د امام حسن(ع) صلح
د امام حسن(ع) صلح په ۴۱ هـ ق کې د امام حسن(ع) او معاویه ترمنځ د صلحې تړون و چې د دوی ترمنځ د جګړې له رامنځته کېدو وروسته وشو او له خلافت څخه د امام حسن(ع) د اجباري څنګته کېدو لامل شو. د دې جګړې لامل د معاویه له خوا له امام حسن(ع) سره د مسلمانانو د خلیفه په توګه بیعت نه کول وو. تاریخپوهانو د امام حسن لخوا د صلحې د منلو ځینې لاملونه د ملګرو سستي، د سردارانو خیانت او د خوارجو خطر یاد کړي دي. د شیعه مورخانو په وینا، امام حسین(ع) د امام حسن(ع) په پیروۍ سره خلک صلحې ته بلل او د جګړې په پرتله یې صلح غوره بلله. د تاریخي سرچینو له مخې، د صلحې د تړون په مفاداتو کې د الله د کتاب او د رسول الله(ص) پر سنتو عمل کول، د معاویه له مړینې وروسته د جانشین نه ټاکل، امام علي(ع) ته د توهین او سپکاوي بندول او د شیعیانو د ژوند ساتنه شامله وه.
له صلحې وروسته، د شیعیانو یوې ډلې لکه سلیمان بن صُرَد او حُجر بن عَدِی خپله ناخوښي او نارضایتي څرګنده کړه او ځینو امام(ع) ته «مُذِلُّ المؤمنین» (د مؤمنانو خواروونکی) نوم ورکړ. د تاریخي سرچینو د راپور له مخې، معاویه د صلحنامې هیڅ یوه ماده عملي نکړه او ډېری شیعیان یې ووژل. هغه همدارنګه خپل زوی یزید د خپل ولي عهد په توګه وټاکه او د امام علي(ع) سپکاوی یې بند نه کړ. اهل سنت د رسول الله(ص) د یوې وړاندوینې په استناد، چې د امام حسن(ع) لخوا د مسلمانانو یووالي ته اشاره کوي، هغه یې د سوله خوښوونکي په توګه یاد کړی او له معاویه سره د صلح منلو او د کورنۍ جګړې پای ته رسولو له امله یې ستایلی دی.
اهمیت او مقام
د امام حسن(ع) او معاویه ترمنځ صلح د امام حسن(ع) په ژوند کې تر ټولو مهمه او حساسه پیښه بلل کیږي. دا صلح د هغه له اسلامي خلافت څخه د اجباري څنګته کېدو لامل شوه او ډېری بحثونه او نیوکې یې راوپارولې.[۱] د ۲۵۰ کلن انسان کتاب د لیکوال سید علي خامنهاي، په وینا، د امام حسن(ع) صلح نن ورځ د سیاسي او ټولنیزو مذاکراتو لپاره یو مرجع دی.[۲] د مورخانو په وینا، د صلحنامې مفاداتو له معاویه څخه هر ډول امتیاز اخیستنه سلب کړې وه او هغه یې د مسلمانانو د خلیفه په توګه نه و پیژندلی؛[۳] خو دا تپلې صلح[۴] د دې لامل شوه چې خلافت د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه بني امیه ته ولېږدول شي.[۵] اهل سنت د رسول الله(ص) د یوې وړاندوینې په استناد، چې د امام حسن(ع) په لاس د مسلمانانو د یووالي په اړه ده،[۶] هغه یې د سولهخوښوونکي په توګه یاد کړی او له معاویه سره د صلح منلو او د مسلمانانو د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو له امله یې ستایلی دی.[۷] په بېلابېلو سرچینو کې، د صلحې د انعقاد کال د «عام الجماعة» په نوم یادیږي.[۸]
