د چوپتیا روژه

د wikishia لخوا

د چوپیتا روژه داسې عمل دی چې پکې انسان له خدای سره د نزدېکت او د روژې په نیت د ورځې په یوې برخې کې یا ټوله ورځ خبرې نه کوي. د شیعه او اهل سنتو فقیهانو له نظره دا روژه حرامه ده. البته که یو کس بې د روژې له ارادې چوپتیا غوره کړي، که څه هم ټوله ورځ غلی وي، دا کار حرام نه دی. ویل کیږي چې د چوپتیا روژه په بني اسراییلو کې دود وه خو په اسلام کې نسخ شوې ده.

د چوپتیا د روژې مفهوم او مخینه

د چوپیتا روژه داسې عمل ته ویل کیږي چې پکې انسان له خدای سره د نزدېکت او د روژې په نیت د ورځې په یوې برخې کې یا ټوله ورځ خبرې نه کوي.[۱] شیعه فقیهانو د چوپیتا د روژې او په ټوله ورځ کې د روژې له ارادې پرته د چوپتیا د حکم په اړه احکام بیان کړې دي.[۲]

شیعه محدث علامه مجلسي (وفات:۱۱۱۰ق) په دې باور دی چې د چوپتیا روژه په بني اسراییلو کې جایزه وه خو د بني اسراییلو عابدانو تر مینځ د ریاضت یو شرط ګڼل کېده؛ خو په اسلام کې نسخ شوه.[۳] ځینو هم د مریم سورې له ۲۶ ایته استفاده کړې چې د چوپتیا روژه د بني اسراییلو په نزد روا وه؛ خو اسلام ترې منعه کړې ده.[۴]

په ځینو روایتونو کې، د چوپتیا روژې ته «زَمٌّ» ټکی استعمال شوی دی.[۵] «زم» هغه واګی و چې د اوښ د جلب په توګه ترې استفاده کېده او د بني اسراییلو عابدانو به هغې ته ورته یو شی په خله کې کېښوده چې ټوله ورځ خبرې ونه کړي.[۶]

د چوپتیا د روژې حرمت

د چوپتیا روژه هم په شیعه فقه کې[۷] او هم د اهل سنتو[۸] په فقه کې حرامه ګڼل شوې ده.

شیعه نظر

شیعه فقیهانو د چوپتیا روژه د حرامو روژو په لیسټ کې راوستې ده.[۹] د چوپیتا روژې د حرمت دلیل هغه پریمانه روایتونه دي چې له پېغمبر(ص) او معصومو امامانو(ع) څخه د دغه عمل په غندنه کې راغلي دي.[۱۰] شیعه فقیه فاضل لنکراني (وفات ۱۳۸۶ ل) باوري دی چې هغه کارونه چې په روژتي حرام یا واجب دي په اسلامي شریعت کې په ګوته شوې او چوپتیا په هغو کې نه ده شامله. نو د هغې کول حرام او بدعت دی.[۱۱]

فقیهان بې د روژې له نیته چوپتیا که څه هم ټوله ورځ وي، جایزه ګڼي.[۱۲]

د اهل سنتو نظر

اهل سنتو فقیهانو له پېغمبر(ص) څخه په دې برخه کې د ځینو روایتونو په نقلولو سره د چوپتیا روژه حرامه ګڼلې ده.[۱۳] د مثال په توګه د اهل سنتو حنفیانو امام ابوحنیفه (وفات ۱۵۰ ق)[۱۴] اهل سنت مفسر زَمَخشَري (وفات ۵۳۸ق)[۱۵] او ابن قُدامِه (وفات ۶۲۰ق)[۱۶] له هغو عالمانو دي چې د چوپتیا روژې حراموالي ته یې اشاره کړې ده.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۵۵.
  2. خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۵۵.
  3. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۸، ص۴۰۴.
  4. مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، ذیل واژه روزه سکوت.
  5. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۵۲۴.
  6. شیخ صدوق، خصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۳۸.
  7. بېلګۍ په توګه وګورئ: شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۷۹.
  8. بېلګۍ په توګه وګورئ: اصفهانی، مسند ابوحینفه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۹۲
  9. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۱۷، ص۱۲۵.
  10. ذهنی تهرانی، المباحث الفقهیه، ۱۳۶۶ق، ج۵، ص۲۶۰.
  11. فاضل موحدی لنکرانی، تفصیل الشریعة، ۱۴۲۶ق، ج۸، ص۳۳۶.
  12. وګورئ: خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۵۵۵.
  13. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۷۶.
  14. اصفهانی، مسند ابوحینفه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۹۲.
  15. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۶.
  16. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۷۶.

سرچينې

  • قرآن.
  • ابن‌قدامه، عبدالله بن احمد، المغنی فی فقه، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۵ق.
  • اصفهانی، احمد بن عبدالله، مسند ابوحنیفه، تصحیح: نظرمحمد فاریابی، ریاض، مکتبه کوثر، ۱۴۱۵ق.
  • حر عاملی، محمد، وسائل الشیعه، تصحیح: مؤسسه آل البیت(ع)، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش.
  • ذهنی تهرانی، محمدجواد، المباحث الفقهیه فی شرح الروضة البهیه، قم، وجدانی، ۱۳۶۶ش.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الاقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، خصال، تصحیح: علی‌اکبر غفاری، قم، جامع مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح: علی‌اکبر غفاری قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل موحدی لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعه(صوم)، قم، مرکز فقه الائمة الاطهار(ع)، ۱۴۲۶ق.
  • مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، تصحیح: جمعی از محققان، بیروت،‌ دار الاحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، تصحیح: جعفر حلی، بیروت، دار احیا التراث العربی، بی‌تا.