د عراق شعبانیه انتفاضه
د عراق شعبانیه انتفاضه، د 1411 هجري کال د شعبان په میاشت کې چې سمون لري 1369 لمریز کال سره، د صدام حسین د حکومت پر ضد د عراق د خلکو پاڅون وو. دا پاڅون له بصرې څخه پیل شو او مظاهره چیانو په پنځلسو ورځو کې د عراق له اتلسو ولایتونو څخه څوارلس ونیول.
د عراق د بعث ګوند په غبرګون کې لسګونه زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې کوره شول. یو شمیر دیني عالمان ونیول شول او یا اعدام شول او ځینې له عراق څخه وتښتیدل. همدا راز د بعث ګوند په غبرګون کښې د امام علي(ع) حرم او د امام حسین(ع) حرم ته هم زیان ورسید او د عراق حکومت ګڼ شمیر دیني مدرسې، جوماتونه او حسینیې ویجاړې کړې.
د خلکو ناراضي شونه، د کویت او ایران سره جګړه، د عراق د اقتصادي او فلاحي بنسټونو ویجاړیدل د صدام حسین پر ضد د عراق د خلکو د پاڅون عوامل دي.
سریزې او پیل
د عراق د خلکو پاڅون د ۱۴۱۱ هجري کال (د کب میاشت ۱۳۶۹ لمریز)، د شعبان په میاشت کې د بصرې له ښار څخه پیل شو. یو عراقي عسکر چې د کویت له جګړې څخه راستون شوی وو د صدام عکس یې د ټانک په مرمۍ وویشت.[۱] له دې پیښې وروسته خلکو د عراق د بعث ګوند پر ودانۍ او بیا د ښار پر زندان برید وکړ او هغه یې ونیوه.[۲] مظاهره چیانو وروسته له هغه چې د بصرې ښار د یو څه مودې لپاره ونیول او کله چې یې د نیولو خبر خپور شو، د عراق ځینې نور ولایتونه هم د خلکو لخوا ونیول شول.[۳]
کویت سره له جګړې وروسته د عراق د اقتصادي او فلاحي بنسټونو ویجاړیدل، له ایران سره له جګړې وروسته پاتې زیانونه او د بعث له رژیم څخه د خلکو نارضایتي د صدام پر ضد د عراق د خلکو د پاڅون له لاملونو څخه ګڼل شوي دي.[۴] په کویت باندې د عراق له برید وروسته، د امریکا په مشرۍ کې متحدینو په عراق برید وکړ او د عراق ډیر اقتصادي او فلاحي زیربناوې یې ویجاړې کړې.[۵] د عراق حکومت د خلیج فارس له جنګه وروسته ډېر کمزوری شو او حکومتي بنسټونه له منځه لاړل. خلکو هم وسلې ترلاسه کړې. دا ټولې خبرې د انقلاب په جوړولو کې اغیزمنې وې.[۶]
دا پاڅون له ابتدایي پلان پرته په ناڅاپي ډول پیل شو، او هیڅ سیاسي ګوند یا فرد په ټول کې د دې پاڅون مشري په غاړه نه درلوده.[۶]
ساحه
د شعبانیه انتفاضې په لړ کښې د عراق له اتلسو ولایتونو څخه څوارلس ولایتونه د خلکو لخوا ونیول شول. مظاهره چیانو د دیالي، واسط، میسان، بصره، ذی قار، مثنی، قادسیه، بابل، کربلا، نجف، دهوک، اربیل، کرکوک او سلیمانیه ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او یوازې د صلاح الدین، بغداد، نینوا او الانبار په شمول مرکزي ولایتونه د حکومت په واک کې پاتې وو.[۷] له همدې امله د صدام حسین په دوره کې د شعبان انتفاضه د عراق تر ټولو ستره داخلي ننګونه ګڼل شوې ده.[۸]
نجف
د نجف د خلکو خوځښتونه د شعبان د میاشتې په شپاړسمه نیټه د امام علي(ع) د حرم په شاوخوا کښې د مظاهرو په بڼه پیل شول[۹] څه موده وروسته د خلکو د ډلو او د بعثی ځواکونو ترمینځ په وسلو سره په نښتو بدل شول او د دواړو ډلو له خوا په کې خلک مړه او ټپیان شول. دغه نښتې د شعبان د مياشتې د ١٧مې نيټې تر ماسپښين پورې دوام وکړ او د خلکو د ډلو د فتحې او د ښار په مرکز کښې د شنو بيرغونو د پورته کولو ته ورسیدې.[۱۰]
