د عراق د صفرې د میاشتې انتفاضه

د wikishia لخوا

د عراق د صفرې د میاشتې انتفاضه، د عراق د شیعو پاڅون د اربعین د پیاده تږ په صورت کې د بعث ګوند د حکومت پر ضد د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د صفرې په میاشت کې (۱۹۷۷م ۱۳۵۵- هجري لمریزکال) کې وشو.

د بعث ګوند د مذهبي مراسمو په ترسره کولو بندیز وګاوه او د کربلا په لور یې هر ډول پیاده تګ منع کړ. له دې سره سره د نجف خلک د ۱۳۹۷ هجري کال د صفرې د میاشتې په ۱۵ نیټه د اربعین د پیاده تګ د مراسمو ترسره کولو ته چمتو شول. د ۳۰ زره کسانو یو کاروان د کربلا په لور روان شو. له پیله دغه حرکت د حکومت له غبرګون سره مخ شو او یو شمېر کسان په کې شهیدان شول. بالاخره له نجف څخه کربلا ته په لاره د پوځی ځواکونو په حمله کښې په زرګونو کسان ونیول شول. ځینې ​​یې ووژل شول، ځینې یې په اعدام او ځینې یې په عمري بند محکوم شول.

سيد محمد باقر صدر او سيد محمد باقر حکيم په دې انتفاضه کې رول درلود. امام خمیني هم دغه ولسي پاڅون تایید کړ.

سریزې

بعث ګوند په ۱۹۶۸ کال کې په عراق کې واک ترلاسه کړ.[۱] او یو کال وروسته یې د شیعو په مذهبی مراسمو پراخ بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه د دې سبب شول چې د خلکو او حکومت تر منځ د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره بېلابېل جنګونه رامنځته شي.[۲]

په 1972 کې، مذهبي مراسم یوازې تر ماتم خانو پورې محدود شوو او لږ شمیر یې د مراسمو د ترسره کولو اجازه درلوده.[۳] په ۱۹۷۶ کال کې د حسن البکر او د صدام حسین د لومړي مرستیال د واکمنۍ پر مهال د حسیني مراسمو د ادا کولو او هر ډول موکب جوړول او د کربلا پر لور د هر ډول تګ د منع کولو حکم صادر شو. همدارنګه د امام حسین(ع) د ماتم د مجلس ترسره کول خورا محدود وو او یوازې په ځینو خاصو شرطونو سره اجازه ورکول کیده.[۴] په ۱۹۷۷ کال کې هم ورته حکمونه تکرار شول.[۵]

د محدودیتونو زیاتوالی

د ۱۹۷۷ کال د محرم په لومړۍ لسیزه کې بندیزونه ډېر زیات شول. د دولتي مامورینو له خوا به موټرونه تلاشي کیدل او د ماتمونو هر ډول تجهیزات به ضبط کیدل. ځینو ویلي دي چې دولتي چارواکو به هغه خواړه هم اخیستل چې د زوارانو لپاره تیار شوي وو.[۶]

د ۱۹۷۷ کال د عاشورا په شپه یو شمیر شیعه ځوانانو د ماتم کولو پریکړه وکړه. حکومت خبر شو او لسګونه کسان یې ونیول او بندیان یې کړل. خلکو پریکړه وکړه چې د 25 محرم په شپه چې د امام سجاد(ع) له شهادت سره سمون خوري بهر ته راووځي او مظاهرې وکړي. سید محمد باقر صدر سره له مشورې وروسته دغه اقدام د امام حسین(ع) اربعین ته وځنډول شو.[۷]

انتفاضه

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: د عراق بعث ګوند

د ۱۳۹۷ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په ۱۵ نیټه چې له ۱۹۷۷ میلادي کال سره برابره ده د خلکو یوه لویه ډله چې د اربعین د تګ او د امام حسین(ع) د زیارت کولو نیت یې درلود په نجف کښې د امام علي(ع) په حرم کښې راغونډ شو.[۸]ځینو څېړونکو د دغو زوارانو شمېر ۳۰ زره اټکل کړی دی.[۹] د پوځي ځواکونو له منعه کولو باوجود خلکو حرکت وکړ او له نجف څخه لس کیلومیټره لرې ودرېدل. د کمپ شاوخوا ته پوځي ګاډي حاضر شول.[۱۰] د لارې په اوږدو کې او په تیرو ورځو کې، خپرې ورې جګړې شوې وې.[۱۱] له کربلا څخه په پنځوس کيلومیټرۍ کې بله جګړه وشوه او څلور تنه پکې شهيدان شول.[۱۲] خلکو له شخړو او شهادت سره سره بیا هم خپلې لارې ته دوام ورکړ. په پای کې پوځي ځواکونو مداخله وکړه او شاوخوا ۱۶ کسان یې ووژل او زرګونه کسان یې ونیول.[۱۳] له بنديانو څخه اته تنه اعدام شول او د سيد محمد باقر حکيم په ګډون شپاړس تنه په عمري بند محکوم شول.[۱۴] همداراز یو شمېر کسان چې له عراقه تښتېدلي وو په غیاب کې په اعدام محکوم شول. په دې کسانو کې سید مرتضی عسکري، سید محمد حسین فضل الله، شیخ محمد مهدي شمس الدین او شیخ محمد مهدي آصفي شامل وو.[۱۵]

په نجف ښار کې د ایران په کونسلګرۍ کې د ۱۴۰۱ کال د صفرې انتفاضې د شهیدانو د یاد مراسم

سیاسي، مذهبي حرکت

له نجف څخه کربلا ته د اربعین تګ یو مذهبي حرکت او مراسم وو.[۱۶] خو په هغو کلونو کې او په هغه حالاتو کې پیاده تګ، موکبونه او د مذهبي غونډو تګ د حکومت پر وړاندې د اعتراض او مبارزې بڼه ګڼل کېده.[۱۷]

خلکو د دې ګڼې مخې ته یو لوی شنه بیرغ وړه چې دا آیت «یدُ اللَّهِ فَوْقَ أَیدیهِم؛ د خدای لاس د دوي د لاس لپاسه»[۱۸] پرې لیکل شوی و.[۱۹] دغه بیرغ او په هغې باندې لیکل د حکومت لپاره یو څرګند پیغام ګڼل شوی دی.[۲۰]

سید محمد باقر صدر له خلکو وغوښتل چې خپل شعارونه د امام حسین(ع) په هکله کې ولګوي او په مستقیم ډول د حکومت پر ضد شعارونه ورنه کړي.[۲۱] خو بیا هم د حسن البکر او صدام حسین پر ضد شعارونه ورکړل شول.[۲۲]

د علماو دریځ

امام خمیني او سید عبد الله موسوي شیرازي د عراق د صفرې د میاشتې انتفاضه تایید کړه.[۲۳] سید محمد باقر صدر، سید محمد باقر حکیم یې خپلو استازو په توګه زایرانو ته واستاول.[۲۴] چې د هغوی د روحیې د پیاوړتیا سبب شي او د هغوي خپلو اصلي موخو ته لارښوونه وکړي.[۲۵] کله چې محمد باقر حکیم له نجف څخه کربلا ته په لاره کې د خلکو په منځ کې روان شو، هغوي ته به یې حوصله ورکوله او ټینګار به یې کاوه چې تر اخره پورې به د دوي تر څنګ پاتې شي.[۲۶] څېړونکو په دې انتفاضه کې د نجف د علماوو رول ډېر مهم بللی دی.[۲۷]

پایلې

د عراق حکومت دغه پاڅون د استعماري حکومتونو له خوا رامنځته شوی یو تخریبي عمل وباله.[۲۸] له بلې خوا ځینو دغه پاڅون د بعث ګوند پر ضد لومړنی سیاسي او مذهبي غورځنګ ګڼلی چې د دین او امام حسین(ع) پر چورلیز سره ترسره شو.[۲۹]

د دې پاڅون لپاره ځینې پایلې بیان شوي دي. له هغو ځینې:

  • د عراق د ولس د صفر انتفاضې په وړاندې د اقدام په کولو سره د بعث ګوند د اسلامی څېرې له لاسه ورکول؛
  • د لومړي ځل لپاره د بعثي حکومت پر وړاندې د خلکو د دريځ له امله د بعث ګوند د وقار له منځه تلل؛
  • د بعثت په ګوند کې د اختلافو راپيدا کیدل.[۳۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۷۰.
  2. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۴.
  3. الموسوی، «نفحات من انتفاضة صفر عام ۱۹۷۷م»،‌ شبکة اخبار الناصریة.
  4. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۵.
  5. کاظم، ارقام و آراء حول نظام البعث فی العراق، ۱۹۸۲م، ص۱۵۸.
  6. کاظم، ارقام و آراء حول نظام البعث فی العراق، ۱۹۸۲م، ص۱۵۹.
  7. الطالقانی، «دراسة حول انتفاضة صفر المجیدة عام ۱۹۷۷ میلادیة»، سایت براثا.
  8. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۱.
  9. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۰.
  10. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۱.
  11. الموسوی، «انتفاضه اربعین»پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  12. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۲.
  13. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۱.
  14. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۳.
  15. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۲.
  16. الطالقانی، «دراسة حول انتفاضة صفر المجیدة عام ۱۹۷۷ میلادیة»، سایت براثا.
  17. الموسوی، «انتفاضه اربعین»پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه
  18. سوره فتح،‌آیه۱۰.
  19. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۱.
  20. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۱.
  21. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۹.
  22. العامری، «انتفاضة صفر ۱۹۷۷ قراءة جدیدة»، سایت وکالة نون الخبریة.
  23. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۷۰.
  24. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۹.
  25. الطالقانی، «دراسة حول انتفاضة صفر المجیدة عام ۱۹۷۷ میلادیة»، سایت براثا.
  26. الموسوی، «نفحات من انتفاضة صفر عام ۱۹۷۷م»،‌ شبکة اخبار الناصریة.
  27. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۱.
  28. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۷۱.
  29. الموسوی، «نفحات من انتفاضة صفر عام ۱۹۷۷م»،‌ شبکة اخبار الناصریة.
  30. الطالقانی، «دراسة حول انتفاضة صفر المجیدة عام ۱۹۷۷ میلادیة»، سایت براثا.

سرچينې