وصال روژه

د wikishia لخوا

وصال روژه داسې روژه ده چې یو شواروز (د سهار له اذانه د بلې ورځې تر سهاره پورې) یا دوه ورځې پرله پسې (د سهار له اذانه د بلې ورځې تر ماښامه پورې) دوام پیدا کوي؛ بې له دې چې په مینځ کې یې روژه ماتی وشي.[۱] د شیعه فقیهانو د فتوا له مخې، وصال روژه، حرامه روژه ګڼل کیږي.[۲] د دغه حکم مستند د روژې د وخت په اړه د بقرې سورې ۱۸۷ ایت،[۳] روایتونه او د فقیهانو اجماع ده.[۴]

«- وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ»


وخورئ او وڅښئ تر هغه وخته چې د سهار سپین والی (د شپې) له توروالي څخه تاسو ته ښکاره شي؛ بیا روژه د شپې (تر رسېدلو) بشپړه کړئ.[بقره سوره ۱۸۷ آیت)


د ځینو مراجعو د فتوا له مخې، که یو کس په ناپوهۍ کې دوه ورځې پرله پسې روژه ونیسی، یوازې د لومړۍ ورځې روژه به یې صحیح وي.[۵] د تقلید د مراجعو په وینا، که څوک په شپې کې روژه ماتی ونه کړي خو د روژې اراده یې نه وي، دا به د وصال روژې مصداق نه وی.[۶]

د اهل سنتو د حدیثو شارحانو لکه محمود سُبکي ویلي چې اهل سنتو په دې اړه درې نظرونه وړاندې کړې دي: مطلق حرمت، د سختۍ لرلو په شرط حرمت او کراهت.[۷]

د مالکي مذهب له فقیهانو د محقق حلي او شاطبي په شان فقیهانو په وینا، دغه ډول روژه د پېغمبر(ص) لپاره جایزه وه او له خصائص النبي ګڼل کیږي.[۸]

پېغمبر(ص): «لا وِصالَ في صیامٍ»[۹]


وصال روژه جایزه نه ده


یوازینۍ روژه چې په تورات کې ورته اشاره شوې، د کیپور د ورځې روژه ده چې یهودیان په دغه ورځ د لمر له پرېوتلو څخه د بلې ورځې تر لمر پرېوتو پورې، پینځه ویشت ساعته روژه نیسي.[۱۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۶۶۲.
  2. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۸۳.
  3. فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعه، ۱۴۲۶ق، ص۳۳۷.
  4. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۷، ص۱۲۶.
  5. «حکم روزه وصال»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله مکارم شیرازی.
  6. خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۳۰۴.
  7. سبکی، الدین الخالص، ۱۳۹۷ق، ج۸، ص۳۹۸؛ بسام، تیسیر العلام، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۳۷.
  8. مثال په توګه وګورئ:‌ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ش، ج۲، ص۲۱۵؛ شاطبی، الاغتصام، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۳۳.
  9. ‏حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۵۲۱.
  10. آبایی، «تعنیت یا روزه در آیین یهود»،‌ وبگاه انجمن کلیمیان تهران.

سرچينې

  • آبایی، آرش، «تعنیت یا روزه در آیین یهود»، وبگاه انجمن کلیمیان تهران، تاریخ درج مطلب: آذر ۱۳۸۱ش، تاریخ بازدید: ۲۹ دی ۱۴۰۱ش.
  • بسام، عبدالله بن عبدالرحمن، تیسیر العلام شرح عمده الاحکام، مصر، مکتبه التابعین، چاپ دهم، ۱۴۲۶ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، بیروت، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • «حکم روزه وصال»، پایگاه اطلاع رسانی آیت‌الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲۶ دی ۱۴۰۱.
  • خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، نجف اشرف، دار الکتب العلمیه، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • سبکی، محمود محمد خطاب، الدین الخالص او ارشاد الخلق الی دین الحق، بی‌جا، المکتبه المحمودیه السبکیه، چاپ چهارم، ۱۳۹۷ق.
  • شاطبی، ابراهیم بن موسی، الاغتصام، المملکه العربیه السعودیه، دار ابن الجوزی للنشر والتوزیع، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی قفه الامامیه، تحقیق بهبودی، محمدباقر، تهران، المکتبه المرتضویه لاحیاء الآثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروه الوثقی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعه فی شرح تحریر الوسیله الصوم و الاعتکاف، قم، مرکز فقه ائمه اطهار علیهم السلام، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.