کربلا
د کربلا په ښار کې پاڅون د شعبان د مياشتې په اتلسمه نيټه پيل شو[۱۱] که څه هم د شعبان د مياشتې په شپاړسمه نيټه په دغه ښار کې ګډې وډې نښتې شوې وې.[۱۲] د کربلا د خلکو پاڅون درې ورځې دوام وموند او په دریمه ورځ خلکو د ښار کنټرول ترلاسه کړ.[۱۳]
د پاڅون انجام
د شعبان انتفاضې ۱۵ ورځې دوام وکړ.[۱۴] انقلابیان د صدام د ځواکونو له خوا سخت وځپل شول او د غیر رسمي احصایو له مخې کابو درې لاکه کسان ووژل شول او شاوخوا دوه میلیونه عراقیان بې کوره شول.[۱۵] خو دا لومړی ځل داسې پیښه وه چې د صدام حسین حکومت ته یې جدي ګواښ ورکړ او تقریبا د هغه د حکومت ړنګیدو ته نږدی وه.[۱۶]
د نجف او کربلا په ګډون یو شمېر ښارونه تر ټولو زیات زیانمن شول.[۱۷] په مذهبي ښارونو کې د حسین کامل په نوم د صدام زوم د پاڅون له منځه وړلو مسوول و. د حسین کامل له خوا په دغو دوو مذهبی ښارونو کښې د پاڅونونو ځپل او د عامو خلکو وژل، ډیر ظالمانه ګڼل شوي دي.[۶] په کربلا او نجف کښې بعثی ځواکونو په لسګونو جوماتونه، مدرسې او حسینیې ونړولې.[۱۸] او ګڼ شمیر قیمتی خطي نسخې یې هم له منځه یوړې.[۱۹]
رژیم د ځینو سیمو د بیا نیولو لپاره کیمیاوي بمونه وکارول.[۲۰] د بعث رژیم لخوا چې کوم خلک نیولی شوي وو په هغوي کې ډېر ووژل شول او په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شول چې د صدام له سقوط وروسته هغه قبرونه کشف شول.[۲۱]
ډېرو خلکو د امامانو زيارتونو ته پناه یوړه تر څو خوندي پاتی شي، خو د بعث ګوند عسکرو په زيارتونو بريد وکړ او ډېر خلک يې ووژل.[۲۱]
د پاڅون له ځپلو وروسته ایت الله خویي د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو او خپلوانو سره یو ځای ونیول شو او بغداد ته ولېږدول شو.[۲۲] او څو ورځې وروسته د ټلویزیون د کیمرو په وړاندې له صدام سره خبرو ته اړ شو.[۲۳]
سید محمد رضا موسوی خلخالی، سید جعفر بحرالعلوم او سید عزالدین بحرالعلوم چې د آیت الله خويي له استازی وو، د پاڅون له ځپلو وروسته اعدام شول.[۲۴] سید محمد سبزواري، شیخ محمد رضا شبیب ساعدی او سید محمد صالحی خرسان هم له عراق څخه هجرت وکړ.[۲۵]
مقدس ځایونو ته زیان
د پاڅون د ځپلو ذمه په کربلا کې د صدام زوم حسین کامل په غاړه وه او په نجف کې د طه یاسین رمضان په غاړه وه چې د بعث ګوند له مشهورو او مهمو کسانو څخه وو،[۲۶] د صدام ځواکونو په کربلا او نجف د توپو او ټينکونو بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د امام علي(ع)، امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) زیارتونو ته زیان اوښتی او له هغه وروسته د زیارتونو دروازې د شپږو میاشتو لپاره تړل شوې وې.[۲۷]
د حکومت پلویان
