د رمضان میاشتې درې ویشتمه شپه

د wikishia لخوا

د روژې میاشتې درې ویشتمه شپه، له هغو شپو ده چې احتمال لري د قدر شپه وي. له همدې امله شیعیان دغه شپه روڼوي او پکې په عبادت بوخت وي. په شیعه روایتونو کې د نولسمې او یوویشتمې شپې په پرتله د قدر د شپې په احتمال زیات ټینګار شوی دی. همداراز د دغه شپې مخصوص اعمال تر دغو دوو شپو زیات دي. د اهل بیتو له سیرته هم ځینې راپورونه شته دي چې په دغه شپه به یې د کور خلک ویښ ساتل. د ځینو شیعه عالمانو د کتابونو د لیک د ختمېدو وخت هم دغه شپه ښودل شوې ده.

د درې ویشتمې شپې د قدر د شپې والي احتمال

په کربلا کې د رمضان د درې ویشتمې شپې دستورې (رمضان ۱۴۴۳ق)[۱]

د روژې میاشتې درې ویشتمه شپه له هغو شپو ده چې احتمال لري د قدر شپه وي.[۲] له دې امله شیعیان په دغه شپه ویښ او په عبادت مشغول وي.[۳]

د علامه مجلسي په وینا، د قدر شپه د امامیه عالمانو له نظره د روژې له ۱۹، ۲۱ او ۲۳ څخه یوه شپه ده. [۴] سره له دې شیخ صدوق ویلي چې زمونږ استادان د نظر اتفاق لري چې د قدر شپه د رمضان درې ویشتمه شپه ده.[۵] د قدر شپې په توګه د درې ویشتمې شپې د ټاکلو په اړه ځینې حدیثونه هم راغلي دي.[۶] د ځینو روایتونو له مخې، په نولسمه شپه تقدیرونه لیکل کیږي، په یوویشتمه شپه قطعي کیږي او په درې ویشتمه شپه پرې وروستی لاسلیک کیږي.[۷] د محمد تقي مجلسي او شیخ صدوق په وینا زیاتره شیعه عالمان د ځینو روایتونو لکه جُهَنی روایت په اساس درې ویشتمه شپه د قدر شپه ګڼي؛ سره له دې لومړی مجلسي د ځینې روایتونو له مخې په دې باور دی چې هم نولسمه، هم یوویشتمه او هم درې ویشتمه شپه د قدر شپې په خواصو کې داخله ده او غوره ده چې درې واړه شپې محتملې وګڼو.[۸]

په لیلة الجهني د درې ویشتمې شپې مشهورېدل

د رمضان درې ویشتمه شپه د امام باقر(ع) د یو روایت په وجه په جُهَنِیّ شپې هم مشهوره شوې ده. د دغه حدیث مطابق د جُهني په نامه یو کس د خدای رسول(ص) ته ورغی او وې ویل چې زه اوښان، ګډې او مریان لرم او نه شم کولی مدینې ته درشم او ستاسو په لمونځ کې برخه واخلم غواړم د روژې میاشتې یوه شپه راته وټاکې چې په هغه شپه ستاسو په لمانځه کې حاضر شم. د خدای رسول(ص) هغه راوغوښته او په غوږ کې یې ورته څه وویل. له دې وروسته کله چې به د روژې میاشتې درې ویشتمه شپه رارسیده هغه به خپل اوښان، ګډان، کورنۍ، بچیان او مریان مدینې ته راوستل او هغه شپه به په مدینې کې پاتې کېده او سهار به ستنېده.[۹] له دې خبرو اترو او د عبدالله انیس چې هر کال به د روژې په درې ویشتمه شپه د عبادت لپاره د پېغمبر جومات ته تله له لیدل کېدو وروسته دغه شپه په لیلةُ الجُهَنی مشهوره شوه.[۱۰]

په درې ویشتمه شپه د اهل بیتو سیرت

د یو حدیث له مخې چې له امام علي(ع) څخه په دعائم الاسلام کتاب کې نقل شوی، پېغمبر به په درې ویشتمه شپه د کور وګړي ویښ ساتل او د هغوي په خوبوړو مخونو به یې اوبه شیندلې چې ویښ پاتې شي.[۱۱] فاطمه(س) په درې ویشتمه شپه اجازه نه ورکوله بچیان یې اوده شي او د دې لپاره چې ویښ پاتې شي هغوي ته به یې کم خواړه ورکول او ویل به یې چې د ورځې خوب او ارام وکړئ چې د شپې مو خوب یونه سي او ویل به یې محرومه هغه کس دی چې د دغه شپې له خېره بې برخې پاتې شي.[۱۲] د یو روایت له مخې، امام صادق(ع) د رمضان په درې ویشتمه شپه ناروغ و، سره له دې یې له ملګرو وغوښتل چې جومات ته یې بوځي چې هلته عبادت وکړي.[۱۳] شیخ عباس قمي هم دغه روایتونه په مفاتیح الجنان کې د رمضان د درې ویشتمې شپې د ځانګړو عملونو په ‌ذېل کې نقل کړې دي.[۱۴]

