ناصبي

د wikishia لخوا

دا مفاله د تدوین په حال کې ده!

ناصبي هغه چا ته وايي چې له امام علي علیه السلام یا له اهل بیتو علیهم السلام څخه له یو کس سره دښمني کوي او له هغوي سره خپله دښمني څرګنده کړي. د اهل بیتو له فضائلو انکار، په امامانو لعنت کول او هم له شیعیانو سره دښمني د ناصبي توب مصداقونه بلل شوي دي.

د شیعه فقیهانو له نظره ناصبیان نجس او د کفارو حکم لري، په دې وجه د هغوي په لاس د ذبح شوي څاروو خوړل، ورته صدقه ورکول او له هغوي سره واده کول جایز نه دي او له مسلمانانو ورته میراث نه رسیږي.

د ځینو اوسمهاله محققانو په وینا، ناصبي توب د عثمان په قتل سره پیل شو او د بني امیه په حکومت کښې یې رسمیت ومونده. د اهل بیتو د فضایلو د خپریدو مخنیوی، د شیعیانو وژله او له منبرونو څخه په امام علي باندې لعنت په دغه پړاؤ کښې د ناصبي توب ځینې پایلې ذکر شوې دي. معاویه بن ابي سفیان، خوارج، عثمانیه او خریز بن عثمان له نواصبو بلل شوي دي.

شیعه عالمانو د ناصبیانو او ناصبي توب په هکله یوشمیر کتابونه لیکلي دي. د محسن معلم په لاس لیکل شوی النصب و النواصب، د محدث بحراني لیکلې «الشهاب الثاقب فی بیان معنی النواصب» رساله او د سید عبدالله جزایري لیکلې «مال الناصب و انه لیس کل مخالف ناصباً» رساله په دغو مواردو کښې شامل دي.

مفهوم پيژندنه

نصب، له اهل بیتو او یا د هغوي له مینه والو د دښمنۍ او د هغې د څرګندولو معنا ورکوي [۱] په هم دې وجه، د اهل بیتو له مینه والو[۲] او د هغوي له شیعیانو[۳] سره دښمني یوازې هغه وخت نصب ګڼل کیږي چې دغه دښمني د اهل بیتو د مینې[۴] او د هغوي د پیروۍ په وجه وي.[۵]

مشهور مسلمان عالمان، هغه کس ناصبي ګڼي چې د اهل بیتو دښمن وي او له هغوي سره خپله دښمني په ډاګه کړي[۶] او ځیني وايي چې له امام علي علیه السلام سره بُغض یې هم د خپل دین یوه برخه ګرځولې وي.[۷] هغوي، د امام علي په فسق یا کفر باندې اعتقاد،[۸] په هغه باندې د نورو په برترۍ اعتقاد،[۹] په اهل بیتو باندې لعنت،[۱۰] د هغوي له فضایلو انکار[۱۱] او د هغو د ذکر او نشرولو کرکه کول[۱۲] د نصب ځیني مصداقونه بللي دي.

یو اهل سنت عالم حسن بن فرحان مالکي له امام علي او اهل بیتو علیهم السلام څخه هر ډول بې لاریتوب د نصب مصداق بللی دی.[۱۳] هغه د امام علي علیه السلام په مدحه کښې د صحیح حدیثونو کمزورې کول، د خلافت د پړاؤ په جنګونو کښې د هغه په تیروتنې باندې اعتقاد، د هغه د دښمنانو په ستاینه کښې زیاتوالی او د امام علي په خلافت کښې شک او ورسره له بیعته ډډه کول، د نصب ځیني نور مصداقونه بللي دي[۱۴] شیعه عالم محدث بحراني په امامت کښې په امام علي باندې د نورو مخکښې کول(د هغوي امامت منل) له حضرت علي علیه السلام سره بغض د نصب مصداق بللی دی.[۱۵]

