خوارج

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

خَوارِج، د صفین په جنګ کښې د امام علی(ع) د لښکر یوه ډله وه چې علی بن ابی طالب یې په کفر تورن کړ او د هغه خلاف یې بغاوت وکړ. هغوي د مسلمانانو د خليفه له بیعه په وتلو سره خوارج وبلل شول هغوي ټول هغه کسان چې حکيميت يې منه او علی یې کاف نه ګڼه کافر ګڼل.

د کوفې په جومات کې د امام علي په خلاف نارې وهل او د هغه  ته د وژلو ګواښ ورکول د خوارجوو له اعمالو ګڼل شوي دي.د حکمیت له اجرا کیدو وروسته هغوي د امام علی(ع) په مخالفت کښې لا سخت شول، له عبدالله بن وهاب سره یې بیعت وکړ او له کوفې څخه د وتلو او نهروان ته د تګ په لاره کښې یې بې ګناه خلک ووژل. امام علی(ع) له هغوی سره د حجت له بشپړولو وروسته په ۳۸ هجری قمری کښې، جنګ وکړ او زیات شمېر یې ووژل. خو بیا هم، د دوی یوه ډله ژوندۍ پاتې شوه. د خوارجو مختلفې فرقې د تاریخ په اوږدو کې له منځه تللي دي او یوازې ابادیه چې نظرونه یې د نورو مسلمانانو له عقایدو سره نږدې دي، د عمان او الجزایر په سیمو کې شتون لري.

په اسلامي سرچینو کې د خوارجوو لپاره بېلابېلې او کله ناکله متضادې ځانګړنې راغلې دي. له هغو ځینې دا چې هغوي داسې کسان دي چې قرآن یې حفظ کړی او تلاوت به یې کاوه بې له دې چې فکر په کې وکړي. جهالت او تنګ نظري، غرور او جنګیدل او همدارنګه په عقايدو کې تعصب، دي. دوی د اسلام په تاریخ کې لومړۍ مخالفه ډله او لومړۍ مذهبي فرقه ګڼل کیږي. د خوارجو په عقیده کې هغه څوک چې لویه ګناه وکړي کافر دی. اکثره خوارج د رسول الله(ص) له خوا د خليفه په نص سره د ټاکلو مخالف وو او د خليفه په انتخاب(د خلکو له خوا په ټاکنه) يې باور درلود. دوي د زناکارانو سنګسارول هم رد کړل او په قول او عمل کې د تقیه مخالف وو.

که څه هم په لومړنیو خوارجو کې د علمی موضوعاتو په برخه کې لیوالتیا ډېره کمه وه، خو له هغوی څخه په قرآنی علومو، کلام، فقهې او اصولو او همدارنګه د توحید او امامت په برخه کې اثار نقل شوي دي. د ابن ندیم په وینا، خوارجو به د خلکو د مخالفت او فشار له امله خپل آثار او کتابونه پټ ساتل. د خوارجوو د افکارو او اعمالو په ردولو  کې په خپلواکو او غیر خپلواکو توګه تالیفات شوي دي. له هغو ځینې هغه روایتونه چې د خوارجوو په رد کې نقل شوي دي همدرانګ د ابن ابي الحديد په شان د علماوو ليکنې هم شته چې د هغوى د دې  عقيدې، چې ګناهِ کبیره کوونکي ته کافر وايي، په رد کې لیکل شوي دي.