د امریکا د حکومت پالیسي، په ۱۹۹۱ کال کې له کویت څخه د عراق له شړلو وروسته د عراق د حکومت بدلول وو. خو د شعبان په انتفاضه کې جورج بوش صدام ته اجازه ورکړه چې خپل ټول پوځي ځواک د خلکو پر ضد وکاروي، دغه بدلون په عراق کې د مذهبي حکومت د جوړېدو د مخنيوي په موخه ارزول شوی دی.[۲۸] کتونکي په دې باور دي چې امریکې د خلیخ فارس په جنګ کې اجازه ورکړه چې د عراق د جمهوریت ساتونکي سالم پاتی شي. میلان رای په خپل کتاب کې ویلي چې دا پریکړه په قصدي او شعوري ډول د امریکايي چارواکو په لوړه کچه شوې ده.[۲۹] د امریکې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر هم په خپله ډایرۍ کې، چې وروسته بیا چاپ شوه، ویلي دي چې په نړیواله او سیمه ایزه کچه دا پریکړه وشوه چې صدام باید سقوط ونه کړي. ځکه چې د صدام له نسکورېدو وروسته به حکومت د ایران د ملاتړو په لاس ته ورشي.[۲۰] کارپوهان په دې باور دي چې د امریکې دا پریکړه د سعودي عربستان په زور، بلکې د ټولو عربي هېوادونو په زور وشوه؛ ځکه چې دوي د صدام د سقوط په صورت کې د شیعو د بریا په اړه اندېښمن وو.[۳۰]
د مجاهدینو د سازمان رول
د ځینو سرچینو په وینا، د ایران د مجاهدین خلق تنظیم (منافقین) ترهګرې ډلې د شعبان د انتفاضې په ځپلو کښې د عراق له حکومت سره ملګرتیا کړې وه. د اسنادو له مخې، هغوي د بصرې د خلکو په ځپلو کې رول درلود او په ډله ایزو قبرونو کې یې ګڼ شمیر مړی ښخ کړ.[۳۱]
له دې سازمان څخه جلا شویو ځینو غړو د دې پېښې او د مرغللی تر نامه لاندې د عملیاتو په اړه توضیحات وړاندې کړي دي. دوي په دې انتفاضه کې د کردانو په قتل عام او په دې انتفاضه کې صدام ته د تنظیم د خدمت اعتراف کړی دی.[۳۲]
وروسته د 1394 کال د لړم په ۷ مه یوې ډلې چې ځانونه یې د انتفاضې د قربانیانو د کورنیو په توګه معرفي کړل په توغندويي عملیاتو کې د مجاهدین خلق ډلې ۲۵ تنه غړي ووژل او ۲۰۰ تنه یې ټپیان کړل.[۳۱]
غبرګونونه
د شعبان په اتلسمه نیټه د پاڅون له پیل څخه دوه ورځې وروسته آیت الله خویي په نجف کښې یوه بیانیه صادره کړه چې پکښې یې د شرعي احکامو د رعایتولو، د خلکو د مالونو او د بیت المال د خیال ساتلو او په کوڅو کښې د پرتو مړو د ښخولو، لاس پښې نه پری کول او داسې د نورو کارونو حکم وکړ.[۳۳] له دې نه دوه ورځې وروسته ایت الله خويي یوه بله اعلامیه خپره کړه چې په کې یې د چارو د پرمخ بیولو لپاره ۹ علما وګمارل چې دا دي:
- سید محمدرضا موسوی خلخالي
- سید جعفر بحرالعلوم
- سید عزالدین بحرالعلوم
- سید محمد سبزواری د آیت الله سبزواري زوی
- شیخ محمدرضا شبیب ساعدي
- سید محمد صالح سید عبدالرسول خرسان
- محمد تقی خوئي فرزند آیتالله خویي
- سید محمدرضا خرسان
- سید محیالدین غریفي
د اعلامیې له صادرېدو وروسته له دغو کسانو څخه یو شمېر یې د چارو ترسره کولو لپاره بېلابېلو ښارونو ته ولاړل.[۳۴]
د نجف له سترو عالمانو څخه سيد عبد الاعلي سبزواري هم د فتوا په صادرولو سره له انتفاضې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.[۳۵]
سيد محمد باقر حکيم هم د انتفاضې ملاتړ کاوه او د هغه پلويانو هم د شعبان په انتفاضه کې مهم رول ولوباوه.[۳۶]
په ایران کې د عراق د خلکو د وژلو او سپېڅلو ځایونو ته د سپکاوي په خاطر یوه ورځ عامه ماتم اعلان شو[۳۷] او په دې مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي یو پیغام خپور کړ.[۳۸]
د ناکامۍ لاملونه
