احقاق الحق و ازهاق الباطل (کتاب)

د wikishia لخوا
دوتنه:کتاب احقاق الحق.jpg
د احقاق الحق کتاب د پوښ انځور د سید شهاب الدین مرعشي نجفي له یادښتونو او ضمیمو سره

اِحْقاقُ الحَقّ و اِزْهاقُ الباطِل چې د احقاق الحق په نامه مشهور دی، یو کلامي کتاب دی چې یو شیعه عالم قاضي نورالله شوشتري(وفات 1019 هجري ق) لیکلی دی. دا کتاب د امام علی(ع)، د امامت او ولایت په دفاع کې، د شیعه مذهب د کلامي نظریو په بیان او د ابطال نهج الباطل او اهمال کشف العاطل کتاب په رد کې چې د نهمې قمري پیړۍ د سني عالم فضل الله بن روزبهان تالیف دی، لیکلی شوی دی.

په دې کتاب کې د قاضي نورالله شوشتری طريقه مناظره ده او پر کلامي بحثونو سربېره يې د فارسۍ او عربۍ شعرونه هم کارولي دي. په دې كتاب كې د شيعه او سني ترمېنځ ځينې اختلافي مسايل په تطبیقي توګه بحث شوي دي او د علامه حلي د كتاب نهج الحق په شان په برخو ویشل شوی دی. د کتاب محتوا کې له ځینې کتابونو لکه اثبات الهداة بالنصوص او المعجزات او بحار الانوار هم ګټه اخستی شوې ده.

د احقاق الحق کتاب په دوه او څلورو ټوکونو کې چاپ او خپور شوی او د دې کتاب ژباړې او تکملې هم لیکل شوي دي. د سيد شهاب الدين مرعشى نجفي تر څارنې لاندې د تعلیقات او ملحقات په شمول تر اوسه یې ۳۶ ټوکه چاپ شوي دي.

لیکوال

اصلي مقاله: سید نورالله حسیني شوشتري

سيد نورالله حسيني مرعشي (۱۰۱۹-۹۵۶هـ ق)[۱] چې په قاضي نورالله شوشتري مشهور دی، د صفوي دورې يو شیعه متکلم او فقيه دی.[۲] هغه د اکبر شاه ګورکاني (پاچاهي: 963-1014 هـ ق) په وخت کې هند ته لاړ او ځان يې د شافعي مذهب له پيروانو معرفي کړ.[۳] او په لاهور کې د قاضي مقام ته ورسېد.[۴]

د قاضي نورالله د کتاب مجالس المؤمنين په تر لاسه کولو سره چې د جهانګيرشاه د پاچاهۍ په زمانه کې (١٠١٤-١٠٣٧ هـ ق) ليکل شوى و، د قاضي نورالله شيعه شونه ثابته شوه او د قضاوت له دندې ګوښه شو او د نواصبو په لاس شهید شو؛[۵] البته د محمد علي مدرّس تبریزي په وینا، آقا بزرگ تهراني او نورو په وینا د هغه د شهادت لامل د احقاق الحق کتاب لیکل وو.[۶]

اهمیت

احقاق الحق کتاب د نهمې هجري پېړۍ د سني عالم فضل بن روزبهان د ابطال الباطل کتاب په ځواب کې لیکل شوی دی.[۷] ابطال الباطل کتاب د شیعه متکلم علامه حلي (وفات ۷۲۶ هـ ق) د کتاب نهج الحق د امامت د برخې په رد کې  لیکل شوی و.[۸]

د احقاق الحق کتاب مطالعه د شیعه او سنیانو ترمنځ د اختلافي مسایلو د روښانه کولو لپاره ګټور ګڼل کیږي.[۹] ويل شوي دي علامه مجلسي چې په دولسمه ميلادي پېړۍ کې يو شيعه محدث و، هغه د هر شيعه لپاره د دې کتاب لوستل ضروري ګڼل.[۱۰] همدا راز د میرزای قمي (وفات ۱۲۳۱ هـ ق) څخه نقل شوي دي چې هغه په ​​احقاق الحق کې د قاضي نورالله کلام د تحقیق او تتبع له نظره په نهج الحق کې د علامه حلي له کلام څخه غوره ګڼلی دی.[۱۱]

د قاضي نورالله په وینا هغه دا کتاب په ۱۰۱۴ هجري ق او اوو میاشتو کې لیکلی دی.[۱۲] سيد اعجاز حسين ګنټوري (وفات 1286 هـ ق) دغه موده د دې کتاب د بلی نسخې لیکلو لپاره کافي نه ده ګڼلې.[۱۳]

د احقاق الحق کتاب په لیکلو کې له ځینې کتابونو لکه اثبات الهداة بالنصوص او المعجزات او بحار الانوار ګټه اخستی شوې ده.[۱۴]