پیدایښت او نامې

د خوارجو د ډلې ظهور د صفین په جګړه کې هغې پېښې سره تړاو لري؛ کله چې امام علي(ع) د منځګړيتوب (حکمیت) ختمولو سره مخالفت وکړ[۱] که څه هم پورتنۍ ډلې په پيل کې د منځګړيتوب وړانديز وکړ، خو د امام علي(ع) له منلو  او د جنګ د ختمیدلو وروسته يې خپله غوښتنه پرېښوده او امام علي(ع) ته يې د توبې کولو بلنه ورکړه[۲] خوارجو د حکمیت منل کفر ګڼه او د امام علی(ع) کوفې ته له بېرته ستنیدو وروسته، هغوي کوفې ته  نژدې هرورا ته ولاړل.[3]

د متکلمینو او تاریخ پوهانو د نظرونو په اپوټه، خوارج د امام علی(ع) په خلاف خپل خروج، د ظالم د حکومت او حکمیت انکار ګڼي او له همدې امله یې خپل دغه کار د پیغمبر(ص) له هجرت سره پرتله کړی دی،[4] له هغه مشهورو نامو پرته چې د امام علی(ع) په ویناو کې راغلي دي،[۵]هغوي نور نومونه هم لري. له هغو ځینې یوه نامه مُحَکِّمة ده چې د هغوي له شعاره «لا حکم الا لله» څخه اخستې شوې ده.[۶] حروریّه، هغه ځای ته اشاره کوي چې خوارج هلته لاړل،[۷] او مارقه چې د انحراف کوونکو په معنا دی.[۸]

له امام علی(ع) سره د دښمنۍ له امله خوارجو ته کله ناکله نواصب یا ناصبیه هم ویل کیږي [۹] او له دې امله چې دوی په لومړي ځل هغه کسان چې ګناه کبیره یې کړې وه کافر وګڼل، نو دوی ته مُکَفّره هم ویل شوي دي. اهل النهر یا اهل النهروان د خوارجو یو بل نوم دی.[۱۱] دوی ته همدرانګ شُراة هم ویل کیږي، چې معنی یې هغه کسان دي چې خپل ژوند په جنت پلوري.[۱۲]

په لومړي سر کې کوفه او بصره د خوارجوو اصلي اډې وې [۱۳] په بصره کې د خوارجو شمېر له کوفې په پرتله ډېر و؛ ځکه چې د امام علي له خبرو وروسته د کوفې ډېر خوارج له خوارجو څخه جلا شول.[14] له دې وروسته خوارج په ډېرو ښارونو او شاوخوا کې خپاره شول؛ له ايران او يمن څخه نيولې تر شمالي افريقې او د اسلامي مغرب تر سيمو پورې،[15] د تاريخ په اوږدو کې د خوارجو بېلابېلې فرقې له منځه لاړې او يوازې اباضیه فرقه چې نظریې یې له نورو مسلمانانو سره نږدې دي، په عمان، سيوه، حضرموت، جربه، زنګبار، طرابلس لویدیځ او الجزایر کې اوس هم شتون لري.[16]

په امام علی(ع) باندې د کفر تور

له دې وروسته چې د امام علی(ع) د منځګړیتوب او حکمیت حکم ومانه، هغه له علی بن ابی طالب څخه جلا شول او مخالفت یې وکړ، او د عبدالله بن عباس او امام علی(ع) کوفې ته د بیرته ستنیدو لپاره د هڅو له مخالفته وروسته،[17] هغوی یو ځل بیا په کوفه کې مخالفت مخالفت ته پاڅیدل او ټول هغه کسان چې حکمیت یې منلی و او امام علی یې کافر وګڼل.[18]. هغوى نه يوازې حکمین، بلکې د يوه اسلامي واکمن شتون یې هم رد کړ.[19]هغوي په عامو ځایونو کې په بیله توګه د کوفې په جومات کې د حکمینو مخالفت وکړ او په امام علي(ع) يې د کفر تور پورې کړ او تر دې چې د هغه د وژلو ګواښ یې ورکړ او د امام علی(ع) د وینا پر مهال یې شعارونه ورکړل ترڅو هغه د منځګړیتوب له منلو څخه منع کړي او د جنګ ادامې ته یې قانع کړي. خو امام علي(ع) له هغو سره تر هغه وخته جګړه ونه کړه تر څو چې هغوي په خپله جنګ جنګ ته نه وه مخه کړی[20].

