زلیخا
زُلِیْخا، د مصر د عزیز مېرمن چې د هغې او د حضرت یوسف (ع) کیسه په قران کې راغلې ده.[۱] په قرآن کې د زلیخا نوم نه دی راغلی او یوازې د «الَّتِی هُوَ فِی بَيْتِهَا»( هغه ښځه چې یوسف یې په کور کې و) په تعبیر سره[۲] او«امْرَأَتُ الْعَزِیز» (د مصر د عزیز مېرمن)[۳] په نوم یې یادونه کیږي.[۴] سره له دې په ځینو تفسیري،[۵] تاریخی[۶] او حدیثی[۷] سرچینو کې د هغې نوم زلیخا معرفي شوی دی. اهل سنت مفسر فخر رازي باوري دی چې د دې نوم لپاره معتبره سرچینه نیشته.[۸] په ځینو سرچینو کې هم د مصر د عزیز د مېرمن نوم زَلْیَخه راغلی دی.[۹]
د قرآن او تورات په ځینو برخو کې د یوسف او زلیخا کیسه بیان شوې ده.[۱۰] د ځینو څېړاندو په باور، قرآن او زبور د دغه کیسې په نقلولو کې ځینې فرقونه لري.[۱۱] د قران په راپور، زلیخا غوښتل له یوسفه خوند واخلي؛ خو یوسف د « خپل رب د برهان په لیدلو سره» د ور طرف ته وتښتېد.[۱۲] شیعه مفسر ناصر مکارم شیرازي باوري دی چې حضرت یوسف په غیبي امداد سره د ګناه له هغه چاپېریاله وژغورل شو.[۱۳] زلیخا ځان یوسف ته ورساوه او د هغه کمیس یې وشلاوه.[۱۴] د ور مخې ته یوسف او زلیخا د مصر له عزیز سره مخامخ شول.[۱۵] زلیخا او یوسف هر یو، بل په خیانت تورن کړل.[۱۶] په هغه وخت د زلیخا له خپلوانو یو کس ګواهي ورکړه چې که د یوسف کمیس د شا له خوا شلېدلی وي، یوسف رښتیا ویلې دي.[۱۷] له دې امله د خیانت تور له یوسفه لرې کړی شو.[۱۸]
د ځینو راپورونو له مخې، هغه شاهد چې د یوسف په ګټه یې ګواهي ورکړه، د زلیخا درې میاشتنی خوریی و[۱۹] چې د خدای په قدرت په خبرو شو.[۲۰] سره له دې، په نورو راپورونو کې، هغه شاهد یو حکیم سړی معرفي شوی دی.[۲۱] د ځینو مفسرانو په وینا، د زلیخا په غوښتنه، یوسف زندان ته واچول شو؛[۲۲] خو له یوې مودې وروسته زلیخا په خپله ګناه او د یوسف په رښتیاوالي اعتراف وکړ.[۲۳]
زلیخا یوه ښایسته، شتمنه[۲۴] او بت پاله ښځه وه.[۲۵] د هغې له خپل مېړه بچي نه کېدل.[۲۶] د ځینو سرچینو له مخې، وروسته له دې چې زلیخا په بوډاتوب کې توبه وکړه او یکتا پرسته شوه، د یوسف(ع) په دعا سره ځوانه شوه او د هغه په نکاح کې راغله.[۲۷] ویل شوي چې د هغوي له واده دوه بچیان پیدا شول.[۲۸] خو ځینې څېړاندي په دې باور دي چې دا روایتونه په مختلفو دلیلونو لکه په سند او متن کې یې د مسالې په وجه د استناد وړ نه دي او مینځ پانګه یې له توراته اخستل شوې ده.[۲۹]
د شویو څېړنو له مخې زلیخا د صوفیانو په تفکر اثر شیندلی دی.[۳۰] ویل شوي چې اهل تصوف د زلیخا حالتونه او کړنې ډېرې ستایلي او د هغې په حالتونو او کړچارونو په استناد سره یې خپل عرفاني نظرونه بیان کړې دي.[۳۱] له حضرت یوسف(ع) سره د زلیخا د مینې کیسې په نړیوالو ادبیاتو منجمله فارسي، ترکي او اروپایي ادبیاتو کې پریمانه انعکاس لرلی دی.[۳۲] لاندیني بیتونه یې یوه بېلګه ده:
گرش ببینی و دست از ترنج بشناسی | روا بود که ملامت کنی زلیخا را[۳۳] |
زلیخا چو گشت از میِ عشق مست | به دامان یوسف درآویخت دست | |
چنان دیو شهوت رضا داده بود | که چون گرگ در یوسف افتاده بود.[۳۴] |
فوټ نوټ
- ↑ اسدی، «زلیخا»، ص۴۱۶.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۳.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۳۰.