د مورخ قرشي، په وینا، د صلحې د وخت په اړه اختلاف دی؛ ځینو دا د ۴۱ هـ ق کال د ربیع الاول، ځینو د ربیع الثاني او نورو د جمادي الاولی میاشته یاده کړې ده.[۹] قرشي، د معتبرو سرچینو له مخې، د صلحې د تړون ځای د مَسکِن په ناحیه کې بللی او ویلي یې دي چې د صلحې اصول د عراق او شام د خلکو د یوې لویې ډلې په حضور کې اعلان او عملي شوي دي.[۱۰]
د صلحې په اړه د امام حسین(ع) نظر
ځینو اهل سنت سرچینو امام حسین(ع) د صلح مخالف معرفي کړی دی؛[۱۱] خو د شیعه مورخانو لکه مهدي پیشوایي او رسول جعفریان په باور، امام حسین(ع) صلح د جګړې په پرتله غوره بللې او خلک یې د امام حسن(ع) پیروۍ ته بللي دي. همدارنګه، د امام حسن(ع) تر وفات او د هغه له شهادت وروسته ۱۰ تر ۱۱ کاله پورې په همدې دریځ پاتې شوی دی.[۱۲] کله چې افراطي شیعیانو د امام حسین(ع) د مشرتابه غوښتنه وکړه، هغه ورته سپارښتنه وکړه چې له قیام څخه ډډه وکړي.[۱۳] د ۲۵۰ کلن انسان کتاب د لیکوال سید علي خامنهاي په وینا، د امام حسن(ع) صلح د امام حسین(ع) په ملاتړ ترسره شوه؛ حتی د امام حسن(ع) د یوه ملګري د اعتراض په ځواب کې، امام حسین(ع) په کلکه د دې پرېکړې دفاع وکړه، نو دا نشي ویل کېدی چې که امام حسین(ع) د امام حسن(ع) په ځای وای، دا صلح به نه وای شوې.[۱۴]
د معاویه تړون ماتول
په ډېرو سرچینو کې راغلي چې معاویه د صلحنامې په مفاداتوعمل ونکړ.[۱۵] د شپږمې پیړۍ د مورخ مقدسي په وینا، معاویه له صلح وروسته کوفې ته ننوت او په خپله وینا کې یې خلکو ته اعلان وکړ: «ټول هغه شرطونه چې ما ایښي وو، بیرته یې اخلم او ټولې هغه ژمنې چې ما کړې وې، تر پښو لاندې کوم.»[۱۶] هغه د امام علي(ع) ډېری شیعیان لکه عمرو بن حمق او حجر بن عدي ووژل[۱۷] او خپل زوی یزید یې د خپل ولي عهد په توګه وټاکه.[۱۸] د اوومې پیړۍ د مورخ ابن اثیر په وینا، معاویه حتی د دارابګرد مالیه، چې د صلح د تړون له مخې باید امام حسن(ع) ته ورکړل شوې وای، هغه ته ورنه کړه.[۱۹]
په اعیان الشیعه کې د سید محسن امین په وینا، معاویه له صلحنامې یوه کال وروسته خپلو چاروالو ته امر وکړ چې هر څوک د امام علي(ع) او د هغه د کورنۍ فضیلت روایتوي، محکوم کړي. خطیبانو په منبرونو د علي(ع) او د هغه په اهل بیتو پر نفرینونه او لعن طعن کاوه. د کوفې خلکو، د شیعیانو د کثرت له امله، ډېرې سختۍ ولیدې. معاویه زیاد بن سمیه پر کوفه او بصره وګماره چې د شکنجې، جلاوطنۍ او قتل له لارې شیعیان په عراقې کې له منځه یوسي.[۲۰]
د صلحې د تړون په وړاندې غبرګونونه
