د علي(ع) سب
د علي سبّ، امام علي(ع) ته بدې ردې ویل (کنځل کول) او لعنت کول دي چې د معاویه بن ابي سفیان په وسیله د دې کار بنیاد کېښودل شو. د بني امیه و واکمنانو او لارویانو د حکومت په رسمي منبرونو په امام علي پسې بد رد ویل او لعنت به یې کاوه. دا کار تقریبا شپېته کاله روان و او اخر د عمر بن عبدالعزیز له خوا منع شو. سره له دې امام علي خپل ملګري معاویه ته له بدو ردو ویلو منع کول.
معاویه، مروان بن حکم، مغیرة بن شعبه و حجاج بن یوسف ثقفي د بني امیه د پړاو هغه واکمنان وو چې امام علي(ع) ته به یې په منبر کنځلې کولې او بد رد به یې ویل همداراز عطیه بن سعد د امام علي له سب (بد رد ویلو) د ډډه کولو په وجه د حجاج بن یوسف په امر سزا شو.
ځینو شیعه عالمانو د امام علي(ع) لعن او سب د ناصبیت له مصداقونو ګڼلی دی.
مفهوم پېژندنه
همداراز ووینئ: لعن
«سب» کنځلو او بدو ردو ته وایي.[۱] ابن اثیر د انسانانو له خوا «لعن» له سب سره برابر ګڼلی دی.[۲] ځینو لعن د سب په معنا او یا یې بهر شړل ګڼلی دی.[۳] ځینې بیا د سب او لعن په فرق کې، سب د سپکې خبرې په معنا او لعن د خدای له رحمته د لرې والي او لرې کولو په معنا ګڼلی دی.[۴]
امام باقر(ع) له امام سجاد(ع) نقل کړې چې دوي خپلې یوې مېرمنې ته د امام علي(ع) د سب په وجه طلاق ورکړ[۵] ځینو له دغه روایته استنباط کړی چې علي ابن ابیطالب(ع) ته بد رد ویل د ناصبیت له مصداقونو دي.[۶] جعفر سبحاني د معاویه له خوا علی ابن ابیطالب ته د کنځلو کولو بنسټ کېښودل په مسلمانانو کې د ناصبیت د دودېدو پېل ګڼلی دی.[۷]
شیعه فقیهانو هغه د کس چې علي(ع) ته کنځلې کوي، وینه مباح ګڼلې ده.[۸]
تاریخچه
د بني امیه له خوا د امام علي(ع) لعن او ورته کنځل کول، د هغه حضرت په ژوند کې راپور شوې دي؛ په دې ډول چې له معاویه سره په سولې کې د امام حسن(ع) یو شرط دا و چې په علي ابن ابیطالب په منبرونو باندې لعنت ونه شي.[۹] د امام علي د فضایلو د نقل د ممنوعیت عام حکم، له هغه د روایت کولو ممنوعیت، په نیکۍ د امام علي د نوم د اخستلو ممنوعیت او په خپلو بچیانو د علي د نوم په کیښودلو بندیز، هغه نور اقدامات دي چې د هغه حضرت دښمنانو وکړل.[۱۰]
د عثمان له وژل کېدو وروسته د هغه پلویانو د امام علي(ع) له بیعته د سرغړاوي لپاره هغه حضرت د عثمان قاتل برېښاوه. معاویه هم د دغه ټکر د ساتلو لپاره امر وکړ چې په امام علي(ع) دې لعنت او ورته کنځل وشي.[۱۱] مروان بن حکم امام سجاد(ع) ته وویل: د عثمان د محاصرې په وخت، هیچا د امام علي(ع) په شان د هغه دفاع نه ده کړې. امام وفرمایل: نو ولې په منبر هغه حضرت ته دومره بد رد وایئ؟ مروان ځواب ورکړ: زمونږ د حکومت بنیاد نه ټینګیږي مګر په دغه بد رد ویلو.[۱۲] د زمخشري په وینا د بني امیه په زمانه کې په ۷۰ زره منبرونو د هغه سنت په پېروۍ چې معاویه یې بنیاد ایښی و په امام علی(ع) لعنت ویل کېده.[۱۳]
د امام علي سب کابو شپېته کاله د عمر بن عبدالعزیز (۹۹-۱۰۱ق) تر خلافته پورې جاري و او هغه چې کله خلیفه شو خپلو ټولو والیانو ته یې امر وکړ چې دغه کار پرېږدي. د اتمې پېړۍ مورخ ابن خلدون نقلوي چې بني امیه همېشه په علي(ع) لعنت کاوه تر دې چې عمر بن عبدالعزیز ټولو اسلامي سیمو ته لیک ولیکه او د دې کار د بندیدو امر یې وکړ.[۱۴]
