منځپانگې ته ورتلل

عمر بن عبد العزیز

د wikishia لخوا
(له عمر بن عبدالعزیز نه مخ گرځېدلی)

عُمَر بن عَبد العَزیز بن مَروان (۶۳-۱۰۱ق) اتم اموي خلیفه و چې له ۹۹ ق کاله تر ۱۰۱ ق کاله یې حکومت وکړ. د هغه حکومتي روده د بني امیه له نورو خلفاوو بدله وه، له دې امله اهل سنتو نقل کړې چې امام باقر(ع) هغه د بني امیه نجیب ګڼلی دی؛ که څه هم د یو روایت له مخې په هغه مقام کې د کښېناستلو په وجه چې د شیعه امامانو حق و په اسمان کې پرې لعنت شوی دی.

هغه دوه نیم کاله خلافت وکړ او د خلافت په پړاو کې د هغه یو کار امام علي ته د کنځلو کولو (سب) منع کول، د فاطمې بچیانو ته د فدک ستنول، د حدیث د لیکل د بندیز ختمول او د هغو مظالمو او حقوقو ستنول وو چې د کورنۍ له خوا یې له خلکو تروړل شوې وو. هغه همداراز له خلافته مخکې چې د وخت د خلیفه ولید بن عبد الملک لخوا د مدینې ګورنر و، مسجد النبي ته پراختیا ورکړه او د پېغمبر(ص) د میرمنو حجره یې په جومات کې دننه وګرځوله.

عمر بن عبد العزیز په ۱۰۱ ق کال کې په خُناصِرَه کې وفات او په دیر سمعان کې ښخ کړی شو. د هغه قبر په سوریه کې دی.

کورنۍ یې

عمر بن عبد العزیز بن مروان بن حکم په ۶۱ قمري کال[۱]، یا ۶۲ قمری[۲] او یا ۶۳ قمري کال کې پېدا شو.[۳] کنیه یې ابوفحص وه[۴] پلار یې عبد العزیز بن مروان بن حکم او مور یې ام عاصم، د عاصم بن عمر بن خطاب لور وه.[۵] د وخت خلیفه عبد الملک بن مروان (حک: ۶۵ قمري تر ۸۶ قمري کال) چې د عمر بن عبد العزیز تره و د خپل خلافت په وروستیو کې په ۸۵ ق کال کې د عمر د پلار له وفاته وروسته، هغه له مدینې وباله او خپله لور یې فاطمه هغه ته واده کړه.[۶]

د امیة بن عبد شمس بن عبد مناف مشهور اولادونه


د خلافت نه مخکې

عبد الملک بن مروان په ۸۵ قمري کال کې د«خناصره» (په حلب کې یوه سیمه) حکومت[۷] هغه ته وسپاره.[۸] ولید بن عبد الملک، په ۸۷ ق کال کې د مدینې حکومت عمر بن عبد العزیز ته ورکړ.[۹] او هغه یې د حج امیر کړ،[۱۰] خو په ۹۳ ق کال کې د حجاج بن یوسف په غوښتنه د مدینې له حکومته څنګ ته شو.[۱۱] حجاج په یو لیک کې ولید ته یادونه وکړه چې « عراقي بې دینان، اختلاف اچوونکي او بلواګر، له عرقه مدینې او مکې ته پناه وړي او دا کار د سستۍ او کمزورۍ سبب دی»[۱۲]

هغه په مدینې د واکمنۍ په زمانه کې مسجدالنبي بیا ورغاوه او پراختیا یې ورکړه.[۱۳] په ۸۸ ق کال کې ولید بن عبدالملک، عمر بن عبد العزیز مامور کړ چې مسجد النبي پراخ کړي او د پيغمبر(ص) د مېرمنو حجرې په جومات کې دننه وګرځوي.[۱۴]

په ۹۷ ق کال کې د ولید بن عبد الملک له مرګه وروسته، عمر بن عبد العزیز د هغه په جنازه لمونځ وکړ.[۱۵] د سلیمان بن عبد الملک د حکومت په دوره کې ( ۹۶ ق تر ۹۹ ق کاله) عمر د هغه سلاکار و[۱۶] او د سلیمان له مړینې وروسته یې د هغه په جنازې هم لمونځ وکړ.[۱۷]

خلافت

عمر بن عبد العزیز په ۹۹ قمري کال کې د سلیمان بن عبد الملک له مرګه وروسته خلافت ته ورسېد او تر ۱۰۱ ق کاله یې دوه نیم کاله حکومت په لاس کې درلود.[۱۸] سلیمان بن عبد الملک په خپله وینا، د فتنې د مخنیوي لپاره عمر بن عبد العزیز خپل ځای ناستی وټاکه[۱۹] او له هغه وروسته یزید بن عبد الملک خلافت ته ورسید.[۲۰] د طبري په وینا، هغه خلافت ته له رسېدلو وروسته استرجاع ایت (انا لله و انا الیه راجعون) په ژبه جاري کړ.[۲۱] او د خلافت په پېل کې یې په خپلو خبرو کې وویل:« له قرانه وروسته هیڅ کتاب او له حضرت محمد(ص) وروسته هیڅ پېغمبر نیشته. زه قاضي نه یم بلکې مجري یم، بدعتګزاری نه یم بلکې تابع یم».[۲۲]