اهل سنت ناصبي نه دي

مشهورو شیعه فقیهان، ناصبي هغه کس ګڼي چې له اهل بیتو سره دښمني ولري او خپله دښمني څرګنده کړي، په دې وجه د هغوي په عقیقده، کومو اهل سنتو چې د اهل بیتو مینه منلې ده، ناصبیان نه دي.[۱۶] خو محدث بحراني په دې باور دی چې ناصبي هغه کس دی چې نور پر امام علي مقدم او مخکښې کړي او د هغوي په امامت باور ولري.[۱۷] د هغه مستند هغه روایت دی چې له شیعه امامانو پرته د بل چا په امامت باندې اعتقاد نصب بولي.[۱۸] صاحب جواهر دغه قول د شیعیانو د سیرت او عمل خلاف بللی دی[۱۹] او د دغه سند په صحیح والي او د دې روایت په دلالت کښې هم شک شوی دی[۲۰] د «مال الناصب و انه لیس کل مخالف ناصباً» په عنوان سره یوه مقاله په شیعه عالم سید عبدالله جزایري پورې منسوبه ده چې د اهل سنتو له ناصبي والي سره د هغه مخالفت بیانوي.[۲۱]

د ناصبي احکام

د شیعه فقیهانو له نظره، ناصبیان نجس دي[۲۲] او د کافرانو حکم لري[۲۳] په فقهي کتابونو کښې د کفارو د نجاست په بحث کښې، نصب او ناصبي ته هم پام شوی دی[۲۴] د نواصبو ځیني احکام په دا ډول دي:

  • د هغوي د قربانۍ او حلالې خوړل روا نه دي[۲۵]
  • ورسره واده کول جایز نه دي[۲۶]
  • ورباندې د جنازې لمونځ کول روا نه دي[۲۷]
  • په لمانځه کښې د ناصب اقتدا ناروا ده[۲۸]
  • په حج کښې د ناصبي نیابت او استازیتوب جایز نه دی[۲۹]
  • له مسلمانانو ورته ارث او میراث نه رسیږي[۳۰]
  • ناصبیانو ته صدقه ورکول ناروا دي[۳۱]
  • ناصبیانو ته کفاره ورکول ناجایز دي[۳۲]

د ناصبي توب پيدایښت

ځیني اوسمهاله محققان باوري دي چې ناصبي توب د عثمان په قتل سره پیل شو او د امویانو په حکومت کښې یې رسمیت ومونده.[۳۳] د تاریخي سرچینو له مخې، معاویه بن سفیان چې کله په ۴۱ قمري کال کښې مغیرة بن شعبه د کوفې په امارت وګماره نو ورته امر یې وکړ چې امام علي ته بد رد ووايي او د هغه په ملګرو پسې بدې خبرې وکړي.[۳۴] له هغه وروسته به بني امیه خلفاؤ د عمر بن عبدالعزیز تر زمانې پورې په منبرونو باندې[۳۵] په امام علي پسې بدې خبرې او لعنت کوه.[۳۶]

اهل سنت عالم حاکم نیشابوري، څلورمه قمري پیړ ۍ د امام علي علیه السلام له ضدیت او خلاف والي ډکه بللې او د فضائل فاطمة الزهرا کتاب له لیکلو یې خپله انګیزه، له دغه بهیر سره مقابله بللې ده. هغه د څلورمې پيړۍ د فضا او حالاتو په هکله لیکي:

زمانې مونږ په داسې مشرانو اړولي وو چې خلک ورته د نزدې کیدو لپاره، د رسول له آل سره بغض وسیله ګرځوي او هغوي سپک ګڼي.[۳۷]

پایلې

ځینې پایلې چې د بني امیه د حکومت په دوران کښې د ناصبي توب لپاره بیان شوې دي، په لاندې ډول دي:

  • د ناصبي راویانو له خوا د اهل بیتو د کمزورې کولو او د هغوي له فضایلو د انکار په مضمون سره د اهل سنتو کتابونو ته د جعلي روایتونو ننباسل.[۳۸]
  • په ماشومانو د علي د نوم په ایښودو بندیز او د علي د نوم لرونکو ماشومانو وژل.[۳۹]
  • د هغو کسانو سزا کول او وژل چې د امام علي علیه السلام فضایل به یې بیانول یا به یې ورته له کنځل کولو ډډه کوله او یا به یې د معاویه لپاره د یو فضیلت له نقلولو ډډه کوله. د حجاج بن یوسف ثقفي په حکم د امام علي علیه السلام له شیعیانو څخه د عطیة بن سعد متروکې خوړل[۴۰] د اهل سنت د صحاح سته د یو لیکونکي احمد بن علي نسائي وژل[۴۱] په دغو مواردو کښې شامل دي[۴۲]

مشهور ناصبیان

په سرچینو کښې ځیني کسان او ډلې د ناصبیانو په توګه یاد شوي دي؛

  • معاویة بن ابي‌سفیان، وړومبنې اموي واکمن و چې کابو ۲۰ کاله یې په دمشق حکومت وکړ.[۴۳] د نهج البلاغه شرحه کوونکي ابن ابي‌الحدید معتزلي، له جاحظ څخه نقل کړي دي چې معاویه به د جُمعې لمانځه د خطبو په پاې کښې په علي(ع) لعنت لیږه او ویل به یې، دا کار باید دومره پراخ شي چې څوک له علي څخه هیڅ فضیلت نقل نه کړي.[۴۴]
  • عثمانیه، هغه کسان چې باوري وو چې امام علي، عثمان وژلی دی یا یې په دې کار کښې مرسته کړې ده.[۴۵] په دې وجه یې له هغه سره له بیعت کولو ډډه وکړه.[۴۶] په نهمې قمري پيړۍ کښې اهل سنت رجال پیژاندی ابن حجر عسقلاني، ناصبیان هغه ډله معرفي کړې چې باور لري، امام علي، عثمان قتل کړی یا یې د هغه په وژله کښې مرسته کړې ده.[۴۷] دغې ډلې د عثمان په مینه کښې د غلو او زیاتي په خاطر د امام علي علیه السلام کمزوري کولو او تاوان رسولو ته مخه کړه.[۴۸]
  • خوارج، د صفین په جنګ کښې د امام علي علیه السلام د لښکر یوه ډله وه چې علي بن ابیطالب یې په کفر تورن کړ او د هغه خلاف یې خروج او بلوا وکړه. هغوي ته له امام علي علیه السلام سره د دښمنۍ په وجه نواصب یا ناصبه هم ویل کیږي.[۴۹]
  • حجاج بن یوسف ثقفي (مړینه ۹۵ق)، د څلورمې قمري پيړۍ د تاریخ لیکونکي مسعودي په وینا، د اهل بیتو دښمن و[۵۰] هغه به هغه کسان وژل چې له امام علي او د هغه له ملګرو به یې د برائت اعلان نه کوه.[۵۱] هغه به شیعیان وژل او په ډیر وړوکي شک او تهمت به یې نیول او که یو کس ته به زندیق یا کافر ویل کیدل نو له دې ښه وه چې د علي شیعه معرفي شي.[۵۲] حجاج د عبدالملک په حکومت کښې اول د حجاز واکمن او بیا د عراق حاکم و.[۵۳]
  • حریز بن عثمان، به په مبر باندې په امام علي علیه السلام پسې بدرد ویل.[۵۴] هغه به د امام علي په فضیلت کښې د پیغمبر دا حدیث چې «انت مِنّي بمنزلة هارون من موسی» تحریفوه او داسې به یې لوسته «انت منی بمنزلة قارون من موسی».[۵۵] له اهل سنت شخصیتونو څخه د ابن حبان په وینا، حریز به هره ورځ سهار او ماښام په حضرت علي بن ابیطالب علیه السلام باندې اویا ځلې لعنت لیږه.[۵۶]
  • مغیرة بن شعبه، کله چې د معاویه له خوا د کوفې واکمن و، امام علي او د هغه په شیعیانو پسې به یې په منبر باندې بدرد او سپکې ویلې او لعنت به یې کوه.[۵۷] هغه د پيغمبر له اصحابو څخه و چې د حضرت فاطمه زهرا(س) په کور باندې د حملې په پيښه کښې یې د لاس لرلو خبره شوې ده.[۵۸]
  • متوکل عباسی، له امام علي علیه السلامه کرکه درلوده او له ناصبیانو سره یې ناسته پاسته کوله.[۵۹] هغه به د علي د شیعیانو مالونه تروړل او هغوي به یې وژل.[۶۰] له اهل بیتو(ع) څخه د متوکل بیزاري دومره زیاته وه چې په ۲۳۶ق کال کښې یې د امام حسین بن علي(ع) د قبر د ورانولو حکم ورکړي، داشان د امام حسین علیه السلام قبر او د خواوشا ټول آثار او کورونه یې ویجاړ شو او اوبه یې پرې ورپریښودې، ځمکه یې واړوله او کرهڼه یې په کښې وکړه.[۶۱]
  • ابن تیمیه، د سلفیه یو فکري مشر دی او ځینو شیعه محققانو د ابن تیمیه د ناصبي توب د ثابتولو لپاره، د هغه له خوا د رد الشمس حدیث څخه په انکار،[۶۲] د غدیر د حدیث په کمزورې کولو،[۶۳] او هم یې له شیعیانو سره د هغه په دښمنۍ استناد کړی دی.[۶۴] هم داشان ابن حجر عسقلاني ویلي دي چې ځینو د حضرت علي په هکله د ابن تیمیه د خبرو په وجه هغه ته د نفاق نسبت ورکړی دی.[۶۵]

