د سید حسني پاڅون

د wikishia لخوا

د سید حسني پاڅون د امام مهدي(عج) د رامینځته کیدو نښه ده. د روایاتو په وینا، سید حسني یو ځوان دی چې د ډیلم څخه راپورته کیږي او غژ کوي چې تاسو د امام مهدي(عج) ته بلنه ورکولو سره موافق یاست او دا چې د تالقان سړي ورسره مرسته کوي. د سید حسني پاڅون د امام مهدي(عج) رامینځته کیدو سره مترادف دی. په کوفه یا نږدې کې، هغه د امام مهدي(عج) سره بیعت کوي.

د بل روایت له مخې، هغه په مکه کې پاڅون کوي او د خلکو لخوا وژل کیږي. ځینو د دی روایت پر بنسټ احتمال ورکړی ده چې سید حسني هماغه نفس زکیه دی چې په مکه کې وژنه د ظهور ډاډه نښه ګنل کیږي. ځینو د دې روایت اعتبار، تر پوښتنې لاندې کښیدلي ده.

د ظهور نښه

په ځینو روایاتو کې د سید حسني په نوم د ظهور کیدو یوې نښې په توګه یاد شوی. [۱] د مثال په توګه، د البیان په خطبه کې، چې یوه برخه یې د رامینځته کیدو نښو په اړه ده، سید حسني د هغه پاڅون او د امام مهدي سره د هغه چلند په اړه بحث شوی.[۲]

د شیعه څیړونکۍ نجم الدین طبرسي په وینا، اوه یا اته حدیثونو د «د سید حسني» مسئله په ګوته کړې،[۳] کوم چې د حسني پاڅون د ظهور له علایم ګني. [۴] د هغه په وینا، دا بیانات د استفاضه(فیض او موخه اخیستل)په کچه کې دي، او له دوی ډاډ ګیرنۍ لاس ته راځې چې ځینې یې له معصوم څخه صادر شوي که څه هم دوی په تفصیل سره توپیر لري.[۵]

په احقاق الحق کتاب کې د قاضي نورالله شوشتري په نقل، د بیان له مخې سید حسني د امام حسن مجتبي(ع) یو له اولادو څخه دی. [۶] کله چې امام مهدي(عج) راپورته شو، هغه د اردو سره امام ته بیعت کوي.[۷]

د پاڅون څنګتیا

د نجم‌الدین طبرسي په وینا؛ د سید حسني پاڅون توضیحاتو په اړه مختلف روایتونه دي.[۸] دوی د ځینو رواياتو پر بنسټ؛ د هغه پاڅون له ډیلم څخه پیل کیږي او کوفي ښار یا نږدې کې امام مهدي سره بیعت کوی. [۹] د یو شمیر نورو روایتونو پر بنسټ، هغه په مکه کې وژل کیږي.[۱۰]

امام صادق(ع) ته منسوب شوي د حدیث پراساس، سید حسني یو ښکلۍ ځوان دی چې له ډیلم څخه پاڅون کوی او غژ به پورته کوی: ای د احمد آله، د هغه چا په بلنه موافقه وکړئ چې تاسو د هغه په غیبت کې غمجن یاست. د تالقان سړي چې اسپنه ایمان لري د امام مخالفین وژني او کوفه ته ننوځي. پدې وخت کې، د ځمکې ډیری سیمې د ملحدینو له شتون څخه سپیحلی شوي دي. دوی کوفی ښار د اوسیدو ځای کې و ټاکه. کله چې د امام مهدي(عج) د ظهور خبر، سید حسني او د هغه ملګرو ته رسيږی، نو هغه د نښو غوښتنه کوي او د حضرت مهدي څخه د کرامتي(د لورتیا او عصمت نښه) لیدو وروسته، هغه او د هغه اردو امام ته ژمنې او بیعت کوي، د ۴۰۰۰۰ کسان پرته، هغه چا څخه چې قران لري، دوی د زیدي په نوم پیژندل کیږي او د بیعت کولو څخه به ډه ډه کوي.[۱۱]

د بل روایت پر بنست، هغه د امام مهدي(عج) د رامینځته کیدو په جریان کې په مکه ښار راپورته شو او د خلکو لخوا وژل شوی او دهغه سر، شامي ته لیږي. البته، پدې داستان کې، د سید حسني وتل د فرج له نښه ګنل کیږي نه د مهدي د ظهور نښه. دا د عباس اولادو‌ له اختلاف څخه او د دوی له ضعیف کیدو څخه، بیانونه را منځته شوی ده. دې حدیث دسند اعتبار او مینځپانګې له پلوه دواړه د پوښتنې وړ دي او پکې تردید شوي ده.[۱۲]

آیا سید حسني هماغه نفس زکیه دی؟

ملا صالح مازندراني د الکافی کتاب، شرح کونکۍ د ظهور د نښو په اړه په یوه حدیثي وضاحت کې، احتمال وړکړی ده چې سید حسني هماغه نفس زکیه دی.[۱۳] دلیل دا دی چې د مکې د خلکو په لاس کې د سید حسني وژنې او د امام مهدي د رامینځته کیدو په جریان کې سفیانی ته د نفس زکیی سر، لیږلو راپور ورکوي. [۱۴] نفس زکیه د امام حسین(ع) له نسل [۱۵] یو څوک دی چې د مکې سره، په مسجد الحرام کې د رکن او ابراهیم دریځ تر مینځ،[۱۶] وژنه کیږی‌، او د هغه وژنه د امام مهدي د ظهور ځینې حتمی نښې ګنل کیږي.[۱۷]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. مجلسی ته وګورۍ، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۶؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۲۵، ح۲۸۵؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۰.
  2. طبسی، «سید حسنی در خطبه البیان از سند تا متن» ص۵۲.
  3. طبسی، «نگرشی در روایات حسنی»، ص۲۶.
  4. طبسی، «نگرشی در روایات حسنی»، ص۴۷.
  5. طبسی، «نگرشی در روایات حسنی»، ص۴۷.
  6. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج‏۲۹، ص۴۴۸.
  7. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج‏۲۹، ص۴۴۸.
  8. طبسی، «نگرشی در روایات حسنی»، ص۴۷.
  9. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۵-۱۶.
  10. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۲۵، ح۲۸۵؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۰.
  11. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۶؛ یزدی حائری، الزام الناصب، ۱۴۲۲ق، ج‏۲، ص۲۱۸.
  12. محمدی ری‌شهری ته وګورۍ، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۳۹-۴۴۱.
  13. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۰ق، ج‏۱۲، ص۴۱۴.
  14. سلیمان ته وګوره، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۸.
  15. مجلسی ته وګوره، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۲۲۳.
  16. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱.
  17. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۵۰، ح۷.

سرچینې

  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
  • شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، مقدمه شهاب‌الدین مرعشی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیة‌الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • طبسی، نجم‌الدین، «نگرشی در روایات سید حسنی»، انتظار موعود، ش۳۱، زمستان ۱۳۸۸ش.
  • طبسی، نجم‌الدین، «سید حسنی در خطبه البیان»، انتظار موعود، ش ۳۲، بهار و تابستان ۱۳۸۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، ملامحمدصالح بن احمد، شرح الکافی -الاصول و الروضه، تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الاسلامیة، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • یزدی حائری، علی، الزام الناصب فی اثبات الحجة الغائب، تصحیح علی عاشور، بیروت، مؤسسه الاعلمی، ۱۴۲۲ق.