څیړونکو د شعبان د انتفاضې د چټکې ناکامۍ د لامل په توګه څو عوامل په ګوته کړي دي:
- د دولت لخوا د درنو وسلو کارول چې د لوړ ویجاړونکی ځواک یې درلود لکه جنګي توپې
- د روزل شوي ځواک کارول لکه د عراق د ولسمشرۍ ګارډ چې هر ډول وسلو ته یې لاسرسۍ لرله او همدارنګه د خلکو د وژلو پراخ واکونه یې لرل.[۳۹]
- د حکومت هوايي تسلط او د چورلکو کارول
- دننه او بهر د وړ مشرتابه نشتوالی
- له انتفاضې سره د سني ولایتونو نه یوځای کیدل
- له انتفاضې سره د سیمې د هېوادونو د ملاتړ نشتوالی[۴۰]
- د عراقي ډلو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی
- د انقلابیانو لخوا د عراقي په ښارونو باندې غیر پلان شوي تسلط
- په پاڅون کې د موجودو ډلو تر منځ د همکارۍ، پیوستون او د ملتپالنې د روحیې نه شتون.[۴۱]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۰۰.
- ↑ الاسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۰۰.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۳۰.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۲۳.
- ↑ کریمی، «جنگ عراق و کویت»، ج۱۱، ص۱۴۰.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ «مستند انتفاضه شعبانیه»، شبکه اهلالبیت، سایت آپارات.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۳۰.
- ↑ الحکیم، عذاب بلا نهایه، ۱۹۹۳م، ص۱۱۷.
- ↑ الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۰۰.
- ↑ الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۰۱.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۲۰.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۱۹.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۲۰.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۱۷.
- ↑ «ماجرای انتفاضه شعبانیه چیست؟»، سایت خبری فردا.
- ↑ الزبیدی و دیگران، عراق در جستجوی آینده، ۱۳۹۵ش، ص۹۸.
- ↑ الحکیم، عذاب بلا نهایه، ۱۹۹۳م، ص۱۱۸.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۱۴۹-۱۵۶.
- ↑ الحکیم، عذاب بلا نهایه، ۱۹۹۳م، ص۱۱۲.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ «مستند انتفاضه شعبانیه»، شبکه اهلالبیت، سایت آپارات.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ «مستند انتفاضه شعبانیه»، شبکه اهلالبیت، سایت آپارات.
- ↑ په دې برخه کې د لا زیاته معلوماتو لپاره، مراجعه وکړئ: جعفریان، خاطرهای خواندنی درباره دستگیری آیتالله خویی در انتفاضه شعبانیه ۱۹۹۱، سایت خبر آنلاین.
- ↑ الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۱۳.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۷۹-۲۸۰.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۷۹-۲۸۰.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۸۹.
- ↑ آلطعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۴۷.
- ↑ نگاهی به انتفاضه شعبانیه؛ چگونه آمریکا ظرف چند روز، راهبرد خود را در قبال صدام تغییر داد؟، قدس آنلاین.
- ↑ رای، خطه غزو العراق، ۲۰۰۳م، ص۱۳۱، نقل در الزبیدی و دیگران، عراق در جستجوی آینده، ۱۳۹۵ش، ص۹۵.