- ↑ اسدی، «زلیخا»، ص۴۱۴.
- ↑ بېلګې په توګه وګورئ: مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۳۲۷؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳۴۰.
- ↑ بېلګې په توګه وګورئ: مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۶۸؛ ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۵؛ ابنجوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۱۵.
- ↑ بېلګې په توګه وګورئ: شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۵؛ خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۲۶۴؛ راوندی، قصص الانبیا، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۶.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۸، ص۴۳۵.
- ↑ دیلمی، اعلام الدین، ۱۴۰۸ق، ص۴۲۹.
- ↑ وګورئ: سوره یوسف، آیه ۲۳-۳۲؛ تورات، سِفر پیدایش، باب ۳۹، آیات ۷-۲۰.
- ↑ صادقی، «نگاهی تطبیقی به داستان یوسف و زلیخا در قرآن مجید و تورات»، ۱۰۱-۱۰۳.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۳-۲۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۹، ص۳۷۴.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۵.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۵.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۵-۲۶.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۶-۲۷.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۸-۲۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳۴۷.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۴۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳۴۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳۵۴؛ بیضاوی، انوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۱۶۳.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۵۱.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۷.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا علیهالسلام، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۴۵.
- ↑ کاشانی، تفسیر منهج الصادقین فی الزام المخالفین، ۱۳۳۶ش، ج۵، ص۲۸.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۵۲.
- ↑ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۹، ص۲۱۴.
- ↑ معارف و دیگران، «بررسی روایات تفسیري فریقین در مسئلۀ ازدواج حضرت یوسف با زلیخا»، ص۲۶.
- ↑ پاکمهر، «زلیخا در اندیشه شاعران و عارفان قرن پنجم تا هفتم»، ص۱۴۹.
- ↑ پاکمهر، «زلیخا در اندیشه شاعران و عارفان قرن پنجم تا هفتم»، ص۱۴۹.
- ↑ خسروی، «پژوهش تطبیقی داستان یوسف و زلیخا در ادبیات اسلامی»، ص۷۱.
- ↑ سعدی، غزلیات سعدی، ۱۳۴۲ش، ص۵، غزل ۵.
- ↑ سعدی، بوستان، ۱۳۷۲ش، باب نهم در توبه و راه صواب، حکایت زلیخا با یوسف(ع)، ص۴۱۷.
سرچينې
- ابنجوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۲ق.
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابنخلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
- اسدی، علی، «زلیخا»، در دایرة المعارف قرآن کریم، ج۱۴، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۵ش.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
- پاکمهر، علی، «زلیخا در اندیشه شاعران و عارفان قرن پنجم تا هفتم»، در فصلنامه تخصصی ادبیات فارسی (دانشگاه آزاد مشهد)، شماره ۴۶، پاییز ۱۳۹۴ش.
- خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنیعشر، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- خسروی، زهرا، «پژوهش تطبیقی داستان یوسف و زلیخا در ادبیات اسلامی»، در مجله دانشنامه (واحد علوم و تحقیقات)، شماره ۲، ۱۳۸۸ش.
- دیلمی، حسن بن محمد، اعلام الدین فی صفات المؤمنین، قم، مؤسسة آلالبیت(ع) لاِحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.
- راوندی، قطبالدین سعید بن هبةالله، قصص الانبیا(ع)، مشهد، مرکز پژوهشهای اسلامی، ۱۴۰۹ق.
- سعدی، مصلح بن عبدالله، بوستان سعدی، با تصحیح محمدعلی فروغی، تهران، ققنوس، ۱۳۷۲ش.
- سعدی، مصلح بن عبدالله، غزلیات سعدی، با تصحیح محمدعلی فروغی، تهران، اقبال، ۱۳۴۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، داوری، ۱۳۸۵ش.
- صادقی، سید محمود، «نگاهی تطبیقی به داستان یوسف و زلیخا در قرآن مجید و تورات»، در مجله ادبیات تطبیقی، شماره ۴، زمستان ۱۳۸۶ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، انتشارات الصدر، تهران، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۶۴ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق، مصحح، موسوی جزائری، سید طیب، دار الکتاب، قم، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کاشانی، ملا فتحالله، تفسیر منهج الصادقین فی الزام المخالفین، کتابفروشی محمد حسن علمی، تهران، ۱۳۳۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیه، تهران، ۱۳۷۴ش.
- معارف، مجید و دیگران، «بررسی روایات تفسیري فریقین در مسئلۀ ازدواج حضرت یوسف با زلیخا»، در دو فصلنامه حدیثپژوهی، سال هفتم، شمارۀ سیزدهم، بهار و تابستان ۱۳۹۴.
- مقاتل، ابنسلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۲۳ق.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیجا، مکتبة الثقافة الدینیه، بیتا.