په کتاب حياة الإمام الحسن بن على(ع) کې د قرشي په راپور د امام حسن(ع) له صلح وروسته، د شیعیانو یوې ډلې لکه سلیمان بن صُرَد او حجر بن عدي خپل خپګان او ناخوښي څرګنده کړه[۲۱] او حتی ځینو امام(ع) ملامته کړ او هغه یې «مُذِلُّ المؤمنین» (د مؤمنانو خواروونکی) وباله .[۲۲] البته، د خوارجو برعکس، دا ناخوښۍ له امام(ع) سره په عملي مخالفت بدلې نه شوې[۲۳] او امام(ع) د پوښتنو او اعتراضونو په ځواب کې، پر دې پرېکړې د پابندۍ پر ضرورت ټینګار وکړ او د خپلې صلحې لامل یې د حدیبیه صلحې لامل او حکمت یې د خضر(ع) د کارونو د حکمت په څېر وباله، چې له حضرت موسی(ع) سره د خضر په ګډ سفر کې یې کوم کارونه کړې وو.[۲۴]
د صلح د منلو زمینه
د څلورمې پیړۍ مورخ ابن اعثم کوفي د راپور له مخې، د امام علي(ع) له شهادت وروسته، د عراق خلکو امام حسن(ع) ته د بیعت وړاندیز وکړ؛ خو امام(ع) بیعت ونه مانه، مګر په دې شرط چې له هر چا سره چې جګړه وکړي، دوی به هم جګړه کوي او که صلح یې وکړه، دوی به هم صلح کوي.[۲۵] د دې شرط له منلو وروسته، امام(ع) له دوی سره بیعت وکړ.[۲۶]
د جګړې له پیل وړاندې لیکونه
امام په پیل کې معاویه ته لیکونه ولیکل او هڅه یې وکړه چې هغه تسلیمۍ او اطاعت کولو ته اړ کړي،[۲۷] خو دا مکاتبې بېنتیجې وې او معاویه د دسیسو له ترسره کولو وروسته، له امام(ع) سره د جګړې لپاره له یو لښکر سره حرکت وکړ.[۲۸] د تاریخپوه رسول جعفریان په وینا امام(ع) پوهېده چې معاویه به دې لیکونو ته تسلیم نشي او ورته مهمه دا وه چې دا لیکونه د تاریخي اسنادو په توګه پاتې شي.[۲۹] د معاویه د لښکر له حرکت وروسته، امام(ع) د عبیدالله بن عباس په مشرۍ د دولس زره کسانو یوه لښکر له معاویه سره د مقابلې لپاره ولېږه.[۳۰]
د صلح اوازه
د درېیمې پیړۍ د مورخ دینوري په وینا، معاویه عبدالله بن عامر له یو لښکر سره انبار ته ولېږه چې مدائن ته پرمختګ وکړي. امام حسن(ع)، د وضعیت له لیدو وروسته، پخپله د مدائن پر لور حرکت وکړ.[۳۱] د امام(ع) لښکر د مخلصو شیعیانو، خوارجو، دنیاپالو، فرصت غواړو او د قبیلوي تعصباتو لرونکو کسانو څخه جوړ و.[۳۲] امام(ع) په ساباط ښار کې، کله چې د خپلو ملګرو سستي ولیده، هلته یې پړاو وکړ او یوه خطبه یې ولوستله.[۳۳] د جعفریان په وینا، ټولو مورخانو لکه دینوري او بلاذري ویلي چې امام(ع) په خپله خطبه کې په داسې ډول خبرې وکړې چې د صلحې بوی ترې راته او دا موضوع د خوارجو له خوا پر هغه حضرت د برید او د ملګرو د لرې کېدو لامل شوه.[۳۴] خو جعفریان دا روایت د یعقوبي د تاریخ په استناد ردوي.[۳۵] یعقوبي لیکي چې معاویه مغیرة بن شعبه او عبدالله بن عامر د صلحې د مذاکراتو لپاره امام ته ولېږل؛ خو دوی له بېرته راتګ وروسته د خوارجو د لمسولو لپاره اوازه خپره کړه چې امام(ع) صلح منلې دا اوازه د لښکر د اندېښنې او د مدائن د پیښې لامل شوه.[۳۶] امام(ع) له ساباط وروسته د مدائن پر لور ولاړ، په لاره کې د خوارجو یوه کس د خنجر په وسیله د هغه پښه ټپي کړه او امام حسن(ع) په سخت ټپ سره مدائن ته ننوت.[۳۷]
