د نور آیت
- دا مقاله د نور آیت په اړه ده. د همدې نوم سوره په اړه د زده کړې لپاره، نور سوره وګورئ.
د نور آیت (نور: ۳۵) خدای د آسمان او ځمکې رڼا معرفي کوي، او د مثال په قالب تشریح کوي چې دا رڼا څنګه په آسمان او ځمکه روښانه کوي او د مؤمنانو په لارښود کې د هغې رول بیانوی.
مفسران په دې آیت کې د نور کلمه د لارښود کونکی، شتون بخښلی، روښانه کونکی او زینتي ورکونکي معرفی کړیده، او مثالونو لکه؛ قرآن، ایمان، الهی لارښود، د اسلام پیغمبر(ص) او د شیعه امامانو د دې لپاره ویلي دي.
په ځینو تفسیرونو او روایاتو کې، دې آیت په پیغمبر(ص) او اهلبیت(ع) باندی پلي شوي دی.
د آیت متن او ژباړه
- اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ کمِشْکاةٍ فِیهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِی زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ کأَنَّهَا کوْکبٌ دُرِّی یوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَکةٍ زَیتُونَةٍ لَّا شَرْقِیةٍ وَلَا غَرْبِیةٍ یکادُ زَیتُهَا یضِیءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلَیٰ نُورٍ ۗ یهْدِی اللَّهُ لِنُورِهِ مَن یشَاءُ ۚ وَیضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِکلِّ شَیءٍ عَلِیمٌ ﴿۳۵﴾
- ژباړه: خدای د آسمانونو او ځمکې رڼا ده. د هغه رڼا د څراغ ځای په څیر ده په کوم کې چې څراغ دهغه په ننه ده، او دا څراغ په شیشې کې ده. دا شیشه یو عالي ستور ځلیدونکي دی چې د زیتون د ښو ونې څخه راپورته کیږي، کوم چې نه مشرقي دی او نه لویدیځ. دا نږدې دی چې غوړی- که څه هم اور نه ورکول شی- به روښانه شي. دا په رڼاکې د رڼا پرمخ ده. خدای هغه څوک چې غواړي په خپل رڼا کی لارښوونه کوي او دا متلونه د خلکو لپاره خدای وهی او خدای په هرڅه پوه دی.(۱۲)
د آیت منځپانګی
د نور آیت دمخه په آیتونو کې له حکمونو او شرايع، په ځانګړي توګه له عفت او د فحشا پروړاندې مبارزی څخه خبرې شوي. د نور آیت هم د دې آیتونو په تړاو نازل شوی؛[۱] ځکه چې د خدای د ټولو حکمونو اجرا کولو ضامین، په ځانګړي توګه جنسي ځان کنټرولول، ایمان دی، او له همدې امله د نور په آیت کې، د الهی له لارښود رڼا څخه یادونه شوې.[۲]
د آیت، د ورپسې آیتونو سره، د مؤمنانو(چې د خدای د رڼا پر باندې هدایت شوی دی) او کافران(چې د تیاره تبه بې لاری ته مخ دی) تر مینځ پرتله کوی[۳] مفسران، د نور آیت مفهوم او د هغې د ټکو معنی، د الهی رڼا مثالونه او څرګندونې، او همدارنګه د خدای سره د آیت منځپانګی د نښلولو څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه وړاندې کړي. علامه طباطبایي د نور د لومړنۍ او مشهور معنی پراساس، هغه دا یو څه په پام کې نیسي چې له مخې یې نور شیان څرګندیږي، مګر هغه پخپله د هغه په طبیعت کې روښانه دی او نور هیڅ شی هغه نه ښکاري؛ یعنی نور په خپل ذات کې څرگند او نوروته څرگند کونکي ده. او په ثانوي معنی کې نور، هر هغه څه ته اشاره کوي چې محسوسات(د حواس د پیژندلو وړ)څرګندوي؛ له همدې امله انساني حواس، لکه اوریدل، بویایی، او بساوایی(لامسه) او هم په غیر محسوسات، لکه عقل کوم چې معقولات څرګندوی نور ویل کیږي.[۴]
د «نور» ټکی د آیت په پیل کې مفسران (اللهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)، د لارښود کونکي،[۵] رڼا ورکونکی، زینت ورکونکی،[۶] او شتون ورکونکی[۷] تفسیر کړه او د نورو آیاتو او روایاتو په پام سره، قرآن،[۸] ایمان،[۹] الهی لارښود،[۱۰] د اسلام پیغمبر(ص)،[۱۱] د شیعه امامانو[۱۲] او پوهڼه[۱۳] د نور آیت له مثالونه او څرگندونې شمیرلې ده.[۱۴]
پدې آیت کې، د دې حقیقت له بیانولو وروسته چې خدای د آسمان او ځمکې رڼا ده، د خدای نور د مثال په توګه څرګندوي. پدې مثال کې، د خدای نور یو څراغ ځای ته ورته شوې په کوم کې چې څراغ پکې شتون لري، او دا څراغ د ستوري په څیر روښانه دی، او د زیتون ونې څخه، سپیڅلي او خالص غوړ سره کوم چې نه ختیځ او نه لویدیز دی، ځلیږی.[۱۵] مفسرینو د دې مثال د تشریح او بیان په اړه مختلف لیدونه وړاندې کړي. ځینې دا ورته والي د الهی نور لارښود او معرفت ګني چې د مؤمنانو په زړونو کې رامینځته شوي، او ځینې یې د قرآن په توګه تشریح کړي، کوم چې د انسان زړه روښانه کوي تفسیر کړه. ځینې یې دې ورته والي ته پام کوي ترڅو د اسلام پیغمبر(ص) ته ګوته کوی او یوه ډله هم دا د اطاعت او تقوا روح ته راستون کړي، کوم چې د ښیګنې او سعادت لامل دی.[۱۶]