دا کتاب به د سند د یو عالم مولانا سید عبدالحسین (وفات ۱۳۸۱هـ ش) له خوا تدریس کیده.[۱۵]

طریقه

قاضي نورالله شوشتري په احقاق الحق کتاب کې د مناظرې طريقه کارولې ده. هغه په دې كتاب كې په کلامي موضوعاتو بسنه نه ده كړی، او د فارسۍ او عربۍ له شعرونو يې هم ګټه اخستې ده.[۱۶]

د احقاق الحق کتاب په سريزه کې د فضل بن روزبهان د خطبې متن نقل شوی او نقد شوی دی.[۱۷] بیا د علامه حلي د کتاب نهج الحق متن د «قالَ المُصَنِّفُ رَفَعَ اللهُ دَرَجَتَه؛ ليکوال چې الله پاک يې درجې لوړې کړي، وايي» یا «یَقولُ رَحِمَهُ الله؛ لیکوال چې خدای دې رحم پرې وکړي، وویل» ذکر شوي دي. له دې وروسته د فضل بن روزبهان د نهج الحق کتاب عبارت دې ټکو سره بیانوي: «قال الناصِبُ خَفَضَهُ الله؛ ناصبي چې الله یې ذلیله کړي، وایي» او له هغه وروسته د فضل بن روزبهان د قول په ردولو کې د لیکوال نظر د «اَقولُ؛ زه وایم» وړاندې شوی دی.[۱۸]

منځپانګه

د احقاق په کتاب کې د شیعه او سني تر منځ ځینې اختلافي مسایل په تطبیقي توګه مطرح شوي دي. د کتاب تقسیم بندي د نهج الحق کتاب ته ورته ده چې علامه حلي لیکلی دی.[۱۹] او محتوا یې په اتو برخو کې راغلې ده.

دې ته په پام چې د نورالله طريقه د خپل کتاب په تدوین او ترتیب کې داسې ده چې هغه د علامه حلي د «نهج الحق» یوه برخه راخلي او دې جملې سره یې بیانوي قال المصنف «رفع الله درجته» او ورپسې د فضل ابن روزبهان په عبارت د نيوکې لپاره د هغه عبارت نقلوي: قال الناصب «خفضه الله» راوړی او بیا د فضل د قول په ردولو کې د دواړو الفاظو په تحلیل سره خپل نظر وړاندې کوي. په همدې اساس د «احقاق الحق» په کتاب کې لومړۍ مطلب د (المسألة الاولى في الإدراك و فيه مباحث‌ المبحث الاول فى اعرفية الادراك) په عنوان سره د علامه حلي له کتاب «نهج الحق وکشف الصدق» سره پیل کړې ده. او بیا یې د فضل بن روزبهان په حواله چې هغه د ادراک معنی په مغالطې سره لیدل ګڼي او په پای کې قاضي نورالله د ابن روزبهان په قول څیړنه او نیوکه کوي.[۲۸] د کتاب اخرنۍ روایت د خداے د ګران رسول(ص) نه د زمانې د امام د ظهور او د هغه د واکمنۍ په اړه په دې موضوع سره دے چې په آخر زمانه کښې به د رسول الله(ص) امت له سخت امتحان سره مخامخ شي. خدای به له خپل امت څخه یو سړی راولیږلی او هغه به ځمکه وروسته له هغه چې هغه له ظلمه ډکه شوي وي له عدله ډکوي او د ځمکې او اسمان خلک به له هغه سره مینه کوي او اسمان به پر هغوي باران وروي او ځمکه به زرغونه کوي ( او دا نعمت، سوکالي او راحت) تر دې حده چې ژوندي به دا ارمان کوي چې ای کاش چې دوي مړه وای او لیدلی یې وای.[یادونه 1]

تکمله، توضیحات او ژباړې

د دلائل الصدق لنهج الحق کتاب انځور

په احقاق الحق باندې تکملې، شرحې او ژباړې لیکل شوي دي. له هغو ځینې:

  • دلائل الصدق لنهج الحق، د محمد حسن مظفر (وفات ۱۳۷۵ هـ ق) لخوا، چې یو شیعه عالم دی، د احقاق الحق د بشپړتیا لپاره.[۲۹]
  • هغه شرحې او ملحقات چې د سید شهاب الدین مرعشي نجفي تر څارنې لاندې په ۳۶ ټوکونو کې ( تر1392 کال پورې) د آیت الله مرعشي نجفي د کتابتون له خوا چاپ شوي دي.[۳۰] په دې شرحه کې له لومړي ټوکه تر دريم ټوک پورې، لومړۍ مسأله د (ادراک) تر پنځمې مسلې د (امامت) او له څلورم ټوک څخه بيا د امامت مسئله بيان شوې ده او ځينې مواد پکې اضافه شوي دي.[۳۱]
  • فارسي ژباړه: دا کتاب نصرالدین حسین بن عبد الوهاب بهبهاني په لاس د شاه سلیمان صفوي (۱۰۷۷-۱۱۰۵ هـ.ق) په زمانه کې د «ایضاح احقاق الحق» تر عنوان لاندې په فارسي ژبه ژباړلی شوی دی.[۳۲] همدارنګه میرزا محمد نائینی (وفات ۱۳۰۵ هـ ق) هم فارسي ته ژباړلی دی.[۳۳]
  • اردو ژباړه: دا کتاب د مولوي محمد علي سندي حائري هندي[۳۴] او سيد حسن کهجوري (وفات ۱۳۵۲ هـ ق)[۳۵] په لاس اردو ته ژباړلی شوی دی.

خطي نسخې

د احقاق الحق کتاب د خطي نسخې لومړی مخ چې د اسلامي شورا په کتابتون کې ساتل کیږي.[۳۶]

د احقاق الحق کتاب بېلابېلې خطي نسخې شته،[۳۷] ​​چې ځينې يې دا دي:

چاپ او نشر

احقاق الحق کتاب په ۱۲۷۳ هجري قمري کال کې په څلورو ټوکونو کې د لیتوګرافي په توګه په ایران کې خپور شو[۴۱] او په ۱۳۲۶ لمریز کال کې یې لومړۍ برخه په مصر کې خپره شوه.[۴۲] د مکتبة الاسلامیه مطبعې هم دغه کتاب په ۱۳۹۶ هجري کال کې په تهران کې خپور کړ.[۴۳]

دا کتاب په 1437هـ/2016م او 1438هـ/2017م کښې په نوي ډيلي کښې د ابوالزهراء المصطفوی په تحقیق سره د برّ صغیر د اثارو د احیا د مرکز لخوا چاپ شوی دی؛ البته تر 1438 هجري قمري پورې د دې کتاب دوه ټوکونه چاپ شوي وو چې د کتاب لومړي څلور مسئلې په کې له «ادراک» څخه تر«نبوت» پورې شاملې دي.[۴۴]

فوټ نوټ

  1. آزاد کشمیری، نجوم السماء، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۳.
  2. مدرس تبریزی، ریحانة‌الادب، ۱۳۶۹ش، ج۳، ص۳۸۴.
  3. صدر، تکملة أمل الآمل، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۱۷۳.
  4. مدرس تبریزی، ریحانة‌الادب، ۱۳۶۹ش، ج۳، ص۳۸۴.
  5. آزاد کشمیری، نجوم السماء، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۵.
  6. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، ۱۴۰۳ق، ج‏۱، ص۲۹۰؛ مدرس تبریزی، ریحانة‌الادب، ۱۳۶۹ش، ج۳، ص۳۸۶؛ قمی، الفواید الرضویه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۰۶۳.
  7. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، ۱۴۰۳ق، ج‏۱، ص۲۹۰.
  8. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، ۱۴۰۳ق، ج‏۱، ص۲۹۰.
  9. قائدی، «معرفی کتاب احقاق الحق»، ص۱۱۳.
  10. حسینی، فیض الاله، ۱۳۲۷ش، ص۵۵؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ ق، ص۳۳ و ۳۴.
  11. کبودرآهنگی، مرآة الحق، ۱۲۳۸ش، ص۱۰۴.
  12. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، المقدمه‌ج‏۱، ص۳۲.
  13. کنتوری، الحجب و الاستار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۷.
  14. بېلګه په توګه وګورئ: شیخ حر عاملی‏، إثبات الهداة‏، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۹۵؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۲.
  15. بېلګه په توګه وګورئ: صدر الافاضل، مطلع انوار، ۱۳۷۴ش، ص۳۴۳.
  16. صحتی سردرودی، «در سایه احقاق الحق»، ص۶۶.
  17. صحتی سردرودی، «در سایه احقاق الحق»، ص۶۶.
  18. صحتی سردرودی، «در سایه احقاق الحق»، ص۶۶.
  19. علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۵۱-۴۲۹.
  20. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۵-۱۴۷.
  21. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۷-۱۵۹.
  22. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۶۳-ج۲، ص۱۸۹.
  23. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۹۰-۲۷۶.
  24. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۶-ج۳، ص۵۰۱.
  25. «نسخه خطی کتاب احقاق الحق»، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی.
  26. «نسخه خطی کتاب احقاق الحق»، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی.
  27. «نسخه خطی کتاب احقاق الحق»، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی.
  28. شوشتری، احقاق الحق و ازهاق الباطل، ج۱، ص۷۵.
  29. حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج۷، ص۳۳۱.
  30. «پدرم وصیت کرد مرا در ورودی کتابخانه و زیر پای طالبان علوم آل محمد دفن کنید»، خبرگزاری رسا.
  31. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱-۳۴.
  32. حجتی، «گزارشی از تألیف کتاب احقاق الحق و مؤلف آن»، ص۱۰۶.
  33. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، ۱۴۰۳ق، ج‏۴، ص۷۵.
  34. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۷۵.
  35. لجنة العلمی فی مؤسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج‏۵، ص۳۳۸.
  36. «نسخه خطی کتاب احقاق الحق»، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی.
  37. حجتی، «گزارشی از تألیف کتاب احقاق الحق و مؤلف آن»، ص۱۰۶.
  38. آقابزرگ تهرانی، الذريعة، ۱۴۰۳ق، ج‏۱، ص۲۹۰.
  39. «احقاق الحق نسخه خطی»، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی.
  40. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ ق، ص۲۹.
  41. رفاعی، معجم المطبوعات العربية في إيران، ۱۴۱۴ق، ص۵۲.
  42. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج‏۵، ص۱۵۷.
  43. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج‏۵، ص۱۵۷.
  44. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۳۷ق، ج۱، مقدمه، ص«ل»، ج۲، فهرست.