کله چې عبیدالله بن عباس د معاویه د لښکر په وړاندې ودرېد، معاویه عبدالرحمن بن سمره هغه ته ولېږه او د امام حسن(ع) له خوا د صلحې د منلو د دروغې ادعا په کولو او د ډېرو انعامانو په وعدې سره، عبیدالله ځانته واړوه.[۳۸] د عبیدالله په تلو سره، د عراق د لښکر ډېره برخه معاویه ته واوړېده[۳۹] او قیس بن سعد د عبیدالله ځایناستی شو.[۴۰] د درېیمې قمري پیړۍ مورخ یعقوبي روایت کړی چې معاویه به خلک د امام(ع) لښکر ته لېږل چې د قیس بن سعد له خوا د صلحې د منلو اوازه خپره کړي او خلک به یې د قیس لښکر ته لېږل چې د امام حسن(ع) او معاویه ترمنځ د صلحې د منلو شایعه خپره کړي.[۴۱] همدارنګه، د امام(ع) د قوماندان قیس بن عباده د وژل کېدو دروغ خبر یې په مدائن کې خپراوه چې د امام(ع) لښکر کمزوری شي.[۴۲] د جعفریان په وینا، معاویه په کوفه، ساباط او د جګړې په میدان کې د اوازو او پروپاګنډو په خپرولو سره، کوفیان په دې باور کړل چې هر څه پای ته رسېدلي دي.[۴۳]
د صلحې منل
په ارشاد کې د شیخ مفید په راپورپه مدائن کې د امام حسن(ع) له ټپي کېدو وروسته، د کوفې مشرانو په پټه معاویه ته لیکونه ولیکل او وعده یې وکړه چې یا به هغه تسلیم کړي یا به یې ووژني.[۴۴] په همدې وخت کې، امام(ع) د خپل لښکر د قوماندان عبیدالله بن عباس له خوا له معاویه سره د رشوت په بدل کې د یوځای کېدو خبر ترلاسه کړ .[۴۵] له دې پیښو وروسته، معاویه د امام(ع) لپاره یو لیک ولېږه او د صلحې وړاندیز یې وکړ او له لیک سره یې د امام(ع) د ځینو ملګرو لیکنې، چې له معاویه سره د بیعت او د امام(ع) د تسلیمولو لپاره یې موافقه کړې وه، د امام حسن(ع) لپاره ولېږل.[۴۶] امام(ع) وویل: معاویه یو وړاندیز کړی چې زموږ د عزت او هدف خلاف دی. که تاسو د الله په لاره کې د شهادت لپاره چمتو یاست، په تورې سره به ځواب ورکړو او که ژوند او آرام غواړئ، د هغه وړاندیز به ومنو. خلکو چیغې کړې: «موږ ژوند غواړو».[۴۷]
