د خراساني پاڅون

د wikishia لخوا

د خراساني پاڅون د ظهور (د امام مهدي له څرګندېدو) یوه نښه ده او د خراسان د یو استوګن پاڅون ته اشاره کوي چې د سفیاني په روانیدل او د یماني په پاڅون سره رامینځته کیږي. ځینې څېړاندي هغه د تورو بېرغونه څښتن ګڼلی چې لښکر به یې د شعیب بن صالح په مشرۍ سفیاني ته ماته ورکوي.

البته د تورو بېرغونو د حرکت په اړه د مهدویت د څېړاندو تر مینځ د نظر اختلاف موجود دی. ځینې د تورو بېرغونو مطلب د ابو مسلم خراساني تور بېرغونه ګڼلې چې د بني امیه و د حکومت په خلاف یې پاڅون وکړ اوځینې نور په دې باور دي چې دغه بېرغونه هغه پاڅون ته اشاره لري چې د امام مهدي(ع) له ظهوره مخکې به رامینځته کیږي.

سید خراساني

د ظهور د نښو په روایتونو کې، د ظهور د نښې په توګه د یو خراساني کس د پاڅون خبره شوې دی[۱] د خراساني نوم له خراسان، ختیځ ټاټوبي او د یو کس له نامې اخستل شوی چې د خراسان له خلکو سره یو ځای به پاڅون کوي.[۲]

په دغو روایتونو کې، د خراساني له ځانګړتیاوو دا نه دي راغلې چې سید به وي[۳] سره له دې په عصر الظهور کتاب کې د علي کوراني په وینا، د اهل سنتو په سرچینو کې[۴] او د شیعه په متاخرو سرچینو کې، خراساني د امام حسن(ع) یا امام حسین(ع) له نسله ګڼل شوی او د خراساني هاشمي په نوم یاد شوی دی.[۵] له دې امله، خراساني ته سید خراساني هم ویل کیږي[۶] همداراز په دغو سرچینو کې، د هغه نورې ځانګړنې هم بیان شوې لکه دا چې په ښي اننګي او په ښي لاس به یې یو خال وي.[۷]

آیا د خراساني پاڅون د ظهور نښه ده؟

خراساني پاڅون، د آسماني چغه، د زکیه نفس د وژلې، د سفیاني روانیدل، او خسف بیداء تر څنګ د مهدي موعود(عج) د ظهور له نښو بلل شوې دی.[۸] د یو روایت له مخې چې امام صادق(ع) ته یې نسبت ورکړل شوی، خراساني،سفیاني او یماني درې واړه په یوه کال، یوه میاشته او یوه ورځ هم مهاله، پاڅون کوی.[۹] په روایتونو کې راغلې دي چې د خراساني پاڅون له ختیځه(د اسلامي ټاټوبو له ختیځو برخو) پېلیږي او د عراق په لور پر مخ ځي.[۱۰] په امام مهدي پوهنغونډ کې، د دغو دوو روایتونو په سند کې شک څرګند کړی شوی دی.[۱۱]

تور بېرغونه او سید خراساني

اصلی مقاله: تور بېرغونه

د تورو بېرغونه حرکت، په ختیځ ټاټوبي کې له تورو بېرغونو سره د ځینو کسانو پاڅون ته اشاره لري چې په ځینو روایتونو کې د ظهور له نښو ګڼل شوې دي.[۱۲] د ځینو روایتونو له مخې، دغه بېرغونه په خراسان کې د بني هاشمو د یو زلمی دي چې د خروج په وخت یې شعیب بن صالح ملګری دی.[۱۳] ځینې شیعه څېړاندو د تورو بېرغونو مطلب د ابو مسلم خراساني پاڅون ګڼلی چې د بني امیه د حکومت په خلاف وشو او د بني عباسو د حکومتد راتګ سبب شو.[۱۴] ځینې نور بیا په دې باور دي چې دغه بېرغونه هغه پاڅون ته اشاره ده چې د امام مهدي(عج) له ظهوره مخکې به کیږي.[۱۵]

د عصر الظهور کتاب لیکوال، سید خراساني د تورو بېرغونو لرونکی ګڼلی چې د لښکر قومانده به یې شعیب بن صالح په غاړه لري او د هغه او د سفیاني په لښکرو کې به جنګ رامینځته کیږي او سفیاني به ماته خوری.[۱۶] هغه به له امام مهدي(ع) سره بېعت کوي.[۱۷]


په دې خبره اعتراض وی چې په عصر الظهورکتاب کې د دغه خبرې د اثبات لپاره د ابن حمّاد په لیکلي، کتاب الفِتَن استناد شوی چې پکې د خراساني هیڅ نوم نیشته. همداراز کتاب الفتن د شیعه په نزد اعتبار نه لري؛ ځکه چې ډېر حدیثونه یې له معصوم نه دي راغلې.[۱۸]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۹۰.
  2. کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۳؛ محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ج۷، ۱۳۹۳ش، ص۴۴۷.
  3. کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲.
  4. مثال په توګه وګورئ: ابن حماد، کتاب الفتن، دارالکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، ص۲۱۴.
  5. کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲.
  6. مثال په توګه وګورئ: کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۳۴، ۲۰۵، ۱۴۷.
  7. کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲.
  8. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۹۰.
  9. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۵-۲۵۶؛ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۴۴۶-۴۴۷.
  10. نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۶-۲۵۵.
  11. وګورئ: محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ج۷، ۱۳۹۳ش، ص۴۴۵-۴۴۷.
  12. مثال په توګه وګورئ: نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۱.
  13. ابن حماد، کتاب الفتن، دارالکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، ص۲۱۴ و۲۱۶؛ ابن طاووس، التشریف بالمنن، ۱۴۱۶ق، ص۱۲۰.
  14. وګورئ: محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ج۶، ۱۳۹۳ش، ص۶۴، ۶۵؛ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۴۵۳.
  15. وګورئ: کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲و۲۴۳.
  16. کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲.
  17. کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۱۳۷.
  18. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ج۷، ۱۳۹۳ش، ص۴۴۸.

سرچينې

  • ابن حماد، نعیم بن حماد، کتاب الفتن، تصحیح مجدی بن منصور شوری، بیروت، دارالکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، بی‌تا.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، التشریف بالمنن فی التعریف بالفتن، قم، مؤسسه صاحب الامر، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • پیشگر، امید، شعیب بن صالح کیست؟، تبیان، درج مطلب: ۲۲ تیر ۱۳۹۰ش، ۹ تیر ۱۴۰۰ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبه، تحقیق، تهرانی عبادالله، ناصح، علی احمد، قم، دارالمعارف الاسلامیه، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، بیروت، ۱۴۱۲ق.
  • کورانی، علی، عصر الظهور، مرکز النشر مکتب الاعلام الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۰۸ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۳۹۷ق.