اقدامات

  • علي ته د کنځلو کولو(سب) مخنیوی: عمر بن عبد العزیز امر وکړ چې هیڅوک حق نه لري حضرت علي(ع) ته کنځلې وکړي او سب ووایي.[۲۳] له دې مخکې د معاویه بن ابي سفیان په امر کابو شپېته کاله د پېغمبر صحابي او د شیعیانو لومړي امام حضرت علي(ع) ته په منبرونو کنځل کېدل او لعنت پرې ویل کېده.[۲۴] ویل شوي چې عمر بن عبد العزیز په هلکوانۍ کې چې پلار یې ژوندی و، په امام علي(ع) اعترا ض کاوه، خو له دې وروسته او د خپل استاد عبید الله بن عبد الله د منعې کولو په نتیجه کې یې امام علي په ښه یادوه.[۲۵]
  • د فدک ستنول: عمر بن عبد العزیز فدک چې معاویه، مروان بن حکم ته ورکړی و او هغه هم خپل زوي عبد العزیز ته بخښلی و او عمر ته په میراث رسېدلی و،[۲۶] د فاطمې(س) بچیانو ته ستون کړ.[۲۷] فدک، خیبر ته نزدې یو ښیرازه کلی دی[۲۸] چې په حجاز کې د مدینې په ۱۶۰ کلومیټرۍ کې پروت دی[۲۹] چې یهودیان پکې اوسېدل. دغه سیمې بې له جنګه د پېغمبر(ص) لاسته لوېدلې وه او پېغمبر(ص) خپلې لور فاطمه ته بخښلې وه.[۳۰] ابوبکر فدک له فاطمې(س) واخیست او سرکاري یې کړ.[۳۱] عمر بن عبد العزیز همداراز بني هاشمو ته خمس ورکاوه.[۳۲]
  • د حدیث د لیکنې د ممنوعیت ختمول: عمر بن عبد العزیز د مدینې والي ابوبکر بن حزم ته په یو لیک کې امر وکړ چې د پېغمبر اکرم(ص) حدیثونه ولیکي.[۳۳] له دې مخکې د ابوبکر له زمانې د حدیثو د لیکلو د منعې سیاست اجرا او د پېغمبر د حدیثونو د لیکلومخنیوی کېده.[۳۴]
  • د خراج او جزیې ختمول: عمر بن عبد العزیز په یو لیک کې په کوفې کې خپل چاروال عبد الحمید بن عبدالرحمان ته، د عدل او احسان او ابادونې پر سپارښتنې سربېره امر وکړ چې له مسلمانانو خراج وانه خلي.[۳۵] هغه همداراز خپلو چاروالو ته امر وکړ چې له نوې مسلمان شویو کسانو جزیه وانه خلي.[۳۶]
  • له خوارجو سره خبرې اترې: عمر بن عبد العزیز له خوارجو سره خبرې وکړې او هغوي یې قایل کړل چې له وینې بهیولو لاس واخلي.[۳۷] او شوذب خارجي یې چې د حکومت په خلاف یې خروج کړی و، مناظرې ته وباله. شوذب هم د مناظرې لپاره دوه کسان هغه ته ولېږل.[۳۸]
  • رد مظالم: ویل شوي چې هغه د خپل خلافت په وخت کې هغه مالونه ستانه کړل چې په ظلم سره له خلکو اخستل شوې وو.[۳۹]

د امام باقر دریځ

له دې امله چې د عمر بن عبد العزیز د حکومت پړاو (۹۹ـ۱۰۱ق) د امام باقر(ع) (۹۵ـ۱۱۴ق) د امامت له وخت سره هم مهاله و، په سرچینو کې د شیعیانو د پینځم امام او عمر بن عبد العزیز تر مینځ د ځینو رابطو خبره شوې ده.[۴۰] ځینې څیړاندي د عمر بن عبد العزیز په وړاندې د امام باقر دریځ ناصحانه ګڼي.[۴۱] امام باقر د خېرخواهۍ له مخې هغه ته نصیحت کاوه او د ظلم او زیاتي له انجامه یې وېراوه او دا نصیحتونه یې د عمر بن عبدالعزیز له روحیې سره چې غوښتل یې عدالت او انصاف وکړي متناسب ګڼل.[۴۲]

په روایتونو کې راغلي چې امام باقر(ع) هغه د بني امیه نجیب خطاب کړی دی.[۴۳] سره له دې باوري و چې هغه به له مرګه وروسته په اسمانونو کې لعن شي؛ ځکه چې په داسې مقام ناست دی چې د امامانو حق دی او هغه پکې هیڅ حق نه درلود.[۴۴]