له پېغمبر(ص) د ام سلمه د یو روایت په اساس، امام علي(ع) ته بد رد ویل داسې دي لکه چې په خپله پېغمبر ته بد رد ویل، او په ځینو نسخو کې دا کار خدای تعالی ته له بد رد ویلو سره برابر ګڼل شوی دی.[یادداشت ۱][۱۵] علامه مجلسي په بحار الانوار کې ام سلمه ته پر منسوب روایت سربېره په دې اړه نور روایتونه هم ذکر کړی دي.[۱۶]
معاویه
د معاویه له خوا امام علي ته د کنځلو کولو او بد رد ویلو ځینې موردونه راپور شوې دي. منجمله د څلورمې هجري پېړۍ د مورخ طبري په نقل، معاویه چې کله په ۴۱ قمري کال کې مغیره بن شعبه د کوفې والي وټاکه، له هغه یې وغوښتل چې علي ابن ابیطالب ته په بد رد ویلو او د عثمان په درنښت ټینګار وکړي.[۱۷] هغه همداراز مغیره بن شعبه ته سپارښتنه وکړه چې د علي ملګري جلاوطن کړي.[۱۸]
معاویه همداراز له امام حسن(ع) سره له سولې وروسته په نخیله کې له خلکو بیعت واخیست او په خپله خطبه کې یې امام علي(ع) او امام حسن(ع) ته بد رد وویل.[۱۹]
مروان بن حکم
د هغه څه مطابق چې اهل سنت مورخ ذهبي په خپل تاریخ کتاب کې نقل کړي، مروان بن حکم په ۴۱ ق کال کې د مدینې واکمن شو او د خپل حکومت په شپږو کلونو کې یې، هره جمعه په منبر په علي(ع) پسې بد رد ویل له هغه ورسته سعید بن عاص دوه کاله والي شو او په علي پسې یې بدې ردې نه ویلې،. له سعید بن عاص وروسته دوباره مروان حاکم شو او حضرت علي ته سپکې ویل یې له سره پېل کړل.[۲۰]
مغیرة بن شعبه
د دریمې قمري پېړۍمورخ بلاذري، د مغیره بن شعبه چې نهه کاله د معاویه له خوا د کوفې والي و اشکال او ستونزه په دې کې ګڼله چې هغه پرله پسې په علی ابن ابیطالب پسې بد ویل او کنځلې یې کولې.[۲۱]
حجاج بن یوسف
د هغه څه مطابق چې ابن ابی الحدید د نهج البلاغې په شرحه کې راوړي، حجاج بن یوسف پر امام علي(ع) پر لعنت سربېره نورو خلکو ته هم د دې کار امر کاوه او په دې کار به خوشالېده.[۲۲] لکه څنګه چې یو کس هغه ته وویل زما کورنۍ په ما ظلم کړی او نوم یې راته علي ایښی دی، نو نوم راته بدل کړه او یو څه راته راکړه چې ژوند پرې وکړم، ځکه چې محتاجه یم. حجاج وویل: د دغه ظرافت په وجه چې ترې دې کار واخیست،نوم مې دې پلانی ابن پلانی کېښود او پلانی کار مې تا ته حواله کړ.[۲۲]
په نورو روایتونو کې حجاج بن یوسف، د امام علي سب یو ستاینوړ منقبت ګڼلی[۲۳] او د عطیه بن سعد بن جنادة کوفي د ژوند په حالاتو کې راغلي چې حجاج ترې وغوښتل چې په علی ابن ابیطالب لعنت و کړي، که نه وي ۴۰۰ متروکې به یې ووهي، خو عطیه ونه منله او ۴۰۰ متروکې یې وواهه او د سر او ږیرې وېښته یې هم وروخریل.[۲۴]
معاویه ته له کنځلو کولو سره د امام علي (ع) مخالفت
معاویه په داسې حال کې په منبرونو په امام علي(ع) پسې د کنځلو کولو امر وکړ چې له دې مخکې په صفین جنګ کې علی ابن ابیطالب معاویه ته له کنځلو کولو سره مخالفت کړی و.[۲۵] کله چې د امام علي (ع) له سپایانو حجر ابن عدي او عمرو بن حمق په معاویه او د شام په خلکو لعنت ووایه، امام هغوي له دې کاره منع کړل او د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا حق له مونږ سره نه دی، وویل چې مونږ پر حقه یوو خو نه خوښوم چې تاسو لعنت کوونکي او کنځل کوونکي شئ. امام علي(ع) همداراز په دوام کې هغوي ته وویل چې له خدایه وغواړي زمونږ او د هغوي وینه وساتي، زمونږ او د هغوي تر مینځ سوله راولي او هغوي له ګمراهۍ وژِغوري چې هرچا چې حق نه وي پېژندلی وې پېژني او څوک چې په باطل ټینګار کوي له هغه لاس واخلي. [یادداشت۲][۲۶]
اړونده لیکنه
فوټ نوټ
- ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۸۰.