کتابونه

شیعه عالمانو او محققانو د نصب د معنا او د هغه د احکامو په هکله یولړ کتابونه لیکلي دي.[۶۶] چې په دا ډول دي:

  • په عربي ژبه د محسن معلم لیکلی النصب و النواصب کتاب چې د نصب د معنې او د هغه د مصداقونو،[۶۷] د ناصبیانو د حکمونو [۶۸] او د نصب په هکله د آثارو [۶۹] په باید یولړ مطالب لري. لیکوال له امام علي سره بغض او دښمني، د ناصبي توب معیار بللی دی[۷۰] او د ناصبیانو یا په نصب باندې د تورونو کسانو په توګه یې د څه باندې ۲۵۰ تنو نومونه اخیستې دي.[۷۱] همداشان د هغو سیمو نومونه یې په دې کتاب کښې راوړي دي چې ناصبیان به په کښې اوسیدل.[۷۲] دا کتاب په ۱۴۱۸قمري کال کښې په بیروت کښې د دارالهادي انتشاراتو له خوا خپور شوی دی. [۷۳]
  • د محدث بحراني په قلم لیکل شوی «الشهاب الثاقب في بیان معنی النواصب»،[۷۴] او هم داشان د وحید بهبهاني له خوا لیکل شوې «اصول الاسلام و الایمان و حکم الناصب و ما یتعلق به» رساله [۷۵] د نصب او ناصبي توب په هکله یو بل اثر دی.
  • همداشان د ځینو هغو ردوونکو آثارو په عنوانونو کښې چې شیعه عالمانو د مخالفانو د آثارو په نقد او کره کتنه کښې لیکلي دي، د نواصبو کلمه کارول شوې ده.[۷۶] د قاضي نور الله شوشتري اثر «مصائب النواصب في الرد علی النواقض الروافض»[۷۷] او د عبدالجلیل قزویني په لاس لیکلی شوی «بعض مثالب النواصب فی نقض بعض فضائح الروافض» کتاب [۷۸] په دغو کښې شامل دي. په النصب و النواصب کتاب کښې هم د نصب او نواصبو په هکله د ۲۹ آثارو یادونه شوې ده.[۷۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې