ذوالثدیه (لقب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ذُوالثُّدَیَّة د سینې د خاوند په معنی دی، یو لقب دی چې د بدن په برخو کې د سینې په څېر د ورزیات شوي څیز د شتون له امله په ډیرو خلکو باندې تطبیق کیږي. د دغو کسانو مشترک صفت دا دی چې د امام علي(ع) په خلاف د نهروان په جنګ کښې له خوارج سره ملګري شوي وو او په دغه جنګ کښې ووژل شول. حضرت علي(ع) د هغوي په مرګ د شکر سجده وکړه. په احادیثو کې له رسول الله(ص) د یو داسې شخص ذکر کړی دی چې د دې صفتونو خاوند دی او ورباندې یې لعنت ویلی دی. نافع مخدج، حُرقوص‌بن زُهیر و ذو الخویصره تمیمي د ذوالثدیه په نوم پیژندل شوي دي.

د ذوالثدیه د لقب په اړه

د ذوالثدیه لقب چې د سینې لرونکي په معنی دی، هغه نارینه وو ته اشاره کوي چې د ښځو د سینې په څیر یې په بدن کې یوه برخه وي. په احادیثو او تاریخي منابعو کې دا صفت د څو کسانو لپاره کارول شوی دی، خو په کوم خاص شخص باندې د دغه صفت د لګولو اجماع نشته. که څه هم ټول منابع هغه د خوارجو او د نهروان په جګړه کې له حاضرو خلکو څخه ګڼي.

د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ ق) د روایت له مخې، امام علی(ع) د خوارجو له د دې صفتونو چې دوي په ورځو کې روژه نیسي او شپې په عبادت کې تیروي، او د امام علی (ع) پر ضد راپورته کیږي، له بیانولو وروسته ویلی دی چې یو یې ذوالثدیه دی.[1] همدارنګه سلمان فارسي له حضرت علي(ع) څخه روايت کوي چې رسول الله(ص) د ذوالثديه په اصحابو (خوارجو) لعنت ويلی دی.[۲]

ابن ابی جمحور (وفات ۸۸۰ هـ) هم له امام صادق(ع) څخه روایت کړی چې نوروز د نهروان پر خلکو د حضرت علی(ع) د فتحې ورځ ده او د ذوالثدیه د وژل کېدو ورځ ده.[۳] د ځينو مؤرخينو له قوله، د نهروان د جګړې پای ته له رسېدو وروسته، کله چې د ذوالثديه مړي وموندل شول، حضرت علي(ع) د له خوشحالۍ[۴]  شکر سجده وکړه.[۵] او ذوالثديه ته يې په خطاب کې وفرمايل: الحمد لله چې الله جل جلاله ته زر اور ته واچولې.[۶]

د ابن شازان په کتاب الایضاح کې راغلي، کله چې د امام علي(ع) له خوا د ذوالثديه د وژل کېدو خبر عائشې ته ورسېد، هغې په عمروعاص لعنت وکړ؛ ځکه چې هغه عائشې ته په دروغو ويلي وو[۷] چې د مصر په اسکندريه[۸] کې يې ذوالثديه وژلې دی.[۹] بيا عائشې له رسول الله(ص) څخه دا روايت نقل کړ: هغوى د خداى په نزد تر ټولو بد خلک دي چې د ټولو ښو خلکو له خوا وژل کېږي.[۱۰] ځينو مورخينو هم ويلي دي چې ذوالثديه په مصر کې وژل شوی دی.[۱۱]

ذوالثدیه څوک دی؟

د ذوالحدیث لقب په تاریخ کې د څو کسانو لپاره کارول شوی دی؛ نافع مخدجي، حرقوص بن زهیر، ذوالخویصره تمیمي[12] او همدارنګه عمرو بن عبدود لپاره چې د رسول الله(ص) په وخت کې یې ژوند کاوه.[13]

د تاریخي منابعو له قوله،[۱۴] د نهروان په جګړه کې د ذوالثدیه په نوم درې کسان موجود وو؛ یو یې حرقوص بن زهیر،[15] بل ذوالخویصر تمیمي[16] چې د خوارجو مشر و،[17] او بل کس د نافع[18] په نوم چې په دې جګړه کې ووژل شو.[19] ابن عبدالبر راپور کړی چې ځینو خلکو ذوالخویصره له ذوالثدیه پرته یو بل کس ګڼي.[۲۰]