په درې ویشتمه شپه د شیعه عالمانو تالیفات

د محمد محمدي ری شهري په وینا، ځینو شیعه عالمانو د خپلو مشهورو کتابونو لیکنه د روژې په درې ویشتمه پای ته رسولې ده؛[۱۵] جواهر الکلام (۱۲۵۴ق) لیک د محمد حسن نجفي، شرح منظومه (۱۲۶۱ق) لیک د ملا هادي سبزواري او المیزان (۱۳۹۲ق) لیک د علامه طباطبایي له دغو کتابونو څخه دي.[۱۶] ری شهري په خپله هم میزانُ الحِکْمه د ۱۴۰۵ق کال د روژې په درې ویشتمه پای ته رسولی دی.[۱۷]

د درې ویشتمې شپې عملونه

شیخ عباس قمي د روژې د درې ویشتمې شپې عملونه په مفاتیح الجنان کې ذکر کړې دي.[۱۴] هغه له علامه مجلسي نقل کړې چې په دې شپه کې هر څومره قرآن چې ممکن وي او د صحیفه سجادیه دعاګانې په تېره بیا مکارم الاخلاق دعا او د توبه دعا ولوستل شي.[۱۸] همداراز په دې شپه، په هر حالت کې (ولاړ، ناست یا سجده کې) د د اللهم کن لولیک دعا د تکرار سپارښتنه شوې ده.[۱۹]

د روژې میاشتې د درې ویشتمې شپې عملونه
له نورو شپو سره ګډ عملونه
د درې ویشتمې شپې ځانګړي احکام
  • د هغو دعاګانو لوستل چې د روژې په اخري لسیزې پورې اړوند دي.
  • د عنکبوت، روم او دخان سورو تلاوت
  • د قدر سورې زر ځله تلاوت
  • د مکارم الاخلاق او توبه دعاګانو لوستل
  • د شپې په اوله او د شپې په اخره کې لامبل
  • د اَللَّهُمَّ امْدُدْ لِی فِی عُمُرِی وَ أَوْسِعْ لِی فِی رِزْقِی... دعا
  • د: اَللَّهُمَّ اجْعَلْ فِیمَا تَقْضِی وَ فِیمَا تُقَدِّرُ مِنَ الْأَمْرِ الْمَحْتُومِ... دعا
  • د: یا بَاطِنا فِی ظُهُورِهِ وَ یا ظَاهِرا فِی بُطُونِهِ ... دعا
  • د امام مهدي(عج) د سلامتۍ د دعا لوستل.[۲۱]
  • په خبرو اترو او علمي مرکې سره د شپې روڼول او ویښ پاتې کېدل.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. «مراسم احیاء شب بیست و سوم ماه مبارک رمضان در بین الحرمین کربلای معلی»، خبرگزاری میزان.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۳۴.
  3. مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۲۱.
  4. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۱.
  5. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۵۱۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶۰.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۹ و ۱۶۰.
  8. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۵۹۹.
  9. قاضی‌نعمان، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۲۸۲؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶۰-۱۶۱.
  10. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ص۳-۵.
  11. قاضی‌نعمان، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۲۸۲.
  12. قاضی‌نعمان، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۲۸۲؛ قمی، کلیات مفاتیح الجنان، نشر آیین دانش، اعمال مخصوصه شب بیست و سوم، ص۴۱۶.
  13. شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۶۷۶.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اسوه، اعمال شب‌های قدر، ص۲۳۶-۲۳۷.
  15. محمدی ری‌شهری، ماه خدا، ۱۳۹۸ش، ج۲، ۸۱۵، پانویس۱.
  16. محمدی ری‌شهری، ماه خدا، ۱۳۸۹ش، ج۲، ۸۱۵، پانویس۱.
  17. محمدی ری‌شهری، ماه خدا، ۱۳۸۹ش، ج۲، ۸۱۵، پانویس۱.
  18. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اسوه، اعمال شب‌های قدر، ص۲۳۶-۲۳۷.
  19. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اسوه، اعمال شب‌های قدر، ص۲۳۶-۲۳۷.
  20. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اسوه، اعمال شب‌های قدر، ص۲۲۵-۲۲۶.
  21. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، اسوه، اعمال شب‌های قدر، ص۲۳۵-۲۳۷.
  22. صدوق، امالی، ۱۴۱۷ق، ص۷۴۷.

سرچينې

  • شیخ صدوق، محمد بن علی، امالی، موسسه بعثت، قم چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، تحقیق مؤسسة البعثه، قم، دارالثقافه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • قاضی‌نعمان، نعمان بن محمد، دعائم الإسلام، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، اسوه، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتاب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجیدی خامنه، فریده، «شبهای قدر در ایران»، در مجله گلستان قرآن، شماره ۳۷، آذر ۱۳۷۹ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول‏، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی مشهور به شرح فقیه، قم، مؤسسه اسماعیلیان‏، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، ماه خدا: پژوهشی جامع درباره ماه مبارک رمضان از نگاه قرآن و حدیث، ترجمه جواد محدثی، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، ۱۳۸۹ش.
  • «مراسم احیاء شب بیست و سوم ماه مبارک رمضان در بین الحرمین کربلای معلی»، خبرگزاری میزان، تاریخ درج مطلب ۵ اردیبهشت ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۷ فروردین ۱۴۰۳ش.