رحمة للعالمین (لقب)

د wikishia لخوا
مسجد النبي (مدینه)

رَحمةٌ لِلعالَمین د ټولو نړیوالو لپاره د رحمت په معنی، د اسلام د پېغمبر محمد بن عبدالله(ص) له لقبونو څخه دی چې د انبیاء سورې په ۱۰۷ آیت کې کارول شوی دی. د حضرت محمد(ص) لپاره د رحمت ټکی په نورو ایتونو لکه د توبې په ۱۲۸ او د آل عمران په ۱۵۹ ایت کې هم استعمال شوی دی. نَبی‌ُالرَحْمه یا د رحمت پېغمبر د پېغمبر اکرم له نورو لقبونو دي چې له همدغه قرآني تعبیره اخستل شوې دي.[۱]

د رحمة للعالمین تعبیر د خدای د رسول په اړه له شیعه امامانو په رارسېدلو روایتونو کې هم استعمال شوی دی؛ لکه هغه روایتونه چې په بصائر الدرجات[۲] کې راغلي او له امام حسن مجتبی(ع) په تفسیر فرات کوفي،[۳] کې نقل شوی او یا له امام باقر (ع) څخه یو روایت چې د جمعې لمانځه په خطبه کې یې له دغه تعبیره استفاده کړې ده.[۴] همداراز له امام کاظم(ع)[۵] یو حدیث او بل حدیث په خپله د اسلام له پېغمبر[۶] نقل شوی دی.

شیعه سني مفسرانو د پېغمبر د رحمت والي لپاره درې معنې بیان کړې دي چې دا دي: د دوي د رسالت نړیوال او همېشه والی، د ټولو لپاره سعادت او ښه انجام، د الهي عذاب مخنیوونکی.[۷] دلته له عذابه مطلب دنیاوي عذاب یا استیصال عذاب دی چې یو قوم بربادوي. ابو الفتوح رازي[۸] او ملا فتح الله کاشاني[۹] په خپلو تفسیرونو کې په دې تصریح کړې ده او دا معنا یې د انفال سورې له ۳۳ ایته استفاده کړې چې پېغمبر ته په خطاب کې وایي تر هغه وخته چې ته په خلکو کې یې خدای هغوي نه په عذابوي. فیض کاشاني په صافي تفسیر کې په ځمکه کې د ننوتلو (خَسْف)، او د اسلام له پېغمبر(ص) وروسته د استیصال په عذاب سره له نابودېدو او مسخ کېدو څخه په امن کې پاتې کېدل هم د دغه رحمت له مصداقونو ګڼلې دي.[۱۰]

اړونده څېړنۍ

فوټ نوټ

  1. هاشمی شاه‌قبادی، «بررسی مفهوم رحمة للعالمین در سیره نبوی»، ص۳۹.
  2. صفار قمی، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۸۱.
  3. کوفی، تفسیر فرات کوفی، ۱۴۱۰ق، ص۱۹۷.
  4. کلینی، الکافی، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۴۲۲.
  5. کلینی، الکافی، ۱۳۶۴ش، ج۴، ص۱۴۸.
  6. کلینی، الکافی، ۱۳۶۴ش، ج۶، ص۳۹۵.
  7. غضنفری و زارعی، «رحمة للعالمین بودن پیامبر(ع) در قرآن از نگاه تفاسیر فریقین»، ص۷۰.
  8. مثال په توګه وګورئ: ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ج۱۳، ص۲۸۹؛ کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۱۱۷.
  9. کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۱۱۷.
  10. فیض کاشانی، الصافی،۱۴۱۶ق، ج۳، ص۳۵۸.


سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی،‌ ۱۳۷۱ش.
  • صفار قمی، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، تحقیق: محسن کوچه‌باغی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی،‌ ۱۴۰۴ق.
  • غضنفری، علی و مصطفی زارعی بلوط بنگان، «رحمة للعالمین بودن پیامبر(ع) در قرآن از نگاه تفاسیر فریقین»، فصلنامه مطالعات تقریبی مذاهب اسلامی، شماره ۴۱، پاییز ۱۳۹۴ش.
  • فیض کاشانی، ملا محسن، الصافی، تهران، مکتبة الصدر،‌ ۱۳۷۳ش.
  • کاشانی، ملا فتح‌الله،‌ منهج الصادقین فی الزام المخالفین، تهران، اسلامیه، ۱۳۷۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۶۴ش.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق: محمد الکاظم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • هاشمی شاه‌قبادی، سید رضا، «بررسی مفهوم رحمة للعالمین در سیره نبوی»، مطالعات اهل‌بیت‌شناسی، شماره۱، پاییز و زمستان ۱۳۹۳ش.