خاتم النبیین (لقب)

د wikishia لخوا
دا لیکنه د خاتم النبیین لقب په اړه ده. د اسلام د پیغمبر د ژوند او سیرت د پېژندلو لپاره د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله وګورئ.
مسجد النبی (مدینه)

خاتَم‌ُ النَّبیین او خاتَم الاَنبیاء د حضرت محمد بن عبدالله له لقبونو څخه دی چې د اسلام له پېغمبر(ص) وروسته د نبوت د ختمېدو په معنا دی.[۱] د خاتم النبیین ټکی د احزاب سورې ۴۰ ایت کې راغلی چې په خاتمیت ایت مشهور دی. په خاتمیت او د نبوت د سلسلې په ختمېدو د مسلمانانو د عقیدې یو دلیل همدا قرآني عبارت دی.[۲]

دغه دوه تعبیرونه په حدیثي او عباراتي متونو کې له امامانو په نقل شویو عبارتونو کې لکه د صحیفه سجادیه په اولسمې دعا، په صفین جنګ کې د امام علي(ع) په ځېنو خطبې[۳] په قرب الاِسناد کتاب کې د امام علي(ع) په یو حدیث[۴] او په اصول کافي کې په یو روایت[۵] کې هم کارول شوی دی.

بهائیان چې په ۱۲ قمري پېړۍ کې یې د نوي دین د راښکاره کېدو ادعا کړې، کله کله وایي چې د خاتم تعبیر د ګوتمې د غمي په معنا دی[۶] چې د پېغمبر اکرم(ص) د ځانګړي مقام ښودونکی دی او هغه حضرت د پېغمبرانو زینت معرفي شوی دی، نه د ختموونکي او تماموونکي په معنا.[۷] ځینو بیا ویلي چې قرآن مجید د خاتم النبیین ټکی کارولی، نه د خاتم المرسلین، له دې امله پېغمبر(ص) اخري نبي دی خو اخري رسول نه دی، او ممکنه ده له هغوي وروسته بل رسول هم راشي.[۸]

مسلمانو عالمانو یې په ځواب کې ویلي چې خاتم په اصل کې د ختمولو د وسیلې معنا لري او ګوتمې ته هم په دې وجه خاتم ویل کیږي چې په خوا زمانه کې به یې په لیکونو باندې د ګوتمې په وسیله مهر واهه او لیک به یې ختموه. پر دې اساس د «خاتم» لفظ د «زینت» په معنا اخستل د هغه معنا په خلاف دي چې ذهن ته راځي.[۹] همداراز لکه څنګه چې په نمونه تفسیر کې راغلي، د رسالت مرتبه د نبوت تر مرتبې ورهاخوا ده او هغه څوک رسالت ته رسیږي چې مخکې نبي پاتی شوی وي، نو کله چې نبوت ختمیږي، رسالت په طریق اولی او ارو مرو ختمیږي.[۱۰]

په ایران او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې یو شمېر جوماتونه، علمیه مدرسې، پوهنتونونه او.... د خاتم النبیین او خاتم الانبیاء په نوم نومول شوې دي.[۱۱] همداراز له دغه لقبه اخستل شوي ځینې عبارتونه لکه «السَّلامُ علی خاتَم النَّبیین» خلک په خپلو ګوتمو کنده کاري کوي.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. وگورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۱۶۶.
  2. سوره احزاب، آیه ۴۰.
  3. نصر بن مزاحم، وقعة الصفین، ۱۴۰۴ق، ص۲۲۴ و ۲۳۶.
  4. حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق، ص۹.
  5. کلینی، الکافی، چاپ اسلامیه، ج۲، ص۵۸۵.
  6. میرزا حسین علی بها، ابقان، ص۱۳۶؛ به‌نقل از عارفی، خاتمیت، ۱۳۸۶ش، ص۶۵.
  7. حسینی طباطبایی، ماجرای باب و بها، ص۱۶۳: به نقل از عارفی، خاتمیت، ۱۳۸۶ش، ص۶۲.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۳۳۸.
  9. مصباح، راه و راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۸۰.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۳۳۸.
  11. مثال په توګه وګورې: «حوزه علمیه خاتم النبیین(ص)»، سایت رسمی حضرت آیت الله العظمی محسنی (ره)؛ «معرفی دانشگاه»، وبگاه دانشگاه خاتم النبیین(ص).

سرچينې

  • حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الاسناد، مؤسسة آل البیت، قم، ۱۴۱۳ق.
  • «حوزه علمیه خاتم النبیین(ص)»، سایت رسمی حضرت آیت الله العظمی محسنی (ره)، بازدید: ۲۷ آبان ۱۴۰۲ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تحقیق لجنة من العلماء والمحققین الأخصائیین، مقدمه سید محسن امین، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، الطبعة الأولی، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • عارفی شیرداغی، محمداسحاق، خاتمیت و پرسش‌های نو، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، ۱۳۸۶ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، چاپ اسلامیه، تهران، ۱۳۶۳ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، راه و راهنماشناسی، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، قم، ۱۳۷۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیه، تهران، ۱۳۷۴ش،.
  • نصر بن مزاحم، وقعة الصفین، تصحیح: عبدالسلام محمد هارون، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، قم، ۱۴۰۴ق.