سرچينې

  • آزادکشمیری، محمدعلی بن محمدصادق، نجوم السماء فی تراجم العلماء، تصحیح هاشم محدث، ایران، سازمان تبلیغات اسلامی، شرکت چاپ و نشر بین‌الملل، ۱۳۸۷ش.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
  • «پدرم وصیت کرد مرا در ورودی کتابخانه و زیر پای طالبان علوم آل محمد دفن کنید»، خبرگزاری رسا، تاریخ درج مطلب: ۱۳ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آذر ۱۳۹۹ش.
  • حجتی، محمدباقر، «گزارشی از تألیف کتاب احقاق الحق و مؤلف آن»، در فصلنامه پژوهش‌های نهج‌البلاغه، تهران، بنیاد نهج‌البلاغه، شماره۱، پاییز ۱۳۸۰ش.
  • حکیم، حسن عیسی، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، قم، المکتبة الحیدریه، ۱۴۲۷ق.
  • رفاعی، عبدالجبار، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، سازمان چاپ و انتشارات ایران، ۱۳۷۱ش.
  • رفاعی، عبد الجبار، معجم المطبوعات العربیة فی إیران، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، سازمان چاپ و انتشارات، ۱۴۱۴ق.
  • شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل‏، با مقدمه و تعلیقات آیت‌الله مرعشی نجفی‏، قم‏، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ حرعاملی‏، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات‏، با مقدمه سید شهاب‌الدین مرعشی نجفی، ‏بیروت، مؤسسة الأعلمی‏، ۱۴۲۲ق.
  • صحتی سردرودی، محمد، «در سایه احقاق الحق»، میراث شهاب، شماره۱۱، بهار ۱۳۷۷ش.
  • صدرالافاضل، مرتضی‌حسین‏، مطلع انوار(احوال دانشوران شیعه پاکستان و هند)، ترجمه محمد هاشم، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی‏، ۱۳۷۴ش.
  • صدر، حسن، تکملة أمل الآمل، بیروت، با تحقیق حسنعلی محفوظ و دیگران، دار المؤرخ العربی‏، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، با مقدمه رضا صدر، با حاشیه فرج‌الله حسینی، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، ۱۹۸۲م.
  • علامه مجلسى‏، محمدباقر، بحار الانوار، بيروت‏، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.
  • قائدی، محمد، «معرفی کتاب احقاق الحق»، در فصلنامه مبلغان، قم، معاونت تبلیغ و آموزش های کاربردی حوزه علمیه قم ، شماره ۶۲، دی و بهمن ۱۳۸۳ش، ص۱۰۷-۱۱۳.
  • قمی، عباس، الفوائد الرضویه فی احوال علماء المذهب الجعفریه، تصحیح ناصر باقری بیدهندی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • کبودرآهنگی (مجذوب علیشاه)، محمدجعفر بن صفر، مرآة الحق و مراحل السالکین فی السیر و السلوک و صفات الصوفی، تصحیح و تحقیق حامد ناجی اصفهانی، تهران، حقیقت، ۱۱۷۵ق/۱۲۳۸ش.
  • کنتوری، اعجازحسین بن محمدقلی، کشف الحجب و الأستار عن أسماء الکتب و الأسفار، با مقدمه سید شهاب‌الدین مرعشی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • لجنة العلمی فی مؤسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۴ق.
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانة الادب فی تراجم المعروفین بالکنیه او اللقب، تهران، کتابفروشی خیام، ۱۳۶۹ش.

بهرنۍ لینکونه