- ↑ الزبیدی و دیگران، عراق در جستجوی آینده، ۱۳۹۵ش، ص۹۵.
- ↑ ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ «جیشالمختار حمله به مقر منافقین را بر عهده گرفت»، خبرگزاری فارس.
- ↑ «خاطرات تکاندهنده قتل عام کردها توسط منافقین»، سایت هابیلیان.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۲۴۷.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۲۸۰-۲۸۱.
- ↑ درگذشت مرجع بزرگ، آیتاللّه سید عبدالاعلی موسوی سبزواری، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ خامهیار، «قیام سرتاسری و همگانی مردم عراق»، ص۶۷.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۳۱۵.
- ↑ «اعلام عزای عمومی در پی کشتار مردم عراق»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- ↑ الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ۲۱۰.
- ↑ الزبیدی و دیگران، عراق در جستجوی آینده، ۱۳۹۵ش، ص۹۸.
- ↑ تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،۱۳۹۱ش، ص۵۰۹.
سرچينې
- «اعلام عزای عمومی در پی کشتار مردم عراق»، سایت آیتالله خامنهای، تاریخ درج مطلب: ۲۶ اسفند ۱۳۶۹، تاریخ بازدید: ۱۳ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «نگاهی به انتفاضه شعبانیه؛ چگونه آمریکا ظرف چند روز، راهبرد خود را در قبال صدام تغییر داد؟»، قدس آنلاین، درج مطلب: ۲۷اردیبهشت۱۳۹۶، مشاهده:۳۰ آبان ۱۳۹۷ش.
- «درگذشت مرجع بزرگ آیتاللّه سید عبدالاعلی موسوی سبزواری»، سایت حوزه، تاریخ درج مطلب: فروردین ۱۳۸۴ش، تاریخ بازدید: ۶ خرداد ۱۳۹۷ش.
- «ماجرای انتفاضه شعبانیه چیست؟»، سایت خبری فردا، تاریخ درج مطلب: ۱۹ شهریور ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۶ خرداد ۱۳۹۷ش.
- «جیشالمختار حمله به مقر منافقین را بر عهده گرفت»، سایت خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۸آبان ۱۳۹۴ش،۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۶ خرداد ۱۳۹۷ش.
- جعفریان، رسول، «خاطرهای خواندنی در باره دستگیری آیتالله خویی در انتفاضه شعبانیه ۱۹۹۱»، سایت خبر آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۹ آبان ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۶ خرداد ۱۳۹۷ش.
- «اعلام عزای عمومی در پی کشتار مردم عراق»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای، تاریخ انتشار: ۱۳۶۹/۱۲/۲۶.
- آلطعمه، سلمان هادی، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، قم، کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران، ۱۴۳۳ق.
- الأسدی، مختار، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، مرکز الشهیدین الصدرین للدراسات و البحوث، ۲۰۰۱م.
- الحکیم، صاحب، عذاب بلا نهایه، لندن، المنار، ۱۹۹۳م.
- خامهیار، حسن، قیام سرتاسری و همگانی مردم عراق، مجله شاهد یاران، شماره۴۱-۴۲، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۸ش.
- کریمی، جواد، «جنگ عراق و کویت»، دانشنامه، تهران، بنیاد دایره المعارف اسلامی، ۱۳۸۶ش.
- «خاطرات تكاندهنده قتل عام كردها توسط منافقين»، سایت هابیلیان، تاریخ انتشار: ۲۹اسفند ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۲۴ دی ۱۳۹۷ش.
- الزبیدی، حسن لطیف و دیگران، عراق در جستجوی آینده، تهران، موسسه مطالعات اندیشهسازان نور، ۱۳۹۵ش.
- تبرائیان، صفاءالدین، انتفاضه شعبانیه، تهران، مرکز اسناد انقلاب اسلامی، ۱۳۹۱ش.
- رای، میلان، خطه غزو العراق، ترجمه حسن الحسن، بیروت، دارلکتاب العربی، ۲۰۰۳م.