- ↑ ابن اثیر جزری، النهایة، ۱۳۶۷ش، ج۴، ص۲۵۵.
- ↑ بستانی، فرهنگ ابجدی، ۱۳۷۵ش، ص۷۵۶.
- ↑ فخلعی، مجموعه گفتمانهای مذاهب اسلامی، ۱۳۸۳ش، ص۲۹۹.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۰۳.
- ↑ بلقانآبادی، شواهد نصب در آثار بخاری، ص۷۹.
- ↑ سبحانی، گزیده سیمای عقاید شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۲.
- ↑ مغنیه، فقه الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۱ق، ج۶، ص۲۷۸.
- ↑ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۰۶.
- ↑ وګورئ: محمدی ریشهری، دانشنامه امیر المؤمنین، ۱۴۲۸ق، ص۴۷۵-۴۸۳.
- ↑ وګورئ: جمشیدیها و دیگران، «پروپاگاندای بنی امیه علیه خاندان پیامبر (ص)»، ص۱۵ـ۱۸؛ کوثری، «بررسی ریشههای تاریخی ناصبیگری»، ص۹۶ـ۱۰۰.
- ↑ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۶۱.
- ↑ زمخشری، ربیع الابرار، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۸۶.
- ↑ ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۹۴.
- ↑ سید بن طاووس، بناء المقالة الفاطمیة، ۱۴۱۱ق، ص۲۱۲؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۷ق، ج۴۲، ص۵۳۳.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۳۱۱-۳۳۰.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۵۳.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۵۳؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۱؛
- ↑ الحسینی الموسوی الحائری الکرکی، تسلیة المجالس و زینة المجالس، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۵۱-۵۲؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۷۸.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۱.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۰۰ق/۱۹۷۹م، ج۵، ص۲۴۳.
- ↑ ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۵۸.
- ↑ عسکری، ترجمه معالم المدرستین، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۴۱۵-۴۱۶.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۳۰۵.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۶۵.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۶۵.
سرچينې
- ابن اثیر جزری، مبارک بن محمد، النهایة فی غریب الحدیث و الأثر، محقق، مصحح، طناحی، محمود محمد، قم، موسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، ۱۳۶۷ش.
- ابن خلدون، عبد الرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الأکبر (تاریخ ابن خلدون)، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، ج۴۲، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین الالمانیه، ۱۴۰۰ق/۱۹۷۹م.
- بلخی، مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، تحقیق: شحاته، عبدالله محمود، بیروت، دار إحیاء التراث، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
- بلقانآبادی، حسن، شواهد نصب در آثار بخاری، مقدمه: نجم الدین طبسی، بیجا، بیتا.
- جمشیدیها غلامرضا، روحانی محمد رضا، علم الهدی سید عبدالرسول، «پروپاگاندای بنی امیه علیه خاندان پیامبر (ص)»، در فصلنامه شیعه شناسی، سال هفتم، شماره۳۵، پاییز۱۳۹۰ش.
- الحسینی الموسوی الحائری الکرکی، محمد بن ابی طالب، تسلیة المجالس و زینة المجالس: الموسوم بمقتل الحسین علیه السلام، تحقیق فارس حسون کریم، قم، پاسدار اسلام، ۱۴۱۸ق.
- دینوری، ابو حنیفه احمد بن داود، الاخبار الطوال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: تدمری، عمر عبد السلام، بیروت،دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- زمخشری، محمود بن عمرو، ربیع الابرار و نصوص الاخبار، بیروت، موسسه اعلمی، ۱۴۱۲ق.
- سبحانی، جعفر، درسنامه گزيده سیمای عقاید شیعه، مترجم: جواد محدثی، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ش.
- سید بن طاووس، احمد بن موسی، بناء المقالة الفاطمیة فی نقض الرسالة العثمانیة، تحقیق سید علی العدنانی الغریفی، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۱ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
- طبری، أبو جعفر محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک (تاریخ طبری)، تحقیق: ابراهیم، محمد أبوالفضل، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- طریحی، فخر الدین، مجمع البحرین، تحقیق: حسینی، سید احمد، تهران، کتابفروشی مرتضوی، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
- شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، محقق، موسوی خرسان، حسن، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- عسکری، مرتضی، ترجمه معالم المدرستین، مترجم: محمد جواد کرمی، قم، دانشکده اصول دین، ۱۳۸۶ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، ج۳۹، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۳۰ق/۱۹۸۳م.
- کوثری، احمد، «بررسی ریشههای تاریخی ناصبی گری»، پژوهشنامه نقد وهابیت؛ سراج منیر، سال چهارم، شماره۱۶، زمستان۱۳۹۳ش.
- مغنیه، محمد جواد، فقه الإمام الصادق(ع)، قم، موسسه انصاریان، ۱۴۲۱ق.