اهل سنت عالم ابن جوزي، (وفات: ۶۵۴ق)، په دې باور دی چې کله چې امام حسن(ع) ولیدل خلک له هغه لرې شوي، د عراق خلک له هغه سره اختلاف لري او د کوفې خلکو ورسره خیانت کړی، صلحې ته یې ګروهنه پېدا کړه.[۴۸] تاریخپوه جعفریان، د صلحې د منلو په تحلیل کې لیکي چې امام(ع) کولای شول په کم شمېر لښکر سره جګړه وکړي او شهید شي؛ خو هغه څه چې هغه نه منل، د بېثمره وینې تویېدل او نامعلومې پایلې وې. له همدې امله صلح د عراق د لوټېدو او چور څخه د ساتنې لپاره یوه پلمه وه.[۴۹] د « ۲۵۰ کلن انسان » کتاب د لیکوال سید علي خامنهای، په وینا، په ځینو شرایطو کې وژل کېدل شهادت نومېږي او هغه شرایط د امام حسن(ع) په وخت کې نه وو او که هغه په هغه ورځ وژل شوی وای، شهید به نه وای شمېرل شوی.[۵۰] د هغه په وینا، د جګړې په صورت کې، امام حسن(ع) شاید د خپلو ملګرو لخوا وژل شوی وای او معاویه کولای شول ادعا وکړي چې هغه د خپلو یارانو لخوا وژل شوی او ټول شیعیان او د امام علي(ع) اصحاب له منځه یوسي.[۵۱]
د صلح تړون او د هغه مفادات
تاریخپوه پیشوایي، په دې باور دی چې هر مورخ د صلحنامې د شرطونو یوې برخې ته اشاره کړې او د دوی په راټولولو سره کولای شو د تړون د متن نسبتاً بشپړ انځور وړاندې کړو.[۵۲] د ابن اعثم (وفات: ۳۲۰ق) د راپور له مخې، معاویه یو سپین کاغذ لاسلیک کړ او د امام(ع) استازي عبدالله بن نوفل ته یې وسپاره چې امام(ع) هر هغه شرط چې غواړي په کې ولیکي.[۵۳] د امام(ع) له شرطونو څخه، چې په بېلابېلو سرچینو کې یاد شوي، د خلکو او د رسول الله(ص) د اهل بیتو د خاندان امنیت تأمینول، د معاویه له مړینې وروسته د جانشین نه ټاکل[۵۴]، د خدای د کتاب او د رسول الله(ص) پر سنتو عمل کول [۵۵] او په لمونځونو او له لمونځونو بهر امیرالمؤمنین علي(ع) ته د کنځلو او نفرین بندول شامل دي.[۵۶]
تاریخپوه جعفریان، د بېلابېلو سرچینو په استناد، له معاویه وروسته د امام(ع) د جانشینۍ شرط یاد کړی دی.[۵۷] ځینو سرچینو راپور ورکړی چې امام(ع) د کوفې بیتالمال، د دارابگرد فارس مالیه[۵۸] او د اهواز مالیه[۵۹] هم د صلحنامې د مفاداتو د شرطونو په توګه غوښتي دي. په اخبار الطوال کې د دینوري په وینا، امام(ع) غوښتنه کړې وه چې هر کال دوه میلیونه درهمه د هغه ورور امام حسین(ع) ته هم ورکړل شي او بني هاشم د عطایاوو او مرستو په ترلاسه کولو کې پر بني عبد شمس (بني امیه) لومړیتوب ولري.[۶۰] تاریخپوه جعفریان، د بېلابېلو سرچینو په استناد، په مختلفو سرچینو کې د صلحنامې مالي شرطونه صحیح نه بولي.[۶۱] مورخ ابن اعثم، د صالحو خلفاوو په سیرې عمل کول د صلحنامې له شرطونو څخه بللي؛ په داسې حال کې چې دا شرط په ډېرو تاریخي سرچینو کې نه دی ذکر شوی.[۶۲]
د صلح د منلو لاملونه
مورخان او محدثان په دې باور دي چې د صلحې د منلو په لاملونو کې د دین ساتنه،[۶۳] د امام(ع) او د هغه د کورنۍ د ژوند ساتنه،[۶۴] د شیعیانو د ژوند ساتنه،[۶۵] په جګړه کې د امام حسن(ع) د ملګرو سستي،[۶۶] د سردارانو خیانت[۶۷] او د خوارجو خطر[۶۸] شامل دي.