نافي مخدجي

یو له هغو کسانو څخه چې په ذوالثدیه مشهور دی د نافع [21] یا ثرمله [22] په نوم یو کس ګڼل شوی دی چې لقب یې مُخْدَج[23] و او د حبشې اوسیدونکی و[۲۴] د تاریخي سرچینو له مخې د نافع مخدجی[۲۵] په لاسونو کې د ښځو د سینې په څیر یو څیز و. له همدې امله په ذوالثدیه مشهور شوی و[۲۶] محمد تقي شوشتري چې له شیعه رجال پوهانو څخه دی، له یوې څېړنې وروسته په پای کې ذوالثدیه د همدې نافع لقب ګڼلی دی.[۲۷]

به گزارش تاریخ‌نویسانی همچون ابن‌کثیر (درگذشت ۷۷۴ق) و ابن‌اشعث سجستانی (درگذشت ۲۷۵ق)، نافع مخدجی مرد فقیری بود که همواره در مسجد حضور داشت و همراه دیگر مساکین بر سفره‌ غذای امام علی(ع) می‌نشست.[۲۸] وی نزد مردم به حرقوس شهرت داشت.[۲۹] بَلاذُری (درگذشت ۲۷۹ق) نوشته است می‌گویند بعد از پایان جنگ نهروان، امام علی(ع) شخصا به دنبال جسد ذوالثدیه می‌گشت و او را در حفره‌ای یافت. او مخدج بود و نافع خوانده می‌شد.[۳۰] ابن‌ابی‌عاصم (درگذشت ۲۸۷ق) نیز پس از نقل حدیث پیامبر که در آن به حضور شخصی با زائده‌ای همانند پستان زنان در بین خارج‌شدگان از دین اشاره شده است، یافته شدن جنازه مخدج و تکبیر امام علی را نیز نقل کرده است.[۳۱]

د تاریخ پوهانو لکه ابن کثیر (وفات کال ۷۷۴ هـ ق) او ابن اشعث سجستاني( وفات ۲۷۵ هـ ق) په وینا نافع مخدجي یو غریب سړی و چې تل به په جومات کې حاضر و او نورو غریبو خلکو سره به د امام علي(ع) په دسترخوان کښيناسته.[۲۸] هغه د خلکو په مینځ کې په حرقوس مشهور و.[29] بلاذري (وفات 279 هـ ق) ليکلي چې د نهروان د جګړې له ختميدو وروسته امام علي(ع) په شخصي توګه د ذوالثديه د جسد په لټه کې و او هغه یې په يوه کنده کې وموند. هغه مخدج و او نافع به ورته ویل کیدل.[۳۰] ابن ابی عاصم (وفات ۲۸۷ هـ) هم د رسول الله(ص) د حدیث له روایت کولو وروسته چې په هغه کې یې د یو داسې کس ذکر کړی چې د ښځې د سینې په شان یو زیاتي برخه په بدن کې لري، وايي چې هغه په خوارجو کې موجود و او کله چې د مخدج جسد کشف شو نو امام علی د تکبیر غږ پورته کړی.[۳۱]

حرقوص بن زهیر

اصلي مقاله: حرقوص بن زهیر

د نهروان په جګړه کې د حُرقُوص‌ بن زُهیر[۳۲] په نوم یو بل کس هم د خوارج په لښکر کې شتون درلود چې هغه هم د ذوالثدیه یاد شوی دی.[۳۳] حرقوص د صفین په جګړه کې د امام علي (ع) په لښکر کې و؛[۳۴] د علامه حلي له قوله د حکمیت له مسلې وروسته یې امام علی(ع) سره مخالفت وکړ.[۳۵] د نهروان د جګړې له پای وروسته امام علي(ع) له خپلو ملګرو وغوښتل چې د حرقوص جسد د مړو په منځ کې پیدا کړي او د هغه د جسد له موندلو وروسته یې سجده وکړه. او خپلو اصحابو ته يې وفرمايل: «تاسو تر ​​ټولو بد سړی وژلی دی».[۳۶]

فوټ نوټ

سرچينې