وفات

په سوریه کې په حمص سیمه کې معمرة النعمان ته نزدې د عمر بن عبد العزیز مقبره

عمر بن عبد العزیز په ۳۹ کاله عمر کې د ۱۰۱ ق کال په بزرګې میاشتې کې په خُناصِرَه کې وفات او په دېر سمعان کې ښخ کړی شو.[۴۵] دېر سمعان د سوریې په حمص سیمه کې واقع دی.[۴۶] د هغه مقبره د معمرة النعمان ( د سوریې یو ختیځ ښار) په شپږ کلومیټرۍ کې ده او په شپږمه قمري پېړۍ کې د ایوبیانو په حکومت کې پرې ضریح جوړ شوی دی.[۴۷] ځینې باوري دي چې اموي کورنۍ له دې وېرې چې خلافت یې له لاسه ونه وځي عمر بن عبد العزیز ته زهر ورکړل.[۴۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۱۹۲.
  2. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۲۷.
  3. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۵۴.
  4. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۵۳.
  5. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۵۳.
  6. ↑ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ج۹، ص۱۹۳.
  7. ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۳۱۴.
  8. ↑ طقوش، دولت امویان، ۱۳۸۰ش، ص۱۴۲.
  9. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۵۵؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۲۷.
  10. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۳۴۳.
  11. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۸۱.
  12. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۸۱-۴۸۲.
  13. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۸۴.
  14. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۸۴؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۳۶.
  15. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۴۹۵.
  16. ↑ ترکمنی آذر، تاریخ سیاسی شیعیان اثناعشری در ایران، ۱۳۹۰ش، ص۵۶.
  17. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۶۰.
  18. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۶۶.
  19. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۵۰.
  20. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۷۸.
  21. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ج۶، ص۵۵۲.
  22. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۶۲.
  23. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  24. ↑ ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۹۴.
  25. ↑ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۱۹۳.
  26. ↑ ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، ج۱۶، ص۲۱۶؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵-۳۰۶.
  27. ↑ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۴۱؛ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۶۴؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  28. ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۲۳۸.
  29. ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۲۳۸.
  30. ↑ سبحانی، فروغ ولایت، ۱۳۸۰ش، ص۲۱۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۴۷۸.
  31. ↑ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۲۸۹ و ۲۹۰.
  32. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  33. ↑ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۳.
  34. ↑ ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱-۱۲.
  35. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۶۹.
  36. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۳۰۱، ۲۷۵؛‌ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۹۹.
  37. ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۹۰-۱۹۳.
  38. ↑ ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۲۰۳.
  39. ↑ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۰، ج۵، ص۲۶۳؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  40. ↑ مثال په توګه وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  41. ↑ وګورئ: دیلمی، «شخصیت و عملکرد عمربن عبدالعزیز و دیدگاه امام باقر(ع) درباره او».
  42. ↑ وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۵.
  43. ↑ ذهبی، تذکرة الحفاظ، داراحیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۱۹.
  44. ↑ راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۷۶.
  45. ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۵۶۶.
  46. ↑ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۷۶.
  47. ↑ «ضریح الخلیفة عمر بن عبدالعزیز».
  48. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۸.

سرچينې

  • ابن ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمد ابراهیم ابوالفضل، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، بی‌تا.
  • ابن خلدون، عبد الرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الأکبر (تاریخ ابن خلدون)، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، ‌ دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، ‌ دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۶۸م.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۳۴۹ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، ‌ دار الفکر، ۱۴۰۱ق
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • دیلمی، احمد، «شخصیت و عملکرد عمربن عبدالعزیز و دیدگاه امام باقر(ع) درباره او»، مجله تاریخ اسلام، ش۳۱، ۱۳۸۶ش.
  • ترکمنی آذر، پروین، تاریخ سیاسی شیعیان اثناعشری در ایران: از ورود مسلمانان به ایران تا تشکیل حکومت صفویه، قم، شیعه‌شناسی، ۱۳۹۰ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تذکرة الحفاظ، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تذکرة الحفاظ، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • راوندی، قطب الدین سعید، الخرائج و الجرائح، قم، موسسه امام مهدی (ع)، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ولایت: تاریخ تحلیلی زندگانی امیر مؤمنان علی(ع)، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ ششم، ۱۳۸۰ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • «ضریح الخلیفة عمر بن عبدالعزیز»، وزارة السیاحه، تاریخ بازدید ۲۰ فروردین ۱۳۹۸ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • طقوش، محمد سهیل، دولت امویان، ترجمه حجت الله جودکی، قم، پژوهشکده حوزه و دانشگاه، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبيه و الإشراف، تصحيح عبدالله اسماعيل الصاوى، قاهره، دار الصاوی، بی‌تا(افست قم، مؤسسة نشر المنابع الثقافه الاسلامیه).
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعذ داغر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.