د شعبان اخترونه

د شعبان اخترونو د شعبان په میاشته کې د شیعو د څو تنو امامانو او امامزادګانو د زوکړې ورځې دي.
د منابعو له مخې امام حسین(ع) د ۳ هجري قمري کال د شعبان په دریمه نیټه[۱] او د بل قول مطابق د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه،[۲] امام سجاد(ع) په د شعبان په پينځمه[۳] یا نهمه نیټه[۴] او امام مهدي(عج) د شعبان په پنځلسمه[۵] نیټه زیږیدلي دي. همدارنګه ځینې سرچینو د حضرت عباس(ع) زیږیدنه د شعبان په څلورمه[۶] او د حضرت علي اکبر(ع) زیږیدنه یې د همدې میاشتې په یوولسمه[۷] ګڼلې ده. البته په ځینو منابعو کې د امام سجاد(ع)[۸] او د امام مهدي(عج) د زیږیدو[۹] نور تاریخونه هم ثبت شوي دي. همدارنګه د حضرت عباس[۱۰] او علي اکبر[۱۱] د زوکړې ورځ په پخوانیو سرچینو کې نه ده ثبت شوې.

په دې ورځو کښې ځینی شیعه په لارو کوڅو او جوماتونو او د اهل بیت(ع) د زیارتونو په سینګارولو او د امامانو په ستاینه او د نذرانې په ورکولو سره لمانځنه کوي. په ایران کې تر ټولو لوی مراسم د شعبان په نیمایي کې د جمکران په جومات کې ترسره کیږي.[۱۲] په عراق کې هم د شعبان د میاشتې په نیمایي کې شیعه د امام حسین(ع) د زیارت لپاره پیاده تګ کوي. په اسلامي هېوادونو لکه بحرين، مصر، هند او (پاکستان او افغانستان او نورو هیوادونو) کې هم د شيعو له خوا د شعبان د نیمایۍ جشنونه لمانځل کېږي.[۱۳]
د ایران د اسلامي جمهوریت په کالیزه کښې د شعبان دریمه د امام حسین علیه السلام د زوکړې ورځ د پاسدار ورځ، د شعبان څلورمه د حضرت عباس علیه السلام د ولادت ورځ د جانباز ورځ او د شعبان د میاشتې پنځمه نیټه د حضرت امام سجاد علیه السلام د زوکړې ورځ، د صحیفه سجادیې ورځ، د شعبان یوولسمه د علي اکبر(ع) د زوکړې ورځ، د ځوان ورځ او د شعبان پنځلسمه د امام مهدي(عج) د زوکړې ورځ د مظلومانو نړیواله ورځ نومول شوې ده.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ ابنمشهدی، المزار، ۱۴۱۹ق، ص۳۹۷؛ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۸۲۶، ۸۲۸؛ سید بن طاوس، اقبال الاعمال، ۱۳۶۷ش، ص۶۸۹-۶۹۰.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷.
- ↑ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۷۳.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ ابنشهر آشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۴؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹؛ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۲۴.
- ↑ اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۶۴.
- ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، ۱۴۲۶ق، ص۲۶۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۵.
- ↑ وګورئ: اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۳۷.
- ↑ اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۶۴.
- ↑ میر، «علی بن حسین».
- ↑ وګورئ: «مروری بر جشنهای مردمی اعیاد شعبانیه در سراسر کشور»، خبرگزاری ایسنا.
- ↑ «سنت جشن نیمه شعبان در کشورهای جهان اسلام»، قمنیوز.
- ↑ «تقویم رسمی ۱۴۰۲ شمسی»، ص۱۴-۱۵.
سرچينې
- ابنشهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل ابيطالب، سمون: محمدحسین آشتیاني او سید هاشم رسولی، قم، نشر علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ق.
- ابنمشهدی، محمد بن جعفر، المزار، د جواد القیومي اصفهاني په تحقیق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
- اربلي، علي بن عیسی، کشف الغمه فی معرفة الائمة(ع)، د سید هاشم رسولی محلاتي په سمون، تبریز، بنیهاشمي، لومړی چاپ، ۱۳۸۱ق.
- اردوبادي، محمدعلي، حیاة ابيالفضل العباس، کربلا، دار الکفیل، ۱۴۳۶ق.
- سید بن طاووس، علي بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۷ش.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله على العباد، قم، د شیخ مفید کانګره، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- صدوق، محمد بن علي، کمالالدین و تمام النعمة، د علياکبر غفاري په تحقیق، تهران، اسلامیه، دوهم چاپ، ۱۳۹۵ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، درېیم چاپ، ۱۳۹۰ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، د علياکبر غفاري په سمون، تهران، دارالکتب الاسلامیه، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مقرم، عبدالرزاق، مقتل الحسین(ع)، بیروت، مؤسسه الخرسان للمطبوعات، ۱۴۲۶ق.
- «تقویم رسمی ۱۴۰۲ شمسی» (د ۱۴۰۲ لمریز کال رسمي کلیز)، د تهران پوهنتون د ژئوفزیک انستیتوت د کلیز مرکز د معلوماتو وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ش.
- «سنت جشن نیمه شعبان در کشورهای جهان اسلام» (د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې د نیمه شعبان د جشن دود)، قمنیوز، د خپرېدو نېټه: ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۴ش، د کتنې نېټه: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ش.
- میر، محمدعلي، «علی بن حسین»، د اسلامي نړۍ دایرةالمعارف، د لوی اسلامي دایرةالمعارف بنسټ.
- «مروری بر جشنهای مردمی اعیاد شعبانیه در سراسر کشور» (په ټول هېواد کې د شعبان د اخترونو د ولسي لمانځنو بیاکتنه)، د ایسنا خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۶ کب ۱۴۰۱ش، د کتنې نېټه: ۳ کب ۱۴۰۲ش.