منځپانگې ته ورتلل

د قدر شپې لمونځ (سل رکعتي)

د wikishia لخوا

د قدر شپې سل رکعتي لمونځ، دوه رکعتي پنځوس لمونځونه دي چې د قدر په شپه ادا کیږي. په دې لمانځه کې په هر رکعت کې د حمد سورې له ویلو وروسته لس ځله توحید سوره لوستل کیږي.[۱] شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کې د دغه لمونځ کول د قدر د شپو له ګډو عملونو ګڼلي او په هر رکعت کې یې لس ځله د توحید سورې لوستل غوره ګڼلې دي.[۲]

د هغه روایت له مخې چې له امام باقر(ع) نقل شوی څوک چې د روژې میاشتې درې ویشتمه شپه روڼه کړي او سل رکعته لمونځ وکړي رزق او روزي یې پراخیږي او د دوو فرښتو نکیر او منکر له وېرې به په امان کې وي.[۳]

د شیعیانو په ځینو جوماتونو کې، د روژې په هر نولسمه، یوویشتمه او درې ویشتمه شپه سل رکعته واجب قضا لمونځونه (شپږ شواروزه) په جَمعې سره ادا کیږي[سرچینې ته اړتیا] د شیعه د تقلید مرجع ایت الله مکارم شیرازي په وینا کولی شو د قدر په شپه واجب قضا لمونځونه وکړو او د دغه شپې د عملونو له ثوابه هم برخمن شو.[۴]

اړونده څېړنه

  • د قدر شپې لمونځ (دوه رکعتي)

فوټ نوټ

  1. ↑ سید ابن طاووس، الإقبال بالأعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۳۱۳.
  2. ↑ قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اعمال مشترکه شب‌های قدر، ۱۳۸۴ش، ص۳۶۵.
  3. ↑ ابن‌طاووس، اقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۳۸۶.
  4. ↑ «عدم جایگزین شدن نماز شب قدر به‌جای نماز قضا»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمیٰ مکارم شیرازی.

سرچينې

  • سید بن طاووس، علی بن موسی بن جعفر، اقبال الاعمال،‌ تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان،‌ قم، نشر اسوه، بی‌تا.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمد باقر، زاد المعاد، بیروت، موسسه اعلمی، ۱۴۲۳ق.
  • «نماز شب قدر چگونه خوانده می‌شود؟»، سایت خبری تابناک، تاریخ درج مطلب: ۲۳ اردیبهشت ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۱۴ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • ‌ «نماز شب قدر چگونه خوانده می‌شود؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی رجانیوز، تاریخ درج مطلب: ۴ اردیبهشت ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۴ فروردین ۱۴۰۲ش.