍ مفسر شېخ طوسي په تفسیر تبیان او په شپږمې هجري پېړۍ کې شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي په مجمع البیان تفسیر کې، د استرجاع ایت د یو لړ مفاهیمو منجمله د خدای په بندګۍ او د قیامت په ورځې د اقرار لرونکی ګڼلی او په مصیبتونو او سختیو کې د دغه ایت ویل یې د خدای د غوښتنې د منلو او د هغه په تدبیر د راضي کېدو په معنا ګڼلی دی.[۴]
فضل بن حسن طبرسي د استرجاع ایت په تفسیر کې یو روایت ته اشاره کړې چې پر اساس یې، خدای تعالی د هغه کسانو چې استرجاع کوي یعنې د مصیبت په وخت رایادوي چې له خدایه دي او خدای ته به ورګرځي، مصیبتونه جبرانوي او د هغوي اخرت ښه کوي.[۵] هغه همداراز له امام صادق(ع) یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې د مصیبت په وخت استرجاع کوونکي، جنت ته له تلونکو څلورو ډلو څخه یوه ډله ده.[۶] امام علي(ع) په یو روایت کې د استرجاع ایت داسې شنلی چې کله وایو « انا لله»(مونږ ټول له خدایه یوو) یعنې اقرار مو کړی چې د خدای مملوک یوو او هغه زمونږ مالک دی او کله چې وایو«انا الیه راجعون» (زمونږ جاروت هغه ته دی)یعنې اقرار مو کړی چې ختمیږو او مړه کیږو به.[۷] په استرجاع د دغه ایت د نومولو سبب د ایت دوهمه برخه «انا الیه راجعون» دی چې خدای ته په جاروتلو اقرار دی»
علامه طباطبایي په تفسیرالمیزان کې د استرجاع د معنې په اړه ویلي دي چې که انسان پوه شي چې حقیقي مالکیت د خدای دی او د انسان مالکیت ظاهري او صوري دی، نو په دې بڼه کې یې نه کوم شی د خوشالۍ او غرور سبب کیږي او نه به یې له لاسه د کوم شي ورکول غمجن او خپه کړي.[۸] طباطبایي له خپل استاد سید علي قاضي نقل کړي چې هغه د نفساني ارادو او اغراضو د ختمولو لپاره د احراق د طریقې سپارښتنه کوله او دا طریقه یې د استرجاع د ایت په شان له قرآن کریمه الهام اخستې وه. په دې طریقه کې، سالک باید پوه شي چې هر څه د خدای ملکیت او مال دی او هغه ذاتي فقر لري او دا تفکر د هغه د ټولو نیتونو او صفتونو د سوزول کېدو سبب کیږي نو ځکه ورته احراق وایي.[۹]
شرعي استحباب
په شپږمه پېړۍ کې د شیعه فقیه شهید اول په وینا د مصیبت په وخت د استرجاع ذکر (إنا لله و إنا إلیه راجعون) مستحب دی.[۱۰] او ډېر روایتونه د دې ښودنه کوي چې پېغمبر او معصومانو په مصیبتونو کې د استرجاع د ویلو سپارښتنه کړې ده.[۱۱] په دیارلسمه هجري پېړۍ کې د شیعه فقیه صاحب جواهر په وینا، د مړو د ښخولو په وخت هم د استرجاع ویل مستحب دي.[۱۲]
د نزول شأن
د هغه حدیث پر بنسټ چې علامه حلي په نهج الحق و کشف الصدق کتاب کې د استرجاع ایت د نزول د شان په اړه راوړی دی امام علي(ع) وروسته له دې چې د خپل تره حمزه د شهادت خبر یې واروېد «إنا لله و إنا الیه راجعون» یې په خلې جاري کړ اوله دې وروسته دغه ایت نازل شو.[۱۳] د یو بل روایت په اساس چې د شپږمې هجري پېړۍ شیعه محدث او مفسر په مناقب آل ابی طالب کې نقل کړی، وروسته له دې چې پېغمبر(ص) د جعفر بن ابیطالب د شهادت خبر په موته غزا کې امام علي(ع) ته ورساوه او هغه وویل: «إنا لِله و إنا إلیهِ راجِعون»، دغه آیت نازل شو.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ وگورئ: علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۲۰۹.
- ↑ وګورئ: ترجمه محمدمهدی فولادوند
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۰۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۳۷؛ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۲، ص۳۹-۴۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۳۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۳۷.
- ↑ نهجالبلاغه، کلمات قصار، شماره ۹۹
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰، ج۱، ص۳۵۳-۳۵۴.
- ↑ رسالۀ سیر و سلوک، شرح حسینی طهرانی، ص۱۴۷- ۱۴۸؛ حسینی طهرانی، رساله لب اللباب، ص۱۲۴- ۱۲۵.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعة، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۴۹.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۹.
- ↑ صاحب جواهر، جواهر الکلام، بیروت، ج۴، ص۳۱۰.
- ↑ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۰۹.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، انتشارات علامه، ج۲، ص۱۲۰.
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب، با تصحیح و تعلیقه سید هاشم رسولی محلاتی، قم، مؤسسه انتشارات علامه.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، با مقدمه آقابزرگ طهرانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- صاحب جواهر، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الأحکام، با تحقیق و تعلیقه شیخ عباس قوچانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، با تصحیح و تحقیق و تعلیقهٔ سید هاشم رسولی محلاتی و سید فضلالله یزدی طباطبایی، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دارالکتاب اللبنانی و مکتبة المدرسة، ۱۹۸۲م.
- علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاهمرتضی، تفسیر الصافی، با تصحیح و مقدمه و تعلیقه حسین اعلمی، تهران، مکتبة الصدر، ۱۴۱۵ق/۱۳۷۳ش.