د علامه طباطبایي په وینا، د آیت معنی دا ده چې خدای هغه چا ته لارښوونه کوي څوک چې په بشپړ ایمان کې وي او نه کافرانوته. او آیت پدې معنی ندي چې ځینې یی خپل نور ته لارښوونه کوي او ځینې یې بې برخې کوي.[۱۷] د نور آیت وروستی برخه وَيَضْرِبُ اللهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(او خدای د خلکو دپاره متلونه وهي[ترڅو حقایق ته پوه شي] او خدای تر هر څو پوهیږی) دا په ګوته کوي چې د دې متل په زړه کې پراخه پوهه او علم شتون لري، مګر دا د مثال په توګه څرګند شوی ځکه چې دا د حقایقو د بیانولو او دقیق ټکو تشریح کولو ترټولو آسانه لاره ده، او هرڅوک(پوه او ناپوه) د خپل تعقل او درک په کچه له هغې څخه ګټه پورته کوي.[۱۸]
پیغمبر(ص) او اهلبیت ته د آیت تطبیق کول
په ځینو تفسیرونو کې د روایاتو پربنسټ دوی د رسول الله(ص) اهلبیت ته د نور آیت پلي کړی دی. پدې تفسیرونو کې، مشکات ته د محمد(ص) په زړه کې، یا په حضرت فاطمه(س)، زجاجه په امام علي(ع) او د هغه په زړه کې او دغه ټکی «نور علي نور» په شیعه امامانو کې چې یو له بل وروسته راغلي او د علم او حکمت ته تاءیید کونکی دی، دا پلی کړی دی.[۱۹]
صدوق د هغه د توحید په کتاب کې، له امام صادق(ع) روایت کوي چې خدای د نور آیت د مثال په توګه ټاکلی ترڅو اهلبیت ته ګوته وکړي. پدې روایت کې، پیغمبر(ص) او امامان(ع) د خدای له دلیلونو او آیتونو څخه معرفي شوي، هغه آیتونه چې له مخې یې خلک د توحید او د دین مصلحتونو او د اسلام د شرایع او د خدای د سنن او فرائضو خواته لارښوونه کیږي.[۲۰] علامه طباطبایي دا روایت په پام کې نیسي چی افضل مصادیق(غورنۍ مثالو) ته اشاره کوي، چې د خدای رسول(ص) او دهغه اهلبیت دی؛ مګر د هغه په نظر، په آیت کې د اهلبیت پرته لکه؛ انبیاء، اوصیاء او اولیاء هم شاملیږی.[۲۱]
یوازینۍ لیکنه
ځینی آثارو د نور آیت شرح او تفسیر کړی دی چې د نور آیت تفسیر، د ملا صدرا شیرازي لیکنه او دغزالې لیکنه مشکاة الانوار دهغوی په ډله کی دی.
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۴، ص۴۷۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۴، ص۴۷۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۲.
- ↑ طبرانی، تفسیر القرآن العظیم، ۲۰۰۸م، ج۴، ص۴۳۳؛ بحرانی، البرهان، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۶۶.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۳، ص۳۷۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۲-۱۲۳.
- ↑ سوره مائده، آیه ۱۵؛ سوره اعراف، آیه ۱۵۷.
- ↑ سوره بقره، آیه ۲۵۷.
- ↑ سوره انعام، آیه ۱۲۲.
- ↑ سوره احزاب، آیه ۴۶.
- ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۳، ۶۱۵.
- ↑ ابن حیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۴۱۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۴، ص۴۷۱-۴۷۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۴، ص۴۷۵-۴۷۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۲۲۵۲۲۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۳، ص۳۸۶-۳۸۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۲۵.
- ↑ حویزی، نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۶۰۳؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۳، ص۳۰۶.
- ↑ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۵۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۱۴۱.
سرچينې
- ابن حیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الاسلام، مصحح آصف فیضی، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام، ۱۳۸۵ق.
- بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه بعثه، ۱۳۷۴ش.
- حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، مصحح هاشم رسولی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- صدوق، محمد بن علی، التوحید، مصحح هاشم حسینی، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۹۸ق.
- صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، مصحح علی اکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، تفسیر القرآن العظیم، اردن، دار الکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- فحر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.