د شیخ صدوق په وینا، معاویه اشعث بن قیس او نورو ته د ۲۰۰ زره درهمه او د شام د قوماندانۍ وعده ورکړې وه چې امام حسن(ع) ووژني؛ له همدې امله امام(ع) د خپل ځان د ساتنې لپاره زغره اغوستله او له اجتماعاتو یې ډډه کوله، تر دې چې په یوه لمانځه کې پر هغه غشی وویشتل شو خو زیان یې ونه لید؛ خو په ساباط کې د خوارجو له خوا ټپي شو.[۶۹] د درېیمې پیړۍ مورخ دینوري، نقل کوي چې امام حسن(ع) حجر بن عدي ته د صلحې لامل صلحې ته د خلکو ګروهنه او په جنګ کې نه دلچسپي بللې او د شیعیانو د ژوند د ساتنې او د وژنو د مخنیوي لپاره یې صلح منلې ده.[۷۰]
د څلورمې پیړۍ شیعه عالم شیخ صدوق له امام حسن(ع) نقلوي چې د جګړې دوام به د شیعیانو د بشپړې نابودۍ لامل شوې وای.[۷۱] د شپږمې پیړۍ مفسر ابن عربي، په دې باور دی چې د امام حسن(ع) د صلحې یو لامل دا و چې هغه ولیدل خوارجو د هغه شاوخوا نیولي او که له معاویه سره جګړه وکړي، خوارج به پر ټاټوبو غالب شي او که له خوارجو سره جګړه وکړي، معاویه به پر هغه غالب شي.[۷۲]
مهدي پیشوایي، د صلحې د تحلیل په بیانولو سره وایي چې د امام حسن(ع) او معاویه د لښکرو د مخامخېدو د خبر په اورېدو سره، د د ختیځ روم د سترواکۍ مشرانو چې د دواړو خواوو مشترکه دښمنه وه، پر اسلامي ټاټوبو د برید پرېکړه وکړه. معاویه له صلحې وروسته او د روم د لښکر د حرکت له خبرېدو وروسته، د داسې قوې پر وړاندې د مقابلې د ناتوانۍ له امله، د ختیځ روم له سترواکۍ سره د صلحې تړون وکړ او ژمنه یې وکړه چې سل زره دیناره ورته ورکړي. په پایله کې، که جګړه شوې وای، د روم امپراتوري به بریالۍ وای، نه امام حسن(ع) او نه معاویه.[۷۳]
لیکلي آثار
د تاریخپوه شیخ راضي آل یس په راپور، په لومړیو اسلامي پیړیو کې، د امام حسن(ع) د صلحې په اړه ډېر آثار لیکل شوي، چې نن ورځ یوازې د دې کتابونو نومونه پاتې دي او متنونه یې موجود نه دي. له دې کتابونو څخه ځینې دا دي:
- اخبار الحسن(ع) و وفاته، هیثم بن عدي الثعلبي (۲۰۷ق)
- قیام الحسن(ع)، ابراهیم بن محمد (۲۸۳ق)
- صلح الحسن(ع) و معاویه، احمد بن محمد (۳۳۳ق)
- صلح الحسن(ع)، عبدالرحمن بن کثیر الهاشمي (د بني هاشمو له مواليو څخه دی او په خپله له دې کورنۍ نه دی)
- قیام الحسن(ع)، هشام بن محمد بن السائب.[۷۴]
د علي راجي لیکلی فلسفه صلح امام حسن مجتبي(ع)، او د راضي آل یس لیکلی صلح الحسن(ع)، (چې د آیتالله خامنهای لخوا په پارسي ژباړل شوی) د دې موضوع په اړه نور کتابونه دي.
فوټ نوټ
- ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۶.
- ↑ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۶ش، ص۱۱۳ -۱۱۷.
- ↑ گروه مؤلفان مجمع جهانی اهل بیت(ع)، پیشوایان هدایت سبط اکبر امام حسن مجتبی(ع)، ج ۴، ص۱۹۶.
- ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۸.
- ↑ آل یاسین، صلح الحسن(ع)، ۱۳۷۳ش، ص۳۹.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۸، ص۱۶؛ ذهبی، تاريخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷.
- ↑ ابنعربی، احکام القرآن، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۱۹؛ ابن کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۸، ص۱۶.
- ↑ عسقلانی، الإصابة في تمييز الصحابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۲۰؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۸، ص۲۱؛ شوشتری، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، ۱۴۰۹ق، ج۳۳، ص۵۴۲.
- ↑ قرشی، حياة الإمام الحسن بن على(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۱.
- ↑ قرشی، حياة الإمام الحسن بن على(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۰.
- ↑ ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق، ۱۴۱۵ق، ص۱۳، ص۲۶۷؛ الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱۰ ص۳۳۱؛ ابن جوزی، تذكرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۱۸۰.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۵۷؛ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۰ش، ص۱۴۷.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۵۷.
- ↑ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۳ش، ص۱۱۷.
- ↑ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۶۰؛ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۷؛ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۴۰۵.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۲۳۷.
- ↑ قرشی، حياة الإمام الحسن بن على(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶.
- ↑ اابن ابی الحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۱۷.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۴۰۵.
- ↑ امین عاملی، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ قرشی، حياة الإمام الحسن بن على(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۵.
- ↑ قرشی، حياة الإمام الحسن بن على(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۹.
- ↑ جعفری، تشیع در مسیر تاریخ، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۶.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۱۱.
- ↑ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۸۳.
- ↑ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۸۳.
- ↑ اصفهانی، مقاتل الطالبيين، بیروت، ص۶۳ - ۶۸.
- ↑ مفيد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۸.
- ↑ اصفهانی، مقاتل الطالبيين، بیروت، ص۷۱.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۶.
- ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۰ش، ص۱۲۲.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۶.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۳.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۳.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۳.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۷.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف،۱۴۱۷ق، ج۳، ص ۳۷.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۴.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف،۱۴۱۷ق، ج۳، ص ۳۸.
- ↑ یعقوبی، تاريخ اليعقوبى، بيروت، ج۲،ص۲۱۴.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۱۵۹ش.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۵.
- ↑ مفيد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲.
- ↑ مفيد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲.
- ↑ مفيد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳.
- ↑ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۴۰۶
- ↑ ابن جوزی، تذكرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۱۸۰.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۵۰.
- ↑ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۳ش، ص۱۱۸.
- ↑ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۳ش، ص۱۲۲.
- ↑ پیشوایی، سيره پيشوايان، ۱۳۹۰ش، ص۱۳۱.
- ↑ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۹۰.
- ↑ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۹۰ و ۲۹۱.
- ↑ عطاردی، مسند الإمام المجتبى أبي محمد الحسن بن علي(ع)، ۱۳۷۳ش، ص۳۲۲.
- ↑ مفيد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۴.
- ↑ جعفریان، حيات فكرى و سياسى ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۶۱.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۴۰۵.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۸.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۸.
- ↑ جعفریان، حيات فكرى و سياسى ائمه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۱۶۱.
- ↑ عطاردی، مسند الإمام المجتبى أبي محمد الحسن بن علی(ع)، ۱۳۷۳ش، ص۳۲۲؛ کرکی حائرى، تسلية المجالس و زينة المجالس،۱۴۱۸ق، ج۲، ص۴۹؛ ابن شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ش، ج۴، ص۳۳.
- ↑ ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۲۸۰.
- ↑ طبرسى، الإحتجاج على أهل اللجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۲۹۰.
- ↑ ابن بابويه، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۱۱.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۲۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۶۰؛ ابنعربی، احکام القرآن، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۱۹.
- ↑ ابنعربی، احکام القرآن، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۱۹.
- ↑ ابن بابويه، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۲۰.
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۲۰.
- ↑ ابن بابويه، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۱۱.
- ↑ آل یاسین، صلح الحسن(ع)، ۱۳۷۳ش، ص۳۹.
- ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۸.
- ↑ آل یاسین، صلح الحسن(ع)، ۱۳۷۳ش، ص۲۰.
سرچينې
- آل یاسین، شیخ راضی، صلح الحسن(ع)، قم، الشریف الراضی، ۱۳۷۳ش/ ۱۴۱۴ق.
- ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
- ابن اعثم، محمد بن علی، الفتوح، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۱ق.
- ابن شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، علامه، ۱۳۷۹ش.
- ابن عساکر، ابو القاسم على بن حسن، تاريخ مدينة دمشق، بیروت، محقق عمرو بن غرامة العمروی، دارالفکر للطباعة والنشر والتوزيع، ۱۴۱۵ق.
- ابنابیالحدید، عز الدین ابوحامد، شرح نهجالبلاغه، تصحیح، محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، کتابخانه عمومی آیتالله مرعشی نجفی، چاپ اول، 1404ق.
- ابنعربی، محمد بن عبدالله، احکام القرآن، تحقیق: علی محمد بجاوی، بیروت، دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- ابنکثیر، حافظ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، بیتا.
- اربلی، کشف الغمه فی معرفة الائمه، ناشر الرضی، بی تا، بی جا.
- اصفهانی، ابوالفرج اصفهانى، مقاتل الطالبيين، بیروت، دارالمعرفة، بیتا.
- امین عاملی، سید محسن، اعیان الشیعة، تحقیق حسن امین، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- بلاذری، انساب الاشراف، تحقیق محمد باقر المحودی، بیروت، بی نا، ۱۳۹۸ق.
- جعفری، حسین محمد، تشیع در مسیر تاریخ، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انتشارات انصاریان، ۱۳۸۱ش.
- خامنهای، سیدعلی، انسان ۲۵۰ ساله، تهران، موسسه ایمان جهادی، چاپ سی و هشتم، ۱۳۹۳ش.
- دینوری، احمد بن داود الدينورى، الأخبار الطوال، تحقيق عبد المنعم عامر مراجعه جمال الدين شيال، قم، منشورات الرضى، ۱۳۶۸ش.
- ذهبی، محمد بن أحمد، تاریخ الإسلام و وَفیات المشاهیر و الأعلام، بیروت، دار الكتاب العربى، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- شوشتری، قاضى نور الله مرعشی، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مكتبة آية الله المرعشى النجفى، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن على، علل الشرائع، قم، كتاب فروشى داورى، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی حجج الله علی العباد، ترجمه خراسانی، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه، ۱۳۸۰ش.
- طبرسى،احمد بن على، الإحتجاج على أهل اللجاج، محقق محمد باقر خرسان، نشر مرتضى، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- عسقلانی، ابن حجر، الإصابة في تمييز الصحابة، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- عطاردی، عزيز الله، مسند الإمام المجتبى أبي محمد الحسن بن علي(ع)، تهران، عطارد، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- قرشی، باقرشریف، حياة الإمام الحسن بن علی(ع)، بیروت، دار البلاغة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- قطب راوندی، سعید بن هبه الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۹ق.
- کرکی، سید محمد، تسلية المجالس و زينة المجالس، قم، مؤسسة المعارف الإسلامية، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- گروه مؤلفان مجمع جهانی اهل بیت(ع)، پیشوایان هدایت سبط اکبر امام حسن مجتبی(ع)، مترجم عباس جلالی، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- مفيد، محمد بن محمد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، مصحح: مؤسسة آل البيت(ع)، قم، كنگره شيخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق
- مقدسی، مطهر بن طاهر، اَلْبَدْءُ وَ التّاریخ، بینام، مكتبة الثقافة الدینیة، بیتا.
- مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع، تحقیق محمد عبد الحمید، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- یعقوبی، احمد بن یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.
| ||||||||||||||||||