د ابو موسى اشعري او عمرو بن عاص تر منځ د شعبان يا رمضان په ٣٧ هجري کې د منځګړيتوب له پلي کېدو او د بې پايلې پاتی کیدو وروسته، وروسته له دې چې ابو موسى د عمروعاص له خوا دوکه شو.[٢١] امام علي(ع) د منځګړو حکم د قرآن مخالف وګڼه او یو ځل بیا یې له معاویه سره جګړې ته چمتو شو، او د خوارجو دوو مشرانو او  عبدالله بن وھب راسبي او یزید بن حصین، چې په نهروان کې راغونډ شوي وو، څخه یې په یوه لیک کې وغوښتل چې معاویه سره د مقابلې لپاره له هغه سره یوځای شي. هغوی په ځواب کې له امام علی(ع) څخه وغوښتل چې په خپل کفر اقرار وکړي او له هغه څخه توبه وباسي، که نه نو دوی به له هغه څخه لیرې شی. وروسته له دې چېد  حکمینو پرېکړه اعلان شوه، خوارج د امام په مخالفت کې لا ډېر سخت شول.[۲۲]

د ۳۷ هجري قمري کال د شوال په لسمه نېټه خوارجو له عبدالله بن وهاب سره د قومندان په توګه بیعت وکړ او له کوفې د وتلو او نهروان ته د تللو موافقه یې وکړه.[۲۳] خوارجو په لاره کې بې ګناه خلک ووژل. امام له دې وروسته چې هغوي یې حق لوري ته وبلل او حجت یې ورباندې بشپړ کړ، له مجبورۍ هغوي سره جګړه وکړه او په ۳۸ هجري کې د نهروان په جګړه کې یې ډېر ووژل. د هغوي یوه ډله چې مشري یې فروة بن نوفل کوله، امام علي(ع) سره په مقابل کې د راتلو په سبب په شک کې شول او د جنګ له شورو کیدو وړاندې له جنګه څنګته شول.[24]

د امام علی(ع) له بریا باوجود خوارج د یوې سیاسي، فکري او پوځي ډلې په توګه پاتې شول. امام علي(ع) له ځان وروسته شيعه خوارجو سره له جګړې منع کړل[25] امام حسن(ع) معاويه سره تر سولې وروسته له خوارجو سره د جګړې د هغه غوښتنه رد کړه.[26]

ځانګړتیاوې

د اسلامي ډلو او فرقو اړوند په تاريخي کتابونو او اثارو کې د خوارجو لپاره مختلفې او کله نا کله متضادې ځانګړتياوې ذکر شوي دي. دا خورا د غندلو وړ ځانګړتیاوې دي چې خوارج د قرآن کریم د ناسم پوهاوي، جاهلانو او تنګ نظره، متکبر او ځان لوړ ګڼونکي او همدارنګه د جنګیدونکو او د متعصبو په توګه ښودلي دي. د نهج البلاغه په ​​شمول په مختلفو اسلامی اثارو کې د دغو ځانګړنو یو لړلیک په لاندې ډول دی:

  • له ايمان پرته ډېر عبادت کول.[۲۷]
  • زهد ته ګروهنه او ځان زاهد ښوونه.[۲۸]
  • د رسول الله(ص) له سنتو او د دین له احکامو نه ناخبري.[۲۹]
  • د قرآن کريم غلطه پوهه او د خپل مقصد لپاره د آيتونو غلط تطبیق،سره د سادګۍ او سطحي کتنې.[30]
  • تکبر او ځان لوړګڼل او له ځانه پرته د ټولو مسلمانانو کافر او ګمراه ګڼل.[۳۱]
  • استدلال او بحث ته تمایل او په احتجاج کې ضعف[32].
  • په رایو او عقایدو کې جنګ خوښي، ضدیت، تعصب او افراط.[۳۳]
  • ښې خبرې له بد چلند او تاوتریخوالي سره یوځای.[34]
  • په کارونو کې د عقله کار نه اخستل په ځانګړې توګه د نیکۍ په امر او له بدیو څخه منع کولو کې.[35]
  • عدل غوښته او د ښو امر کول او له بدیو منع کول او له ظلمو واکمنانو سره جهاد کول د هغوي  تر ټولو لوړ ټولنیز ارمان [۳۶] تر دې حده  چې کله ناکله به یې د امر بالمعروف لپاره پاڅون نه کول او ترې ډډه کول کفر ګڼه.[37]
  • د قبلې له منونکو سره جهاد کول او د هغوی د ماشومانو او ښځو نيول يا وژل غوره ګڼل او اهل ذمه او مشرکانو سره نرمي کول.[۳۸]
  • بې نظمي او پرله پسې ښاخونه.[۳۹]
  • له امام علی سره دښمنی او له شهادت وروسته هم له هغه سره کینه.[40]
  • جګړه، زړورتیا او د سختیو په مقابل کې صبر او پوځي نظم [۴۱]، چې همدا لاملونه په امویانو باندې د بري لامل ګڼل شوي دي که څه هم د لښکر شمېر به لږ و. خو د جګړې په ډګرونو کې د هغوی د تېښتې راپورونه هم شته.[۴۲] خوارجو به کله ناکله خپل اسونه پۍ کول(پښې به یې ورته پرې کولې)، د تورو غونډۍ(کاشونه) به یې ماتولې او د دښمن پر لښکر به یې په زړورتیا او یووالي برید کاوه او د جنت تمه به یې د مرګ  پر لور منډې وهلې.[۴۳] له همدې امله دوی د بهرني (خارجي) برید په ځانګړتیا مشهور شول. دوی خپل سرونه د مرګ او نظامي خدمت لپاره د خدمت او چمتووالي د نښې په توګه خرول. نو له همدې امله به نورو  مسلمانانو د دوي په مخالفت کې خپل ویښتان نه پرې کوي.[۴۴] کله کله به یې د سر منځنۍ برخه خروله او شاوخوا ویښتان به یې ساتل.[45]
  • جهل، جمود، غرور، تنګ نظري او د رنګارنګ عقیدې.[۴۶]

د اسلام په تاریخ کې د خوارجو رول

خوارج د اسلام په تاریخ کې له مهمو اثرونه څخه ګڼل شوي دي؛ چې له هغو ځینې د امام علی(ع) په لښکر کې د ویش او دوه ګونۍ سبب کیدل.[۴۷] چې د اسلام په تاریخ کې د لومړۍ مخالفې ډلې او مذهبی فرقې د راڅرګندېدو لامل شو[48]خوارجو په لومړیو چې سیاسي لیدتوګه لرله خو عبدالملک بن مروان په دور کې یې ځانونه په کلامي بحثونو سره ګډ کړل. [۴۹]

د طبري او ابن اعثم په څېر د مورخينو په اند، له امام علي(ع) سره د خوارجوانو مقابلې او د هغه وژلود  معاويه لپاره دا  زمينه برابره کړه چې حکومت ونيسي.[50] خو بیا هم معاویه سره د جنګ لپاره د امام حسن(ع) لښکر سره یوځای شول.[50] او د امام حسن(ع) له صلحې وروسته يې هم  د معاويه او امويانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.[۵۲] هغوي امويان او د هغوي ملاتړي کافر ګڼل او باوري وو چې  د ظلم د له منځه وړلو لپاره باید د کفارو پر ضد جهاد وشي.[۵۳]

خوارج په هغو مهمو پاڅونونو کې شامل شول چې د امويانو په مخالفت کې رامنځته شول او په همدې خاطر يې له عبدالله بن زبير، زيد بن علي او ابو مسلم خراساني سره مرسته وکړه.[۵۴] خو په ځينو مواردو کې يې له اموي خلفاوو سره جوړجاړی وکړ او د یوې برخې یا چوکۍ حکومت يې ترلاسه کړ.[۵۵] کله کله به یې په خپلواکه توګه په ځینو ښارونو کې واک په لاس کې اخیسته او د امام، امیرالمؤمنین او خليفه په لقبونو سره به وبلل شوو[56] امویانو په بیله توګه په عراق او ایران کې ښه زور او سختۍ سره د خوارج له مینځه وړلو هڅه وکړه.[۵۷] دغه جنګونه د اموي حکومت د ضعف او زوال له مهمو لاملونه څخه ګڼل شوي دي.[۵۸]

مرتضی مطهري چې یو شیعه مجتهد او تاریخ‌ پوهه دی::

په اسلامي نړۍ کې لومړنۍ رکود(جمود، وچ ذهنونه) هغه رکود دی چې خوارج ترسره کړ. که غواړئ چې په دې پوه شئ چې رکود(جمود)له اسلامي نړۍ سره څه کړي دي، نو  همدغه مساله په پام کې ونيسئ چې يو وخت وايو علي چاشهید کړ او بل وخت وايو د څه له سببه شهید شو؟ که ووایو علي چا شهید کړی؟ نو جواب یې عبدالرحمن بن ملجم دی او که ووایو چې علي په څه خبره شهید کړی شو؟ موږ بایدووایو چې جمود، وچو دماغۍ او وچ مقدستوب.

مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۹۲

نظریې او عقیدې

د خوارجو له مهمو عقیدو څخه یوه دا وه چې هغه کس به یې کافر ګڼه چې ګناهِ کبیره یې کوله. دا عقیده د علم کلام په پيدایښت او پراختیا کې اغیزمنه ګڼل شوې ده.[۵۹] د خوارجو ځینې عقیدې او نظرونه دا دي:

  • د کبيره ګناه په کولو سره کفر: لومړۍ مفکوره چې خوارجو پرې موافقه کړې ده، د هغه کس له کافر ګڼل دي چې لويه ګناه يې کړې وي.[60] د خوارجو یوه فرقه چې نامه یې ازارقه ده، په دې مفکورې کې افراط کړی دی او په دې باور دي چې څوك چې لويه ګناه وكړي بيا ايمان نه شي راوړلاى او د ارتداد له امله باید له خپلو اولادونو سره ووژل شي او تل به  په اور كې وي.[۶۱] د ګناه کبیره د کافر ګڼلو لپاره د خوارجو یو دلیل د سوره مائده ۴۴ آيت دی، چې ورسره یې دلیل راوړی دی.[۶۲]
  • امامت: د امامت په اړه د خوارجوو نظرونه، د ګناه کبیره له ترسره کوونکي اخستی شوي دي. په دې اساس هغه څوک چې لويه ګناه يې کړې وي بايد د مسلمانانو د ټولنې امام جوړ نه شي. او که د امامت په چوکۍ باندې وي نو په مؤمنانو باندې واجب ده چې هغه په خلاف خروج وکړي.[63] په خوارجو کې ډېر کسان د پیغمبر(ص) له خوا د خلیفه په منصوبولو مخالف دي او باوري دي چې څوک هم د کتاب او سنتو پیروي کوي هغه د امامت وړ دی او امامت د دوو کسانو په بیعت سره هم ترسره کیدی شي.[۶۴] هغوی د امام په انتخاب باور درلود [۶۵] او د هغه وخت د مشهورې عقیدې برخلاف یې د غیرِ قریش خلافت هم ممکن ګڼه.[۶۶]
  • خلفای راشدین: د څلورو خليفه ګانو په زمانه کې رامنځته شويو پېښو ته په پام، خوارجو عمر او ابوبکر د رسول الله(ص) د امام او خليفه په توګه منلي وو، خو د عثمان د واکمنۍ یې یواځې لومړي شپږ کلونه حکومت او د امام علي حکومت یې د حکمیت له پیښې وړاندې صحیح وګڼه، او دا دواړه د خپلې واکمنۍ په باقي پاتې مودې کافر او معزول شوي ګڼل.[67]
  • فقهي نظریې: له د ځينو خوارجو فرقو څخه ځينې فقهي نظرونه نقل شوي دي؛ له هغو ځینې د زناکارانو د سنګسار حکم ردول (په دې دلیل سره چې په قرآن کریم کې ورته اشاره نه ده شوی) د مخالفانو د اولادونو او مېرمنو د وژلو جواز، په دې عقیدې او دلیل سره چې د مشرکانو اولادونه به هم له پلرونو سره په اور کې وي. او په قول او عمل کې د تقية مخالفت.[۶۸] د ازرقه له نظره هغه مسلمانان چې له خوارجو سره تړاو نه لري بايد ووژل شي، خو د عيسايانو، زردشتيانو او يهوديانو وژل حرام دي.[69]

علمي او ادبي اثار

د دویمې پیړۍ له نیمایي څخه، خوارجو په تدریج سره دیني، فقهي او تاریخي کتابونو لیکلو ته مخه کړه او له هغوی څخه راویان او عالمان او فقیهان راڅرګند شول.[70] هغوي به روایتونه نه نقل کول د قرآن متن به یې د فقهې یوازینۍ سرچینه ګڼله. [71] د هغوي هیڅ جامع او همغږي د فلسفې او فقهې مکتب نشته؛ یوازې له یوې فرقې اباضیه څخه په اعتقاداتو او فقهې کې ځینې آثار موجود دي.[72]

ابن ندیم په خپل فهرست کتاب کې په دې باور دی چې خوارجو به خپل اثار د خلکو د مخالفت او فشار له امله پټ ساتل.[۷۳] خو بیا هم ابن ندیم د یو شمېر هغو خوارجو عالمانو یادونه کړې چې په قرآني علومو، فقهې او اصول الفقه کې یې تالیفات کړي دي.[۷۴] له خوارجو څخه د توحيد او امامت په باره کې او همدارنګه د هغوي د مخالفانو لکه معتزله، مرجئه، شيعه او غالیانو په رد کې ځینې آثار نقل شوي دي.[75]

خوارج همدارنګ ډېر واعظان او شاعران درلودل او ځينې يې مشهور وو.[76] د خوارجو اکثره شعرونه د رجز په نامه يادېږي چې په جنګونو کې يې ويل.[77] له خوارجو ځینې خطبې او لیکونه هم نقل شوي دي چې د هغوي 18 کسانو مشرانو ته منسوب دي چې د خوارجو د مذهبي او سياسي چلن او بلنې په اړه دي او همدارنګ خروج او جهاد ته د هڅولو او امر بالامعروف په هلکه دي.[۷۸]

د جوړیدو څرنګوالی

اسلامي سرچینو د اعرابي روحیې په ګډون بېلابېل عوامل د خوارجو په جوړښت کې اغېزمن ګڼلي دي. ځینو لیکوالانو د خوارجو اصلي شخصیتونه د جاهلیت د دورې سالوکان او اعرابیان ګڼلي دي، چې د خپلو قبیلو په مشرانو او قومي دودونو او ارزښتونو په سر به یې جنګونه کول او په وړو وړو شیانو به په جوش کې راتلل او جنګیدل ب او له خپلې قبیلې څخه شړل کیدل.[79] د خوارجو ډېر شخصیتونه له دغو اعرابیانو راپورته شول او د عربو له مشهورو قبايلو سره يې یوې سره هم تعلق نه درلود.[۸۰] په دې اساس د مهاجرينو او انصارو په شمول هيڅ يو صحابه له خوارج سره يو ځای نه شوو.[81]

ځینو نورو څیړونکو د عثمان په خلاف د بغاوت په دوام کې د خوارجو ظهور ګڼلی دی.[۸۲] او هغوي په دې باور دي چې د عثمان قتل او د خلافت په مسله کې د صحابه کرامو اختلاف د دې نظریې لامل شوی چې د خلكو د رايو او ديني حكمونو سره د مخالفت او  د ناسم مديريت او د عدل او انصاف د نه مراعات كولو له امله خلیفه  له دندې ګوښه كولی او يا قتلوی شي.[83] د اسلامی سرچینو په بیان سره لکه تاریخ طبري، په عثمان باندې د اعتراض کوونکیو شمېر چې شاوخوا 30 کسان وو، دغه کسان وروسته د خوارجو له اصلي شخصیتونه شول.[84]

دغه راز ځینې نور لاملونه لکه د مساوي مالونو په وېشلو کې د امام علي(ع) له چلند څخهد هغوي ناخوښي او همدارنګ د کورنیو جګړو رامنځته کیدل لکه د جمل او صفین جنګونه چې په هغو کې مسلمانان د لومړي ځل لپاره د یو بل سره مخامخ شول، د خوارجو په جوړښت کې له اغېزناکو عواملو څخه ګڼل شوي دي.[85] اسلام پوه مرتضی مطهري (وفات ۱۳۵۸) په دې باور دی چې د خوارجو بې منطقي او په کارونو کې له عقله کار نه اخستل، په ځانګړې توګه د نیکۍ په امر او له بدیو څخه په منع کولو کې، د هغوي د ورکېدو تر ټولو لوی لامل دی.[86]

د خوارجو د عقایدو نقد

د اسلام په تاریخ کې د خوارجوو له ظهور څخه تر ننه پورې د هغوی د عقایدو د رد لپاره بېلابېل اثار لیکل شوي او یا په احادیثو کې د خوارجویانو د عقایدو او اعمالو په غندلو کې روایتونه راغلي دي. له هغو  ځینې هغه روایتونه دي چې د خوارجوو او له دين څخه د هغوي د وتلو په اړه پېغمبراکرم(ص) وړاندوينې کړي دي، او د خوارجو د ديندارۍ طریقط او دهغوي کړنې په کې غندل شوي دي او همدارنګ له هغوى سره جګړه کول او وژل يې ثواب ګڼل شوي دي.[87] همدارنګ د شیعو عالمانو د پیغمبر(ص) حدیث ته په پام، هغه کسان چې له امام علی سره یې جنګ کړی او خوارج یې کافر ګڼلی دي. د ياد شوي روايت له مخې، څوک چې له امام علي سره جګړه کوي داسې ده لکه له پېغمبر اکرم(ص) سره يې جګړه کړې وي.[88]

په تفسیري اثارو کې، د خواجو د خپلو عقیدو د ثابتولو لپاره قرآن کریم سره دلیل راوړل، رد شوي دي. له هغوي ځینې دا عقیده چې هغه څوک چې ګناه کبیره وکړي کافر دی. د سورت آل عمران د ۹۷ آیت په اساس، خوارج په دې باور وو چې څوک حج نه کوي ګناه کبیره یې کړې او په دې سبب کافر دی، نو د لویو ګناهونو ترسره کول د کفر سبب ګرځي. د دې استدلال په ځواب کې ویل شوي دي چې کفر په دیني نصوصو کې پراخ مفهوم لري او له حق سره هر ډول مخالفت ته شامل دی، که هغه د عقیدې په کچه وي او که د فرعي احکامو په کچه؛ نو له همدې سببه د آل عمران سورې په ۹۷ آیت کې د کفر معنی د وړ (مستطیع) شخص له خوا د حج ترک کول دي نه له اسلامه د وتلو په معنا، لکه څنګه چې خوارجو فکر کاوه.[۸۹] ابن حزم په دې اړه د خوارجو ادعا د قرآن د نورو آيتونو په حوالې سره رد کړې ده.[۹۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې